د موضوعګانو سرپاڼه

وطن پال او نور ګټور شعرونه

د رڼاګانو بورجلونه

تــــانــــــد شينواری
25.05.2003

:idea: د رڼاګانو بورجلونه :idea:
بيا لودن دخلکوورک شو
بياحالت داظطراردي
بيا به هسک سرونه،
.................ټيټ شي.
دتورخم په دروازو کې
بيا موکډې راپه سرشوې
بيا موژوند شو په خېمو کې
بيادسره انقلاب شو
بيا مو ژوندشولوپه غرو کې
بيايوبل ستوری روان دی
له مداره خطا کېږي :!:
دابه هم دچاودوپوندو
دپنجو لاندې ماتېږي
ښه خبر يې فرعونيت،چې
نورتراوجه رسېدلی
مخکې هم داسې يو ستوری
له مداره ووتلی.
ها،همداسې زبر ځواک و
ها،همدغه شان تک سور و
ها زموږ دچاودو ،
...................پوندو
لاندې مات ذره ذره شو.
ښه پوهېږو،
دا متل دی
(چه غوا توره ده پی سپينې)
ښه پوهيږو، چه موږ داسې
در په در خاورې په سر يو
د سهار خواړه چې وخورو
دماښام درک مو نه وي
با وجوددومره تريخو
چې په موږڅومره هجوم دی
مونږه داسې خلک نه يو،
لکه ځينې ځينې خلک
ګوره يوخبره واورئ
چه راتګ دلته اسان دی
بېرته تګ به وي بيا داسې
دا سر درد به بيا سرطان شي
لا تر اوسه مې په شعر
کي قسم خوړلی نه دی
خوقسم په لايزال چې
خوقسم په لازوال چې
دومره وينې به شي تويې
په( مارکو)او( باسول) کې
چې جګړې به شي جوړې
لکه خټې دباران چه
سرې کوپړۍ به داسۍ ښکاري
لکه کاڼي دسيلاب چې
داوبو په ابشار درومي
ګوره دا څه افواه نده
حوصلې به موتراوجه
څنګه نه رسي سرکوزيه!
چه زموږ د خاورو خټو
پوڅلي کورونه وران شي
او يا زموږ
دډېوې سپينه رڼا،
موږ نه څوک تروړي
موږ مجبوريوچې محل نه
زموږ دکلي کنډر جوړکړو
درڼا د رڼاګانو
بورجلونه رانسکورکړو
ای د عرش خاموشه ستنو
تاسو ولې نه لړزېږئ!
تاسو ولې نه خبرېږئ
دا زموږ ساړه أهونه
دا زموږه فريادونه
دا په مونږ باندې ظلمونه
ستا په ځمکه موږ ته وايي
چې له دې ځمکې نه ووځي
نو!

مونږ کومې خواته لاړ شو؟
او ستا نوم يې په ځان ايښی
حوصلې مو نور تر اوجه
رسېدلي ذوالجلاله!
(مطيع الله تراب)

[color=darkred:03c2830a54][/color:03c2830a54]


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more