د موضوعګانو سرپاڼه

تخنیک ، خبرتیایي تکنالوژي او کمپیوتري‌ مرستې

د پښتو کتابو ځانګړی ویب پاڼه پر لیکه شوه

عبد الرحمن فداء
12.11.2005

السلام علیکم ورحمة الله وبرکاته !

یونس برهان، کابل

په نړيوال جال کې يوه نوې ويپپاڼه ورزياته شوه، چې موخه يې د پښتو کتابونو وړيا پرليکه کول دي. کتابتون ټکى کام ټکى پي کې www.kitabtoon.com.pk د دريو افغان زلميانو په مټ ډېره تازه پيل شوې او تر اوسه د بشپړېدو په حال کې ده.

کتابتون وېبپاڼه به هڅه کوي د لوستونکو لپاره نوي چاپېدونکي او چاپ شوي کتابونه پپه وړيا توګه پرليکه کړي. تر اوسه چې لا پيل دى، کتابتون به له درنو ليکونکو او چاپوونکو څخه منندوى وي، که ورسره مرسته وکړي او د نوي راټوکېدلي پاڼې په رغولو او پراخولو کې د چلوونکو په لاسنيوى سره خپلې ژبې ته په نويو ډګرونو کې وياړ وروبښي. کتابتون وېبپاڼه پښتو کتابونه چې په هر ډګر کې وي، لکه ديني، پوهنيز، ادبي، تاريخي او داسې نور، ژباړل شوي يا تاليف شوي وي پرليکه خپروي.

ليکوالان او ژباړونکي کولاى شي د دوى د کتابونو د کمپوز شوې بڼه (Soft copy) ورولېږي، چې دابه تر ټولو لويه مرسته وي، که يې کمپيوټر شوي بڼه نه لري په کتابي شکل کې دې ورولېږي. هغه څوک چې د خپل کتاب کمپيوټر شوي فايلونه نه لري او غواړي پر کتابتون وېبپاڼې يې ولوروي کولاى شي له هغه چاپخونې څخه يې تر لاسه کړي، چې کتاب يې ورته چاپ کړى دى. که د کتاب کاپي رايټ له چاپخونې سره وي، دا چوپړ به پر چاپوونکې وي چې پښتو کتابونو ته ځانګړې شوې وېبپاڼې ته يې ولېږي. په بل پړوا کې به کتابتون وال پخپله هغه کتابونه چې دوى ته په لاس ورځي په بيه اخلي او د ليکوال يا ژباړونکي له اجازې وروسته بۀ يې کمپوز کوي. د کتاب پرليکه کول دهغو ليکوالانو لپاره هم ګټور دى، چې د چاپېدو وس يې نه لري او غواړي خپل ليکل شوى اثر له دې لارې خلکو ته وړاندې کړي.

همدارنګه کتابتون وېبپاڼه د سايټ ډيزاين کوونکو او د کتابونو د کمپوزوونکو د مرستو هرکلى کوي.

په راتلونکې کې، که کتابتون وېبپاڼه پوره مالي وړتيا ترلاسه کړي، د ليکوالانو کتابونه به هم چاپوي.

کتابتون ټکى کام ټکى پي کې په متحده عربي اماراتو کې زده کړيال، عبد الرحمن فداء، په کوټه کې چې مرکز يې هلته دى، محب الله عادل اومحب احمد صادق چلوي.

دا نوى ګام به د پښتو کتابونو هغو لوستونکو او مينه والو لپاره چې بهر مېشت دي او يا چاپ شوى کتاب نه شي موندلاى ډېره ارزښتمنه اسانتيا وي.

کتابتون وېبپاڼه، چې په يوه ځانګړي ډګر کې يې چوپړ ته مټې رابډوهلې دي، دا زېرى راکوي چې پښتو د انټرنټ پر مخ د دودېدنې او غوړېدنې په حال کې ده.
لا خو په پيل کې د کتابتون چلوونکي له بېلابېلو ستونزو خبره کوي، خو د راتلونکي لپاره ټټر وهي چې که يې مينه ورسره مرسته وکړي دوى به ژباړې، نوي کتابونه، زاړه هغه، معلوماتي، کمپوز، لېږل کېدل، او ان په پيسو رانيول

په دې هيله چې انټرنټ په افغانستان کې د ورځنۍ رسنۍ په توګه وغوړېږي او هرڅوک د خپل کمپيوټر پر مخ د www.kitabtoon.com.pk له برکته برېښنايي کتابتون ولري.

د کتابتون والو برېښناليک پته: kitabtoon@yahoo.co.uk

عبدالرحمن فداء


خوستی
12.11.2005

عبد الرحمان صيب سلامونه مې ومنۍ٠
ډېر نېک او ګټور کار مو پيل کړی او بری مو غواړم٠
خو٠٠٠٠٠
[quote:7f6595995d]په نړيوال جال کې يوه نوې ويپپاڼه ورزياته شوه، چې موخه يې د پښتو کتابونو وړيا پرليکه کول دي. کتابتون ټکى کام ټکى پي کې www.kitabtoon.com.pk د دريو افغان زلميانو په مټ ډېره تازه پيل شوې او تر اوسه د بشپړېدو په حال کې ده.[/quote:7f6595995d]
www.kitabtoon.com.af به لا ښه نه وای ښکارېدلای :?:

په مينه او مننه


دا به ډیر ښه وايي ګرانه

عبد الرحمن فداء
12.11.2005

دا به ډیر ښه وای ګران خوستۍ صاب :
مګر د کمو امکاناتو له وجی او تخنیکی ستونزو دا کار لږ مشکل وو ... او انشاء الله په راتلونکي کی به دا په www.kitabtoon.com باندی واوړي ...
ستاسو د غیرت نه زه ډیر ممنون یم او زه یې ستایم .... الله دي تاسو او نورو ټولو پښتنو وړونو ته هم داسي غیرت ورکي ...
مننه ګرانه ...

او دا شعر مو ډیر ښه انتخاب کړی دی ... پښتو کوڅه په کوڅه ګرزی ....

که نور څه نیوکي لرۍ هم یې وړاندي کولائی سی ...


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more