د موضوعګانو سرپاڼه

تخنیک ، خبرتیایي تکنالوژي او کمپیوتري‌ مرستې

پۀ ټول افغان کې ي او ې سمې نۀ ښکاري

پښتون ځلمی
11.04.2006

سلامونه او نېکې هيلې
دا لږ څۀ موده کېږي چې پۀ ټول افغان لومړۍ پاڼه او فورم کې (ي) او (ې) سمې نۀ ليدل کېږي - نۀ پوهېږم چې زما پۀ کمپيوټر کې څۀ ستونزه ده، ليکوالان د (ي) او (ې) پر ځای (ی) کاروي او کۀ څۀ خبره ده - ما سره خو Pokhto او نورې ليکبڼې شته دی پۀ کمپيوټر کې - زما خپلې ليکنې سمې ښکاري خو پۀ ځينو ليکنو کې دا يا ګانې سمې نۀ ښکاري - لکه داسې : [color=red:0e3daf0051]نیکی او بدی ... یو، دوه، دری ... وزیر، هیواد او نور[/color:0e3daf0051]

زما ستونزه کۀ هر څۀ وي، زۀ لۀ درنو ليکونکو څخه هيله کوم چې د (ياګانو) کارونې ته پاملرنه وکړي - پسته يې ، يانې [color=green:0e3daf0051]ی[/color:0e3daf0051] هېڅ کله هم د يو لغت \ ويي پۀ پيل يا مينځ کې نۀ کارول کېږي - پۀ ليکنه کې خو ښايي ټول پرې پوهېږي خو د ټايپ کولو پر مهال هم بايد پام ورته وکړای شي -

کېدای شي ځينې ليکونکي چې کوم فونټ کاروي، د هغۀ فونټ (ي) او (ې) د ټول افغان پاڼې او سسټم سره سمون نۀ خوري - د پاڼې چلوونکو څخه هيله کوو چې دې ټکي ته پام وکړي -

فکر کوم د ټول افغان ټولو فارسي ليکنو کې هم دا ستونزه شته - د پاڼې لکه چې پاړسو سره جوړه نۀ ده :wink: :)

پۀ درنښت


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more