د موضوعګانو سرپاڼه

وطن پال او نور ګټور شعرونه

د ځوان شاعر عبدالله پيکار شعرونه


هيواد شېرزاد
21.05.2003

د عبدالله ( پيکار ) ښکلی غزل:

[size=24:be47559db9]:::::::::::::::::::::::::::::::::::::::: يو زخمي کب يمه ::::::::::::::::::::::::::::::::::::[/size:be47559db9]

............ يو زخـــــــمي کـــــــب يمه د وينو په درياب کـــــــې اوسـم
..................................... زه هـــــغه خير يمه چــــــې خپله په عـــــــذاب کې اوســــم
............ لکه ســـــــپرغۍ چې د ځــــــــــوانۍ پر اوږو ځي عـدم ته
..................................... د ژوند يو فصل يم خــــو تل د مرګ په باب کې اوســــم
............ د جــــــــل وهلي روح پښـــــــتون مړی په شا ګـــــــــــرځوم
..................................... د ژوند په دښت کې ځم په وړانګو په سراب کې اوسم
............ ملنګ خــــــــــو يمه خو د سوال ګوتې مې نه شـــــته اشنا
..................................... فــــــکر ونه کړې چې د خلکو په حـــــساب کــــــــې اوسم
............ وينــــــــې خونه خـــــــــــورمه قلم د محتسب خـو نه يــــــــم
..................................... د ژونـــــد غزل يمه د ميـــــــنې پنــج کتاب کـــــــــې اوسـم
............ د شنـــــــــې چپنې ځونډی نه يم چــې په اوښـــــــکو ﻻمبم
..................................... شمـــــــله يم اوښکې پاکومه پـــه ثواب کــــــــــــې اوســــم
............ مــــــــا د تسپو په مـــــــزي مـــه تړه چـــې مـــــــــــــړ به شـمه
..................................... شـــــــاعر سړی يم په ســـــــندرو په ربـــاب کـــــــــې اوسـم



هيواد شېرزاد
26.04.2004

درنو او قدرمنو دوستانو، تاسې ټولو ته خپل سلامونه وايم.
دادې د ښاغلي پيکار يو بل ښکلی غزل تاسو درنو لوستونکو ته ډالۍ کوم:

:::::::::::::::::::::::::::::::::::::: غزل ::::::::::::::::::::::::::::

....... ســـــــاقي د لمر په څانګو شور د جام و جم ختلی
....... کــــه پــــه وړو پــاپـــکو ســيوری د زم زم ختـــــلی
....... لــه اوستا نه د جـــــــانان د عــشق تودوخه اخلـــــم
....... پـــــه نغــــرو مــــــــې د زردښت ســـــــوی قدم ختلی
....... چــــې د انسان په زړه او سترګو کې توحيد لټوي
....... زړه مې عاشق دی خلکه ! عرش ته په حــرم ختلی
....... زمــــــا په روح کــــــې په سندرو اذانـــونه کـــــــــوي
....... د عشـــق بلال مــــــې د غـــــــزل پـــه زيرو بم خـــتلی
....... يه د هــــــنر همزولې راشــــــــــه يه شــــاعرې دُرخــو!
....... زمـــــــا په ټال کــــــې د ســـــندرو ســـــــتا ادم ختلی
....... ((رابعه)) کاندي د غــــلام عشق انځـــــور په وينـــو
....... نــن په حمـــام د ((بکتاشي)) ميـــــــنې پرتم ختــــلی
....... نور د دمـشق په ښــــايســــــتونو درود نــــه وايـــمه
....... د ژوند د حُسن کـــــــــــرشمو ته مــــــــې عجم ختــلی
....... شپونکی نظرمې شو شهيد دچا دخيال په دښت کې؟
....... لکه افغــان ځلمـــی په دښته کـــــــــې په بـــم ختـلی
....... د خيـــال تصـوير ته دې زړګيـــه ! د يار څه ويلــــي؟!
....... چــــــې مې د اوښکو په هــــندارو کې صنم ختـــــلی
::::::::::::::::::::::::::::::::::::::::::::::::::::::::::::::::::::::::::::::::::::


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more