د موضوعګانو سرپاڼه

ټولنه او ټولنپوهنه

غواړم چه شعر ولیکم

احسان
04.10.2005

د مینه ډک ‌ډک سلامونه تاسو ټولو افغانانو ته
غواړم چه شعر ولیکم لیکن نه پوهیږم چه شعر کې موهم شی څه شی دي؟
که په دغه لاره کې کومک راسره وکړي خوښ به شم


Re: غواړم چه شعر ولیکم

لرګبه
06.10.2005

[quote:8ed7a0e31f="احسان"][quote:8ed7a0e31f="احسان"][color=blue:8ed7a0e31f]د مینه ډک ‌ډک [/color:8ed7a0e31f]سلامونه تاسو ټولو افغانانو ته
غواړم چه شعر ولیکم لیکن نه پوهیږم چه شعر کې موهم شی څه شی دي؟
که په دغه لاره کې کومک راسره وکړي خوښ به شم[/quote:8ed7a0e31f][/quote:8ed7a0e31f]

ګرانه وروره احسان الله، ستړئ مشې !
زه پخپله شاعر نه يم ، نو ځکه ډېر به دې سر هم د شعري صنعت په اړوند خوږولئ ؤنشم٠ مګر ستا د ليکنې په سر کې، مې پام يوې ګرامري تيروتنې ته واوښت
: د مينه ډک ډک سلامونه... نه ، د [color=blue:8ed7a0e31f]مينې[/color:8ed7a0e31f] (نه) ډک ډک سلامونه ٠٠٠ به ئې سمه بڼه وي٠ مينه ، مؤنث وئيز (لغت) دی او د genetiv يا نسبت په حالت کې [color=yellow:8ed7a0e31f]نسبتي ې[/color:8ed7a0e31f] له ځانه سره اخلي، نو ترې دمينې... جوړيږي٠
بل داچې که دلته د (د) پر ځای هم (له) وکارؤ، او ( [color=white:8ed7a0e31f]له مينې ډک سلامونه [/color:8ed7a0e31f]) وليکؤ، نو ګرامري شکل به غوره کړي . له هر نوم څخه چې وروسته ( نه يا څخه) راځي تر هغه نوم د مخه (له) سم او د اضافت (د) غلط دی .
ورور جانه، که ستا د ليکدود ګرامري برخه له داسې نيمګړتياؤ سره مله وي، نو بيا خو اړينه ده چې لومړی خپل ډير پام او غټه توجه ورته وګرځوې، بيا به زمونږ غښتلي شاعران هم، چې په ټول افغان کې ئې شکر کمئ نشته، خپلې ارزښتناکې مشورې درکړي٠
بری دې غواړم، لرګبه


نقاد
18.11.2005

احسان الله جانه :

که زړه دردمن وي قافيه لټوه
............................................. په وزن وزن کې څپه لټوه
د تخيل او د احساس په وزر
...................................سترګې ډيوې ، د زلفو شپه لټوه

لکه ستا خبره:

له مينې ډک ډک سلامونه واخله
................................................ شونډې مرهم که دا زخمونه واخله
يا :
(( راشه زما د زړه بيان واخله
............................................... لږ يې په جان او په قربان واخله ))

تر بيا !


Stoman
18.11.2005

ښاغلی نقاد صيب او نورو وروټو !
سلا مونه او نېکې هيلې مې ومنئ !
ښاغلي احسان وروره کي ته تاسو ډېره ښه او پۀ زړۀ پورې لارښوونه کړې ، مالومېږي چې ديوۀ ښۀ ليکوال ترڅنګ يو ښۀ او پياوړی شاعر هم ياست ، خو خدايزده چې ولې مو دنقاد پۀ قلمي نوم له موږ څخه ځان پټ کړی !!؟؟
که مو وپېژاندلاست، دا به زموږ لپاره ستروياړ وي !!!
پاته شو د احسان وروره کي غوشتنې ته جواب ،نو فکر نه کوم ،چې تر تاسو وروسته دې څوک تردې ښه او جالبه لارښوونه ورته وکړي ، خو زۀ به ورته دا شعر ډالۍ کړم ،
[color=cyan:e6d72eeadd]
پۀ اسمان د ګڼو ستوريو شمار کول دي ،
............................... شعر هم هسې نه جوړېږي دماغ غواړي[/color:e6d72eeadd]


هادي حيران
10.12.2005

له زړګي چې وينې وڅڅوم بېت شي
زمانې زما نقصان ته خيال وکړه

(ايوب صابر مرحوم)

د بيناو سترګو عذاب دى
په توکل ده شاعري نۀ

رياض تسنيم

په اسمان د ګڼو ستورو شمار کول دي
شعر هم هسې نۀ جوړېږي دماغ غواړي

(زرګل ګل)

کۀ دا او داسې نور شعرونه د زړه په سترګو ولوستل شي نو دا خبره ترې جوتېږي چې شعر ويل يا ليکل څه اسان کار ندى، شرط دا چې هغه شعر وي. او کۀ هسې قافيه رديف جنګول وي نو هغه خو په زرګونو خلک کوي. لکه چې ضياء الرحمان ضياء وايي:

يا د ټولې پښتونخوا د غزل يؤ مزاج دى
يا په جنوب او په شمال کې شاعري نه کېږي

احسان وروره! له څه ليکلو د مخه بايد چې ډېر څه ولولئ.
مننه


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more