د موضوعګانو سرپاڼه

سياست او روانې چارې

طالب لا لا وایی چې : د کابل له ادارې سره د حکومت په توګه خبرې نه کوو

mala janan
04.12.2019

ښاغلو او اغلو لوستونکو السلام علیکم !
د طالبانو هم فکره ویب پاڼه دا راپور خپور کړی چه : طالب ویاند له عزم خبري ویبپاڼې سره هغه لاملونه په ګوته کړل چې له مخې یې نه غواړي له حکومت سره د یوه رسمي نظام په توګه خبرې وکړی.
مجاهد وویل، زمونږ دا دریځ چې له کابل ادارې سره د حکومت په توګه خبرې نه کوو، ښکاره ده او په وینا یې چې یو خو دا موضوع ده چې دلته د بهرنیو ځواکونو د ایستلو او د اشغال د پای ته رسولو موضوع ده، افغانان پر دې پوهیږي چې دغه اداره ددې صلاحیت نلري چې اشغالګر له افغانستان نه وباسي او یا پر دې مسئله خبرې ورسره وکړي. ځکه پخپله د همدې اشغال زیږنده ده او د ځان د بقا لپاره د اشغال موجودیت غواړي.
مجاهد وویل، چې نورو چارو کې هم دغه اداره د حکومت په توګه نه د دریو ۳ موانعو له امله نه په رسمیت نه پیژني.
«شرعي مانع ، حقوقي مانع (د نړیوالو اصولو پر اساس) او بل هم تاریخي مانع»
نوموړي زیاته کړه «شرعي مانع دا ده چې د علماؤ په فیصله او تعین باندې اسلامي امارت موجود شوی شرعي بیعت ورسره شوی او دا یو نظام ده، حکومت ده او سیستم ده؛ دا بیا بیله خبره ده چې دا نظام په ښارونو د ظلم له وجې نه ژوند نه شي کولی اطرافو ته وتلی، ولې شرعي حیثیت یې پر خپل حال ده، ټول فقهاء په دې آند دي چې اسلامي امارت خپل شرعي حیثیت لري، امیر لري، بیعت لري او دا ټول شرعي ضوابط دي چې د دې نظام پیژندنه کې یې یو شرعي رنګ خپل کړی دی? د امارت په مقابل کې مونږ بل نظام نه منو او نه دا مشروع ده چې څوک یې ومني.»

ملا خان ! ته د فیل په غوږ کي بیده یی او که اصحاب کهف په غار کي بیده وې او اوس را ویخ شوې ؟
کوم بیعت څرنګه بیعت ،له تاسره شوی وو ؟؟ او چا دا بیعت لتاسره کړی وو چا ته چه بیعت ورکړه شوی و هغه خو تاسو وواژه .

اسلامي سیاست تکامل کړی دی ، هغه د حضرت محمد ع بیعت او د ابو بکر صدیق رض د عصر بیعت تکامل وکړ ، نن بیعت (انتخاب )بلل کیږي ، او که لتاسره دیو لحظې له موافق سم ، نو دا «بیعت» چه شوی و ، د ملا عمر سره به و ، او که د طالبانو سره شوی و؟
دا په کوم کتاب روا ده ؟ چه بیعت له یو تحریک سره وشي او د ملا عمر ورسته چه هر ملا خدای داد را مخته شي او بیعت به ئې مورثه وي

شرعي مانع :
اول به دا په جهر سره ووایم چه زه اشغال نشم تحمل کولی ولي چه زما فرهنګ او آفغانیت ئې نشي منلی .
طالب خان وروره ! شرعي مانع څشي دي ، کوم شرعي مانع ؟؟
په قران او حدیثو کښي کوم داسي ایه او حدیث سته چه د یو مملکت سیاسی نیول نامشروع او ناروا بلل شوي ؟؟؟
هو هر سیاسی او حربي قدرت که د عباداتو مخه ونیول دلته شرعي مانع منځ ته راځي

ستاکوم نظام کوم سیستم کوم حکومت ?? د ځمکي پر مخ کوم سفارت لرې ، دغه د دوحې ادرس خو هم د ډاکتر اشرف غني په افتکار درته جوړ شو ،
ستاسو لوی ملا بندي و ، د مسلمان پاکوستان په ملک کښي
ملا بیادر هم د پنجاپي تر زجر لاندي و ، د اشرف غني په هڅو را خلاص شو .
ملاخان وروره ، ته مشروعیت لرې ؟؟ او کابل مشروعیت نه لري ؟؟

ملایان دي تر چاړه تېر کړه ، مسجد کښي دي نمازګزاره مړه کړه ، ملي اوردو وژنې او امریکايی نه شې وژلای ، د میاشتي یو امریکایی مړ کېږي آو د میاشتي ۴۰۰ مسلمانان وژني

ستا د بړېڅو و جواب ته په تمع


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more