د موضوعګانو سرپاڼه

وطن پال او نور ګټور شعرونه

تاريخ...................عبدالهادي هادي

عبدالهادی هادي
03.06.2003

تاريخ

تاريخ دروغ وختو
زموږايمان
زموږاټكل
پرموږملندې وكړې .
كه غواړئ
يوټكى رښتيا
په كوم تاريخ كې چېرته بياومومئ
نودتاريخ
دتوروكرښوترمنځ
سپينې پاتې شوې فاصلې وگورئ
موږه عادت يو
دتاريخ دتوروكرښو،
ترمنځ،
سپينوپاتې شويوفاصلوكې حقيقت لټوو.
تاريخ تكرارشو
تاريخ بياوگرځېد
هغه شهسوار
چې موږيې دېروو
پر لمن باندې داغونه اښي
هغه دى سپين وختو
دكلوشك وو
چې يقين وختو
هغه شهسوار
چې زموږاسلافو
بې ايمانو، بې باوروخلكو
دده پرسپينه لمن ، سپينوختو
دخپلوتورومخو، توركي موښل
دخداى حرم كې
دزمزم په اوبووللى راغى .
تاريخ تكرارشو
تاريخ بياوگرځېد
زموږدنوي
تدوين شوي تاريخ
پاڼې گورئ
څنګه دبادپه مخکې مندې وهي
اوزوړتاريخ
لكه فاتح
پرې ملندې وهي


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more