tolafghan.com
ټول افغان لومړي مخ ته

 ډېرځليزې پوښتنېډېرځليزې پوښتنې   لټونهلټونه   د غړو لستد غړو لست    کاروونکو ډله  کاروونکو ډله    د نوم ثبتولد نوم ثبتول 
 د پېژندنې څېرهد پېژندنې څېره    خپل شخصي پېغامونه وګورئ خپل شخصي پېغامونه وګورئ   ننوتنهننوتنه 

پـلورالـیزم + سیکـولـریزم = د اســلام پــرمـخــتیـا ​ د دسـتـورالـمـدیـنـې په رڼـا کې
پاڼي ته لاړ شئ 1, 2  مخکي
 
نوې موضوع پېل کړئ   موضوع ته ځواب ورکړئ    tolafghan.com دفورم سر ته   -> اسلام، اسلامي شرعه او د اسلام تاریخ
شاته موضوع وګورئ :: مخکې موضوع وګورئ  
ليکوال پيغام
ع کريم حليمي
ستوري
ستوري


دغړيتوب نېټه: 10 جنوري   2004
ليکنې: 2709
ځای: new york

ليکنهد ليکنې نېټه  : ٢   شنبه   اکتوبر   14, 2019 6:08 pm    عنوان   : پـلورالـیزم + سیکـولـریزم = د اســلام پــرمـخــتیـا ​ د دسـتـورالـمـدیـنـې په رڼـا کې Reply with quote

لـړلـیـک
یو څو تخنوونکې خبرې........................................
پـلـورالـیـزم یـانې څـه؟..................................................
............................
د دین په اړه کمیتي او قضاوتي معلومات
نـنـتوځ:علم او سیکولریزم د شیطان لوښی
.....................................
...............................................
.........................
................................
..........................
څلور کتابونو ته لـڼـډه کتنه
ولې په سیکولر(غېـردیني/خاورین) دولت بحث وکړم
د مسلمان سر د خېټې لاندې شوی دی
ټکنالوجي جغرافیه له مینځه وړي خو فکرونه نږدې کوي
د سیکولریزم لومړی تعریف ....................................................... فلسطینیان ټروریستان وو او افغانان مجاهـدین.................................. روڼ آندتیا(تنویر) انسان دعـقل لارې ته سیخ کړ .................................. انسانان ټول بې له دینه زېـږېدلي دي .......................................... (الف) باچاخان د ناپوهۍ تورتم ته د پوهې ډيوه ولګوله ................
(ب) د آزادۍ الهیات په لاتین امریکا کې ..........................
د دین او سیکولریزم ګیلې او نانـدرۍ ................................................
په کاناډا کې د یوې سرپټې اومخلوڅې عالمې مسلمانې مېرمنې چغه ...
دوه مسلمان مېـرمنو دسیکولر مسلمانانو په خوځښت پسې
ملا تړلې ده.....................
.............................
د سیکولریزم نظریه اوتمایل:»مهربان اونوع دوست زوزات«
سیکـولریزم د خراساني/افغان شکور زردشتیان له نظره
په اسلام کې د دولت اوجومات په مینځ کې لیکه نشته
سیکولر(دنیوي) دولت د اسلام په ډکون کې.......................................... قـیـامت کـبـری تـېـر سو ............................................................ د اسلام پـېغامبراو سیکولر نظام په ۶٢٢م (۱هجري )کې .......................
سیکولر(غېردیني) دولت، نه دیني دولت............................................... د لس زره کلن تاریخ په تله کې .................................................
«قرآن د الله حدیث دی »........................................
ټـنګـټـکور(موسیقي)په سعودي عربستان کې اساما بن لادن هـم له ټنګټکورنه خوند اخیست
سيکولریزم په پښتو او فارسي شعر کې

.......................(الف)سیکولریزم په پښتو شعر کې
(۱)لڼـډۍ د پښتو شعر او سیکولریزم مور ده
(۲)سیکولریزم د امان الله سېلاب په »کـڼـډولي« کې .....................
(۳)غـني خان او سیکـولـریزم ...............................................
(۴) خوشحال خان خټک بابا او سیکولریزم
(۵)د اجمل خټک په شعرونو کې طنزي توکي
(۶)د حمزه شینواري په شعرونو کې طنـزي توکی
(۷)محمد امین ملنګ جان او سیکولریزم ................................
(۸)عـبدا_ غمخـورپه ټول افغانستان مین شاعر ..........................
(۹)د استاد جهاني په شعرکې د سیکولریزم …………………
(۱۰)مطیع ا_ تـراب او سیکولریزم…………………………

(ب) سيکولـريـزم په ايـران کې
(۱)د ایران د غـټو پېـښـو لړلیک
(۲)ايـډیولوګان د ټولـنې مهندسان
(۳)د ایران په اسلامي انقلاب د یو سني تنقید .............................
(۴)سیکولریزم د ایراني شاعرانو په شعر کې .............................
(الف)سعدی شیرازی د ملګرو ملتونو د مفکورې مخکښ ............
(ب)عمر خیام ............................................................
(پ)حافظ شیرازی ......................................................
مصري-امریکایي ډاکتر حامد د جهاد او افراطي اسلام په دننه کې ............... د سیکولـریـزم توضیح ............................................................ پـایـله ...............................................................................
یو څو تخـنـونکې خبرې
د کابل پوهنتون استاد، شاعر، دافغانستان د بهرنیو چارو وزیر او صدر اعظم محمد موسی شفیق)کامه ١٩٣٢تر ١٩٧٩ پلچرخی زندان( لکه چې په افغانستان کې مخکې له مخکې د اسلامي ګوندونو اوډلو کرغېـړنوسیاستونو ته پام و او د اسلام پېغامبر یې داسې مخاطب کړی وو:
درنه ځارشم سرراپورته کړه یوځلې....په اشنا جاموکې ورک یې ستا
نظام کړ
په اسانه پکې سا وېستل محال دي.....هومره تنګ یې ستا هغه پراخ نظام کړ
ډاکتر رحمت ربی زیرکیار(راوېستونکی)، ملنګ جان: د بې درباره ملي ژبې ملي شاعر. خپرندوی: ټول افغان. سانتا باربرا،کلیفورنیا: کب ۱۳۳۷لمرز کال/ فبروري ١٩٩۵/١۴١۵ روژه.
د یو»ضعیف« حدیث له مخې:»د عالِم په قلم کې رنګ د شهید له وینې ډېرسپېڅلی دی«. خو بنسټګرو(افراطي) اسلامي سازمانونو په قلم کې د رنګ په ځای، ډېرې وینې و َبیـَولې!ولولئ
Prof. of History Rudolph Ware, “Timbuktu: The Ink of the Scholar and the Blood of the Martyrs,” (huffingtonpost.com Aug 31, 2012) [27 November 2017]. Islamweb.net calls the hadith “weak.”
د ١٩٩٢زییزکال په اپرېل کې چې په افغانستان کې پرولـیتاریات لاړ، ځای
يي ملاتاریات ونیواو په کابل کې یې شرعي فتوه راووېستله: «د ښځو مکتبونه د زنا مـرکـزونه». ورپسې چې طالـب تاریات برلاسی شو،هـرڅه به یـې په خـپـلــو زیـړو کتابونوکې لټول؛ عملا حمام د مېرمنو لپاره حرام و او بې ږیـرتـیا د سړي لپاره.
بیا به وګورې په لمر کې به دې کوروي....که خدای خلاص کړې کمربند اوله ټوپکه! سعود بنګښ: لرافغانستان، مارچ ٢٠١٨
«عوام دین حقیقـي ګڼي، پــوه خلک یې غلط، او واکمنان یـې ګټـور»ـ رومن فـیلسوف، دولتـمـدار او ټــوکي سینیکا
(۴قبل المیلاد تر ۶۵ میلادي).
ماته داسې برېښي چې اسلام ،عیسویت او یهودیت ټول یو خدای لري خو هغه {هسک څښتن}هر یو ته بل څه واي.«ـ بیلي کانُولي:سکاتلندی ټوکي او هنرمند.
«په افریقا کې یوه مشهوره قیصه ده چې هلته د ]غـربي[ عـیسوي دیني مبلغـینو په راتګ راڅرخي: هغوی[عیسوي دیني مبلغینو]انجیل لاره ، او موږ بمي محلي خلکو زمکه لرله .هغوی وویل :راځی دعاوکړو٬٬اوموږپه ښه نېت سره خپلې سترګې پــټې کـــړې. کله مو چې سترګې وغــړولې،هغوی همدغه مهال زموږ د زمکې خاوندان شوي وو، او موږ د «انجیل» دیسموند مپیلو ټـوټـو په سهیلي افریقا کې نامتو تور پوټکی مشرعیسوي مولوي،هلته د مدني حقوقولارښود، د نژادي تبعیض په وړاندې مبارز شخصیت، او د بې غـږه ولس غـږ و او دی!
«موږ[امریکې] سیکولر[خلکي]نظام او د مېـرمنو حقوق په افغانستان کې ړنګ کړل، بیا مو [په اکتوبر٢٠٠١کې]په نوي رژیم جنګ تحمیل کړچې د مېرمنوحقوق تامین کړي. د امریکې امپراتورۍ ته ښه راغلاست»
Larry Kumar fabiusmaximus.com (20 November 2009

هـغـه ایـمان/عـقـیده چې قــدرت تـه ډډه لـګـوي، ایـمان نـه دی. پـه قـدرت
اعـتـمـادددیـن نزول تلی. «امریکایی،شـاعـراولـیکــوال َرلـف
والـدو ِامرسـن ) ١٨٠٣ تـر ١٨٨٢( Ralph Waldo Emerson

(عیسی )ع «مړي ژوندي کړل اوړانـده یې بینا کړل. خو سره له دې، بې عقلان یې
عاقـل نشـوکړلی .»-خوشحال خان بابا

‎پـلـورالـیـزم یانـې څـه؟

پـلـورالـیـزم یانـې څـه؟
په پېل کې بایــد په «پـلورالـیـزم »(دبیلابیلو خلکو او عـقـیدوپه هـمـژونـد تـیـا)وګـړېـږم: پلورالـیزم له ډېر پخوا راهیسې شته و ځکه د سولې او پرمخـتګ لپاره ګـټورو.پلورالـیزم روغې همزیستۍ ته لار هواروي. غـټه دینپوهه برتانوي مېرمن کارېن ارمسټـرانګ وایي:«لومړی څه چې زما پام یې پـلورالـیـزم ته راوګرځولو، اسلام و. واقعیت دا دی چې اسلام د تېروخت د ټولوغټو پېغامبرانو ستاینه کوي.»په هيند کې مسلمان مغل امپراتور جلال الدین محمد
اکبر)١۵۵۶تر١۶٠۵م واکمن( به د هیندوانو او نورو دیني شخصیتونو سره مشوره کوله. هغه هڅه وکړه چې ګڼ کلتوري او بین الـدیني دولت جوړکړي. اکبر له زغم او تحمل نه اخوا لاړ او هڅه یې وکړه چې دیني اختلافونه لرې کړي او دهـیند لپاره یو بل دین راوباسي. اکبر
یو «عبادتځای» جوړ کړ او هلته به یې د نورو دینونو عالمان رابلل. ډېرو خلک به «مرتد » ګڼلو.
په ۱۵۷۹م کي د یو «مظهر» (اعلامیي) له لاري اکبر ته د دې

اختیارورکړل شو چي ملایانو په ځای پخپله دیني قوانین تفسیر کړي . په ١۵٨٢ کې یې د «دین الهي» په نوم یو نوی آیـین راووېـست او په هغـه کې یې د ډېـرو دیـنونو عناصر راغـوڼـډ کړل. اکبر د دغه ډول دیـن معـنوي مشـر و، خو په دې بریالی نشو چې ډېـر پـيروان مینده کړي. امپراتور جلا الدین : محمد اکبر د زماني شرایطو کي پلورالست مفکر او عملګر و . ولولی
(Akbar the Great,” biography.com (2 April, 2014) [31-8-2018“)

پـلورالـیزم یو ټـولنیـز تنظیم دی چې بې:بېل نژادي، قومي، دیني او کلتوري ډلې پکې یوبل زغمي. په ۶٢٣ کلنه عثماني امپراتوری (١٢٩٩تر١٩٢٢م )کې هم د غیر اسلامي دیني او قـومي لـږکـیانـو سـره لـږوډېـر سیکـولـر سلوک شـوی و.

ددین په اړه کمییتی او قضاوتي معلومات
د «ادهېرېنتس»(پيروانو) د غیردیني،خپلواک سازمان د معلوماتو له مخې په نړۍ کې نږدې ۴٣٠٠ دینونه شته دي. ټول یې بېلا بېلې اندازې اوشمېرنې لري. د نړۍ نـږدې ٧۵٪ خلک د ۵ خورا متنفـذو دینونو له ډلې نه، یو دین غوره کوي: یهودي، عیسوي، اسلامي ، بودایي، هیندویي. اسلام او عیسوي دینونه د نړۍ په ډېرو برخو کې خپاره شوي دي، او د نړۍ له نیمایي نه زیات خلک پرې عقیده لري. که ټول غیردیني انسانان په يو دین راټول شي، نو د نړۍ دریم غټ دین به جوړ کړي.

د غیردیني (سیکولر، اګنوستیک، اتییست ) شمېر یوعشاریه یو(۱،۱)
بیلیون ته رسېــږي. په نړۍ کـې ۴٣٠٠ دینونه او ۶٨٠٠ ژبې شته دي. Stephen Juan, Ph.D., What are the most widely practiced religions of the world? theregister.co.uk (October 06, 2006), [ July 16, 2018].
په ٢٠٧٠زیـیـز کال کۍ به اسلام د نـړۍ ترټـولو دینونوسـتر دیـن وي اوعـیسویت بـه دوهـم غـټ دیـن وي.
په نړۍ کې له ۵،۴ بیلیون ډېـر انسانان دین ته منسوب دي، او ١،١ بیلیون یې غیردیني دي. د «پوسټ - سیکولر»لفظ په ټولنـپـوهنه (سوسیالوجي) ، سیاسي تیوري، دیني او ادبي مطالعو کې کارول کېـږي. د پوسټـسیکولر اصطلاح په رواجولو کې جرمن مفکر پوهاند یُورګېـن هـابرماس رول لوبولې دی [ما ځیرکیار د پوهاند هابرماس سره د جرمني په ګویتې پوهنتون کې د «سیاسي سوسیالوجی» یو کورس ښایي په ١٩۶٨/١٩۶٩م کې بشپـړ کړی و. (پوسټ -سیکولر)وروسته له سیکولر( يو ډول جوړجاړی دی، یا یو ډول سوله ییز ډیـالوګ دی د دین او منطق په مینځ کې. پوهاند هابرماس ټینګار کوي چې دواړه خـواوې (دیني او سیکولر خلک) دې د یو بل له مخـنیوي نه ځان لرې وسـاتي او له یوبل نه دې په سـړه سـیـنه زده کـړه وکړي. کله ناکله پانګـوالۍ، کمونـیزم ، انارښيـزم، نازیــزم، فاشـيزم او نیشنـليزم ته «سیکولردین »هم ویل کېـږي. په اتلسمه زییزه پېړۍ کې فرانسوي مفکر ژان- ژک روسو(١٧١٢تر١٧٧٨م )ویـلي وو چې ټـولـنې دیـن ته اړتیا لــري چې
انسانان غبرګ/متحد وساتي. دا چې عیسویت انسانان له مادي-دنـیو
موضوعګانو نه لرې کوي، روسـو د «مدني دین»(سـېـول رېـلیـجین) مفکوره راووېـسـتله چې وګړي د دولت په سیاسي اتحاد راچاپېر کړي. په ١٨۴٣زییز کې ځوان جرمن فېلسوف او اقـتصاد پوه کارل مارکس(١٨١٨تر١٨٨٣م)
َ
«دین د خلکواپین » ګڼلی و. په سویس کې پروټېـسټانټ مولوي ادولف
َ کېـلر(١٨٧٢تر١٩۶٣م) داسې استدلال وړاندې کړی و چې مارکسیزم په
پخواني شوروي اتحاد( ١٩١٧تر١٩٩١م )کې په سیکولر دین اوښـتی و. فرانسوي ټولنیز فیلسوف رېموند أ ُرن(١٩٠۵تر١٩٨٣م ) کمونیزم ته د روڼ انـدانو د «اپـیـن» په سترګه کتل. ښایي هغه به ژوند له مفکورې نه لوړګڼلو؟
Raymond Aron, The Opium of the Intellectuals. London: Secker & Warburg, 1957, pp. 265-294.


وروستی ځل بدلون  ع کريم حليمي   په   ٣   شنبه   اکتوبر   29, 2019 1:57 am   ورکړی دی  , د تغير شمېره   3
بېرته سر ته
د کارونکي عکس وښاياست شخصي پېغام وليږئ بريښناليک ولېږئ
ع کريم حليمي
ستوري
ستوري


دغړيتوب نېټه: 10 جنوري   2004
ليکنې: 2709
ځای: new york

ليکنهد ليکنې نېټه  : ٣   شنبه   اکتوبر   15, 2019 1:43 am    عنوان   : Reply with quote

..............................................نــنـتــوځ
ِعـلم او سیکولــریـزم د شـیطان لـوښـي!
زما دا کتاب د نورو مفکریـنو او څـېــړونکو د نظریو او څېـړنو یو لــڼـډه هـڅــه ده چې لوستونکوته د هغــوی دریځ او استـدلال وړانـدې کوي. نږدې٢٠٠٠کالونه وړاندې رومي سیاستـوال او حقوقـپـوه سـیسرو(١٠۶ق.م. تر ۴٣ می~دي) ویلي وو:»له هغه څه نه غافل پاتی کېـدل چې ستا له زېـږېـدنې وړانې پېـښ شوي وو، دا معنا لري چې ماشوم پاتی شـې.« نـږدې ٢٠٠٠کالونه وروسته نامتو انګرېـز لیکوال جورج اُوروېـل(١٩٠٣تر١٩۵٠م)داسې ویلي وو: »د خلکـو د تباهـۍ لـپاره خورا اغـیـزمـنه لار دا ده چې هغــوی د خـپل تــاریخ لـه پــوهـېـدلو نه محـروم کـړئ.« زه غــواړم چې ټـول (لـر او بـر)افـغـان ملت ماشـوم او له تاریـخ نـه مـحـروم پـاتـي نـشـي.
مسلمان امریکایي، د اسـلام عالــم او د «زیـتونـیه» کالج ګډ مشرشیخ حمزه یـوسف(١٩۵٨تر...)د «اسلام او سیکولریزم» په اړه داسې وینا اورولې ده: «د سړکونو جوړول ستاسې د مذهب سره هـېڅ ربط نـلـري....د اسلامي تاریخ خورا غټې برخې نسبتا سیکولر[خاورین/ ُدنـیوي]دولـتونه لرل...د اسلامي
دولت ټول تصور د ډېـرو نوو اسلامیستانیانو په ذهن کې یو تخیل دی....پوسته خانه یو اسلامي تفکر نه دی....د دولت غټه برخه د دین سره اړه نلري...کــه د آتمې پېـړۍ د سوریې او فلسطین خلک په اوسنۍ نـاروې کې ځای پځای شي ،دغه خلک به فکر وکړي چي ُد عــمر ابن عبدالغزیز وختي به وي، ځکه هلته ]په ناروې کې[ عـدالـت موجود دی ځکه چې سیکولر دولت لري....که د غلو لاسونه غوڅ شي، ستړی مشی به څنګه کوو؟« واورئ د شیخ حمزه یـوسف وینا:
Shaykh Hamza Yusuf, “Secularism and Islam,” youtube.com (May 22, 2014) [1 Oct. 2017].


پخوا به فکر کېده چي زمکه د یونیورس(عالـم/جهان)مرکزدی.خود ِعــلم د
َ پرمختګ په برکت معلومه شــوه چې زمکــه د عالـم یوه ډېره کوچنۍ برخه ده.
لمریز نظام تقریبا ٣۶ بیلیــون ځلې له زمکې غټ دی. پخوا به دین د فلسفې او ِعلم سره اړخ نه لګاوه؛ باید له مینځه وړل شوي وای. د خلکو فکر د کلیسا په ولکه کې و، او عیسویت د دولت رسمي دین و. که څوک به په رسمي دین کې نه و شامل، مرتــد به ګڼل کېده. پوهان او مفکران د زغملو وړ نه وو. ټول کتابونه او مفکورې مردودې وې. د مسلمان له نظـره پوهـه (عـلم او سیکولریزم) دشیطان لوښي ګڼل کېدل. دیني موسسه (کلیسا) [اوجومات] دخپلوپېـروانولپاره فکر کوی او پیروانان به یي کلک اطاعت کوي . خو َسوکه سوکه(ورو په ورو) خلک د تخنیکي او فکري پرمختګ په چاپېـریال کې راویـښ شول (جرمن پښ/آهنګر یوهانېـس ګوتینبـېـرګ د ١۴۴٨م په شاوخوا کې {سي چاپي ماشین راووېست. دغې اختراع د جرمن اعتراضچي/پروټېــسټانټ عیسوي مولوي مارتین لوتر)١۴٨٣تر ١۵۴۶م)کار اسان کړ چې .[انجیل ګـړندی چاپ کړي او له کاتولیک عیسویت نه بېـل شي په اروپا کې خلک په کلیسا پسې راپاڅېدل او محدوده یی کړه.[په امریکا کې د واکمنۍ مشروعیت د ولس له ارادې نه راووت، نه له دین نه]. دین په لویدیزه نړۍ کې شخصي موضوع وګرځېدله، نه دولتي. دغه عمل د انسانانو د فکر خپلواکۍ ته لار هواره کړه او دین د انسان د شخصي ژوند برخه شوه. د دین
په ځای ِعـلم(ساینس)ودرېد چي د ژوند د اسانتیا لپاره اختراعات کوي موږ خدای[ج] نشو لیدلی،روح نشو لیدلی؛ د تعـویز او َد َمـولو په ځای ساهـپوهـنه(سایکالوجي) راغله. دین په جنت، دوزخ او په بـیــا ژوند غـږېـږي. خو هیچا خدای[ج] ، جنت، یا دوزخ نه دی لیدلی. سیکولریزم په دې نړۍ کې اهمیت لري:ژوند، خـ َوند، دنیوي تعلیم...او نوی فکر په سیکولریزم کې شته دي. د ١٨ زییزې پېـړۍ په وروستیو لسیزو کې په امریکا او فرانس کې سیکولر انقلابونه او سیکولر اساسي قوانین رامینځته شول. دغو سیاسـي اوسیکولر سـندونو د هېوادوالو(اتباعو) حقوق تثبیت کړل. هغه څه چې عامه(پبلیک) وي، عبادتځایونه پکې ګوتې نشي وهلی. دغو انقلابونو د فکر آزادۍ ته لار پرانیستله. سیکولریـزم له دین نــه بـېل شو، خـو ِعـلم او سیکـولریـزم غـبرګ شول. واورئ د نعمان علي خان وینا(نوموړی مسلمان امریکایي دی، د «باینه» ِانسټیټوټ موسس او مشر دی او هلته عربي ژبه او قرآني مطالعات تدریسوي. دا چې ځان «خان» معرفي کوي، د لر افغانستان (پښتونخوا پښتون)افغـان بـــه وي.
Nouman Ali Khan, ”Secularism in Islam”,(youtube.com) 6 February 2017)[2 October 2017].
یــو پاکستاني دیني عالم ډاکتر اسرار احمـد په سیکولریزم باندې د «دجالیت» ټاپه وهــلې ده او «د خدای په وړاندې غټ بغاوت»یې ګڼلی دی. یو بل عنوان یی داسې غوره کړی دی:«په قرآن کې د پاکستان ذکر»(«پاکستان کا ذکرقرآن مین»[.ولولی او واورئ: Dr. Israr Ahmad, Secularism The Most Powerful Form of Dajjaliyat(13 August 2013)[11 October 2017]; “Pakistan Ka Zikr Quran Main”(youtube.com August 13, 2016)[6 October 2017


وروستی ځل بدلون  ع کريم حليمي   په   جمعه   اکتوبر   25, 2019 1:56 am   ورکړی دی   ,  د بدلون شمېره  1
بېرته سر ته
د کارونکي عکس وښاياست شخصي پېغام وليږئ بريښناليک ولېږئ
ع کريم حليمي
ستوري
ستوري


دغړيتوب نېټه: 10 جنوري   2004
ليکنې: 2709
ځای: new york

ليکنهد ليکنې نېټه  : ٤   شنبه   اکتوبر   16, 2019 6:18 pm    عنوان   : Reply with quote

پاکستان بې له تاریخي ډکـون نه د دلال دولت(کُمپرادور سټـېـټ) په حیث د انګریزد ګټو لپاره راتـوږل شوی دی او د انګریزانو په امريې د افغانستان په خاوره خېټه اچولې ده. د کیوبا له ولسمشرفیډل کاسټرو(١٩٢۶تر ٢٠١۶ز)نه واورئ: د امریکې ولسمشر بارک اُباما »په هېڅ ډول نــشي پټــېدلی چې
ُ اساما بن لادن دخپلو ماشومانو او میرمنو په مخ کې په اسلامي پاکستان کې ووژل شو [۲۰۱۱]....د پاکستان په قوانینو تیری وشو،او ملي عزت او دیني عنعنه یې سپک شول.«-دي ګارډیین.کام(۵-۵-٢٠١١)[٩ اکتوبر ،٢٠١٧ ].
غـیر دیني چارپوهان په دې عقیده دي چې سیکولریزم په جریان او بدلون کې دی، خو دین په ځان مېـخونه وهلي دي؛ په سیکولریزم کې د نړۍ پرله پسې معلومات او بــدلـون اهمیت لري، خوپـه دیـن کې د خدای(ج)او آخـرت معــلومات جګ مقـام لـري. ځما(ځیرکیار)په فکـر، د دواړو اړخـونـو چارپوهان باید په متـقابل درناوي
سره د یو بل استدلال ته په سړه سینه غوږ ونیسي. اوس به د «دستورادینه»په موضوع سریز بحث وکړم.

د «دستورادینه»(۶٢٢زییز=اهـجري) په ډکون کې ګډه مفکوره له وینې اوعـقـيدې نه لوړه ترسیم شوې ده او فردي مسولیت پکې اهمیت لري. دستورادینې ته د جمهوري نظام لیکلی اساسي قانون هم ویلی شو. دستورادینې ته صحیفه ادینه، میثاق ادینه او وثيقه ادینه هم ویل کـېــږي. دغه ورته نومونه په اجـتـهاد ولاړ وو، نه په وحې. د مدینې اساسي قانون شپـږ پېـړۍ د انګریزانو له «مَګناکارتا»(فرمان،منشور،اساسنامې: ١٢١۵م) نه، نږدې ١٢ پېـړۍ د امریکې (سپتمبر ١٧٨٧(او فرانسې)سپتمبر ١٧٩١) له اساسي قوانینو نه، او څه د پاسه ١٣ پـېــړۍ (١٩۴٨م) د بشر د حقوقو له اعلامیـې نه وړاندې په لیکلي ډول رامینځته شوی و. ولوله په الجزایر کې د یو محصل د ماسټرې تېـزس:
Bouziane Mounira, Comparison between the Constitution of Medina and the Constitution of the United States of America.( Master Degree: 2013-2014) at Larabi Ben M’Hidi University, Oum El Bouaghi.
هغه مهال په عربستان کې کاغــذ موجــود نه و؛ بلکې په ځای به یې د مطالبو د ثبت لپاره د څارویو او خرما پوټکي کارول کـېدل. مدینه بین الـقومي ټولنه وه او دستور ادینه یې لیکلی اساسي قانون و چې په مساواتو ولاړ و، نه په امتیازونو.

دستورادینه د (محمد ابن عبدالله )له خوا لاسلیک شوی و، نه د محمـد «رســـول الله »لــه خواــ ځکه چې په »مــدني ټــولنه کې یــو هـم ځای .نــلـري.« همـدغــه اثـر: ١٢۶ مخ. یثـرب د فساد او تهمت معنا لرله
له دې امله محمد(ص)د دغه نوم په ځای «مدینه» غوره کړ. یثرب ٣ ځلې په دستوادینه کې ذکرشوی و او مـدیـنـه (ښار) یو ځلې په اخره ماده کې (٨٢ مخ). مــدیـنه بین الاقـوامي ټولـنه وه او دستور ادینه یی رسمي اعلامیه او اساسي قانون و ځکه چې د وګړو حقوق او مسولیتونه پکې خـونــدي شوي وو. په دغه لاسوند(سند) کې د خپلې زمانـې ژور سیاسي، قانوني، ټولنـیز، عسکري او اداري کفایــتونه پراته وو او د ګـډ ســولیـیز ژوند چاپېـریال یـې جـوړ کـړی و. زما[ځیرکیار] په اټکل وروسته له دستور المدینې، د امریکې د خپلــواکې د اعــلامیی (۴جولا۱۷۷۶زییز =۱۴چنګاښ ۱۱۵۵لمریز =۱۷جمادل اولا ۱۱۹۰ هجري سپومیږ ) متن انساني وږمه لري : «ټول انسانان مساوي خلق شوي دي او د خپل خالق له خوا پرې پـېـرزویـنـه شوې ده چې ځینې ثابت حقوق ولري لکه ژوند، آزادي او د خوښۍ تعقیب. د دغو حقوقود خوندي کولو لپاره د انسانانو په مینځ کې واکمنۍ [حکومتونه] جوړ شوي دي چې خپل مشروع قــدرت د هـغـوی[اتباعو]له توافـق نه لاسته راوړي....دا د اتـباعو حق دی چې مطلق العنان حکومتونه رانسکور کړي».
ََ
په قــرآن مجید کې راغــلـي دي: الـذی عـلم بالقــلمِ: الله «ج»خلکو ته په قـلــم ښودنه کــوي[نه په ځان چاودنه]! جرمن مولوي یوهان فریدریـښ څـولنر خپل هـېـوادوال فیلسوف ایمانوېــل کنټ (١٧٢۴تر ١٨٠۴) پوښتلی و چې روڼ آنــدتيـا(تنویر) څه ته وایي؟ کـنـټ داسې ورغبرګه کړه: «روڼ آنــدتیا په ځان د تحمـیل شوي عـدم بلـوغ څخه د بشر د نوعې آزادي ده».
“Aufklaerung ist der Ausgang des Menschen aus seiner selbstverschuldeten Unmuendigkeit.”
په امریکا کې یو مشهـور طنزلیکونکي اُرورکی «د فاحشو پارلمان» په سرلیک یو کتاب لیکلی و. دغـه لیکوال لـرافغانستان)پښتونخوا(ته ځي چې جـهـاد له نـږدې وویني: افغـانستان »یـومنـور«(پوهانـد بهاالــدین مجـروح)لاره ، هغه هم ووژل سو

P. J. O’ROURKE, PARLIAMENT OF WHORES: A LONE HUMORIST ATTEMPTS TO EXPLAIN THE ENTIRE U.S. GOVERNMENT. GROVE PRESS: JANUARY 7, 2003
بېرته سر ته
د کارونکي عکس وښاياست شخصي پېغام وليږئ بريښناليک ولېږئ
ع کريم حليمي
ستوري
ستوري


دغړيتوب نېټه: 10 جنوري   2004
ليکنې: 2709
ځای: new york

ليکنهد ليکنې نېټه  : ٥   شنبه   اکتوبر   17, 2019 9:01 pm    عنوان   : Reply with quote

څلورو کتابونو ته لـڼـډه کــتـنه
Shabbir Akhtar, The Quran and the Secular Mind. Routledge 1st ed., 2008; Bryan Winters, The Bishop, the Mulah and the Smarthphone.Resource Publication, 2015; Nader Hashemi, Islam, Secularism, and Liberal Democracy. Oxford University Press, 2012; Asma Afsaruddin, Contemporary Issues in Islam. Edinburgh University Press, 2015
پوهندوی شبیر اختـر اسلامي عـنعنه او سیکولـر(خاورین)استدلال د سوله ییزې همزیستۍ په چوکاټ کې څېـړلی دي. لیکوال هڅه کړې ده چې د لوستونکوپه اندېښنه او نګرانۍ رڼا واچوي او له دې لارې د مسلمان اوغیرمسلمان په مینځ کې بحث ته لار پرانیځي. براین وینټرز د عیسی(ع) اعمالو ته ګوته نیسي، او د محمد(ص) خبرو/وینا ته.

پوهندوی نادر هاشمي د دوه نامتو پوهاندانو ساموېل هنټينګټن او برنارد لویس استدلال ته پاټک اچوي چې اسلام ذاتا د ولسواکۍ سره غلیمي لري. د پوهاندې اسما افسرالدین کتاب د تاریخ، اسلامي څېړنې او د واګـپوهنې(سیاسي علومو) د علاقمندانو لپاره ګټوردی؛ په کتاب کې د اسلام لیبرال استدلاد کارول شوی دی، د ښـځو په حقوقو رڼا اچول شوې ده او اسلام په کي د دې وړ ګڼل شوی چي د نوي زمانې د شرایطو سره اړخ ولګوي .
دیوې ډېري حساسي او نوکي پېچلي موضوع په اړه ، ما د څلور چارپوهانو نظرونه ځکه د برېښنا د څړیکې په ډول وړاندي کړل چي لوستونکي د راتلونکي بحث لپاره چمتو او نوکي ارام وي !


.............ولـې په سیکولر(غیردیني/خاورین)دولت بحث وکړم په افغانستان کي د جهاد له پیل او پای (٢۵دسمبر١٩٧٩تر٨اپرېـل ) راهیسې، په اسلامي نړۍ کې د فونډامینټـلیزم(بنسټګرۍ) او مخ په زیاتېــدونکې فـرقه ګرۍ او تعصب له امله لازمه ده چې په سیکولریزم (د دولت او دین په بیلوالي) وغږیـږم. په ټولنه کې سیکولر (غیردیني)دولت په عقیدوي لحاظ ناپیـیلی دی. یانې د اسلامي یا دکومو نورو دینونو د بیلابیلو فرقودعبادت لپاره د آزادۍ او سـوله ییزې همزیستۍ پېـغام لري. نن اسلامي نړۍ د فــرقه ګـرۍ او تعـصب په جال کې ښکېـل شـوې ده! دین یوه معنوي موسسه ده، او له دې امله بایـد د دولت د ستراتجیک موخو (هـدفـونو) لـپاره استعمال نشـي، که څه هم خاورین (دنـیوي) سازمان دولت ته به اســلامي تــخلـص ورکړل شوی وي.
له اسلام نه «اسلامیزم» جوړشو، اوله اسلامیزم نه د«اسلامي ټروریزم»
جـرړې راووتلې. پـه لویدیـز کې داسې فکرکېـږي چې »ټـروریــستي اسلام « یا »اسلامي ټروریزم»د اسلام نوې ښکارندې (پـدیـدې) دي. له دغه ډول ارزون نه سړی داسې اټکلولی شـي چې د ترهګـرۍ (ټروریزم) د وېـجـاړولو لپاره دې اسلام له مینځه وېوړل شي، یادې مسلمانان عیسوي دین ته واړول شي!؟ خو که دغه طریقې مناسبې یا اغــیزمنې نه وي، نو بیا درېمه lر داده چې د معـتدلو مسلمانانو سره دې ټــلـوالـه جوړه شي. کوټلې پوښتنه داده چې مسلمانان ولې اورپکي(افراطي) شول؟ په درې دلیلونو: (١)صلیبي جنګونو د مسلمانانو په ضد په ١٠٩۵م کې پېل شول او په اروپا کې د جرمن مولوي مارتین لوتر(١۴٨٣ تر ١۵۴۶ز) د دیني اصلاحاتو د رامینځته کېدلو په مهال یې دتعصب لمبه غلې شوه. پاپ به اروپایان هڅول چې په صلیبي جنګونو کې به هم غـنایم لاسته راوړي، هم به له ګناهـونو پاک شي، او هم به جنت ته لاړ شي . (۲)لویدیز امپریالیزم (برتانیې او فرانسې) د لومړۍ نړيوالې جګړې په مهال په ١٩١۶کې، د عثماني دولت په حاکمیت کې دعربو پرته زمکه د نفوذ په ساحو ووېـشله،او د خپلې خوښې کرښې یې پکې ووېستلې)لکه په افغانستان کې ډیورنډ lین(. په دغه امپریالیستي ویـش کې د عربانو ملت سازۍ ته پاملرنه نــه وه شـوې او په دې ډول یې د عربانو نیشنـلیزم ته پاټک واچاوه. نـږدې یونیم کال وروسته د ١٩١٧ د نومبر په ٢ نېـټه، د برتانیې د بهرنیو چارو وزیر آرتر جیمس بلفـور په فلسطین کې «د یــهودانو دملي دولت»موضوع راولاړه کړه . د ١٩۴٨ د مي په ١۴ نېټه د لویدیز په ملاتړ د اسرائیلو دولت رامینځته شو او د امریکې ولسمشر هیري س. ټرومـن (١٩۴۵تر ١٩۵٣) په ګړندي ډول په رسمیت وپــېـژانــد. خو فــلسطـینیان لا تر دې ګړۍ له خپل دولتي نظام نه محروم پاتي دي او د اسرائیلو د اپارتاید سره مخامخ دي. د فلسطینیانو د کرغېـړنې وضعې د پوهېدلو لپاره ولې

دوام لري
بېرته سر ته
د کارونکي عکس وښاياست شخصي پېغام وليږئ بريښناليک ولېږئ
ع کريم حليمي
ستوري
ستوري


دغړيتوب نېټه: 10 جنوري   2004
ليکنې: 2709
ځای: new york

ليکنهد ليکنې نېټه  : ١   شنبه اکتوبر   20, 2019 4:25 am    عنوان   : Reply with quote

Jimmy Carter, Palestine: Peace Not Apartheid. (Reprinted eptember 2007); Rashid Khalidi, The Iron cage: The Story of the Palestinian Struggle for Statehood. (Beacon Press 2006); James Petras, The Power of Israel in the United States. (Clarity Press, Inc., 2006); Norman G. Finkelstein, Beyond Chutzpah: On the Misuse of Anti-Semitism and the Abuse of History. University of California Press, August 2005; Alan M. Dershowitz, Chutzpah*. Little Brown and Company,1991



‎چوتڅپا»جسارت اوافراط ته وایي. د امریکې په نامتو هارورډ پوهـنتون کې د نامتو حـقوقـپو*»
پوهاند الان م درشویتځ په کتاب کره کتنې (نقد) . او د څېړنغلا(ادبي غلا ) د دعوې د ارت بحث لپاره ولولئ
Scholar [Norman G.] Finkelstein calls Professor Alan“ Dershowitz’s new Book on Israel a <hoax>”, Democracynow.org (24 /09/2003)[28 June 2017]; John Wiener, “Giving Chutzpah New Meaning: Alan Dershowitz is on the defensive over his research on the Israeli-Palestinian conflict,” The Nation, June 23, 2005


فــبروري ١٩٨٣:د امریکې ولسمشر رانالــد رېـګن(١٩٨١تر١٩٨٩)په سپـیـــنه ماڼۍ کې افغان مجاهـدین داسې معـرفي کــړل:«دا ښاغـلي د امــریکې د موسـسو پــلانونو اخـلاقي معـادل دي.»
په ١٨٩٣کې انګریزانو په امیرعبدالرحمن خان د ډیورند رټلی استعماري تړون وروتپلو.خونږدې ۴کالونه وروسته ١٨٩٧کېدوزیرستن له مد خیلو نه د ډېورند تړون په ضد د وزیرستان د ولس له خوا وسله وال پاڅون پېل شو.
دغه ولسي پاڅون له وزیرستان نه پکتیا، څمکنیو، اپریدو، مومندو، ساپـیو، د شیخ بابا شینوارو، باجوړ او چترال ته وغځید او یو کال اوږد شو. د دغه اوږد ولسي پاڅون له امله، انګریزانو د لر افغانستان )پښتونخوا( اداري سیمې ته د بې مسما اسم )شمال-مغربي سرحدي صوبې( هویت ورکړ.
انګریزانودغه بې هویته نوم د پښتنود بېــهویت کولو لپاره غوره کړی و. ۱۰۹ کالونه وروسته د ٢٠١٠ په اپرېل کې، دغه بې هویته نوم په خیبر- پښتونخوا .واوښت
د شوروي اتحاد د هغـه مهـال مـشـر سکـریـټري جـن َرل لـئونـید (٣)
بریـژنف (١٩۶۴تر١٩٨٢واکمن)په دې باور و چې یو ځل یو هېـواد سوشلیستي شو، بیا بل نظام ته نشي ورتللی(دغه دریځ په «بریژنیف
ډاکترین» شهرت لاره ) . ١٩٧٩ د دسمبرپه وروستنۍ اونۍ کې پخواني
شوري اتحاد په افغانستان یرغل وکړ. په دغه یرغل سره افغانستان له
حائل(حفاظ، ډال) حالت نه راووت. د دغه یرغــل په وړانــدې، عموما د امریکې دریځ دا و چې کیڼ – مترقي نظامونه تـحـدیـد کړي. د خـپل دغه دریځ په رڼا کې،امریکې دعرب او عجـم ټـلواله جوړه کړه. د اسلام اوعیسویت په دغه
.ټـلواله کې د افـراطي اسلام ملاتړ ته اړتیا و



د مسلـمـان سـر د خــېـټـې لانـد ې شـوی دی​


د افغانستان د پخواني کډوال پاچا محمد ظاهر شاه(١٩١۴تر٢٠٠٧ز) غټ
مشاور اودیني عالم استاد عبدالستار سیـرت به د ٢٠٠١پورې ویل چې په نړۍ کې د «جهاد» او«مجاهـد» الفاظو نوم وېـستلی دی او په نورو (غـربي) ژبو کې یې رواج میندلی دی! خو د ٢٠٠١په سپتمبر کې چې په نیویارک

ښار کې د امریکې دنګې ماڼـۍ ړنګې شوې او په واشنګټن ډي. سي. کې د دفاع وزارت ټکنی شو، د جهاد او مجاهـد نومونه وچ شول او ځــای یـې پـه رسنـیو کې اسـلامي ټـروریـزم او اسلامي ټرورستانو ونیو. د امریکې له پخوانو اسلامي ټلوالانو نه تالي څټي، او له نورو نه ئې چی د «اسلامیستانویانو »ټاپه یې خوړلې وه، پاڅونـوال جــوړشول. زه د ایراني منوراکبر ګنجي په درد پوهېـږم چې مسلمانان باید خپل دین د سیکولریزم سره د «سیکـولــر اسلام» په شکل پوخلا کړي او خپل سپـېـڅلی کتاب بنسټګرانو (آیزیس، القاعدې، بوکوحرم، او په سوریه کې د النصرجبهې)او نورو تورتــمګرانو ته ډالۍ نـکـړي. تش پولېــمیک(جراوبحث) اغیزمن نه دی. د اسلام په نوم سوپرسـټـیشن(خرافـات) ګـټه نـلري. عملي انساني ورورولي، ټولنیز مساوات د دیــنـوال او غیردیـنـوال لپاره حتمي دي. که څه هم اسلام تقریبا د ١٢ پېـړیو په اوږدو کې د پخوانۍ متمدنې نړۍ غټه برخه په ولکه کې لــرله، خود مسلمانانو فــکري غـفلت د هغوی تمدني پرمختګ ته پاټک واچاوه. د هغې زمانې د ټکنالوجۍ اوفتوحاتو په سویه، د مسلمانانو د ځانـلـوړتیا شعـور(سوپېـریاریټي کامپلېکس) او غـرور هغـوی دېـته وهڅول چې له لاسته راوړل شوو غنیمتونو نه خوند واخلي، او د دغسې مجلل ژوند په اوږدو کې علم او څېـړنه د تاریخ کندې ته واچوي! په معنوي لحاظ هغوی په دې بسنه وکړه چې سپـېڅلی قرآن ولولي، بې له دې چې تحلیل یې کړي او نتیجه ترې راوباسـي. په دغه عملیه کې د مسلمان سر د خېـټې لاندي شو، شعـور شــډل شو، د څـلورښـځـتوب د مشروعیت له امله کورني نفاق زور ومیند، او زمکه د ژوند د تامین یواځینۍ وسیله شــوه. په دغــه ډول وروسته پاتي کوچـیاني - بزګري چاپېریال کي علم او د علم استعمال ( تکنالوجۍ)ته پاټک اچول شوی و او څوښـځـتیا په زرپ کې وه .
په خټه پښتنه ه عالیه راوي اکبر د کابل پوهنتون د اقتصاد د پوهنځي په دریم ټولګۍ کي و چي
د پلار له خوا پرې د یوه بې سواده خو پیسوال زاړه سړيسره واده تحمیل شو. دواړه امریکې ته کډوال شول او په ویرجینیا ایالت کې میشت شول. عالیې د خپل کتاب د ننتوځ ) ِاینټروډکشن( په پای کې د نـړۍ دنامتو ساینس پوه البرت آینـشـتاین(١٨٧٩تر ١٩۵۵) دا اقتباس خوندي کړی
دی:«نړۍ د ژوند لپاره یو خطرناک ځای دی؛ نه له دې امله چې خلک شریـر
دي، بلکې د هغو خلکو له امله چې په دغه اړه هېـڅ نـکوي.«عالیه راوي اکبر زیاتوي چې د شمالي ټلوالې مشر احمدشاه مسعود دشورویانو/روسانو سره همکاري لرله. لیکوالې په افغان طالبانو هم ټونګه کړې ده: طالبان د پښتونوالې له امله بن لادن په افغانستان کې ساتلی و. خو طالبانو په بله موضوع کې هغې(راوي اکبر)ته ویلي وو چې هغوی هـرڅه د اسلام له مخې کوي! مخ ١۶۵. ما د عالیه راوي اکبر د کتاب ځینې برخې په ِایـنـټرنېټ کې ولوستلې:
‏Alia Rawi Akbar, Crisis Confronting Afghan Women: Under the Shadow of Terror. Dog Ear Publishing/USA, 2010
‏books.google.com [July 1, 2017].

دوام لري


وروستی ځل بدلون  ع کريم حليمي   په  ٤   شنبه   نومبر   06, 2019 2:56 am   ورکړی دی  , د تغير شمېره   2
بېرته سر ته
د کارونکي عکس وښاياست شخصي پېغام وليږئ بريښناليک ولېږئ
ع کريم حليمي
ستوري
ستوري


دغړيتوب نېټه: 10 جنوري   2004
ليکنې: 2709
ځای: new york

ليکنهد ليکنې نېټه  : ٢   شنبه   اکتوبر   21, 2019 3:03 am    عنوان   : Reply with quote

...........ټکنالوجي جغرافیه له مینځه وړي خو ‎فکرونه نــږدې کوي .......

په علم او ټکنالوجۍ کې د ګړندۍ بدلېدونکې نړۍ پیچلتیا اوعقلي پرمختګ انسانان دېــته اړکوي چې ځانونه په پـېـچلي فکراو څرګند دریځ سمبال کړي! ‎د چاپخانې،ریډیو،ټلویژن او برېـښناجال( ِاینترنېټ)د استعمال له لاري په دیني خدماتو کي بدلون راځي . د آیفون له لاري مولویان کولی شي چه خپلي ویناګاني د خپلي حلقې غړو ته وړاندي کړي لاسي آیفون د مولوي ،امام ، او د یهودي، بودیست او عیسوي مولوي ځای نیسي په بله وینا،جغـرافـیه له مینځي
ښایي بریښناییز حج، او په غټه مکه، درنه مـدینه اوبیت المـقـدس
‎برېـښنایـز لـمونځ هم ممکـن شي!؟ دا هم نـری!! امکان لري چې ِ
آنلاین جنازې به رواج سي . په بله وینا د علم استعمال (ټکنالوجي) زموږپه َمعنوي- دیني ژوند اغیزلرلی شي .

د پرلپسې ګړندي بدلون په مهال مشکله ده چي انسان او دژوند ډکون (محتوا) یي ځای په ځای ثابت پاتي شي .
‎ټکنالوجي جغـرافیه له میـنځـه وړي خو اوس په «سمارټ فون» کې نړۍ پرته ده. څیړونکې براین وینټرز کاږي چې د عـیـسـی(ع) اعـمـال مـهم وو او د محمد (ص) وینا! خو هیچا په لیکوال ویـــنټـرز پسې د تکـفـیرچغه نه ده ویستلې .

Bryan Winters, The Bishop, The Mullah, and the Smartphone:The Journey of the Two Religions into the Digital Age. .(Resource Publications (May 2015


عـیسوي دیـن د اسلام له دیـن نه ۶٢١کالــونه مـشر دی. عـیسویت د ٢ ساینس پوهانو کــوپرنیکس(١۴٧٣تر١۵۴٣)او ګالیـلیو(١۵۶۴تر١۶۴٢) سره په ټکر کې و. ټکنالوجي باید د انسانانو کار اسان کړي. خو له بـدې مـرغـې وینو چې د ​​ پرمختـلـلې ټکنالوجۍ په مهال په اسلامي نړۍ باندې د دیني فوڼـډامینټالیزم وزرې خپرې شوې دي. آیا ټکنالوجي دیني عقیده بې اتباره کوي؟ آیا
ټکنالوجي د دین ځای نیـسي؟ ښایي دغـه ډول وېـره به د موډرنیزم او دیني فـوڼـډامینټالیزم په مینځ کې ټکر راولاړ وي ؟
کله چې انسانان له خپل تېر وخت نه ځانونه لرې وساتي، امکان لري چې د خالق/هسک څښتن سره به یې علاقه ټکنۍ شي؟ خو که خلک غواړي چې په هسک څښتن عقیده ولري،باید ټکنالوجي وېــجاړه کړي!؟

آیا اوسنی انسان په ډاګه ویلی شي چې دین د پرمختګ غـلیم دی؟ ایا زما په کړکیچو(ماته ګوډه) عـقیده، دا به روغه وي چې انسان باید د خپلې زمانې انسان وي؟ نن جومات، کلیسا او یا کوم بل عبادتـځای له ښار او کلي نه بـهر په غیرجسمي ډول په آُیـپـاد او آیـفـون کې پراته دي. خو هغه څه چې اوس په نړۍ کې د اورپکو(افراطیانو) له خوا د هسک څښن په نوم اجرا کېـږي، خلک له هـسک څښن نه لرې کوي؟.

Chris Stedman, Faitheist: How an Atheist Found Common .Ground with Religion. Beacon Press: October 2013

د ٣ دینونو د تاریخ لپاره ولولۍ د پخوانۍ راهبې کتاب
‏ Karen Armstrong, A History of God from Abraham to the Present: 4,000-year Quest for God. Ballantine Books, 1994

عیسی( ع)د موجود اوډېـرقوي دولت سره په ټکرکې و،او د دې وس یی نه لاره چې دولت جـوړ کړي او ویې چلوي. خو د هغه معـنوي او اخلاقي ویناګانواو سوله ییزواعمالود خلکو فکرونه روښانه کړل او د رومن امپراتورۍ ماڼۍ يې ولړزوله. د نوي انجیل له مخې د اسرائیلو دیني مشران دعیسی(ع) د وژنې مسئول وو(نوی انجیل: ماتیو٢۶: ٣تر ۴).خو حضرت مّحمد(ص)
(۵٧٠تر۶٣٢م)نه یواځې د هسک څښتن پیغام رسوونکی و، بلکې دولت جوړوونکې، واکمن او سیاستـپوه هم و. د سیکولریزم ګټه دا ده چې د انسان فکر او ذهن ته پاټک نه اچوي، بلکې اجازه ورکوي چې د کومې موضوع په اړه څیـړنه وکړي. انګریزانو په (١٩۴٧)کې پاکستان د کُمـپرادور(دلال)اسلامي دولت په شکل خلق کړ چې د افغانستان او پخواني شوروي-کمونیستي نظام په وړاندې اسلامي مورچل ونیسي. نن په پاکستان کې مسلمان او غیر مسلمان سیکولر دولت غواړي: غیرمسلمان پاکستانیان(عیسویان)سیکولر/غیردیني دولت غواړي ځکه چې تور پټکیزه، سور پټکیزه، شین پټکیزه ...او زیـړپټکیزه پاکستاني طالبان یې په عذابوي او وژني یی. پخپله زېـږېـدلي مسلمانان اوغیر دیني/سیکولر شوي پاکستانیان کله ناکله د پخواني متحد هیند) ِایــنـډیا(خوبونه ویني. د ِایـنډیا نوم له » ِایـنـدوس« )اباسین( نه اخیستل شوی دی. یانې د هیند اوافغانستان طبیعي/اصلي سیاسي پوله اباسین دی! اباسین دی مینځګړی...افغان دېـــخوا ِایـنـډیــااخوا! په برما کې مسلمانان یو کوچنی اقلیت دی چې «روهینګیا»نومیـږي. خو بودیست مولویان یې د کلک تعقیب لاندي نیسي. په افغانستان کې د مجاهدینو په راتګ سره هم په افغان سیکانو او هندوانو ظلم شوی و. په سیکولریزم کې نه یواځې دا چې دیني یا مذهبي لږیان د ازاد عبادت حق لري، بلکې سیکولر(غیردیني) هېـوادونه خپلو خلکو ته اجازه ورکوي چې دین ولري یا یې ونـلري. دغه شان په غیر دیني دولت کې داسې دین مجاز نه دی چې امتیاز ولري او/یا نور دینونه له دغه امتیاز نه محروم وساتي. په غیر دیني دولت کې د یوه دین مراسم په بل دین نشي تطبیق کېـدلی. لکه چې وینو، سیکولریزم باید د دین او دولت تر مینځ د تړون مقام ولري او هر اړخ باید د بل اړخ بریدونه په رسمیت وپېـژني.

ularism.org.uk

لا‎ندي دوه کتابونه هم د سیکولریزم او سلفي جهادیزم د بحث لپاره ګټور دي

Loren D. Lybarger, Identity & Religion in Palestine: The Struggle betweenIslamism and Secularism in the Occupied Territories (Princeton Studies inMuslim Politics) August 2012;Shiraz Maher, Salafi-Jihadism: The History of an Idea. .(Paperback (Penguin, 2017


د سیکولـریزم لومړی تعـریف
انګریز جیکوب هولیؤک دغه لفظ په ١٨۴۶زییز کې «د نظر یو شکل»وګڼلو چې »یواځې په داسې پوښتنو راچاپیردی چې موضوع یې د دې ژوند په تجربه امتحان کېدلی شي».دغه مفهوم په خپلواک - فکرۍ راچاپېردی. هغه د یو اجتماعي اصلاحات غوښتونکي په څېر په دې عقیده هم وچې حکومت دې اوس)په دې دنیا کې(دریځ ونیسي. د نوموړي مفکـر دغه ډول خاورینه )غــیردیني( فلسفه په دې خاورینه نړۍ کې د بـشـر د اړتـیاو په پوره کـولو راچاپېره وه، نه په بله(له مړینې وروسته) نړۍ کې. ولولئ

Jacob George Holyoake, Origin and Nature of Secularism. London: Watts & Co.,1896; Kathrine Ozment, Grace Without God: The Search for Meaning, Purpose, and Belonging in a Secular Age. Harper Wave: June 2016.

په امریکا هاروارډ ُ پوهنتون د عبادتــځای مشر په خپل لاندي کتاب)«بې
له خدایـه ښه») کې د اساما بن لادن او د امریکایي عیسوي مبلغ[جیری ل.]
فالوېـل په مینځ کې خپلې څپلۍ شلولې دی. د مبلغ فالویل ځوی او ناس{ د امریکې اوسنی ولسمشر دانلډ ترمپ په «جدي ډول»د انګلستان د پخواني صدراعظم وینسټن چرچل سره په تله (مقایسه) کړی دی ! دلیل داو چي چرچل په دوهمه نړیواله جګړه کې د جرمني د نـازیانو په ضد کلک ولاړ و،او دانــلـــډ ترمپ د ٢٠١۶ په دسمبر کې د کلیفورنیا ایالت په سن برنادیــنو سیمه کې د نړیوال جهادي ټرور د خطر په وړانـدې ولاړ و. ځوان مبلغ فالویل ویلي وو چې: که ډېـر امریکایان ټـوپک ولري، »موږ [امریکایان]به دغه مسلمانان ختم :کړو.« هغه وروسته توضیح کړه چې مطلب یې وسله وال مسلمانان وو. ولولي

Daniel Marans, “Jerry Falwell Jr. Seriously ComparedTrump to .( Winston Churchill”: (Huffington Post: August 8, 2016

په سویس او فرانسه کې د اخوان المسلمین یوه وتلې څېـره طارق رمضان
وایي: «سیکولریزم همدا اوس یو دین دی چې د ټولونورو دینونو په ضد دی.» خو سیکولریزم نه دین دی اونه په غیردولتي/شخصي چاپیریال کې د کوم دین په ضد دی. هغه مهم عناصر چې دین پرې ولاړ وي، په سیکولریزم کې نشته. دین لږترلږه په ٧ عناصرو ولاړ وي(۱)عـقیده په خدای، د محشر/قیامت ورځ، ملایک، سپېـڅلي کتابونه)تورات،انجیل،قرآن، ګرند...(. هندوان په څو خدایانو عقیده لري. (٢)دیني سازمانونه لري. (٣)دیني احساسات لري. (۴)
تشریفات، شعایر، آداب او مراسم لري. (۵)سمبولونه لري(اذان، ُدعا،
عبادت).(۶)فرقې لري )سني، شیعه، حنفي، حمبلي، وهابي ...احمدیه(. (٧)سپـېــڅلـي شـیان لري: بیت الله توره تيـږه/حجـر اسود، بــوتان، جوماتــونه،کلیسا ...درمسال
سیکولریزم د چا سره غلیمي نلري. یواځې دومره غواړي چې دین دې له دولت
نه بهر په ټولنه کې بوخت وي، نه د دولت په جوړښت کې. داسې برېـښي چې
په امریکا کې د هاروارډ پوهنتون مولوي او لیکوال(ګریګ ایـپــشتـاین)به په خـپل کتاب کې (بې له خــدایه ښـــه)، د امریکي د مشهــور عیسوي مبلغ او ددیني »آزاد پوهنتون« د رئیس (جیري لمن فالویـل(او د اساما بـن لادن دمفکورو په مینځ کې ګرځیدلی وي؟ خو د دوه (اسلامي او عیسوي)بنسټیانو د دریځینو له امله به یې د ځان لپاره روغه ګڼلې وي چې«بې له خدایه ښه»دی


‏Greg M. Epstein, Good Without God. Paperback, Reissue Edition: October 2010

..........فلسطینیان ټروریـسټـان وو او افـغـانان مجاهــدیـن؟ ..................
د امــریکې ولسمشـر جورج و. بـوش(جنوري ٢٠٠١ تر جنوري ٢٠٠٩) ویـلي وو چې د«ترهه ګرۍ په ضد جګړه»روانه ده. د دغې «شریرې»جګړې په وړاندې باید مقاومت وشي. خو بوش به دا هم ویل چې د ترهه ګرۍ په ضد جګړه د اسلام په ضد نه ده .امریکا د اسلام په ضد جګړه نه کوي،ځکه چي اسلام هــم د دوه نورو توحــیدي دیـنونو(یهودیت او عـیســویت)په شان بېـلا بېلي سیاسي، مفکوروي،عقیدوي اومذهبې څانګې لري. سړی ویلی شي چې د ترهه ګرۍ په ضد جګړه د عبادتي اسلام په ضد نه، بلکې دعسکري اسلام په ضد جګړه ده. عسکري اسلام چې د لویدیز له خوا تنظیم شو، د پخواني کمونیستي شوروي اتحاد ککرۍ یې وخوړه، او د امریکې خوله ورته ګوړې ګوړې شوه.
د لویدیزې نړۍ(په تېره د امریکې )مصرفګرایي(کنزومیریزم)،پانګوالي،او فـردیتـولي د اورپـکو(افراطي) مسلمانانو نه خوښېــږي، خو ښایي د لویدیزې نړۍ ټکنالوجي (خاصتا وسلې او طبي وسایل)خوند ورکوي. اورپکي مسلمانان په دې آند دي چې لویدیز قدرتونه په نړۍ کې د واحد اسلامي نظام د رامینځته کېدا په ضد دي. د ١٧ پېړۍ پورې عثماني امپراتورۍ د یورپ په وړاندې ساه وېـستلې شوه. خو سوکه سوکه د لودیز د ګړندي پرمختګ په وړاندې یې زمکـه له \سه ورکړه، او د لومړۍ نړۍ والې جګړې په پای کې یې امپراتوري رانسکـوره شوه (١٩١٩). اروپایي هېوادونو دخپلو ملي ګټو لپاره په افریقا او اسیا کې مستعمرې جوړې کړې او د هغوي ملي ګټو ته یې پاټک واچاوه. په ١٨٧٩ کې انګریزانو په افغانستان د ګندمک توافقنامه تحمیل کړه
،په ١٨٩٣ کې یې پرې د ډیـورند توافقنامه،او په دې ډول یې افغانستان کمزوری کړ. په دې ډول اسلامي نړۍ په پرله پسې ډول دغرب څـپـېـړې وخوړلې. د اسلامي نړۍ لپاره د لویـدیز ډېـره عذابونکې پرېکړه دا وه چې په ١٩۴٨ کې یې د اسرائیلو دولت رامنځته کړ، او بل شرموونکی واقـیعیت دا و چې د عرب پوځ متحدې جبهې د نوي اسرائیلي هېواد د لښکر په مقابل کې ماتې وخوړله. د لوېدیز هر اړخیز ډینامیزم او د اسلام دولتي-حکومتي رکود او پخواني خوبونه د یو بل سره اړخ نه لګوي. په غټه کچه دغه ډول ناکام حالت،ښایی مسلمانان دېـته هڅولي وي چې د پخواني برم په چغــه خپل پخوانی شعــور ټکور کړي او په نړیـوال اسلامستان پسې ملا وتړي

د ٩١١ بخولې(فاجعې) امریکې ته په «پَیرلهاربر» باندې
د دوهمې نړیوالې جګړې په مهال د جاپان حمله(٧ دسمبر ١٩۴١) ورپه زړه کړې وي. ولولئ

Janatan Schanzer, “At War with Whom?” (meforum.org
[Jun ]2017 ,1
د اسرائیلوپه ضد د فلسطینیانو «ترهه ګرۍ» ډېر پرمختګ ونکړ، ځکه چې واشنګټن د فلسطینیانو په مقابل کې، د اسرائیلو کلک پلوي و. خو د پخواني شوروي اتحاد په ضد د افغانانو د جهاد په شدت کې پانګه وال لویدیز(په تیره امریکي)غټ او منظم لاس لاره . افغانانو هم د اوږدې مودې کړیدلو فلسطیـنیانو په څېـر خپلواکي غـوښتله. خو فلسطینیانو د «ټـروریسستانو»ټاپه خوړلې وه او افغانان د عین لویدیز له خوا «مجاهدین» ګڼل کېدل!
ولسمشررانالډ ریګن(٢٠جنوری ١٩٨١تر٢٠جنوري ١٩٨٩) د افغان او عـرب مجاهـدینو رضاعي پلار و ،او د پاکستان استخباراتو ته یې د جهاد د پروژې اداره ورسپارلې وه. په ١٩٩٠زییـز کې ځیـنو ګـوتو په شمار افغان
مجاهدینو د صدام حسین په ضد د امریکې په جنګ کې برخه اخیستې وه چې سمبولیک ارزښت یې لاره په امریکا او اروپا کې د روڼ آنتیا(تنویر) پـېر، دېـته لاره هواره کړه چې ډېرعــیسویــان له خـــپلوپخـوانودینـي ارزښتــونــو نه سیکــولـر (غیردیني/دنیوي) ارزښتونو ته کډوال شي. په تنویر دوره کې دین
!په یوه شخصي موضوع واوښت. بې له روڼ آنـدتیا سیکولریزم ناشونی و .

دوام لري


وروستی ځل بدلون  ع کريم حليمي   په  ١   شنبه نومبر   17, 2019 7:51 pm   ورکړی دی  , د تغير شمېره   4
بېرته سر ته
د کارونکي عکس وښاياست شخصي پېغام وليږئ بريښناليک ولېږئ
ع کريم حليمي
ستوري
ستوري


دغړيتوب نېټه: 10 جنوري   2004
ليکنې: 2709
ځای: new york

ليکنهد ليکنې نېټه  :   شنبه   اکتوبر   26, 2019 1:12 am    عنوان   : Reply with quote

روڼ آنـدتـیـا(تـنویـر) انسـان د عـقـل لارې ته سیخ کــړ
روڼ آندتیا په علم، فلسفه، ټولنه او سیاست کې کوټلی بدلون راوست ، د نامعقولیت په تورتـم کې یې ډیوه ولګوله، اود خرافاتو، تعصب، او تبعیض بړستن یې وسېځله. انګریز ساینټـیسټ ایساک نیوټـن(١۶۴٣تر١٧٠٧ز) په ١۶٨۶ کې «د ریاضـیاتـو اصول» راووېـستــل. بل انګرېز جان gک درې کالونه وروسته «د بشر د پوهـېدا کتاب» راوېست. دغو دوه اثارو د روڼ آندتیا(تنویر دورې) د پرمختیا لپاره الر هواره کړه. نږدې سل کالونه وروسته په ١٧٨۴ کې جرمن فیلسوف ِامانویل کانټ په خپله لیکنه (روڼ آندتیا څه ته وایي)کې د خپلې زمانې چغه لوړه کړه: «د پوهې زړه ورتیا ولره. زړه ورتیا ولره چې خپل استدلال عقل و کاروې! روڼ آندتیا له هغه ناممکـن نه راوتل دي چې انسان پکې ځان پخپله مقـصر ګڼلی وی. عـدم امکان/ناممکني هغه بې کفایتي ده چې بې د بل چا له لارښـوونې خپل عـقـل نشی کارولی....زړه
ورتیا ولره چې خپل عـقل وکاروې.»
Aufklaerung ist der Ausgang des Menschen aus seiner selbst“ verschuldeten Unmoeglichkeit. Unmoeglichkeit ist das Unvermoegen sich seines Verstandes ohne Leitung eines anderen zu bedienen....Habe Mut dich deines eigenen .( Verstandes zu bedienen.” Emmanuel Kant(1724-1804

د روڼ آندتیا دوهم پـړاو(١٧٧۶تر ١٨١۵ز) لومړی په ١٧٧۶کې د امریکې او ورپسې په ١٧٨٩کې دفرانسې انقلاب رامېنځ ته کړل استدلال د ړون آنـدتیا چورلیز(محور) جوړکړی و. د استدلال له لاري انسانان خپل چاپېــریال(کائنات) پـېـژني، د خپل ژوند شرایط تحلیلوي او د ځان په ګټه یې استعمالولی شي. یانې په دغه موده کې په منطق ولاړ انسانیت رامینځته شو

چې په پوهه، خپلواکۍ او خوښۍ راچاپېــر و. منطق، آزادي اوعلمي نظم( میتود) په دین (په ځانګړې ډول په کاتولیک کلیسا، سلطنتي او میراثي رژیمونو، او اشراف سالاریو) شکمن شوي وو. د دغې اکثریت-دښمنې ګړندۍ عملیې له ډکون نه لومړی د امریکې او ورپسې د فرانسې انقلابونه راولاړ شول. د روڼ آنـدتیا وتلې څـېـرې دا وې: فرانسوا ولټـېــر(١۶٩۴تر١٧٧٨)، جان لاک (١۶٣٢تر١٧٠۴)، ټامس هابس (١۵٨٨تر١۶٧٩)،ډیویډهــیوم(١٧١١تر١٧٧۶)، ټــامس جفـرسن (١٧۴٣تر ١٨٢۶) ، ژان ژاک روسو(١٧١٢تر١٧٧٨)، ادم سمیت(١٧٢٣تر١٧٩٠)، ایمانوېل کانـټ(١٧٢۴تر١٨٠۴) ، ګیورګ فریدریښ هــیګل(١٨٢٠تر١٨٩۴) ، کارل مارکـس (١٨١٨تر١٨٨٣) ، ګُـتفـریــد ایفرایم لیسینګ (١٧٢٩تر١٨٨١) ، او موزیس مېـندلزون( ١٧٢٩تر١٨٨۶) ، چې په جرمني کې په «یهوديسوقرات» مشهور و. جرمن مولوي یوهان فریدریـښ څـولنر خپل هـېـوادوال فیلسوف ایمانوېــل کنټ پوښتلی و چې روڼ آنــدتيـا(تنویر) څه ته وایي؟ کـنـټ داسې ورغبرګه کړه: «روڼ آنــدتیا په ځان د تحمـیل شوي عـدم بلـوغ څخه د بشر د نوعې آزادي ده.» په تنویر پېـر کې دین یوه شخصي موضوع ګڼل شوې وه، نه د عامه ژوند برخه. په لویدیزه نړۍ کې د تنویر دورې دېته لار هواره کړه چې ډېر عیسویان له
خپلو دیني ارزښتونو نه سیکولر(غیردیني) اررزښتونو ته کډوال شي

دوام لري
بېرته سر ته
د کارونکي عکس وښاياست شخصي پېغام وليږئ بريښناليک ولېږئ
ع کريم حليمي
ستوري
ستوري


دغړيتوب نېټه: 10 جنوري   2004
ليکنې: 2709
ځای: new york

ليکنهد ليکنې نېټه  : ١   شنبه اکتوبر   27, 2019 4:13 am    عنوان   : Reply with quote

George Friedman, “Europe, Islam and Radical Secularization,” Geopolitical Futures. ( 14 April 2016). Barbara Stollberg- Rilinger, Die Aufklaerung: Europa im 18. Jahrhundert. Reclams Universal-Bibliothek (August 2011).
انګریزمفکر جان لاک (١۶٣٢تر١٧٠۴) په خپل دوهم کتاب کې د
مجاز (قانوني،مشروع )حکومت اساساتو ته ګوته ونیوله: یو واکمن خپل
مشروعیت د خپلو هېوادوالانو(اتـباعو)لــه موافقې نه لاسته راوړي،او د حکومت وظیفه داده چې د خپل ولس طبیعي حقوق (ژوند، آزادي او ملکیت) وساتي. جان لاک د انسان اودولت اړیکو ته پاملرنه کړې ده، او انسان یې له طبیعي .حالت نه مسول حالت ته(د دولت سازۍ) حالت ته جګ کړی دی
Silvia Haehnel, Das Zeitalter der Aufklaerung: Glaube an die
Vernunft(Letzte Aktualisierung: 24-04-2017).



............................................ .انسانان ټـول بې له دیـنــه زېـږېـدلي​ دي

دین د عقایدو مجموعه ده چې د پخواني عـقـیده وال له خوا نوي غیردیني
انسان یا بل شان دیني انسان ته انتـقالېـږي او ماورای طبیعت ذات ته
منسوبېـږي. په ګـڼ کـلتوریـزه نړۍ او ګڼ کلتوریزه واکمنۍ کې باید واکمنان او د واکمنۍ موسـســې ځانونه له دې لرې وساتي چې د واکمنۍ نظام (دولت ) د کوم ځانګړي دین، عقیدې، مفکورې په خدمت کې استعمال کړي. د کمال مطلوب حکومت کارمندان باید د عقیدو(دیني یا غیر دیني) په اړه ناپیـیلی وي.هندي-امریکایي مسلمان ډاکتر فرید ذکریا لیکي چې: «زه یو مسلمان یم. خو د [دانلد]ترمپ نظریې ما منزجروي ځکه چې زه یو امریکایي یم.»ـ واشنګټن پوست، ١٠دسمبر٢٠١۶ اوستین کلین «دین د خلکو د افین په څېر» داسې توضیحوي: په ١٩ پېـړۍ
کې د دین په اړه د مارکس تحلیل او نیوکه د دینوالانو او بې دینوالانو خوا ډېر اقتباس شوي دي .خودډېرو سرپه دې نه دی خلاص مارکس نظر په کوم منظور راچاپېر و. علت یې دا دی چې لوستونکو د مارکس اقتصادي او ټولنیز تحلیل ته کره پام نه دی کړی. کله چې انسانان له
سمـسمـکۍ ابتدایي ټولنې نه راووتل او کرهـڼه او شخصي ملکیت یې پېل کړل، ورو په ورو د کار وېـش او د طبقو بېـلوالی رامینځته شول. دا جوړښت چې په قـدرت او ثروت ولاړ و، ټولنیز ټکر ته یې لار پرانیستله. دغه نوي واقعیت په پانګوالۍ (کپیټلیزم)کې لا ډېـرزور ومیند او د شتمنې طبقې او بېوزلي (کارګر) طبقې تر مینځ توپیر څرګند او سوکه سوکه کوټلي شو . دکارګرانوله کار نه اضافي ارزښت* راووت چې مفاد یا ګټه ورته ویل کېـږي
*) Mehrwert, Surplus
ماشین یو جسمي موجود دی چې د کار ګرانو د کار په قوه رامینځته شوی دی. د جرمن سیاسي مفکر او اقتصاد پوه کارل مارکس (١٨١٨تر١٨٨٣ز) په آنـد، غـوره (کمال مطلوب )اقـتصادي نظام باید د مساوي ارزښت** په تبادل وچلېـږي. خو کپیټلیزم په اضافي ارزښت(ګټه) خېټه اچوي. که څه هم د مارکس په مهال به کار ګرانو هره ورځ
١٢تر ١۴ equal value (** ګېڼټې کار کاوه او ماشومانو به هم په کارخانو کې کار کاوه! هغه مهال درې ګیڼټې کار ښایی د کارګر د کورنۍ ورځنی خرڅ پوره کاوه؛ د کارګر پاتی ٩تر١١ ګېڼـټې کار د پانګه وال (کپیټلیسټ) برخه ( اضافي اررزښت، ګټه) وه. دلته د مارکس سـمـسـمکۍ ټولــنې (کمونیزم ) دوه موخې لـرلې: (١)دغه تریخ واقعیت باید خلکو ته توضیح شي، او (٢ ) مظلومه (زیارکښه/کارګره ) طبقه پاڅون ته وهڅـوله شي. مارکس د جدي اقـتصاد پوه اوفـیلسوف په حیث
په فـلسفې شخــونــد نه واهـه، بلکې د خـپلـې مفکـــورې د پـلي کولو په لـټـه کې و. هـــغه ویـلي وو چـې: «فـیلسوفـانو نړۍ یواځې په بېــلا بېلو ډولونـو توضــیح کړې ده؛ خو مهمه دا ده چې بـدله یې کړې. «مارکس د کار وېـش او د طـبقـې وېـش ته کــلک پــام کاوه، او موجــود حالــت(سـتاتـــوسکــو) یې نــشـو زغـمــلی. مارکس نه یواځې د اقتصاد او عدالت کوټلې کوپـړۍ وه، بلکې د ټولنپوهنې (سوسیالوجي )یو مهم موسس شخصیت هم و. یو څوک چې ټــپي شي یا کلک درد ولري، درد ارامو نکې مادې (اپـیـن/تریاک )ته اړکېـږي. کارل مارکس لیکي چې: «دیــن د مظــلـومو خلکــو اسویلی دی، د بې رحمه نړۍ زړه دی، او د بې رحمه شرایطو روح. دا د خلکو اپین دی.»

دوام لري
بېرته سر ته
د کارونکي عکس وښاياست شخصي پېغام وليږئ بريښناليک ولېږئ
ع کريم حليمي
ستوري
ستوري


دغړيتوب نېټه: 10 جنوري   2004
ليکنې: 2709
ځای: new york

ليکنهد ليکنې نېټه  : ١   شنبه اکتوبر   27, 2019 9:08 pm    عنوان   : Reply with quote

هغه[دین] دولس اپین دي دولس د تخیلي بخت په ځیر د دین پای دهغه
د رښـتوني بخت دا غوښتنه ده . چي د خپل حالت تخیل پرېږدي . هغه غوښتنه ده چي یو داسي حالت چي تخیل ته اړتیا لري. دغه شان په دین نیوکه اصلا د زارۍ او ژړا نیوکه ده چې عظمت یې پخپله دین دی....دین یو تش/خیالي لمر دی چې په انسان تر هغه مهاله راتاوېـږي چې هغه په خپله ».په ځان نه راتاوېـږي
٢۵ کلن کارل مارکس په ١٨۴٣م کې د هیګل په حقوقي فلسفه نیوکه کړې وه: «وروسته له دې چې د حقیـقت هغه بله نړۍ ورکه شوې وي، دا هم د تاریخ وظیفه ده چې د دې نړۍ حقیقت خوندي کړي» مارکس وایي چې: «له یوې خوا دیني فلاکت د واقعي فلاکت اظهار دی او له بلې خوا د واقعي فلاکت په ضد اعتراض دی. دین د تنګ شوي کلتور اسوېـلی دی، د بې رحمه نړۍ احساس دی لکه څنګه چې د بې روحه حالت روح دی. هغه[دین] د ولس آپین دی. د ولس د تخیلي بخت په څېـر د دین پای د هغه د واقعي بخت غوښتنه ده. دا غوښتنه چې د خپل حالت تخیل پرېـږدي، هغه غوښتنه ده چې یو حالت پــرېـږدي کوم چې تخیل ته اړتیا لري. دغه شان په دین نیـوکه اصلا د زارۍ
او ژړا نیوکه ده چې عظمت يې پخپله دین دی.... دین یو خیالي لـــمر دی چې په انسان تر هغه وخته راچاپــېــر وي چې هغه [انسان] پخپـله په ځان نه راتاوېــږي.«
KARL MARX, ZUR KRITIK DER HEGELSCHEN RECHTSPHILOSOPHIE. EILEITUNG,1843
“Es ist also the Aufgabe der Geschichte, nachdem das Jenseits der Wahrheit verschwunden ist, die Wahrheit des Diesseits zu etablieren.” “Das religioese Elelnd ist in einem der Ausdrueck
des wirklichen Elendes und in eimen die Protestation gegen das wirkliche Elend. Die Religion ist der Seufzer der bedraengten
Kultur, das Gemuet einer herzlosen Welt, wie sie der Geist geistloser Zutstaende ist. Sie ist das Opium des Volkes. Die Aufhebung der Religion als des illusorischen Gluecks des Vokes ist die Forderung seines wirklichen Gluecks. Die Forderung, die Illusion ueber seinen Zustand aufzugeben , ist die Forderung, einen Zustand aufzugeben, der der Illusion bedarf. Die Kritik der Religion ist also im Keim die Kritik des Jammertales, dessen Heiligenschein die Religion ist....Die Religion ist nur die illusorische Sonne, die sich um den Menschen bewegt, solange er sich nicht um sich selbst bewegt.
داسې برېښي چې کارل مارکس د دین غلیم(دښمن) نه و. که دین مارکس ته کلک غلیم وای، نو هـغه به ډېروخت د دین په ضد مبارزه کړې وای! خو لکه چې وینو، مارکس کلک پام اقـتصادي، ټولنیزاوسیاسي جوړښت ته کړی و، ځکه چې د هغه په آنـد یې خلک د ظلم لاندې نــیـولي وو! ولولئ اوستین کلین، دین د خلکو د اپیــن په څـېــر(٢٠جون ٢٠١٧).
هرڅومره چې انسان د بالغ او روڼ-فکره بشریت پـړاو ته جګېـږي، امکان لري چې د دین مقام نوکې ټکنی شي؟ خو دا چې دیـن د مظلومو او بې وزلـو انسانانو په ملاتړکي ودرېـږي . په برتانوي هیند کې دیوبنـد مدرسه د سپاهیانو له پاڅون (١٨۵٧تر١٨۵٨ )نه تقریبا لس کالونه وروسته په ١٨۶٧ز کې جوړه شوې وه. عبدالرحیم پوپلزی (درانی پښتون ١٨٩٠تر١٩۴۴) چې له دیوبنـد نه فارغ شوی و، او بری لیک یې د شیخ الـهـیند نه په حـدیثو کې لاسته راوړې و، پېـښور ته په ١٩١٢ز کې راستون شو. پـوپـلـزی د مارکسـیزم د مفکورې د اغـیز لاندې راغلی و او په خپل ټول ژوند کې د «مارکسـیـست مولانا» په نوم یادېـده. عـبدالـرحیم پـوپـلزي خپله امــپریالیستي-ضـد مفکوره له مولانا عبدالله سیندي(١٨٧٢تر ١٩۴۴ز) او مولانا حسین احمد مـداني (١٨٧٩تر١٩۵٧) نه زده کړې وه.
Celebrities of NWFP Peshawar: Pakistan Study Centre.University of Peshawar.2005

دوام لري
بېرته سر ته
د کارونکي عکس وښاياست شخصي پېغام وليږئ بريښناليک ولېږئ
ع کريم حليمي
ستوري
ستوري


دغړيتوب نېټه: 10 جنوري   2004
ليکنې: 2709
ځای: new york

ليکنهد ليکنې نېټه  : ١   شنبه اکتوبر   27, 2019 10:12 pm    عنوان   : Reply with quote

د دیـوبـنـد د مشـهـورې دیــنې مـدرسې نــامتـومسلمان فارغانو د مارکسیزم/ کمونیزم سره جوړجاړی لاره، ځکه چې دغه مفکوره د استعمار او استـثمار سره په ټکر کې وه او د خپلواکې سـمسـمکۍ (مساوات طلبې)ټولنې په رامـینځته کولو راچاپـېـره وه. مارکسیـست مولانا عـبدالـرحیم پوپلـزی په١٩٣٠ز کې ، په پـښـورکې د قصه خوانـې بازار په پاڅون کې ونیول شو او د انګرېـزانو له خوا ټول ټال نږدې نـهـه کالونه زنداني شوی و.
لکـه په لـر افغانستان کې چې د بـاچاخان فخرافغان بې تاوه پاڅون (دعدم تشدد مبارزه) راووتله، په \تین امریکا کې «آزادوونکي الهیات» لیبریشن تیالوجي(د کاتولیک عیسویانو له خوا راووتل او د امریکې په کاتولیکانویې هم اغیزوکړ. د پـيرو رومن کاتولیک مولوي ګوستافو ګوتـېـرېـز د(آزادوونکوالهیاتو) مخکښ شو. هغه په دې پسې ملاوتړله چې په نړۍ کې ولسونه له بـېـوسۍ او ظلم نه راوباسي. باچاخان فخرافغان هم د «خــدایي خــدمتګار»خوځښت راووېـست چې په بې تاوه پاڅون (عدم تشدد) چلېـده او ناپوهۍ ته یې د پوهې مورچل نیـولی و. لاندې به دواړه عدالت او مساوات غوښتونکي خوځښتونه وڅېــړ.

....................... (الف) باچا خان د ناپوهۍ تورتم ته د پوهـې ډيـوه ولګــولــه

باچاخان فخر افغان د خپل وخت بایزید روښان پير و(١۵٢۵ـ ١۵٨١=٩٠٣تر ۹۶۰ ) روښان پيـر په دې پسې ملاتړلې وه چې د ولس په ذهـن کې دیـن روښان کړي. له دې امله یې خوځښت هم «روښاني» و ګڼل شو. باچاخان د پښتون – افغان د ملت سازۍ په ډګر کې د سیاسي، کلتوري، اصلاحاتي او علمي غورځنګ په هسک (اسمان) کې هغه لمر و چې بې تاوه پاڅون(عدم تشدد) یې د خپل هیواد د لرغوني چوکاټ لپاره روغ ګڼلو. هغه غوښتل چې پښتون-افغان د روزلي ملت مقام ته جګ کړي، د خپل مشرتابه په غوره کولو کې یې سترګه ورکړي، روڼ آنـدی یې کړي او د پوهې او عـدالت د سیالانوپه لړ کي و دروي! فخر افغان به خپل ولس په دې پوهولو چي باچا نه غواړو ،عـدالت اود ملت خدمتګارغـواړ. فخر افغان وایي: «که پوره وي، که سپوره وي په شریکه به وي.» هغه له زور نه کار نه اخیست او له همدې امله یې له «طبقاتي ټکـر» نه هم ځان لرې ساته. باچاخان «انجمن اصلاح الافاغنه» جوړ کړ، «افغان جرګه» یې جوړه کړه
چې «پښتون» رساله خپره کړي(١٩٢٨کې)، «خدایۍ خدمتګار» خوځښت یي په پښو ودراوه ،اودجومات،ښوونځي(مدرسې) اودېـرې(هوجرې) ټلوالهیي جوړه کړه . لوړبابا(باچاخان) دمیروېس نیکه لار خپه کړیوه هغه په دې آند و چې « په خدمت کې اختلاف نه راځي، اختلاف د خودغرضۍ نه پیدا کـیـږي.« باچاخان چې به کوم سازمان جوړ کړ، د هغه مشري به یې ملګرو ته ور سـپارله. خو پلوریتاریات، ملاتاریات، طالب تاریات او د ٢٠٠١ز له اکتوبر راهیسې ډالرتاریات هر یو په غیرله خپل قدرت نه د ملت پروا نه ساتله. باچاخان فخرافغان د دیني مدرسو او رښتینو دیني عالمانو سره ښې اړیکې پالـلې، په دې دلیل چې هغه د اسلام سره مینه لـرله او د دیـني عـالمانو د پـوهې په قــدر پوهـیدلـو. فخر افغان د خـپلې ژبې (پښتو) په درناوي کې ولاړ و: «چاته چې خپله ژبه سپکه شي هغه سپک شي، څوک چې خپله ژبه هیـره کړي هغه ورک شي.»[وګورئ د افغانستان صفوي مزاجه دربار او د دغه دربار ادارې ته، او پرتله یې کړئ د پښتون باچاخان د ملنګۍ سره!] ځیرکیار. د باچاخان په ابتکار د «انجمن اصلاح الافاغنه« په انتظام سره ٨٧ اصلاحي جرګې او آزادې مدرسې (ښوونځي) په لـر افغانستان/ پښتونخوا کې رامنځته شوې. د فخرافغان دوره د پـښتـنو په تـاریخ کې د روڼ آنـدتـیا(تنویر) دوره وه: مشاعرې، ډرامې، مدرسې، بحثونه، انـتـقادونه... او په سړه سینه جوابونه د سرلـوړي باچا خان د لـوړ شعـور پیـرزوینې وې! لوی ښووانـد عبدالحۍ حبیبي د «پـښتون» مجلې په اړه داسې بـډېـره کړې وه: » د خدایي خدمتګار رسمي ترجمان یوه پښتو مجله وه چې د اتمانزو [د فخرافغان له کلي] څخه په پښتوخپرېده. دې مجلې پښتو ادب ته ډېـرښه خدمتونه وکړل. په پښتو کې د ساده نثـرلیکـنو او اصلاحي او سیاسي شعــر لیکلو َور[دړه دروازه]یې پرانیست او ځینې اصلاحي ډرامې یې هم په پښتو ادب کې زیاتې کړې. د دې مجلې په لیکلو کې په خپله [باچاخان] یو بهترین ساده لیکونکی او سیاسي او اصلاحي لیکوال ګڼل کیـږي چې علاوه پر سیاسي تاریخ د پـښتو په ادبي تاریخ کې مهم ځای لري.«[باچاخان د پښتنو د کلتور او عـقیدې کوټلی استازی و او د دغه واقـیعیت په مټ د خپل ولس په زړه کې دېره شوی وو] - ځیرکیار

استاد اصف صمـیم چې د کـره پـښتو غمخور پولیس دی، «پښتـون»مجله داسې ارزولې ده:« پښتون مجله د پښتون صحافـت، پښتون ثـقافـت او قامي سیاست په اسمان کې د هغه ځلاند ستـوري نـوم دی چې پـلوشې یې د یـوه ستـر پښتون او ریـښتیني انسان د افکارو له لمره خپـرې دي.« باچاخان فخر افغان به دغه مجله چا ته وړیا نه ورکوله. ښووانـد م ّحمد صادق ژړک په خپل کتاب (جنوري ٢٠١٢ چاپ) کې کاږي چې «پښتون » رسالې علاقمندان لـرل او په پیسو به یې رانیوله. ژړک زموږ پام را ګرځوي چې: «اوس که موږ و ننني پرمختللي دور ته وګورو او خپل چاپیریال په نظر کې وساتو، نو په لـر او بـر افغان وطن کې د پښتو ژبې یوه داسې رساله یا اخبار نشته چې د هغه تیراژ دې شل زره وي.« ژړک د «پښتون» مجلې درې غټو ځانګړتیاو ته زموږ پـام راګرځوي: « یو داچې دا مجله له یوې بـاڼـډې [د باچاخان له کلـي اتمانزو] څخه را وتله. بله دا چې د شل زرو په تیزاژ کې چاپـیدله، او دریمه ځانګړتیا یې داوه چې دغه مجله په پښتو ژبه کې چاپیدله.« ښوواند ژړک زیاتوي چې لوړ بابا فخر افغان ته » د ژبې ارزښت َجوت [څرګند]و چې یوقام په پردۍ ژبه کې پـرمختګ نه شي کولای.« باچاخان لومړی افغان دی چي په ١٩٢٨ کې یې «پښتون» مجله په پښتو ژبه خپره کړه او په ټول افغانستان (لـر او بـر افغانستان) کې « د پښتـو ژورنـالـیزم د پلار ویاړيې وګاټه.« فخرافغان په پـیل کې د «پـښتون»مجلې مسئول و. بـاچـاخان چې د لیکـوال او شاعـر عـبدالخالق خلیـق ډرامه ولـیدله، نـو هغه ته یـې د «پـښتـون» مجلې مسئولیت ورپـه غـاړه کــړ.

دوام لري
بېرته سر ته
د کارونکي عکس وښاياست شخصي پېغام وليږئ بريښناليک ولېږئ
ع کريم حليمي
ستوري
ستوري


دغړيتوب نېټه: 10 جنوري   2004
ليکنې: 2709
ځای: new york

ليکنهد ليکنې نېټه  : ٤   شنبه   اکتوبر   30, 2019 2:34 am    عنوان   : Reply with quote

د بر افغانستان په کندهار کې په «طلوع افغان» اخبارکې هم پښتو ته برخه ورکړل شوې وه. تاریخپوه او لیکوال ښواند حبیب الله رفیع د «طلوع افغان» په اړه دا سې کاږي: » په هره ګڼه کې به د پـښتو نظم یا نثر خپـریده، خو په ١٣١٠[١٩٣١] کې یې پښتو نیمایي ته ورسیده او د ١٣١١ کال د وري له لومړۍ نیټې[٢١ مارچ ١٩٣٢= ١٣ ذولقاعده ١٣۵٠ ] څخه په پښتو خپور شو« او په بر افغانستان کې یې »د پښتو د لومړنۍ بشپـړې خپرونې ویاړ وګاټه. « دلته وینو چې د لوړ بابا« پښتون» مجله له پښتو شوي «طلوع افغان» نه، څلور کالونه مشره ده . زه ځیرکیارد ښواند محمد صادق ژړک دریځ روغ ګڼم چې د ټول افغانستان(لر او بر افغانستان) ادبیات له یو بله بیل نکړو. یو ورځ ژړک ته د هغه «نزدې ملګري» نعیم آزاد داسې ویلي وو: »يوه مذهبي فرقه ده چې که هغوی ته څوک ووایی چي خدای یو دی نوهغوی په دې خوابدوي چې تاسې ته دغه پوښته ولې درپیدا شوه چې خدای یو دی.
« د باچاخان دېته پام و ، چي یو ملت بې له تعلیم او زده کړي پر مختګ نسي کولی په پښتنو ناپـوهي کي ناپوهي ( جهالت)ډېره برلاسې وه په کوم کلي کې به چې لومړنی (پرایمري)ښوونځې هغه ته به ملایانو مورچل نیولی و باچاخان کاږي چي : پیـرنګیانو د هندوستان د خلکو لپاره ښه ښوونځي جوړ کړي وو او لومړنۍ زده کــړې به د زده کونکو په مورنۍ ژبه کې کید لې. خو د پښتنو په سیمه کې یې لږ شمیر، «تش په نامه» او په ټـیټه درجه ښوونځي جوړکړي وو، او هلته به یې زده کړه په «پـردۍ ژبه» کې ورښودله. سربیره په دې، ملایان یې «ورپسې لمسولي وو چې که دا [پښتون ] قوم تعلیم وکړي، ستاسو قـدر به کم شي او بازار به مو سوړ شي .« ملایانو به تبلیغ کاوه »چې پښتو دوزخي ژبه ده او په دوږخ کي به پښتو ویلی شي «. لوړبابا زیاتوي چي د ملا صاحب څه هیچا دا پوښتنه نه کوله چې هلکه ته د دوزخه کله راغلی یې او کوم دوزخي دا خبرې تاته رسولې دي. ملایانو به دا هم ویل چې څوک د مدرسې سبق وایي نو اووه پیـړۍ یې په دوزخ کې کيـږي او دا سندره به یې ویله«: سبق د مدرسې وایي د پاره د پیسې وایي ...جنت کې به یې ځای نه وي په دوزخ کې به ګسې وهي
باچا خان فخر افغان په خپل کتاب(٢٠٠٨/لمریز١٣٨٧) کې د یوه ملا کیسه خوندي کړې ده چې په «چترالي ملا »یې شهرت لاره (چترال د باچاخان د کلي اتمانزو په میره کې یوه باڼډه وه(. چترالی ملا د ښوونځیـو سره ټکر لاره : »نو زه راغلی یم د ده [باچاخان] سره فیصله کول غواړم چې په کتاب راسره فیصله که په توپک ؟« باچاخان ور غبرګه کړه چي ته ښه پوهېږې چه زه د توپک کار نه کوم ، او دغلته چي ته اتمانزو ته ځې ، زما یو تربور دی چي محمد خان یې نوم دی هغه ته د توپک نوم واخله ، نو په خپل ځان به پوه شې چې ته څومره سړی یې.« باچا خان چترالي ملا ته ور زیاته کړه:»ملا صاحب علم خدای او رسول په موږ مسلمانانو فرض کړی دی او چې تاسو خلګ د دې انګرېزي مدرسو نه منع کوئ نو په کار دي چي هغو له په خپله خو د تعلیم انتظام وکړئ. نو چې تاسو هم ورله څه انتظام نه کوئ او موږ هم د دوی د خدمت نه منع کوئ نو د دې قام دې خدای مل شي.«فخرا فغان وړاندې ځي»:موږ بې همتو او خودغرضه خانانو،ملایانو او بابا ګانو تیارې ته کینولي یو، ځکه خو زموږ د قام دا حال شو. که چیرې دا کارونه په تش کُف او چُف، وظیفو او دعا ګانو کیدلی شوی نو زموږ خپل رسول(ص)به دومره کړاوونه ولې کول، دومره قربانۍ یې ورکولې، تکلیفونه او مصیبتونه به یې تیرول، خو د جماعت په ګوټ کي به ناست و ، دعا به یې کوله ، د هغه په شان دعا د چاکېدی شوه ؟« فخر افغان زیاتوي چې: »زموږ د سکولونو [ښوونځیو، مدرسو] مخالفت ملایانو شروع کړو او ویل به یې چې په دې کې اردو ویل کیـږي. اردو یوه بهانه وه، ګڼې د جوماتونو نه زموږ په سکولونو کې دیني تعلیم هم زیات و او هم په ښه طریقه و او هم ورسره دیني تربیه وه. دوی[مخالفوملایان ] د لمونځ معنی چا ته ښودلې نه ده، او مونږ په زرګونو بچو ته د لمانځه معنی ورزده کړې ده .... د اسلام خو د علم د حاصلولو غرض و، که دا ملایان رښتیا په علم مین وي نو دوی به زمونږ ملاتړ کړی وی.( د باچاخان د کتاب ۶٣ تـر۶۵ مخـونه.
فخر افغان باچاخان بې تاوه پاڅون («عدم تشـدد»)غوره کړی و .
ویل به یې چي چې «د عدم تشـدد سړی یم،خپل حق چا ته نه پرېـږدم، خو د نورو انسانانو وینې هم نه بـیوم.
بېرته سر ته
د کارونکي عکس وښاياست شخصي پېغام وليږئ بريښناليک ولېږئ
ع کريم حليمي
ستوري
ستوري


دغړيتوب نېټه: 10 جنوري   2004
ليکنې: 2709
ځای: new york

ليکنهد ليکنې نېټه  : جمعه   نومبر   01, 2019 12:09 am    عنوان   : Reply with quote

باچا خان او یو څو ملګري یي چیرته تلل ، په لار کي طالب کاکا نومي سړي څاروی څرل . پاچا خان به خپل کار پخپله کولو . هغه له کوهي نه اوبه راووېـستلې چې خپله وچه ډوډۍ پرې له مرۍ تـیره کړي. طالب کا کا پوښتنه وکړه چې دا سړی څوک دی؟ یـو تن ورغبرګه کړه چې باچا خان دی، د پښتنو مشر دی. خو فخر افغان ورتـه وویل چې »نه بچـیه! زه د پـښتـنو مـشـر نه یـم زه سـتاسې خـادم یـم.«باچا به چې د خلکو د اصلاح لپاره دورې کولې، د بې وزله ملګرو په کورونو کې به یې شپه تـیروله، »او له دې پرته به یې په جوماتونو کې له طالبانو سره شپې کولې.« فخرافغان به ویل چې: » که پوره وي که سپوره وي په شریکه به وي.« باچاخان ساده او بې تکلیفه ژوند غوره ګنلی و:محمد صادق ژړک داسې کاږي: فخر افغان چې به ژوند کښې »هر ځای تـلی نو د ډوډۍ پر وخت به یې له ځانه سره تر ٣[درې] کسانو زیات نه پـرېـښوول، ده دا کار ځکه کاوه چې دی پر خلکو بوج نه شي او دغه ډوډۍ به يي هم دخوار غریب او بزګر کره خوړل او یا به يي په یو جومات کښي طالبانو سره شپه کوله.« د باچا خان په میلمستیا به غریبان ملګري زیات خوشحاله وو. هغه په دې چې لومړی خو ده د خانانو او سرمایه دارانو پر ځای غـریبانو ته ارزښت ورکاوه، دوهم داچې د ده او ٣ ملګرو خدمت د هرچا د وس خبره وه. یو ځل له کـوټـې[کویټې ښار] څخه غـوڅکۍ (زیارت) ته له ملګرو سره په دوره تللی و. هلته په ریسټ هاوس (هوټل)استراحت ځای[ کې د شپې بندوبست شوی و.« خو باچاخان نه غوښتل چې هـلته ورشي. ملګرو ته یې ویلي وو چې »زه په دې جومات کښې له طالبانو سره شپه کوم. تاسې ریسټ هاوس ته لاړ شی (فخر افغان چې ) په جومات کښې له طالبانو سره شپه تـیره کړې وه، سهار یـو طالب ګوره له کومه ځایه لـږ بیسکټ ورته برابر کړي وو او چای سره یې ورته ایښي وو.« خو باچا خان »ورته وویل چې طالبه! ته په بیسکټ باندې چا اموخته کړی«. هغه ورغبـرګه کړه چې بابا »دا مې تاله راوړل موږ بیسکټ چیرې خورو.« بیا باچاخان » هلته ښه نصیحت ورته کړی
و ، چې له دې څیزونو څخه ځانـونه ساتئ«. د باچاخان په نظام کې د خان، غریب،... میا او م: توپیـر ځای نلري. باچاخان لیکي چې: د ملت مشر به هغه سړی وي چې »نیک او ایماندار او د قوم او ملک خیر خواه وي. تکلیفونه اوقـربانۍ او ډېر خدمت يي د کام او ملک کړی وي او چي د دې مشرۍ اهلیت او پوهه هم پکې وي. زموږ حکومت به د جماعت تابع وي. جماعت به د حکومت تابع وي، بادشاهي خراب شی دی.... که چیرې نن یو باچا ښه هم وي، نو سبا به یې زوی پاچا وي. نو څوک ویلی شي چې ګوندې هغه به هم ښه وي.... دا ملک زموږ د ټولو پښتنو دی، نو موږ یو سړی نه خان کوو. زمونږ به کوشش دا وي چې ټـول خانان کړو او داسې حکومت به جوړوو چې هغه کې مساوات وي او د ټولو خلکو پکې یوشان خیر او فایده وي. که پوره وي او که سپوره وي په شریکه به وي، امن وي، انصاف وي. زمونږ به د ټول قوم یوه جرګه وي او د هغوي ]قوم/ملت[ په خوښه به یو صـدر[ پریـزیډنټ= ولسمشر]وي.« ولولئ د ژړک کتاب باچا خان آته لقبونه لرل. لقبونه عموما د علمي، دولتي او بشري – کلتوري موسسو له خوا وتلو او غښتلو شخصیتونو ته ورکول کیـږي. په لـر افغانستان کي وتلی او غښتلی شخصیت عبدالغفار خان ته آته لقبونه د ولس ورکړل شوي دي ځکه چې هغه «د ولس په زړونو باچاهي کوي.» عبدالغفار خان په خپل کتاب (زما ژوند او جد وجهد،٢٠٠٨) کې خپل لقب (باچاخان) داسې توضیحوي : یـوه شپه د ډوډۍ د خوړلو په مهال یې د ډُول کړنګا واورېدله. ډڼډورچي به په جګ غـږ ویل چې سبا به د حاجي صاحب په جومات (عیدګاه)کې د «رولټ اکټ»په ضد جلسه وي[ رولټ اکټ یا قانون په ١٩١٩ کې انګریزانو په هند کې د خپل
قدرت د زیاتولو لپاره راوېستلی و او د هند خلکو به ورته «تورقانون» ویلو] عبدالغفار خان په دې نه پوهیده چې جلسه چا رابللې وه. سبا یې ځان همغه جومات ته ورساوه . خو د جلسې اعلان د هغه کلي محمد اکرم خان د مردان مرستیال ولسوال انګریز سره و . عبدالغفار خان لیکي چي « د جلسې نوم د کلي خلګو نه و اوریدلی دا ورته یو عجیب څیز ښکارېدو ډېر خلګ ورته » ورغلل . د کلي اکثرو غټانو او ملایانو پکې ګډون کړی و. عبد الغفار خان جګ شو او خلکو ته یې وړاندیـز وکړ چې «په دغه شان جرګـو کې د صدارت ضرورت وي.». یعنې یو مشر سړی دې د جلسې صـدر (مشر یا تنظیموونکی»وي خلګو پخپله عبدالغفار خان دصدر په څېر غوره کړ . عبدالغفار خان لیکي چي «عام خلګ د صدر په معنی نه پوهېدل ». هغویدا اوازه »خوره کړه چې زه د پښتنو باچا شوم.« عبدالغفارخان کاږي چې تر دغې غوڼډې را وروسته دی »په باچاخان مشهور شو.« محمد صادق ژړک کاږي چې د باچا خان لقب »په پښتو شاعرۍ کې بیخي زیات راغلی دی.« په لـر افغانستان کې له استاد رحـمت شاه سـایل نه واورئ:
چې عظمت ته یې د غـیرو سترګې برېښي
هـر پښتون دې باچاخان غـوندې بد نام شي
د لوړ بابا ( عبدالغفار خان ) دوهم لقب «فخر افغان » و .
ژړک کاږي چې باچا خان «په درسته افغاني نړۍ کې لومړنی انسان دی چې د فخر افغان لقب ورکړل شوی دی.» باچا خان په خپل کتاب (۲۰۰۸، مخ ٣٠٣)کې کاږي چې دی «درې کاله» زنداني شوی و. ژړک د «فخرافغان» لقب په اړه
د رحمت شاه سایل له کتاب (د باچاخان د افکارو معنوي تصویرونه، دسمبر٢٠١٠)نه دا اقـتباس راخیستی دی:
«چې باچاخان د جیل نه راتلو نو د انجمن[اصلاح الافاغنه]خلکو یې دومره تود هرکلی وکړو چې د هغه بیمار هـډوکي هـډوکي وجود له یې په زرګونو ساګانې ورکړې. هغه ته د انجمن خلکو جلسه جوړه کړه او دومره خلک ورته راغله چې شمار یې هم ممکن نه وو.... په دغه جلسه کښې د خپل قام غیرتي او ننګیالو پښتنو ورته د فخـر افغان د لقب پګړۍ په سر کړه دا وړه پیرزوینه نه وه. دا د پښتون د شپـږو زرو کالو په تاریخ کښې وړمبی د یو قوم له خوا داسې پیرزوینه وه چې د بل چا په نصیب شوې نه وه. خو باچا خان په دغه لږه موده کې د خپل قـد او قامت نه هم دومره لوړشوی وو، چې دغه لوی او عظیم اعزاز هم پورې وړوکی ښکارېـدو او دا هم عجیب تصور دی چې تر دغه وخته پورې یو دغسې اعزاز ته په کروړونو پښتو[پښتنو]کښې او ډېرو لویولویو پښتنو کښې هم داسې سر نه ښکارېدو چې دغه اعـزاز پرې ښکلی او مناسب ښکاره شوی وای.« پخپله له باچاخان نه هم واورئ: »انجمن اصلاح الافاغنه [له زندان نه] زما د راتلو په خوشحالۍ کې د یوې لویې جلسې انتظام وکړو او د ټـولې [شمال غـربي سرحدي] صوبې خلکو ته یې د شرکت د پاره دعوت نامې ولـيـږلې. د جلسې په ورځ په زرګونو خلک په ډېر شوق او مینه محبت شریک شو. په اتمانزو کې د ټول قوم یوه عظیم الشانه لویه جلسه وشوه چې په هغې کې ماله د قوم د طرف نه یو سپاسنامه )وېلکم ادریس( راکړی شوه. یو تغمه او جوبه هم د قوم د طرف نه راکړی شوه او بله داچې د ټول قوم له طرف نه یې ماله د فخرافغان خطاب راکړو.»

نور بیا
بېرته سر ته
د کارونکي عکس وښاياست شخصي پېغام وليږئ بريښناليک ولېږئ
ع کريم حليمي
ستوري
ستوري


دغړيتوب نېټه: 10 جنوري   2004
ليکنې: 2709
ځای: new york

ليکنهد ليکنې نېټه  :   شنبه   نومبر   02, 2019 1:41 am    عنوان   : Reply with quote

مولانا ابو کلام آزاد (١٨٨٨تر ١٩۵٨) په مکه کې زیـږیدلې و. موریې عـربه مسلمانه او پلار یې هندي مسلمان و. ازاد چې دیني عالم او خپلواکي دوست شخصیت و، د هند په خپلواکۍ کې یې روغ رول لوبولی و او د باچاخان سره «ډېـر نږدې پاتی شوی» و او په «ګډه یې د افغان او هند په آزادۍ کښې مبارزه کړې» وه. هغه عبدالغفار خان په «فخر اشیا» نازولی و. په دې اړه استاد عبد الروف بینوا په خپل «پښتونستان» نومې کتاب (۱۳۳۰ لمرز = ١٩۵١زییز)کې کاږي چې عبدالغفار خان ته جواهـر لال نهرو د «فخـر هند» لـقب ورکړی و او مولانا ابوکلام آزاد ورته «فخر اشیا»۰باچا خان لومړی افغان و چې هندیانو یې نه یواځې د خپل مشر په څـیر درناوی کاوه، بلکې د هغه له بـرکته یې د افغانانو سره ټولې پخوانۍ تربګنۍ پرېښودلې.[په زییز ١٩۴٧ کې د جواهـر لال نهرو په ابتکار، د هند نوم (اینډیا) له «اینډوس» یعنې اباسین نه راووت. د ټـول افغانستان طبعي پوله هم اباسین دی. زما په فکر، که باچاخان مسلمان نه وای، ډېـر پخـوا به ورته د سولې جایزه ورکړل شوې وای![ -ځیرکیار. د هـند ډېـر خلک با چـا خان تـه درنـاوی کوي او «د سـرحـد ګانـدي» یې ګڼي. باچا خان په «سرتور بابا» هم مشهور شوی و، ځکه هغه به هرچیرې سـرتور سر تللو. هغه مبارزه هم په سرتور سرکـوله، ځکـه هغـه پـښتون و او د خـپل کلـتوري نظام (پښتونولۍ ) په اصولو پـوهـیدلو. په سرتور سر خلک بخښل کیـږي، ځکه چې سرتور سر د ننواتې ممثل دی. خلکو به باچاخان ته «سرتور بابا» هم ویلو. دغه مطلب ته فارغ بخاري په خپل کتاب )«باچا خان»(کې په اردو ژبه ګوته نیولې ده، او پښتو ژباړه ېی محمد صادق ژړک کړې ده:»تاسو به هـر وخت په سرتور سرګرځـیدلاست ځـکه مو په سرتور بابا شهرت وموند.« له محمد امین ملنګ جان نه هم واوری

زلمو تیار شی چــې ناکام نه شــو...... ډېـر دي نـژدې د امتحان وخـتــونــه ستاسو پهغم کې خان پټکی نه تړي... تـیـرشوو سرتـوردباچاخان وختونه
وختونـه د باچاخان نږدې شاعر ملګري او وتلي خدایي خدمتګار شاد محمد میـږي هم د باچا خان سـرتور سر ته پام کړی دی
تا له راغلی باچا خان غازي سرتور دی .... بلوڅ او پښتون وروردی لـږ پام وکړه پښتونه
یوه ښادي او یو یې غم او یو یې کور دی ..... بلوڅ او پښتون ورور دی لږ پام وکړه پښتونه
ځینې پښتانه جګ او دنګ ته «لوړ» هم وایي، ځکه خو به هغوی باچا خان «لوړبابا» باله. د خیبر- پښتونخوا « زیات خلک» باچا خان ته لوړ بابا وایي. فارغ بخاری هـم په اردو ژبه په خپل کتاب کې باچا خان « لمبې قدوالا» (لوړبابا)ګڼلی دی. په هند کې د دیوبند مدرسې له خوا باچا خان ته د «رئیس الاحرار» (د ازادي غوښتونکو مشر) لقب ورکړل شوی و. «په ځانګړې توګه دیني علما یې هـر ځای د رئیس الاحرار په نامه یادوي.» د ژړک کتاب ولولی ملنګ جان یو بې وزلی خو تیـز فکری او په شعـور غښتلی شاعر و. د ١٩٩۴ کال د پسرلي لومړۍ ورځې وې. د امریکې له یو بل ایالت نه راته زما د ښونځي د مهال سرښوونکي ارواښاد سیداګل غـریب یار ټلفون وکړ. موږ دواړه ډېـر خوښ شو چې د یو بل سره مو تماس رامنځته شو. استاد غریب یار راته زیاته کړه چي د محمد امین ملنګ جان «د مشر ورور محمد ایوب زوم یم » د ملنګ جان د شعرونو یوه ټولګه یي راولېږله او د چاپ لګښت یي و مانه ۰ د استاد په هیله مي د ملنګ جان د شاعرۍ په اړه یو کتابګوټی ولیکه ۰ ډاکتر ضامن مومند او ډاکتر عبدالقیوم مومند هر یو راته د ملنګ جان د اشعارو بیلابېل چاپونه راولیږل ما دغه کتابونه ولوستل او په ۹۶ مخونو کي مي تنظیم کړل د ټایپ او چاپ چارې یي ډاکتر عبدالقیوم مومند په غاړه واخستلې په کتابګوټي استاد غریب یار سریزه و لیکله. ما کتابګـوټی باچا خان فخر افغان ته ډالۍ کړ او ننتوځ مې پرې ولیکه. د پوهاند محمد حسن کاکړ او استاددقدرت الله حداد درنې تبصرې هم پکې خوندي شوې. محمد امین ملنګ جان غښتلی ولسي شاعـر و. ملنګ جان په ځوانۍ کې نالوستی پا تی شو. وروسته یې ساده لیک او لوست دومره زده کړل چې خپل شعرونه پکې خوندي کړي. ښوواند عبد الله بختاني [خدمتګار] لیکلي وو چې ملنګ جان په شپـږ ورځو کې «دومره د پښتوخط یاد کړ چې خپل اشعار په خپل خط لیکي او د پښتو رسم خط یي په طبیعي صورت هغه رسم خط دی چې نن سبا د بلوچستان خان عبدالصمدخان یې پیشنهاد کوي یعنې هغه عربي او فارسي لغات چې پښتو سره ګډ شوي دي په هغو حروفو لیکي چې پښتانه تلفظ ورباندې کوي. مثلا د (اعتراض) په ځای (اتراز)، د (میراث) په ځای (میراس) د (خطر) په ځای (ختر) او د (صیاد) په ځای ساد سیاد) لیکي.«ملنګ جان هغه ولسي شاعـرو چې شعـر یې ملي ډکـون لاره ! ملنګ جان ته ټول افغانستان او عبد الغفار خان(باچا خان فخر افغان) ډېـر ګران وو. د ملنګ جان «خوږو نغمو» به په موسیقي کې ملي اتڼ کاوه. په کابل ریډیو کې
دپښتونستان پروګرام او د خپلواکۍ جشنونه د ملنګ جان په خوږو نغمو
سمسور وو

دوام لري
بېرته سر ته
د کارونکي عکس وښاياست شخصي پېغام وليږئ بريښناليک ولېږئ
ع کريم حليمي
ستوري
ستوري


دغړيتوب نېټه: 10 جنوري   2004
ليکنې: 2709
ځای: new york

ليکنهد ليکنې نېټه  : ٢   شنبه   نومبر   04, 2019 2:32 am    عنوان   : Reply with quote

د لعـل پاچا ازمون په زیار، د ملنګ جان د «خوږو نغمو»په دریم چاپ کې (لیندۍ ١٣٧٠ هجري لمریز= دسمبر ١٩٩١ زییز) د نورو دوه چاپونو په کچه ډېر شعرونه خوندي شوي دي او د غټو ملي څیرو نومونه پکې ذکر شوي دي: عبدالغفارخان او دواړه لقبونه(باچاخان او فخرافغان) یې ټول ٣٣ (درې دېـرش ) ځلې، خوشحال خان بابا ١٩(نولس) ځلې ، عبد الصمد خان ٩ (نهه) ځلې، میروېس نیکه ٨(آته) ځلې، احمد شاه بابا ٧ (اووه) ځلې....! ملنګ جان ولې په خپلو خوږو نغمو کې عبدالغفار خان او د هغه دواړه لقبونو(باچاخان او فخرافغان) ته له بل هرچانه زیات درناوی ښودلی دی!؟ بې وزله، ځورېدلي، بـندي شوي،نوکر شوي، او د تعلیم ارمانجن ملنګ جان خپل ارمانونه د عبد الغفار خان باچا خان په سیاست کې تصور کولی شول. باچاخان د خپلې مبارزې په اوږدو کې تعـلیمي، ادبي، اصلاحاتي، استدلالي ،عدالتي او سیاسي کلتوري را منځته کړ . دباچاخان ځامن عالمان او مبارزان وو ۰ باچاخان به غـوڼډې(کنفرانسونه) او ښوونځي جوړول؛ ډرامې او مشاعرې به یې جوړولې چې نالوستي (بې سواده) پښتانه پکې زده کړه او بحث وکړي، دلیلونه وړاندې کړي، او د تربورولۍ او تربګنۍ په ځای د سولې او جوړې لار غوره کړي. باچاخان په دې پوهیده چې د پښتنو غټ غلیم تاوتریخوالي (تـشـدد) د دوی په ذهـن کې جاله جوړه کړې ده. له دې امله باچاخان خپل ملت عدم تشدد او بحث ته راباله. باچاخان په دې پوهیده چې د ټولنې پرمختګ عصري علومو او د هغـوی استعمال (ټکنالوجۍ) ته اړتیا لري او د دغې عملیې بریالیتوب په تش لاس ناشونی کار دی! د باچا خان سیاست په خپلواکۍ ، ساده ژوند، عـدم تشـدد،احترام، مساواتو، عقلانیت او سوله یـيزه هـمژونـدتیا ولاړ و. باچا خان به پښتنو ته ویل: ان الله لا یغیر ما بقوم حتی یغیروا ما بانفسهـم(الایه ): هـسک څښتن په یو قوم کې بدلون نه راولي تر څو دوی په خپلو ځانونو کې د بـدلون اراده ونـکړي فخرافغان خپل پیغامونه نورمحمد تره کي، ببرک کارمل او دهیند مشرې اندیرا ګاندي ته وړاندې کړي وو: باچاخان د ١٩۶۶ د اپریل په ٢١ (۱ثور ۱۳۴۵لمریز) افغانستان د خلکو دموکراتیک ګوند غوڼډې ته ورغلی و. هلته یې د ښکیلاک په ضد د «خدایي خدمتګـار) او د لـر افغانستان
(پښتونخوا) د افغانانو په مبارزه او د ټول افغانستان د قومونو په ورورولۍ رڼا واچوله. د ١٩٧٨ د اپرېل په١٧(٨ ثور ١٣۵٧) د خلکو د ګوند د پرچمي برخې مهم مفکر عسکر ووژل شو. باچاخان د افغانستان د جمهوري نظام « د ممانعت باوجود» د میر اکبر خیبر په فاتحه کې د ګډون لپاره له جلال آباد نه کابل ته راورسید

د ١٩٨٢زییز د مارچ په شپـږمه (١۵ کب ١٣۶٠=١٠ جمادی الاول ١۴٠٢) د هند د هغه مهال صدراعظمې اندیرا ګاندي د خپل سفیر دیکیشت له لاري، د کابل په عسکري روغتون کې د درملنې لاندي نیول شوي باچاخان ته د روغتیا هیله ورلیـږلی وه. د مننې سره باچاخان خپل پیغام اندیرا ګاندي ته د دغه سفیـر له لاري ور ليـږه: « ما تـا ته په څرګنده ژبه تشریح کړل چې ټول افغانان د کمیونستانو په ضد دي. ما تا ته هم ویلي دي چې په افغانستان کې هیڅ وخت کمونیزم حاکم کیدای نشي. ته د [جواهر لال ] نهرو لور یې او هم دي ګاندي جي او د هغه د ملګرو سره ژوند کړی ، ته ما ته د لور په شان یې. په افغانستان کې ماشومان، ښځې او سړي مري، تـه په خپل زړه کې هـیڅ رحم نلـرې؟ ... ته ډېـر څه کولی شې، ما له تا وغوښتل چې د [شوروي اتحاد د سکـرتري جنرل:١٩٨٢-١٩۶٢]بریـژنف سره زما په کتنه کې مرستهوکړه. ما [ببرک]کارمل ته هم دغه غوښتنه وړاندې کړه خو هغه بخښنه وغوښـتله. ته باید په دې اړه یو څه وکړې. زه باید بریژنف ته ووایم ٫٫ په افغانستان باندې رحم وکړه.[٬٬]. که ده زما خبره وانه ورېدله نو بیا به په نورو لارو چارو باندې فکر وکړم تر څـو د خپلو خلکو هم افغانانو او هم پښتنو، مشکلات حـل کړم.« ولولئ د سید عـثمان سنجش کتاب. ښایي ډاکتر یحی وردګ دغه معلومات له دې کتاب نه لاسته راوړي وي

Rajmohan Gandhi, Ghafar Khan: Nonvolent Badshah of the Pakhtuns. Viking (India), 2004

دوام لري
بېرته سر ته
د کارونکي عکس وښاياست شخصي پېغام وليږئ بريښناليک ولېږئ
ع کريم حليمي
ستوري
ستوري


دغړيتوب نېټه: 10 جنوري   2004
ليکنې: 2709
ځای: new york

ليکنهد ليکنې نېټه  : ٣   شنبه   نومبر   05, 2019 5:50 am    عنوان   : Reply with quote

باچاخان د خلکیانو مشر نورمحمد تره کي او د پرچمیانو مشـر ببرک کارمل ته هم لیکونه استولي وو، په لاندې ډول
دنورمحمدتره کي په نوم لیک
وروسته له القابو، دعا،سلام، نیکو هیلو او تعارفاتو!
لینن چه په روسیه کې انقلاب وکړ، نو په لومړیو ورځو کې یې د ...«
خپلو[خپلې]پارټۍ لیډران، د حکومت وزیران او ذمه وار کسان ځانته وروبلل، له هغوی نه یې جرګه جوړه کړه او ورته یې وویل: تر اوسه پورې دلته پادشاه ناست و او په دې ملک کښې شاهي نظام چلیده، هغوی له خلکو سره بد سلوک کاوه، خلکو د هغه تخته واړوله او اوس پرې بد وایي او زموږ او ستاسو په راتګ خوشحاله دي، نو موږ او تاسو باید د دې واقعې نه د عبرت درس واخلو. خلکو سره ښه وچلـیـږو، ورته خدمت وکړو او خوشحاله یې وساتو چه د تل لپاره زموږ تر شا ودرېـږي. خیال ساتل چې مونږ باید داسې و نه کړو چې خلک زمونږ د بد چلندۍ، ظلم اوستم په سبب بـیـرته د هماغو بادشاهانو په ارمان شي چه دا به هم زمونـږ او هم به د دې وطن لویه بـدبختي وي.نو تره کي صاحب! ته هم يوځل دا د خپلې پارټۍ لیډران او د حکومت لوی ذمه وار کسان ځانله وغواړه. هغوی ځان سره یو ځای کښیـنوه او دا د لینن خبره ورته وکړه چې ما درته وکړه او ورته وایه چه پام چه داسې بد کارونه، ظلمونه او
نارواوې و نه کړئ چې سبا به بیا هم تاسې پښیمانه یئ او هم به خلک بیرته د پادشاهانو او شاهي نظام په ارمان شي... « ولولی: سرمحقق عبدالله بختانی .خدمتګار، د باچا خان لیکونه، زییز٢٠٠٨کال
خدمتګار د ٢٠٠٨ چاپ په «یادونه او مننه»کې لیکلي دي چې: د باچا خان لیکونه، لومړی



[

خوشاله اوسې.» ته اوس هغه کارمل نه یې چې ما لیدلی وې].[ ستا خو د دې ملک سره ډېـره مینه وه، ډېـر محبت او همدردي دې وه، ته خو دې خپل ملک او قوم ته وګوره اباد شو او که بربادشو، په دنیا کې چې په هر ملک کې انقالب شوی دی یا کمونیزم راغلی دی هغه ملک اباد شوی دی، خو موږ پرې برباد شو، انقلاب بدلون ته وایي].[ دا انقلاب نه دی او نه کمونیزم دی].[ دا د دوو ډلـو په منځ کې جنګ دی یوې ډلې سره امریکا او بلې ډلې سره روس امداد کوي او د دواړو خواو نه تباه کـیـږو مـوږ، تا له په کار دي چې ته په دې مسله غور او فکر وکړې او علاج یې وسنجوې او د خپلې ډلې او قوم سره مشوره وکړې او دا مسله حل کړې. چې په دې وطن کې امن راشي، هم به ستا د نیک نامۍ سبب شي او هم به د قوم د ابادۍ او ترقۍ لپاره میدان هوار شي، که زما خبره دې و نه منله او وخت تیـر شي بیا به ارمان کوې....« وزیري د دغه اقتباس حواله
د ډاکترمحمد حسن کاکړ د مقالو د ټولګې په کتاب (٢٠٠٧)ورکړې ده: ډیورنډ د واحد ملت د بیلتون کرښه پــایـلــه:د عبدالغفار خان مشـهور پـه باچا خان او فخر افغان)١٨٩٠تر١٩٨٨( په ابتکار او سـرتیرتیا په لـر افغانستان کې په ١٩٢١ کې د »انجمن اصلاح الافاغنه« په نوم اصلاحي او تعلیمي ډله رامنځته کول، په پښتو ژبه د ازادو ښونځیـو جوړول او چلول، په پښتو ژبه »پـښتون« مجله(١٩٢٨) خپرول ، او د خپل ملت د سیاسي شعـور د پیاوړتیا او د ټولنیزو سمونونو د لا زیاتې غښتلتیا لپاره د «خدایي خـدمتګار» سازمان جوړول، او په بـر افغانستان کې محمود طرزي او باچا امان ا~ خان په دولتي میچـن کې د پښتو ژبې چلـن ته هڅـول(١٩٢٠) هغه واقعیتونه دي چې د دغه غریب پالونکي او عقل غوښتونکي فخر افغان ژور فکرونه، او د سولې او پـرمختـګ
لپاره د هغه د زړه تـنده منعکسوي. ملنګ باچا خان پښتون قوم له شعوري نابالغۍ نه راووېست. ملنګ باچاخان خپل قوم ته چې په نابالغۍ معتاد شوې و، د علم او عـقل ډیوه ور په لاس کړه او پښتون یې د مسئول او فکرمند انسان پـړاو ته جګ کړ. مفکر باچاخان پښتون له فکري تیار خورۍ نه راوویست او فکري خپلواکۍ ته یې سیخ کړ. د ملنګ باچاخان ژوند او کړاندو د پښتون د روڼ آنـدتیا ستنې جوړې کړې دي. باچا خان فخـر افغان د پښتنو د روڼ آندتیا موسس پلار و او په رښتیا خدایي خدمتګار و. باچاخان د کوزې خوا د افغان ملت لـپاره داسې سـیاسي نظام غـوره کړی و چې د خـپل ملت روحیه پکې خونـدي شــوې وه:

دوام لري
بېرته سر ته
د کارونکي عکس وښاياست شخصي پېغام وليږئ بريښناليک ولېږئ
مخکيني ليکنی وښاياست:   
نوې موضوع پېل کړئ   موضوع ته ځواب ورکړئ    tolafghan.com دفورم سر ته   -> اسلام، اسلامي شرعه او د اسلام تاریخ    ټول وختونه GMT دي
پاڼي ته لاړ شئ 1, 2  مخکي
پاڼه   1  ټولې پاڼې  2

ورټوپ کړه:  

تاسو په دې څانګه  کې ليکنې نشئ کولی
تاسو د دې څانګې ليکنو ته ځواب نشئ ليکلی
تاسو په دې څانګه کې خپلو ليکنو ته بدلون نشئ ورکولی
تاسو له دې څانګې څخه خپلې ليکنې ړنګولی نه شئ
تاسو د دې څانګې په ټولپوښتنه کې برخه نشئ اخستلی


Powered by phpBB © 2001 phpBB Group

Chronicles phpBB2 theme by Jakob Persson (http://www.eddingschronicles.com). Stone textures by Patty Herford.