د موضوعګانو سرپاڼه

د منتخب اسلامی جمهوريت بنسټونه او ارزښتونه

طالبانو انتخبات ګواښلي.

اتل
09.10.2018

اسلام علیکم، افغان مسلمان ولسه!
طالبانو په افغانستان کې د پارلماني ټاکنو د مخنیوي هوډ کړی
طالبانو راتلونکي پارلماني ټاکنې «یوه توطیه بللې، څو په راتلونکي کې بهرنی اشغال توجیه کړي.» طالبانو وبلي د پارلماني ټاکنو د مخنیوي له پاره به هر څه وکړي. طالبانو ویلي، دوی به هر هغه کس په نخښه کړي چې د دغې پروسې د بریالي کیدو هڅه کوي، په ځانګړې توګه افغان امنیتي ځواکونه.
طالبانو نه یوازې ټاکنې د اسلامي قانون پر ضد بللې، بلکې په خبره یې د افغانستان له ملي ګټو سره څرګنده په ټکر کې دي.
د سیاسي چارو شنونکی احمد سعیدي، په دې آند دی چې ټاکنې د طالبانو مهمه سیاسي ایدیالوژي ګواښي، کومه چې ټاکنې ردوي او پر وفادارۍ یا بیعت باندې ټینګار کوي.
=====
قدرمنو طالبانو!
الله تعالی پیغمیر صلی الله علیه وسلم ته امر کړی، چې له صحابه کرامو سره مشوره وکړه:
(وامرهم شورا بینهم)
د حضرت صلی الله علیه وسلم له رحلت څخه وروسته د رنو صحابه وو، د خلکو دمشر ،خلیفه او دپیغمر علیه السلام د جانشین د ټاکلو په اړه له شورا څخه کار اخیستی.
الله جل جلاله دې تاسې طالبانو ته اسلامي بصیرت در په برخه کړي.
آیا تاسې، داسې بیعت غواړۍ له ترورست ابوبکر بغدادي ته چې ستاسې پخوانیو طالبانو وکړ؟
https://www.dw.com/ps


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more