د موضوعګانو سرپاڼه

ټولنه او ټولنپوهنه

Sazaسزا

هميم
26.07.2005

Sazaسزا
پرله پسې لړۍ: ۱
لنډه كيسه

له (روم) څخه (بندقيې) ته موټر روان شو، دنګې دنګې ودانۍ ورو ورو لرې كېدې، او په شنو فصلونوكې ډوبېدا، ترڅوچې په سپين لوګي پوښلي كوچني شپږګوټي ته ورسېد، بيانوره هم ښكته لاړه چې د افق څوكو ته ورسېده _ برونو_ په بېلابېلو شنو ونو كې خپلې سترګې خښې كړې وې، چې دشنې هوارې ځمكې په اوږدوكې يې خپل نفس آرام وليد،خپلې ځنګلې ته يې سر تكيه كړ او د موټر د آواز څخه يې غوږونه لږسپك شول، تريوې شيبې _برونو_ ته سمدلاسه دخوځنده (ملتون) شركت د مدير غوښتنه راياده شوه هلته چې دى كاركوي، او دمدير د ستاينې دا خبرې يې په ذهن راغلې:
`اي _برونو_ ستا اخلاص زما ډېر خوښ دى، او د كارونو په ترسره كولوكې ډېر بريالى ياست`..نو له دې امله مې دخپلو ملګروپه منځ كې (بندقيې) ته دتګ لپاره وټاكلې، چې هلته زموږ د ملتون يوه څانګه پرانيزې، او زما په اند به ته هلته كاروكولاى شې،چې زموږ د ملتون بنسټ زر تر زره كېږدې..
-برونو- د خپلې مخلصې ښځې –ماريا- پرېښودل نه هېرېدل، او خيل كوچنى زوى-باسيل- يې په وروستۍ شيبوكې څنګه مچي كاوه، نورې يې سترګې له اوښكو ډنډ شوې ځكه غوښتل يې چې خپله ښځه يې د حمل په شپو ورځوكې پخپله سمباله كړي،خودده په اړوند د ملتون د مشرناڅاپي پرېكړې.. او تل د مخكېوالي غوښتنه يې، او دخپلو ملګروپه منځ كې د مخكښې لېوالتيا، داټولودى دې ته هڅاوه،چې د ملتون دمشر غوښته پرته له هېڅ څوښي موښي ترسره كړي.
(بندقيې) ته برونو ورسېد، او دمناسب ځاى په لټه كې يې ډېرځنډ ونه كړ، ترڅويې د ښارد لويې لارې په څنډه ځاى وموند، او د بنسټيز بدلونونو په چاروكې يې دوې اونۍ تېرې كړې، چې ځينې ځايونه ړنګ او په ځاى يې نور وړځايونه جوړكړي، .. دوې ستومانه اونۍ په خپلوكارونوبوخت وا،.. خو- برونو- خپل بنسټيز پېر طى كړى وا، چې له بهرني _ديكور_ ... او د اعلان او وړ پټوڅڅه نورڅه نه وو ورته پاتې.
شوه شپه يې خپل ځان وزګار وليد، له ځان سره يې دچكرتړون وكړ،چې د ښار نامتوځايونه وويني، او د ستومانۍ پېټى له خپلو اوږو كم كړي، اودخپل مشر خبرو دى دې ته وهڅاوه،چې كاروغځوي او هماغه ووچې برونو د پو مست نهر له غاړې پريوه ښكلي خوړنځي ورپېښ شو، چې شاوخوايې د رنګارنګ ګلونود بويونوڅخه ټېك نه كېدا، دهغه ماخوستن مزه د برونو نه هېرېده، اود طبيعي مناظرو سره يې سترګې اشنا شوې، اود رنګارنګ ګلونو له بوى سېر يې خپله پوزه خړوبه كړه، له ډول ډول خوراكونوخوړلوڅخه وروسته يې د خپل شهوت پوره كولوته شوق وشو، شوت پرې غالب شو او خپله وفاداره ښځه يې هېره كړه.. او په خپل عيش ونوش كې ډوب لاړ....!
نورد –برونو- كارونه نېږدې سرته رسېدلي وواو دملتون څانګې اړتياوې يې پوره كړې وې، او دكارلپاره تيارشو، مازديګرمهال يې (روم) ته د بېرته تګ تابيا ونيوه اود اګسټ دمياشتې سوړماښام خپل تورمزي پراسمان راكشول، اوله بده مرغه چې دموټرمخكينۍ ښيښه يې دملتون د اعلان پټې ځړولوپه ترڅ كې ماته كړې وه، او نورد بدلون وخت ورسره نه وا، د سرېښ په پاڼه يې د ښيښې سورى پټ كړ، .. خو پاڼې ددې ځواك د نه لرلوچې د توپاني بادونو مخه ونيسي، دردوونكې هوا له ځانه سره د واورو يخې يخنۍ د ښيښې له سوري راوړله، نوربرونو ددې تاب رانه ووړ او خپل ځان يې په وړينه كمپله كې ونغښت، مګرهېڅ شكايت يې نه كاوه او موټرچلوونكي ته يې د مخكې تګ خبرې كولې،چې شين كهيځ (روم) ته ورسېدل..
د ملتون مشرد – برونو- له دې كوښښونو نورهم خوښ شو،چې دومره زريې د ملتون څانګه پرانېستله، او ددرو ورځولپاره يې اجازه وركړه، اويوڅه نغده جائزه يې هم وركړه..
_برونو_ مخكې هم له زكام سره عادت وو، خو ډاكتر ته يې د تګ اړتيا ونه لېده ځكه هرمهال تردرو ورځوپورې زكام ورته پېښېدا اوبيابه روغ شو، درى ورځې تېرې شوې مګر برونو نور هم په سخت شو، ټوخى يې په زياتېدوشو او نفس يې په تنگېدو وا، ورو ورو ورباندې چوملكتيا او زېړى څرګندېدا، اجازه يې درى ورځې نوره هم اوږده كړه ... نوره يې ورځ خرابه وه ټوخى يې دوامداره شو تردې چې له خولې يې وينوهم پيل شوې ، اوډاكترته په چټكتيا سره لاړ، ګوندې د (سېل) ناروغي وي، مګرډاكتر ددې ډاډ وركړ،چې په سړه هواكې ډېر ګرځېدلى يې اوپه ټوليزه توګه يوه سخته نزله لرې، برونو خپله درملنه كوله خو بې ګټې وه، .. كمزورتيا وخوارځواكي يې په زياتېدو وه او د ډوډۍ اشتهايې په ختمېدو وه..
يوه شپه د (روم) په تلويزون كې دايډز ناروغۍ په اړه ځانګړى پروګرام راغى، دپروګرام وړاندې كوونكې ددې ناروغتيا لاملونه او سريزه خبرې پيل كړې، او نښې نښانې يې بيانولې، چې برونوله خپله ځايه پاڅيد،چې كټ مټ هماغه نښانې په ده كې شته ،.. او هغه شپه يې هېڅ سترګه ور نه وړه، او ډاروونكي آندونه يې ذهن ته راتلل ، اوخپله پايله يې كرغېړنه انځوركړه، كه پدې مهلكه ناروغتيا اخته وي، ګهيځ يې خپلې ښځې ورته وويل:
- بل كوم ډاكترته لاړشه چې ناروغتيا د نوره هم سېوا كېدونكې ده اې برونو!
- اوس ځم
شُوك په شُوك له ډول ډول آندونو سره له كوره ووت، او د روغتون په خوا روان شو، خپله وينه يې وازمېيله، كله يې چې پايله ترلاسه كړه، پدې ډاډمن شو چې رښتيا چې په ايډز ناروغتيا ككړ دى، سترګو ته يې تورې ورېځې گډېدلې، كنگس كنگس كېدا نېژدې ووچې پرځمكه راپرېوزي، كه يې ځان نه واى راټينګ كړى، او دېوال ته يې نوره ډده ووهله، ..وارپه واريې د خپلې معاينې پاڼې ته كتل، ځواكمنو دردونو يې زړه ښوراوه...
بهرووت چې يوې ټوليزې باغچېته د لرګيو په چوكۍ كښيني، او پخواني يادونه يې دخيال په څپو آوښتل راآوښتل، ترڅويې خپل ځان په ( بندقيې) كې له هغې فاحشې سره وليد.. او دتلويزون د نطاقې خبرې يې راپه ياد شوې، لكه چې ده ته مخاطبه ده، خپلې شونډې يې ترغاښولاندې كړې او غاښ چيچى يې پيل كړ، او ددې آرزو غوښتونكى شو،چې يوځل (بندقيې) ته لاړ شي او هغه ښځه ووژني... اوپه خيال كې يې دخپل ځان هغه انځور راغى،چې كله د ملتون مشر ته وردننه شو او خپلې سورورې مټې يې نغښتې وې، انگي يې لكه راټوكېدلي گلان غوندې ښكارېدل، او خپل ځان يې ددفترپه دروازه يې ليدا، اوپه خپل تكبركې يې څوك نه ليدل، دې حالت نورهم ودرداوا، خپلې پښې يې كشولې خپل ځان داسې ورته ښكارېده كله چې له مخ څخه يې ويني څاڅي، او سترګې يې نورې راوزي، او نفس نه شي اخيستى.. او دنطاقې د وينايې هم په زړه شوه،چې: دغه ناروغي غالبا چې د ناروغانو ښځې اولادونه آن تردې،چې د ميندوپه ګېډوكې ماشومان هم پرې اخته كېږي.. خپله ښځه يې په زړه شوه،چې هغه هم پرې مبتلاده... او ګران زوى (باسيل) چې ټوخى يې سېوا شوى اوله خولې څخه يې وينو سركړى، نوريې له سترګو سېل سېل ګرمې اوښكې راتويېدې، او ددوكان مخته ودرېدچې وژونكى څيز ترلاسه كړي،.. ډول ډول تومانچې يې په لاس كې اړولې رااړولې چې يوه يې پكې خوښه كړه، او پينځه كارتوس يې پكې ځاى كړل، او دخپل كور په لور روان شو، چارند ځواك يې پيداشو، كورته ننوت، ددې احساس يې وكړ،چې هرڅه يې مخې ته ګډيږي، دكورتوكي، پردېوال ځوړند انځورونه، آن تردې،چې د مصنوعي ګلانو پاڼې يې مخې ته هغه دغه كېدې، دخپلې ښځې په لټه كې شو چې په پخلنځي كې يې ولوښو په مينځلوبوخته ومونده، ښځې يې پرته له دې،چې ورته وګوري ترې وپوښتل:
- ډاكترڅه درته ويل؟
- په ځواكمن غږ يې ځواب وركړ... ويل يې چه ښه يې
اوخپله تومانچه يې نوره راوايستله او دښځې په ككرۍ يې كېښوده او ماشه يې ټينګه كړه ښځه يې راجګه شوه خوبې ګټې اوپه خپلووينوكې پرته وه او ده ته يې په رډو رډو سترګو كتل.. او نورې يې سترګې دتل لپاره پټې كړې،بياد خپل زوى باسيل كټ ته ورغى،چې په سترګويې اوښكونور وارنه كاوه، زوى يې په خپل نازنين خوب كې غرق وليد پرې ورټيټ شواويوځل يې په شوق او مينه مچي كړ، بيايې تومانچه په سينه وركېښوده اوسترګې يې پټې كړې، ماشه يې پرې ټينګه كړه او نوريې مخ بل خوا تاو كړ، اوداسې ژړايې پيل كړه تاوچې، زړه يې وچاود، اوځيګريې دوې ټوټې شو، اونوريې خپل ځان ته هم مهلت ورنه كړ، او تومانچه يې د خپلو سترګوترمنځ كېښوده، او سترګې يې پټې كړې، او ماشه يې كېكاږله، اوپړمخې راوپرځېد، اوله سرڅخه يې وينې بهېدلې، ده په خپل موټركې يوه داسې پاڼه پرېښې وه،چې پرې ليكلي يې وو:
(پدې چې زه ډاډه شوم چې ايډزيم، خپل ځان مې وواژه او دكورنۍ غړي مې چې په خيال كې راغلل هغوى هم پدې ناروغۍ ككړوو، نوهغوى مې هم ووژل چې ددغوسزا اوږد سفرورته لنډكړم)-

ژباړن: هدايت الله هميم
جمعه ۱\۷\۲۰۰۵م –جغتو-كلانده

[img:3cd2534f95]http://www.geocities.com/hamimwardak/h.png[/img:3cd2534f95][/url][/list]


د اولاد روزنه- son and problems

Hamim
08.08.2005

روزنیزه لړۍ

زوی مې شرمناک دی… څه وکړم؟
=====================

لیکوال: ډاکترحسان شمسی باشا
ژباړن: هدایت الله همیم
------------------------------
ډېرځله شرم یولیوی ( طبیعي) حالت وی، په ځانګړي توګه په کوچنیونجونوکې،ځینې ماشومان خپل شرم اودخپلې کورنۍ په غړوباورتیا اوددوستانو،ملګرو،اوپردوخلکوپه لیدوسره څرګندوي.
کله چې دشرم کچه لوړه شي، اولږترلږه ترشپږومیاشتووغځیږي،ښایی چې ( تښتوونۍ اضطراب) وبلل شي.
دډېرشرم نښې څه دي؟
==============
دشرم نښې له یوماشوم څخه تربله توپیرلري، ډېرشمناک ماشوم مسکین ناامیده وي په ارامتیااوډاډسره له خپلوملګروسره په ښوونځي ټولنه کې د راشه درشه توان نه لري، اوله خپل ځان سره بوخت، او له نورو وګړیوڅخه جدالګیاوي، اوپه ځینې مراسمواوټولنیزه ځایونوکې دپټتیا کوښښ کوي اوپه ټیټ غږسره خبرې کوي، رپېږي او مخ سوروالی پرې څرګندیږي، او دکورنۍ غړیوته دنېږدې والي اوپیوستون ټینګارکوي.
په طبیعي توګه یوماشوم له خپلې کورنۍ سره اړیکې ساتل غواړي، خوټولنیزه تعامل اوزیاتې اوزیاتې ځاني غوښتنې پرې غالبېږي.
دشرم لاملونه څه دي؟
له نرانوڅخه په ښځوکې شرم زیات وي، اوبیاد ماشومانوپّ اړه ډېرلاملونه دي، چې ځینې یې دادي:
- ماشوم له نوروسره په ګډون نه روږدی کول.
- په نازولوکې افراط.
- له ماشومانوسره په سلوک کې سختې کول او دبې ارزښته لاملونولپاره یې سرکوبه کول،په ځانګړې توګه د نوروپه مخ کې،چې په دې سره په ماشوم کې په خپل ځان د ناباورۍ شعوراونیمګړتیا راپاروي.
- له موراوپلاریاوله دوی څخه محرومیت.
- لرې والی: په هغوماشومانوکې،چې له کورنۍ څخه لرې پاتې وي، شرم خپریږي، یاهغه چې دژوند لپاره له یوښارڅخه وبله ته لېږدي ، اوپه دې اساس ماشومان دایمي اړیکې نه مومي.
- کله بیا په ښوونځي کې د زده کړې وروسته والی ددوی د نیمګړتیا د شعوراوپه ځان ناباورتیالامل ګرځي، چې شرم یې نورهم سېوا کوي، مګردا په دې مانانه چې هرشرمناک شاګردپه زده کړه کې وروسته پاتې وي، ډېری دلوړو نومروشاګردان له شرم څخه دنورواسبابونه سرټکوي.
له شرمناک ماشوم سره موباید څه وکړﺉ؟
==========================
- - خپل ماشوم ته موپه خپل ځان د باورتیا حرص باید درسره وي.
- - د نوروپه وړاندې په خپل ماشوم نیوکه مه کوﺉ.
- - د شرم دسرچینوپېژنداوي لپاره کوښښ وکړﺉ،اوڅرنګه یې وده کړې.
- - ماشوم بایدله خپله وسه لوړکارته ورټېل نه وهل شي.
- - ددې شعورباید ورکړل شي،چې ځینې وخت ناارامي اواندېښنه په تولنیزه ځایونوکې دماشومانولپاره طبیعي وي، ستونزه مه غټوﺉ.
- - ماشوم موګټوروغوښتنوته تشجیع کړﺉ.
- - له ټولنیزه ځایونومخوالي سره موماشوم عادت کړﺉ،چې له لویانواونوروماشومانوسره چلند وکړي، او داکارله تاسې څخه هره ورځ پنځه یالس دقیقې وخت غواړي، دکورنۍ یانورو په وړاندې ترې دیوې کیسې یابل څیزویلوغوښتنه وکړﺉ، ښه ورته غوږشﺉ،اوپه لومړیوپړاوونوکې یې په تمرینونوډېرې ملاحظې اونیوکې مه کوﺉ.
- - دخپلوکوښښونوڅخه مه ناامیده کېږﺉ، ځکه ډېرځله کوښښونه دعمرله زیاتوالي سره ښه کېږي، کامیابه تجریبې او په ځان باورتیا زیاتیږي.
- د لا زیاتو معلوماتولپاره ( په دې زمانه کې خپل اولاد څنګه روزﺉ؟) کتاب ته مراجعه وکړﺉ.

زوی مې کینه کښ دی څه وکړم؟
====================
- ډېرځله پلرونه اومیندې دخپلوبچیانوله کینې سرټکوي او دماشوم په پنځه یاڅورلس کلنۍ کې کینه روښانه اوڅرګندیږي، په پنځه کلنۍ کې ماشوم دنوروشتون هم احساسوي، اووېرېږي،چې په منځ کې یې ورک نه شي، له دې کبله دخپل شخصیت ټینګارلپاره کوښښ کوي اوخپله کینه ښکاروي.
- اوپه څورلس کلنۍ کې ځوان دماشومتوب له نړۍ اوړي، او دلویانواوبالغوپه نړۍ کې ګډیږي، اوپه دواړوحالاتوکې دکینې ښکارولوشک نشته ، له دې پوهې سره،چې دایوه لنډمهاله کینه ده، اوکله چې په کامیابه مهربانۍ ورسره مخامخ شو،اوپه زورزیاتي ورسره مخ نه شو، نوبې له درنګه له منځه ځي، اوپه خپل ځان کې یې ولیږي.
- اوځینې وخت کینه هغه مهال ښکاریږي کله،چې ماشوم له اغېزناکوستونزوسره لاس وګرېوان شي،چې پرزده کړه او دملګروپه دریځ پورې یې اړه لري، یایې په ناکامۍ اوپاتې کېدو اغېزمن شي، ا،ځینې وخت موږخپله دکینې راپارولولامل کېږو، اوله خپل اولاده له روښانتیاپرته غوښتنې کوو، یاپه یوه مهال ترې ډېرڅه غوښتونکي شو،یاترې مبهم اوناڅرګنده اونااړینې غوښتنې کوو،اودې ته یې پرې نه ږدو،چې خپل مبررات راته روښانه کړي.
- له دې ځان لرې ساتﺉ،چې کینه موپه سرکشۍ بدله نه شي.
- پریومهال له زیاتوغوښتنوډډه وکړﺉ.
- کوښښ وکړﺉ،چې دسرکشۍ لاملونه وسپړﺉ( لکه ناسیال ملګري،روغتیایی نیمګړتیا، یادماشوم معنوی ناکامي یانور)‎.
- له چتې وتلی ناز .
- دسرکشه ماشوم غوښتنې مه منﺉ، چې ورته تسلیم شﺉ.

ځینې وخت ماشومان ولې دخپلووالدینونافرماني کوي؟
====================================
- ډېرځله دپلرونوبولۍ (امر) اوناکړنې دماشوم له رغباتو او لېوالتیاسره سمې نه وي، کله لوبې،ټوپ او لامبووهل، اوداسې نور..
- ځینې وخت ماشوم دخپل موروپلارامرد نازوکینې له کبله ردوي،چې لامل یې زیات ورکړل شوی ناز وي.
- اوډېرځلې بیاد موروپلار امرونه ناڅرګندوي، لکه زموږدا امر:'' خپل کالي مه ککړوه!'' او'' د موروپلار خبره منه!'' ، بهتره داده،چې ورته ووایو:''داڅیزد مېزپرسرکېږده،چې کالي د پرې چټل نه شي''.
[img]


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more