د موضوعګانو سرپاڼه

اسلام، اسلامي شرعه او د اسلام تاریخ

شراب ,نسوار،سګرټ، چرس٠٠٠

malgarai
27.05.2003

محترمه وروره [color=indigo:8af5b75667](طالب جان)[/color:8af5b75667]تاوده سلامونه او ښې هيلې مې وومنه
ورور ګله!هيله ده شرابو په هکله پوره معلومات راته څرګند کړې,دشرابو زيانونه کوم چې
دبدن لپار يې لري او ولې دا د خدای(ج) له خوا حرام وګرځيدل :?: همدارنګه که زحمت نه وي
را ته ووايه چې د شرابو [color=indigo:8af5b75667]تعريف [/color:8af5b75667]په فقه حنفي کې اود نورو فقهاو په نظر په څه ډول دی؟
همدا راز راته دنورو منشياتو او د خانياتو په هکله رڼا واچوه چې حلال دي که حرام اويا
مکروه؟لکه نسوار،سګرټ، چرس٠٠٠ ................................ مننه



طالب جان
28.05.2003

...........................................بسم الله الرحمن الرحيم...................................................
محترمه وروره ملګري صاحبه سلامونه او نيكي هيلي زما هم ومنۍ
وروره تركومه چي ستاسي دپوښتني اړه ده نو وروره په هغو كي د ذكر شوو توكو احكام هم بيل بيل دي ځكه ئي زه هم هر يو ځان ځان ته بيانوم.
[color=blue:2cf5d45bde]لومړی : شراب [/color:2cf5d45bde]دحنفي فقهي له مخي دشرابو تعريف وتلي مفسر علامه شهاب الدين آلوسي بغدادي رحمة الله عليه په لاندي ډول دي:
((الخمر وهو المسكر المتخذمن عصير العنب او كل ما يخامر العقل ويغطيه من الاشربة)) تفسير روح المعاني,4 ټوك,22 مخ,
ژباړه:شراب هغه مستونكي(نشه كونكي) توكي دي چي دانګورو له دوښى څخه لاس ته راوړل كيږي او هر هغه څښونكى توكي چي مستي رامنځته كوي او يا په عقل كي خلل راولي شراب بلل كيږي.
أمام ابي الفدا دمشقي رحمة الله عليه بيا په خپل نامتو تفسير ابن كثير كي دشرابو تعريف او ډولونه په لاندي توګه بيان كړيدي ((وقد ثبت في الصحيحين عن عمر بن خطاب رضي الله عنه انه قال في خطبته على منبر رسول الله صلى عليه وسلم أيهاالناس انه نزل تحريم الخمر وهي من خمسة العنب,والتمر,والعسل, والحنطة,والشعير,والخمر ما خامر العقل......)).2ټوك 94 مخ
ژباړه:او دنبوي احاديثو په دوو وتلو كتابونو يعني صحيح بخاري او صحيح مسلم كي ثابته شوي چي حضرت عمر رضي الله تعالى عنه درسول الله صلى الله عليه وسلم په منبر مبارك باندي دخطبي په ترڅ كي وفرمايل چي اي خلكو خداي پاك دشرابو دحراموالي حكم نازل كړ او شراب له پنځو شيانو جوړيږي,انګور,خورما,شهد,غنم ,اوربشي او شراب هغه څه دي چي عقل له منځه وړي.
ورورجانه له پورتنيو تعريفونو او ارشاداتو نه معلومه شوه چي شراب يواځي هغه نه دي چي له پورته پنځو شيانو نه توليد شي بلكي هر هغه توكي شراب ګڼل كيږي چي مستي راولي او عقل زائلوي چي شرعا دهغي ديوه څاڅكي څښل هم حرام دي.
[color=darkblue:2cf5d45bde] دشرابو حرمت[/color:2cf5d45bde] امام محمد بن احمد انصاري القرطبي رحمة الله عليه په خپل تفسير ((قرطبي)) كي په شپږم ټوك كي په 286م مخ كي د شرابو دحرمت په اړه ليكي چي شراب په تدريجي ډول پرمسلمانانو باندي حرام وګرځول شول.هغه مهال خلك تر پوزي پوري په دغه لعنت اخته وو.لومړني قرآني آيت چي دشرابو په اړه نازل شويدي په لاندي ډول دي:
((يسئلونك عن الخمر والميسر قل فيهما اثم كبير ومنافع للناس.واثمهما اكبر من نفعهما....))
ددغه آيت له لياري خداي پاك خپلو بندګانو ته دشرابو د بدۍ او قباحت په اړه يوه نرمه تنبيه وركړه او هغوي ئي ذهناََ دي ته تيار كړل چي دشرابو ګناه تر ګټي دائي لويه ده.ددغه آيت له نزول نه وروسته ځينو خلكو شراب ددي لپاره چي ګناه وه پريښودل او ځينو نورو بيا دا عمل جاري وساته.هغوي به ويل چي موږ ئي خورو نه بلكه خرڅو ئي او يواځي ګټه پري كوو. خو ددغه ډول خلكو لپاره بيا دا لاندي آيت نازل شو.
((لا تقربوالصلوة وانتم سكارى))ټوك 5 سورة النساء آيت 43
يعني تاسي دمستۍ او نيشي په حالت كي لمانځه ته مه نزدي کيږۍ.دلته لوي خداي مسلمانان تر پخوا نور هم يوه اندازه ټينګ كړل .له دي وروسته هم ډيرو خلكوشراب له دي امله ترك كړل چي ګواكي هغه له لمانځه نه دمسلمانانو مانع ګرځيده مګر ددي تر څنګ بياهم ديرو خلكو شراب دلمانځه له وختونو نه پرته په نورو وختونو كي څښل ځكه نو په شرابو باندي ديومخيزه بنديز په اړه بالآخره لانديني آيت نازل شو او شراب دهغه له مخي دابد لپاره په مسلمانانو حرام شول.يعني پلورل ئي پيرل ئي او څښل ئي.
((يا أيهاالذين آمنوا انماالخمر والميسر والانصاب والازلام رجس من عمل الشيطان فاجتنبوه لعلكم تفلحون))سورة المائدة,آيت لمبر 90 توك لمبر7
[color=blue:2cf5d45bde]شراب ولي حرام شول؟[/color:2cf5d45bde] وروره موږ او تاسي مسلمانان يو دخداي په كتاب مو ايمان راوړي شرعا موږ حق نه لرو چي دقرآني ممنوعاتو په اړه د هغوي دعلتونو او لاملونو پلټنه وكړو خو بيا هم ستاسي دمعلوماتو لپاره زه دلته هغه يو قرآني آيت ليكم چي په هغو كي دشرابو دممانعت دنيوي او اخروي علتونه موجود دي.
((انما يريد الشيطان ان يوقع بينكم العداوة والبغضاء في الخمر والميسر ويصدكم عن ذكرالله وعن الصلوة فهل انتم منتهون))سورة المائدة توك 7 آيت 91
ددي آ يت په تفسير كي علامه آلوسي فر ما يلي دي چي له عدا وت او بغض څخه دنيوي مفا سدو ته اشاره ده ياني شرابي په دنيوي ژوند كي له خلكو سره بغض او عدا وت كوي همدا رزا د نيشي په حالت كي انسان ځيني ډير داسي نا وړه اعمال تر سره كوي چي وروسته پري پښيمانه وي او په يصدكم عن ذكر الله سره دشرابو اخروي مفاسدو ته اشاره ده ځكه چي شراب په انسان كي داسي مستي او په جسماني اعضا وو كي داسي سرور او خوښي را منځ ته كوي چي انسان له لمانځه او د الله تعالي له ذكر څخه منع كوي . روح المعاني ټوك ٤ مخ٢٣. همدا راز په شرابو كي نور طبي نقصانات هم شته چي په دي اړه بايد دمعلو ماتو د حاصلولو لپاره كوم طبي ډاكټر ته رجوع وشي .
[color=indigo:2cf5d45bde]دوهم:چرس[/color:2cf5d45bde] كه څه هم چرس دحرمت له پلوه له شرابو سره نه شي پرتله كيداي خو دا چي مسكر او مفترالعقل دي يعني عقل ته فتور ورولي ځكه نو دهغه نشه كول هم حرام دي.البته په څښلو باندي ئي شرعا كوم حد نشته بلكي قاضي هغه ته دتعزيري سزا وركولو حق لري.او دچرسو يو يا دوه ځله څښل ګناه صغيره ده خو كه څوك ئي تل څښي بيا نو دنورو صغيره و په څير دا هم كبيره ګرځي. ديادولو وړ ده چي بنګ او افيون هم دچرسو حكم لري.تنويرالابصار مع الدرالمختار مخ 325-26-27 توك 5
[color=blue:2cf5d45bde]دريم:سګريټ ,نسوار[/color:2cf5d45bde] سګريت او نسوار څنګه چي عقل ته فتور نه ورولي ځكه نو هغه مباح دي البته په شريعت كي د لمانځه داداكونكو لپاره د پياز او وږي خوړل دبدبوئي او اذيت له امله
مكروه دي نو له همدي امله دنسوار او سيګريت كشول هم دخولي دبد بوئي او بدن ته دنورو تاوانونو له امله مكروه دي.خداي پاك دي ټول مسلمانان له دغو نجاستونو نه په خپل حفظ كي وساتي.........آمين
((ومن الاشياء الجامدة المضرة في العقل او غيره يحرم التناول القدر المضر منها دون القليل لان حرمتها ليست لعينها بل لضررها...........................وقد افتى بالمنع من شربه شيخ مشايخنا المسيري وغيره))ردالمحتار لعلامه ابن عابدين شامي.مخ 325,6 توك 5
..........................................................................والله اعلم بالصواب.........................................



ع کريم حليمي
14.01.2004

ګرانه طالب وروره تشکور
په افريکا کی ځنی ملايان پيدا سوی دی فتوا وی ورکوی چه سګريټ حرام دی
ښه سو چه خبره دی پاکه کړه ٠ اجرونه درته غواړم



doctor
15.10.2006

بسم الله الرحمن الرحيم
نه پوهيږم څه ووايم او ځيني خلكو ته خو بيا حيران هم شم چي له يوه اړخه به د طالبانو پسي لګياوي پوچي به وايي او له بله پلوه به بياورڅخه فتواګاني هم اخلي. ددي پرځاې يي كه د يو مولوي صاحب چي مفتي وي او بياخو مونږ په افغانستان كي مفتي اعظم لرو تري پوښتلي واي نو ښه به وه خو په هر حال طالب جان ته مي دا نصيحت دي چي علم درسره نه وي نو فتوا هم مه وركوه تاسي ويلي و چي نسوار او سګريت نشه نه لري فكر كوم چي تاسي هم په نوموړي مرض اخته ښكارى كه نه نو دا فتوا به مو نه وركوله په هر صورت تاسو يي د نشه د نه راوړلو خبره كړي ده نو تاسي يوه دانه سګرټ او يا يوه چونډۍ نسوار هغه چاته وركړه چي كله يي نه وي استعمال كړي نو درته به معلوم شي چي څه اثر لري او كه او يا هم د سګرټي او نسواري نه پوښتنه وكړه چي د هغي د نشتوالي په صورت كي څه احساس كوي نو بيا دي د فتوا اندازبدل وي. خفه نه شي دا يو نصيحت وو ځكه چي حديث شريف دي چي مسلمان د بل مسلمان لپاره آينه ده او هم دين نصيحت دي د الله او د رسول په خاطر او د مسلمان لپاره.


رښتینی
15.10.2006

سلام وروڼو !

محترم طالب جان صيب او حليمى صيب په قرانكريم كى درسول الله
صلى الله عليه وسلم په اړه ويل شوى دى :يحل لهم الطيبات ويحرم
عليهم الخبائث

نو ايا دا نسوار او سګريټ دالخبائث لاندى راځى او كه نه ؟؟

او بل دا چى دبدن دصحت په خلاف قصدا يو كار ترسره كول
په شريعت كى څه حكم لرى ؟

ګومان كوم دا كار به تاسو ناروا وبولى
نو سګريټ او نسوار خو په ثبوت رسيدلى خبره ده
چى دبدن صحت خرابوى بيا نو حرام شول او كه نه ؟

والله بالله دا موضوع ډيره مهمه ده او دلته ګومان كوم
چى ددى وبا دمخنيوى له پاره كه ددى څيزونوحكم يو
څه سست درته ښكاريږى بيا هم بايد دټولنيزو درنو ستونزو
دمخنيوى په اساس دلته بايد اجتهادا له يو څه تشدد نه كار واخيستل شى
او بل زما خوږو ملا صاحبانو تاسو ليږ دى ته ځير شئ چى نسوار بيا سګريټ بيا چرس بيا شراب او په اخر كى پوډر دايو لړۍ ده چى انسانان
په كى پييل كيږى له نسوارو نه يي ونيسى بيا پوډروته ځانونه ورسوى نو
موضوع بايد ډيره جدى ونيول شى

ستاسو دخوا بده نه شى په والله كه زه ملا واى اودعربو او عجمو ټولو ملايانو دنسوارو دجواز فتوى وركړى واى ما به ددى ټولو مخالفت ته خو
ځان نه واى ټينګ كړى خو دومره به مى حتما كړى و چى د ژبى لاندى
نسوار كولو خبره مى والله كه ورسره منلى واى

او لا يي والله كه رانه روا كړى واى

زه اوس هم په دى اند يم چى كه فرضا نسوار بيخى حلال او هيڅكله مكروه هم نه شى اما دژبى لاندى كول يي مطلق حرام دى او په دى كى دى نه څوك
دلائل راسره وايي او نه دى خوله راچوله كوى ځكه نه يي منم

په مينه


رښتینی
15.10.2006

خپه نه شئ ددى افغانى كرغيړن عمل(دژبى لاندى نسوارو) له پاره
همداسى افغانى منطق كارول ضرورى او مهم دى



ع کريم حليمي
16.10.2006

حامد جانه وروره سلام !
[quote:937c63af89]نو ايا دا نسوار او سګريټ دالخبائث لاندى راځى او كه نه ؟؟ [/quote:937c63af89]
خبث په معنی د پليت ، وسخ ، نجس او مردار (په مردارو اوبو کښي چه شئ 
لوېدلی وي هغه وسخ دی ، مردار، د سړک د سر شيان ( قمامه) وسخ دي )
فلان سړی خبث دي يعني زنا کاره دی داښځه خبثه ده فاحشه ده 
هر څه چه قراني وحي حرام کړي هغه خبث شيان دي ، چه قران حرام کړه نو مردار 
سوه ٠
 په حديث کښي راغلي چه :
اَخْبَرَنَا سُوَيْدٌ، قَالَ اَنْبَاَنَا عَبْدُ اللَّهِ، - يَعْنِي ابْنَ الْمُبَارَكِ - عَنْ يُونُسَ، عَنِ الزُّهْرِيِّ، قَالَ حَدَّثَنِي اَبُو بَكْرِ بْنُ عَبْدِ الرَّحْمَنِ بْنِ الْحَارِثِ، اَنَّ اَبَاهُ، قَالَ سَمِعْتُ عُثْمَانَ، يَقُولُ [color=blue:937c63af89]اجْتَنِبُوا الْخَمْرَ فَاِنَّهَا اُمُّ الْخَبَائِثِ [/color:937c63af89]
پرېږدي الکهول او الکهول چه دي مور د مرداريو(الْخَبَائِثِ) دي 
يعني د شراب خورۍ څه زنا هم زيږي 

نسوار او سګرېټ بد دي ، حرام ئې نه سم ګڼلی ٠ 
د خواجه ملک انار هم ډېر خواږه دي چه ډېر وخوړل سي سکران لري 


محترمو صاحبانو ته سلامونه

و.افغان
11.03.2007

محترم طالب جان او قدرمند حليمي او نورو ورونو ته د زړه له کومی سلام وړاندی کوم السلام علیکم
محترمو! نبی کریم صلی الله علیه وسلم فرمایی: کل مسکر خمر وکل خمر حرام، ترجمه: هر نشه یی څیز شراب دي، او هر شراب حرام دي،
نو آیا سګرټ ، نسوار، چرس نشه نلری؟؟؟؟!!!!!!!
ته یی یو غیر عملی کس ته ورکړه چی څه پری کوي،
چرسو کی هماغه د شرابو لوبه،
دغه ټول خبائث دي، او خبائث حرام دي، چرسی چی چرس وکړي، دشرابی غوند ی کاواکی شروع کړی، سګرټی چی یوه ورځ سګرټ ورونه رسیږي نو لکه د مار غوند تاویږی راتاویږی، او روژه خو په دوي ډیره سخته وي.
سګرټ او نسوار، شراب، هیرویین ټول سره یوشان دي.
ډیر کرته چرسی موټروان په مستۍ شي، په ځان نه پوهیږی، او ګاډۍ وجنګوي،
پرته له دغه ګندګی ده، بدبويی ده، نورو مسلمانانو ته ضرر دی، د سګرټی خپل ځان ته ضرر دی، او ضرري څیز اسلام کی حرام، دغه څیز منفعت نلری.
هغه بیله خبره ده ، زمونږ د افغانستان مولایان په نسوارو اخته دي، نو هغه لپاره یی جواز ورکړ، او له خاطره چی اعتراض پری ونشي، ځینو یی سګرټ هم حلال وبلل، او والله که سګرټ څکول د سړیتوب کار وي.
بل طالب جان ته وایم: نبی کریم صلی الله علیه وسلم په صحیح حدیث کی فرمایی: (ما اسکر کثیره ، فقلیله حرام)
ترجمه : د هغه څیز ډیراندازه چی انسان نشه کوي، نو لږه اندازه یی چی انسان نه نشه کوي، هغه هم حرامه ده.
دی حدیث مراجعه وکړه، دا ستا د آخرنۍ خبری جواب دی،
مونږ د قیامت په ورځ دفلانی دقول او دبسفلانی د قول پوښتنه نه کیږی، د قرآن او د سنت دصحابووو او ورپسی زمونږ د اهل سنت والجماعت د امامانو په فهم پوښتنه را څخه کیږی،
نو ما تاسی دغه د پیغمبر زرین اقوال کیښودل ، نو خوښه ستاسی،
الله مو د خیر کار ته موفق لره.

...................



ع کريم حليمي
11.03.2007

ډير مکرم او مکرم سراج الحق وهاج صاحب سلام عليک !
[quote:fd61ce7a8b]كُلُّ مُسْكِرٍ خَمْرٌ وَكُلُّ مُسْكِرٍ حَرَامٌ [/quote:fd61ce7a8b]
پورته حديث يوازي د  سنن أبي داود روايت دی او نورو کتابونو دا روايت 
نه دی رانقل کړی ،او بل که تاسو پوره حديث ولولۍ ښه به وي اويا ټوله حديث 
رانقل کړي نوبه بحث پر وکړو !
پوښتنه داهم کوم څه سبب دی چه يوه حصه او برخه د حديث مو رانقل کړی ولي ؟؟؟؟ 
فکر کوم چه دحديث په دوهمه برخه کښي ټول مفهوم پروت وو که نه !!!


جواب

و.افغان
11.03.2007

ډیر محترم حلیمی صاحب ته له زړه له کومی سلام وړاندی کوم او وایم : السلام علیکم ورحمة الله وبرکاته.
مخکی له دی چی په بحث شروع وکړم کوشان ته وایم:
زه پوهیږم، چی ته کوم بحث کی ځان را ونه غورځوې، نو بیا در باندی خارښت لګیږي، او څنګه زما در باندی زړه خوږیږي چی پمن نه شی، نو خیر دی ، زمونږ حوصله درته زیاته، ښه په خوند دی دا چټیات بادوه، او زړه پری سپکوه......
ګران او محترم حلیمی:
دوخت دتنګۍ له امله می نشو کولای چی حوالی ولیکم، دغه څه چی می لیکلی هغه می له یاده لیکلی.
بله دا چی ما حدیث پوره لیکی دی، او حدیث کی می کمښت نه دی راوستلاي، تاسی لکه فقط یوه مصدر ته رجوع کړی.، پاتی دی نه وي چی ما ددغه حدیث د ترجمی وخت کی ذهن هغه بل حدیث ته لاړ چی متن یی داسی دی : (کل مسکر خمر وکل خمر حرام)، او دا هم صحیح حدیث دی.
بله خبره دا چه دا د شرابو او دهر نشه يي څیز باره کی دحرمت حدیثونو په مختلفو لارو (اسانیدو) له پیغمبر صلی الله علیه وسلم څخه ثابت شوي دي، البته دیته مونږ نشه نشو ویلاي، مثلا چی ځینی څیزونه د انسان وجود ته لږه سستیا وربخښی لکه ډوډۍ خوړل، او چاي څښل ، دا دموضوع برخه نه ده.
بله دا چه حلیمی تاسی ویلی دي، ما چی کوم حدیث ذکر کړۍ هغه فقط په سنن ابی داود کی دی، نه دغسی نه ده،
دغه حدیث په مسلم شریف کی هم شته تاسی رجوع ورته وکړۍ، او زه دغه حدیث په بشپړه توګه لیکم:

وحدثنا إسحاق بن إبراهيم وأبو بكر بن إسحاق كلاهما عن روح بن عبادة حدثنا ابن جريج أخبرني موسى بن عقبة عن نافع عن ابن عمر
: أن رسول الله صلى الله عليه و سلم قال ( كل مسكر خمر وكل مسكر حرام )

صحيح مسلم م ت محمد فؤاد عبد الباقي/5 - (ج 3 / ص 1587)
حدثنا أبو الربيع العتكي وأبو كامل قالا حدثنا حماد بن زيد حدثنا أيوب عن نافع عن ابن عمر قال
: قال رسول الله صلى الله عليه و سلم ( كل مسكر خمر وكل مسكر حرام ومن شرب الخمر في الدنيا فمات وهو يدمنها لم يتب لم يشربها في الآخرة )

سنن أبي داود م ت محمد محيي الدين/4 - (ج 2 / ص 352)
حدثنا سليمان بن داود ومحمد بن عيسى في آخرين قالوا ثنا حماد يعني ابن زيد عن أيوب عن نافع عن ابن عمر قال
: قال رسول الله صلى الله عليه و سلم " كل مسكر خمر وكل مسكر حرام ومن مات هو يشرب الخمر يدمنها لم يشربها في الآخرة " .

سنن أبي داود مشكول - (ج 10 / ص 104)
حَدَّثَنَا سُلَيْمَانُ بْنُ دَاوُدَ وَمُحَمَّدُ بْنُ عِيسَى فِي آخَرِينَ قَالُوا حَدَّثَنَا حَمَّادٌ يَعْنِي ابْنَ زَيْدٍ عَنْ أَيُّوبَ عَنْ نَافِعٍ عَنْ ابْنِ عُمَرَ قَالَ
قَالَ رَسُولُ اللَّهِ صَلَّى اللَّهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ كُلُّ مُسْكِرٍ خَمْرٌ وَكُلُّ مُسْكِرٍ حَرَامٌ وَمَنْ مَاتَ وَهُوَ يَشْرَبُ الْخَمْرَ يُدْمِنُهَا لَمْ يَشْرَبْهَا فِي الْآخِرَةِ

سنن الترمذي م ت أحمد شاكر/5 - (ج 4 / ص 290)
حدثنا أبو زكريا يحيى بن درست البصري حدثنا حماد بن زيد عن أيوب عن نافع عن ابن عمر قال : قال رسول الله صلى الله عليه و سلم كل مسكر خمر وكل مسكر حرام ومن شرب الخمر في الدنيا وهو يدمنها لم يشربها في الآخرة
قال وفي الباب عن أبي هريرة و أبي سعيد و عبد الله بن عمرو و ابن عباس و عبادة و أبي مالك الأشعري
قال أبو عيسى حديث ابن عمر حديث حسن صحيح وقد روي من غير وجه عن نافع عن ابن عمر عن النبي صلى الله عليه و سلم ورواه مالك بن أنس عن نافع عن ابن عمر موقوفا فلم يرفعه

سنن النسائي م ت عبد الفتاح أبو غدة - (ج 8 / ص 297)
أخبرنا علي بن ميمون قال حدثنا بن أبي رواد قال حدثنا بن جريج عن أيوب عن نافع عن بن عمر قال قال رسول الله صلى الله عليه و سلم : كل مسكر خمر وكل مسكر حرام

السنن الكبرى النسائي م ت سيد كسروي/6 - (ج 3 / ص 236)
قال الحارث بن مسكين قراءة عليه وأنا أسمع عن بن القاسم قال أخبرني مالك عن نافع عن بن عمر قال : كل مسكر خمر وكل مسكر حرام

مسند أحمد م ت الأرنؤوط - (ج 2 / ص 26)
حدثنا عبد الله حدثني أبي ثنا يحيى بن سعيد عن عبيد الله عن نافع عن بن عمر قال لا أعلمه إلا عن النبي صلى الله عليه وسلم قال : كل مسكر خمر وكل مسكر حرام

مسند أحمد م ت الأرنؤوط - (ج 2 / ص 45)
حدثنا عبد الله حدثني أبي ثنا معاذ بن معاذ ثنا محمد بن عمر عن أبي سلمة بن عبد الرحمن عن عبد الله بن عمر قال قال رسول الله صلى الله عليه وسلم : كل مسكر خمر وكل مسكر حرام

مسند أحمد م ت الأرنؤوط - (ج 2 / ص 49)
حدثنا عبد الله حدثني أبي ثنا يزيد أنا محمد بن عمر عن أبي سلمة عن بن عمر قال قال رسول الله صلى الله عليه وسلم : كل مسكر خمر وكل مسكر حرام

مسند أحمد م ت الأرنؤوط - (ج 2 / ص 154)
حدثنا عبد الله حدثني أبي ثنا يونس ثنا حماد بن زيد عن أيوب عن نافع عن بن عمر رفع الحديث إلى رسول الله صلى الله عليه وسلم قال : كل مسكر خمر وكل مسكر حرام ومن شرب الخمر في الدنيا فمات وهو مدمنها لم يتب لم يشربها في الآخرة

مسند أحمد م ت الأرنؤوط - (ج 2 / ص 165)
حدثنا عبد الله ثنا أبي ثنا عفان ثنا همام ثنا محمد بن عمرو حدثني أبو سلمة بن عبد الرحمن ان بن عمر حدثه ان النبي صلى الله عليه وسلم قال : كل مسكر خمر وكل مسكر حرام فقلت له ان أصحابنا حدثونا عن بن سيرين عن بن عمر ولم يرفعه إلى النبي صلى الله عليه وسلم قال أبي حدثني أبو سلمة بن عبد الرحمن بن عوف ان بن عمر حدثه ان النبي صلى الله عليه وسلم قاله

السنن الكبرى البيهقي م ت محمد عبد القادر/10 - (ج 8 / ص 288)
أخبرنا أبو نصر عمر بن عبد العزيز بن عمر بن قتادة الأنصاري أنبأ أبو الحسن علي بن الفضل بن محمد بن عقيل أنبأ يوسف بن يعقوب القاضي ثنا أبو الربيع ثنا حماد بن زيد ثنا أيوب عن نافع عن بن عمر قال قال رسول الله صلى الله عليه و سلم : كل مسكر خمر وكل مسكر حرام ومن شرب الخمر في الدنيا فمات وهو يدمنها لم يتب منها لم يشربها في الآخرة

السنن الصغير للبيهقي - (ج 7 / ص 263)
وأخبرنا أبو الحسن محمد بن الحسين بن داود العلوي ، نا أبو حامد بن الشرقي ، نا أحمد بن الصباح ، نا روح بن عبادة ، نا ابن جريج ، ثنا موسى بن عقبة ، عن نافع ، عن ابن عمر ، عن النبي صلى الله عليه وسلم قال : « كل مسكر خمر ، وكل مسكر حرام »

معرفة السنن والآثار للبيهقي - (ج 14 / ص 136)
أخبرنا أبو الحسن العلوي ، أخبرنا أبو حامد بن الشرقي ، حدثنا أحمد بن محمد بن الصباح ، حدثنا روح ، حدثنا مالك ، عن نافع ، عن ابن عمر ، أن رسول الله صلى الله عليه وسلم قال : « كل مسكر خمر ، وكل مسكر حرام »

المنتقى لابن الجارود - (ج 2 / ص 431)
حدثنا محمد بن يحيى ، قال : ثنا محمد بن عبيد ، قال : ثنا محمد بن عمرو ، عن أبي سلمة ، عن ابن عمر ، رضي الله عنهما قال : قال رسول الله صلى الله عليه وسلم : « كل مسكر خمر وكل مسكر حرام »

المعجم الكبير الطبراني م ت حمدي السلفي/20 - (ج 12 / ص 294)
حدثنا سلامة بن ناهض المقدسي ثنا الوليد بن عتبة الدمشقي ( ح ) وحدثنا محمود بن علي الأصبهاني ثنا أحمد بن محمد بن أبي بكر السالمي قالا : ثنا عبد الله بن نافع حدثني عاصم بن عمر عن بلال بن أبي بكر عن سالم بن عبد الله عن أبيه : قال قال رسول الله صلى الله عليه و سلم : ( كل مسكر خمر وكل مسكر حرام )

المعجم الصغير الطبراني م ت محمد شكور/2 - (ج 1 / ص 329)
حدثنا علي بن محمد بن حفص الفارسي بمدينة بعلبك حدثنا العباس بن الوليد بن مزيد حدثني أبي حدثنا الأوزاعي عن عبد الواحد بن قيس عن نافع عن بن عمر رضي الله عنه أن النبي صلى الله عليه و سلم قال : كل مسكر خمر وكل مسكر حرام لم يروه عن الأوزاعي إلا الوليد

مسند الشاميين الطبراني م ت حمدي السلفي - (ج 2 / ص 38)
حدثنا أحمد بن أنس بن مالك الدمشقي ثنا هشام بن عمار ثنا صدقة بن خالد ح وحدثنا أبو عبد الملك أحمد بن إبراهيم الدمشقي ثنا محمد بن عائذ ثنا الهيثم بن حميد ح وحدثنا محمد بن جعفر الرازي ثنا الوليد بن شجاع ثنا محمد بن شعيب بن شابور كلهم عن يحيى بن الحارث الذماري أنه سمع سالم بن عبد الله بن عمر يقول قال عبد الله قال رسول الله صلى الله عليه و سلم : كل مسكر خمر وكل مسكر حرام

ابو عوانة رحمه الله داسی ویلی دي:
مستخرج أبي عوانة - (ج 15 / ص 387)
بيان عقاب من يشرب المسكر ، من أي شراب كان قليلا كان ، أو كثيرا ، وأن كل مسكر خمر ، وكل مسكر حرام ، وعقاب من يدمن شرب الخمر ، والدليل على أن من تاب منها ، قبل موته قبلت توبته

مستخرج أبي عوانة - (ج 15 / ص 388)
حدثنا محمد بن إسماعيل بن سالم الصائغ ، قال : ثنا محرز بن عون ، أو ابن سلمة ، قال : ثنا عبد العزيز بن محمد ، عن عمارة بن غزية ، عن أبي الزبير ، عن جابر رضي الله عنه ، قال : قدم نفر من جيشان من أهل اليمن ، فقالوا : يا رسول الله ، سمعنا بذكرك ، فأحببنا أن نأتيك ، فنسمع منك ، فقال : النبي صلى الله عليه وسلم : « أسلموا تسلموا » ، قال : فأسلموا ، وقالوا : يا رسول الله ، مرنا وانهنا ، فإنا نرى أن الإسلام قد نهانا عن أشياء كنا نأتيها ، وأمرنا بأشياء لم نكن نقربها ، قال : فأمرهم النبي صلى الله عليه وسلم ، ونهاهم ، ثم خرجوا ، حتى جاءوا رحالهم ، وقد خلفوا فيها رجلا ، فقالوا : اذهب ، فضع من إسلامك على يد رسول الله صلى الله عليه وسلم ، مثل الذي وضعنا ، وسله عن شرابنا ، فإنا نسينا أن نسأله ، وقد كان من أهم الأمر عندنا ، فجاء ذلك الفتى ، فأسلم ، فقال : يا رسول الله ، إن النفر الذين جاءوك ، وأسلموا على يديك قد أمروني أن أسألك عن شراب يشربونه ، بأرضهم من الذرة ، يقال له : المزر ، وأرضهم أرض باردة ، وهم يعملون لأنفسهم ، وليس لهم من يمتهن الأعمال دونهم ، وإذا شربوه قووا به على العمل ، قال : « أومسكر هو ؟ » ، قال : اللهم نعم ، قال : النبي صلى الله عليه وسلم : « كل مسكر حرام » ، قال : فأفزعهم ذلك ، فخرجوا بأجمعهم ، حتى جاءوا رسول الله صلى الله عليه وسلم ، فقالوا : يا رسول الله ، إن أرضنا أرض باردة ، وإنا نعمل لأنفسنا ، وليس لنا من يمتهن دون أنفسنا ، وإنما شراب نشربه بأرضنا من الذرة ، يقال له : المزر ، وإذا شربناه ، فأعنا على البرد ، وقوينا على العمل ، فقال : « أمسكر هو ؟ » ، قالوا : نعم ، فقال : النبي صلى الله عليه وسلم : « كل مسكر حرام ، إن على الله عهدا لمن يشرب مسكرا ، أن يسقيه من طينة الخبال » ، قالوا : يا رسول الله ، وما طينة الخبال ؟ ، قال : « عرق أهل النار » ، أو « عصارة أهل النار »

مسند أبي يعلى م ت حسين سليم أسد/13 - (ج 9 / ص 470)
حدثنا أبو خيثمة حدثنا معاذ بن معاذ حدثنا محمد بن عمرو عن أبي سلمة عن ابن عمر : عن النبي صلى الله عليه و سلم قال : كل مسكر خمر وكل مسكر حرام

سنن الدارقطني م ت عبد الله هاشم/4 - (ج 4 / ص 248)
حدثنا محمد بن نوح نا إسحاق بن الضيف نا عبد الرزاق أنا بن جريج عن أيوب عن نافع عن بن عمر قال قال رسول الله صلى الله عليه و سلم : كل مسكر خمر وكل مسكر حرام

صحيح ابن حبان م ت الأرنؤوط/18 - (ج 12 / ص 188)
أخبرنا الحسن بن سفيان قال : حدثنا أبو الربيع الزهراني و أبو كامل الجحدري و إبراهيم بن الحسن العلاف قالوا : حدثنا حماد بن زيد عن أيوب عن نافع عن ابن عمر عن النبي صلى الله عليه و سلم قال : ( كل مسكر خمر وكل مسكر حرام ومن شرب الخمر في الدنيا فمات وهو يدمنها لم يتب منها لم يشربها في الآخرة )

صحيح ابن حبان - (ج 22 / ص 267)
أخبرنا الحسن بن سفيان ، قال : حدثنا أبو الربيع الزهراني ، وأبو كامل الجحدري ، وإبراهيم بن الحسن العلاف ، قالوا : حدثنا حماد بن زيد ، عن أيوب ، عن نافع ، عن ابن عمر ، عن النبي صلى الله عليه وسلم قال : « كل مسكر خمر ، وكل مسكر حرام ، ومن شرب الخمر في الدنيا فمات وهو يدمنها لم يتب منها لم يشربها في الآخرة » ، قال أبو حاتم رضي الله عنه : « لفظ الخبر لأبي كامل »

مسند الطيالسي م - (ج 1 / ص 260)
حدثنا أبو داود قال حدثنا همام عن محمد بن حمزة عن أبي سلمة عن بن عمر قال قال النبي صلى الله عليه و سلم : كل مسكر خمر وكل مسكر حرام

مسند الطيالسي - (ج 5 / ص 401)
حدثنا أبو داود قال : حدثنا همام ، عن محمد بن عمرو ، عن أبي سلمة ، عن ابن عمر قال : قال النبي صلى الله عليه وسلم : « كل مسكر خمر ، وكل مسكر حرام »

مسند الشافعي م دار الكتب العلمية - (ج 1 / ص 284)
أخبرنا مالك عن نافع عن بن عمر أنه قال : كل مسكر خمر وكل مسكر حرام

شرح معاني الآثار الطحاوي م ت النجار/4 - (ج 4 / ص 215)
حدثنا علي بن معبد قال ثنا عبد الوهاب بن عطاء قال أنا محمد بن عمرو عن أبي سلمة عن بن عمر قال قال رسول الله صلى الله عليه و سلم : كل مسكر خمر وكل مسكر حرام

الورع أحمد بن حنبل م ت زينب القاروط - (ج 1 / ص 157)
باب تحريم السكر
سألت ابا عبد الله عن السكر فقال هو عندي خمر قال النبي صلى الله عليه و سلم ( ( كل مسكر حرام ) ) عن عائشة ان النبي صلى الله عليه و سلم قال ( مل شراب مسكر حرام ) عن نافع عن ابن عمر أن النبي صلى الله عليه و سلم قال ( كل مسكر خمر ) كل مسكر حرام
عن سعد بن ابي بردة عن ابيه عن جده قال بعث رسول الله صلى الله عليه و سلم ابا موسى ومعاذ بن جبل الى اليمن فقال لهما يسرا ولا تعسرا وبشرا ولا تنفرا وتطاوعا فقال ابو موسى يا رسول الله انا بارض يصنع فيها الشراب من العسل يقال له التبغ وشراب من الشعير يقال له المزر فقال رسول الله صلى الله عليه و سلم كل مسكر حرام عن ابن عمر قال قال رسول الله صلى الله عليه و سلم كل مسكر خمر وكل مسكر حرام ومن شرب الخمر في الدنيا فمات وهو يدمنها لم يتب منها لم يشربها في الآخرة عن عائشة وعن عطاء بن يسار عن ميمونة زوج النبي

معجم ابن المقرئ - (ج 1 / ص 498)
حدثنا أحمد بن نصر بن بحير القاضي ، قاضي واسط حدثنا محمد بن عبد الله بن سلمة القوصي ، أن أباه ، حدثه عن حسن بن الحر ، عن محمد بن عجلان ، عن نافع ، عن ابن عمر ، أن النبي صلى الله عليه وسلم قال : « كل مسكر خمر ، وكل مسكر حرام »

الأِشربة أحمد بن حنبل م ت عبد الله حجاج - (ج 1 / ص 6)
حدثنا أحمد بن حنبل قال حدثنا يزيد بن هارون قال أخبرنا محمد بن عمرو عن أبي سلمة عن ابن عمر رضي الله عنهما قال قال رسول الله صلى الله عليه و سلم كل مسكر خمر وكل مسكر حرام

جزء حنبل بن إسحاق - (ج 1 / ص 9)
حدثنا حنبل ، حدثنا الحجاج بن منهال ، حدثنا محمد بن عبد الرحمن بن المجبر ، عن نافع ، عن عبد الله : أنه جاء ورسول الله صلى الله عليه وسلم إلى جنب المنبر يكلم الناس ، قال : فقلت : ما قال رسول الله صلى الله عليه وسلم ؟ قال : قال : « كل مسكر خمر ، وكل مسكر حرام ، ولا يطعمها أحد في الدنيا فيطعمها في الآخرة ، إلا أن يتوب الله على من يشاء » قال عبد الله : فتخلصت حتى قمت بين يدي رسول الله صلى الله عليه وسلم ، قال : فقلت : يا رسول الله ، أرأيت ما أسكر كثيره ؟ قال : « فقليله حرام »

فوائد الفريابي - (ج 1 / ص 15)
حدثنا عبد الأعلى بن حماد ، وأبو قدامة ، وعمرو بن علي ، ومحمد بن المثنى ، قالوا : حدثنا يحيى بن سعيد ، عن عبيد الله ، عن نافع ، عن ابن عمر قال : ولا أعلمه إلا عن النبي صلى الله عليه وسلم قال : « كل مسكر خمر وكل مسكر حرام »

فوائد الفريابي - (ج 1 / ص 16)
حدثنا عمرو بن علي ، حدثنا المعتمر بن سليمان ، حدثنا عبيد الله ، وليث ، عن نافع ، عن ابن عمر قال : قال رسول الله صلى الله عليه وسلم : « كل مسكر خمر وكل مسكر حرام »

مسند عبد الله بن عمر للطرسوسي - (ج 1 / ص 54)
حدثنا أبو أمية حدثنا يعقوب بن محمد بن عيسى الزهري ، حدثنا المغيرة بن عبد الرحمن ، وحاتم بن إسماعيل ، عن ابن عجلان ، عن نافع ، عن ابن عمر قال : قال رسول الله صلى الله عليه وسلم : « كل مسكر خمر ، وكل مسكر حرام »

العمدة من الفوائد والآثار الصحاح والغرائب في مشيخة شهدة م - (ج 1 / ص 75)
ثنا مالك عن نافع عن ابن عمر عن النبي قال كل مسكر خمر وكل مسكر حرام

ګرانه حلیمی صاحب: فکر کوم، چی ددغه احادیثو مفهومونه ښه واضح دي، او له وروسته عقل جنګول فکر نه کوم کومه فایده ولری، او یا زمونږ لپاره دالله جل جلاله په وړاندی حجت شي، او زما د وخت د تنګۍ له امله نشم کولای چی په نورو لیکلو بوخت شم، اګر چی دی موضوع کی نور ډیر څه شته دی، خو دپاک پیغمبر صلی الله علیه وسلم دغه خبری کافی دي.
البته هغه بل حدیث (کل مسکر خمر وکل خمر حرام) هم صحیح او ثابت دی، او دواړه حدیثونه یو بل ته قوت وربخښی تعارض نه سره لري، او دا حدیث په دی دلالت کوي، چی شراب که له هر څه وي، هغه حرام دي، لږ وي او که ډیر وي، (ما اسکر کثیره فقلیله حرام)، او دا حدیث په ځینو هغه خلکو رد دی، چی هغوی بغیر له دغه دوه ونو څخه د نورو څیزونو شرابو کمه اندازه حلالوي، داسی کمه چی انسان نیشه نه کړي.

او په آخر کی دعا کوم، چی الله جل جلاله مونږ خپلی صحیح لار ته برابر کړي.
وآخر دعوانا ان الحمد لله رب العالمین.

سراج الحق وهاج صافی


موضوع

و.افغان
11.03.2007

تیر په سی، زما اولنۍ لیکنه کی هم، ما حدیث صحیح لیکلی، او د هماغه حدیث ترجمه می کړی، د حلیمی صاحب د اعتراض له وجهی ما ګمان وکړ، چی ګواکی د حدیث ترجمه می غلطه کړی
په درنښت
سراج الحق وهاج صافی



ع کريم حليمي
14.03.2007

ډېر مکرم او محترم ورور سراج الحق وهاج صاحب 
ښې هيلي او سلامونه مي ومنۍ ! 
مکرمه وروره !
کوم احاديث چه تاسو ليکلي ورور دي واقف وو ، هو شراب چښل که لږ وي او 
ډير چيښل  ئې حرام دي ، هو ! څوک چه همېشه شراب چيښي او مړ سي هغه ته 
به په  الآخرة د جنت خمر نه وي ، او هم که څوک خمر وخوري ٤٠ ورځي ئې لمونځ 
نه قبليږي ،هو داهم صحيح ده چه په دوزخ کښي به عرق أهل النار  او يا عصارة أهل النار يعني چرک د زخمونو به چيښي ٠٠٠٠٠ 
ستاسو له خوا رانقل شوي احاديث ټوله صحيح دي 
خو زموږ خبره په  خمر کي نه ده ! [color=cyan:76decd0a8c]خبره د مخدراتو کښي ده [/color:76decd0a8c] [color=blue:76decd0a8c]چه يو مخدرات او بل مسكرات دي [/color:76decd0a8c]
له احاديثو دا ثابته ده چه هر مسکر مايع د خمر تر حکم لاندي دي لکه بنګاوو 
اما مخدرات د مايعاتو ترحکم نه دي لاندي 
مسکر مايعات سکران پېشوي اما په مخدره موادو سکران نه پېښيږي 
سکران مستي ده يا ويلی سو چه خمر او مسکر مايعات انسان او حيوان 
ته داسي مستي راولي چه عقل د لاسه ورکوي !

او سګريټ په ضعيفه مخدره موادو کښي حسابيږي ، مخدره (سګرېټ )
مستي نه لري  ، (چرس مستي نه لري ، هو! معطل الإحساس راولي )
اما سګريټ بيا معطلي د احساس نه راولي ! 
سګريټ حرام نه سم بللی ! هو متلف د مال او د بدن ئې بللی سم او بولم ئې 

تاسوته معلومه ده چه عرب يو نبات لري په نامه د قات !
شنه واښه دي خوله کښي ژويي او مايع ئې ځيني زبېښي او هغه مايع ئې مسکر
دي ، که قات حرام وبولۍ نو بيا به مو قياس تر يو حده ښه وي 
اما زه پخپله مطمئن نه يم چه حرام ئې بولم ، ولي چه قران او احاديثو کښي 
د نجاست حکم ئې نسته 

له  أحد من الناس  څخه نه ده پټه داخبره چه په په شرع کښي خمر نجس بلل شوي 
او لباس په مرداريږي ، کاسه په مرداريږي ،اما تنباکو tobacco ته نجس نه 
ويل کيږي ،  [color=cyan:76decd0a8c]د ټولو نجس شيانو چښل او خوراک حرام دی [/color:76decd0a8c]
که چيري د تنباکو نجاست ثابت شي نو بيا ئې څکول حرام دي !!!!!!!


موضوع

و.افغان
14.03.2007

ډیر ګران محترم حلیمی صاحب: السلام علیکم ورحمة الله وبرکاته:
محترما: ددغه موادو د حرمت علت نشه ده، او دا علت منصوصه ده، دغه علت که هر څه کی موجود شي، هغه څیزونه حرام دي، ولو که هغه قات وي، او که نسوار وي،
محترمه وروه: د شرابو دحرمت علت نجاست نه دی، ډیر علما کرام شرابو ته طاهر وایی خو حرام یی بولي.
او بله دا خبره چی سکر کی دا شرط نه دی چی انسان ضرور په مستۍ راولی ، بلکه که هغه ماده چی د انسان عقل غائبوي، هغه حرامه ده، البته د ضرورت حالت مستثنی دی.
او دا خبره د سکر دکلمی له معنا معلومیږی، تاسی که غریب الحدیث یا نورو لغوي کتابونو ته رجوع وکړۍ، نو وبه وینۍ چی سکر اصلا فتور ، سکون، او سستوالی ته وایی.،اوهمدارنګه هغوی ویلي: سکر سکرانا : غاب عقله و ادراکه .
هیله کوم چی د لغت او غریب الحدیث کتابونو ته مراجعه وکړی.

د زهرو چښل حرام دي، د زهریله بوټو خوړل حرام دي، خو آیا هغه ټول نجس دي؟؟؟!! فکر نه کوم که ټولو کی جواب مثبت وي،
په درنښت
سراج الحق وهاج صافی



ع کريم حليمي
15.03.2007

ډیر ګران محترم سراج الحق وهاج صاحب: السلام علیکم ورحمة الله وبرکاته !
[quote:97dadff329] ډیر علما کرام شرابو ته طاهر وایی خو حرام یی بولي. [/quote:97dadff329]
داچه طاهر ئې بولي ، که پر کاليو ئې يو څاڅکی ولوېږي نو بېباکه به په هغو 
کاليو لمونځ هم رواګڼي ؟؟؟؟ 
[quote:97dadff329]او بله دا خبره چی سکر کی دا شرط نه دی چی انسان ضرور په مستۍ راولی ، بلکه که هغه ماده چی د انسان عقل غائبوي، هغه حرامه ده، البته د ضرورت حالت مستثنی دی[/quote:97dadff329]ملګرې ! مست هغه چاته ويل کيږي چه عقل ئې غائب سي ، نه پوهيږم چه  دغه جمله 
(دا شرط نه دی چی انسان ضرور په مستۍ راولی ، بلکه که هغه ماده چی د انسان عقل غائبوي)  څه معنا ؟؟؟ 
[quote:97dadff329]غاب عقله [/quote:97dadff329]
غاب خو دځنګله حيوان ، چنګلی ، وحشي ويل کيږي 
نو ولي ښکاره نه ليکئ کومه مايع چه انسان وچښي او وحشي ترې جوړ کړي 
نو هغه مايع شراب او خمر دي ، نسوار او سګريټ کول خو د سړي څخه غاب ،
وحشي ،چهارپايه نه جوړ وي ؟؟؟؟ 
 [quote:97dadff329]د زهرو چښل حرام دي، د زهریله بوټو خوړل حرام دي، خو آیا هغه ټول نجس دي؟؟؟[/quote:97dadff329]
وروره ! زهر خو مهلک دي په دې چه چښل ئې انتحار او خودکشي ده 
نفس قتل کول حرام دي ، په چاړه وهل ،پر چا باندي د توپنچي ټک کول 
هم حرام دي ، او انتحار کول خو فها !!!
د زهرو چښل نه دي حرام ، اصلا انتحار حرام دی ! له زهرو څخه په طب کښي 
کار اخستل کيږي او د دوا او دارو په ډول  ګته پر بنا ده ، 
 د مار له زهرو څخه Anti poison جوړيږي ، د مار دچچلي علاج او تداوي په
Anti poison سره کيږي 

اما شراب خوړل د دوا په ډول  هم حرام دي ، الله فرمايي چه :
[color=red:97dadff329]قُلْ فِيهِمَا إِثْمٌ كَبِيرٌ [/color:97dadff329][color=cyan:97dadff329] وَمَنَافِعُ لِلنَّاسِ [/color:97dadff329][color=blue:97dadff329]وَإِثْمُهُمَا أَكْبَرُ [/color:97dadff329][color=white:97dadff329]مِن نَّفْعِهِمَا[/color:97dadff329]
مبارک فرمايلي چه :
«کل مسکر حرام و ما اسکر کثیره فقلیله حرام‏»
 


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more