د موضوعګانو سرپاڼه

وطن پال او نور ګټور شعرونه

پښتون ته خطاب .......... ګل پاچا(( الفت ))


هيواد شېرزاد
12.06.2003

:::::::::::::::::: ::::::::::::::::: : : [size=24:57e75e601f][color=darkblue:57e75e601f]پښتون ته خطاب [/color:57e75e601f][/size:57e75e601f]:::::::: :::::: : :: : : :: : : ::::

.......... پرون پـــــاچا وې نـن د نورو صـــــــــــوبه دار پښتونه
........................... ډيورنډ شو خــاورې ته ﻻ خط کې يې ايسار پښتونه
......... د پاکستان ﻻس کـــــــــــــې اسير ډېر پـــښتانه وينمه
........................... تا غوندې بل څوک چېرته نشته خوار و زار پښتونه
........ نه يې روان د احمدشاه شـــــــــېرشاه ميرويس په ﻻره
........................... ولــــــــــې دې پرېـــښوده د پلار او نيکه ﻻر پښتونه؟
......... مغل بيا راغله خوشحال خان څه شو او چېرته ﻻړو؟
........................... چــــــــــې درته ووايې دننګ غيرت اشـــــعار پښتونه
.......... اپريدو ونيــــــــسئ خيبر، مـــــــــــــومندو مه ګورئ نور
........................... په ننـــــــــګ راپاڅېږه ته هم د نــــنګرهار پــــــــښتونه
.......... غـــــــــــــواړم له تا نه د ميرويس او احمد شاه کارونه
........................... د لويو خلکو پـــــه ځای ناست د کندهار پـــــښـــتونه
.......... خــــــــبــــرې ډېــــرې دي اوږدې کــــيسې بــــه نه کومه
........................... دومــــــــره تپوس دي اوس له تا ځنې په کار پښتونه
................. د خوشحال خان خـــټک پښتو پښتونولي دې څــه کړه
................. د احــــمد شـــــاه او د محمود شهنشاهي دې څــــــــه کړه


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more