د موضوعګانو سرپاڼه

ټولنه او ټولنپوهنه

کچیري اسلام نه وای ؟

احمد مدثر
04.07.2018

کچیري اسلام نه وای ؟

قدرمندو لوستونکو! د اسلام سپیڅلی دین پر انسانانو او بالخصوص پر مسلمانانو او په ځانګړي توګه
پر مسلمانو ښځو باندی د الله ج له لوري لوۍ احسان دی نو لازمي ده چي موږ به خپلو اولادونو ته،او په ځانګړي ډول لوڼو ته اسلام ور زده کوو په دیني احکامو به یې پوهه وو ددی لپاره چي هره ماشومه انجلې، اوپیغله ښځه، دا و پیژني چي اسلام کوم شئ د دوې لپاره د ځان سره راوړی دی.

او ښځو ته دا په ذهن کي ورکول چي کچیري اسلام نه وای راغلی، او دا مسلمانه نه وای، ددي ژوند به څرنګه تیریدلای .
دا معلومه خبره ده چي اسلام نه وو د ښځو ژوند ډیر تریخ وو او هغه دوره د ښځو لپاره توره دوره بلل کیږي

قدرمندو لوستونکو!
اوس به ځیني هغه ناوړي کړني درته ذکر کړو چی د اسلام د راتګ نه مخکي د ښځو سره کیدلي.
او دا به ددې باعث شي چي ښځه خپل حیثیت په اسلامي منهج کي وپیژنې او اسلامي دود او رواج ته به ځان تسلیم کړي او همدا شان د غربي،او اوروپایی موډ او پیشین نه به ځان و ساتې.

• کچیري اسلام نه وای پلار به خپله لور د شرم او د فقر له وجهي ژوندې ښخولای لکه د جاهلیت په دوره کي

• کچیري اسلام نه وای د ښځو عزت او کرامت به پایمال شوی وای

• کچیري اسلام نه وای د ښځو څخه مینځیاني جوړي شوي وای او سړیو به خپلی ظالمانه پریکړي پري کولای

• کچیري اسلام نه وای ښځه به پلیده بلل کیدلای هیڅ ارزښت به یی نه در لودی او په ټولنه کي به قبیحه وای.

• کچیري اسلام نه وای خاوند به خپل د ښځي ساتنه نه کولای او ناوړه خلګ به ورته راتللای او هر څه چي به یی ورسره خوښه وای هغه به یی ورسره کولای.

• کچیري اسلام نه وای ښځه به جاهله وای او د علم د زده کړي لپاره به یی هیڅه لاره نه وای او د اسلامي تعلیم څخه به بي برخي وای.

• کچیري اسلام نه وای زوۍ به خپل د مور حق نه پیژندلای.

• کچیري اسلام نه وای .خدیجه، عائشه، فاطمه،او ام عماره رضی الله تعالی عنهن به نه وای .

• کچیري اسلام نه وای سړي به[ العیاذ بالله [د خپلي خور،یا مور،یا عمه،او یا خاله سره نکاح کولای نو نسبونه به ضائع شوي وای .

• او کچیري اسلام نه وای ښځي به د حیوانانو په ډول پلورل کیدلای لکه توره دوره چي پري شاهده ده.
البته اوس ځینو کسانانو د ښځو په مهریی تجارت شروع کړی دی او د ښځي مهر خپلو جیبونو ته ور اچوي او دا سراسر د ښځو په حق کي ظلم دی.

نو د اسلام د سپیڅلي دین په راتللو سره د ښځو هر رنګه حقوق محفوظ کړل سوه او ښځو په ټولنه کي اهمیت تر لاسه کړ او په ټوله جهان کي اسلام یو سپیڅلی بشري ساتندوۍ دی چي بشریت د اسلام په راتللو سره نوې ساه واخیستله..
راځئ مؤمنانو د رب ج شکر اداء کړو دا چي موږ ته یی زموږ پوره حق راکړ.

[الحمدلله علی نعمة الاسلام]

Re: کچیري اسلام نه وای ؟

Mazharee
23.11.2018

[quote:3ca76e017b="احمد مدثر"]کچیري اسلام نه وای ؟

[الحمدلله علی نعمة الاسلام][/quote:3ca76e017b]

یقینا همداسی ده مدثر صاحب!
الحمدلله علی نعمة الاسلام

OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more