د موضوعګانو سرپاڼه

د منتخب اسلامی جمهوريت بنسټونه او ارزښتونه

پدیده

Naeem sadat
18.04.2018

درونو دوستانو السلام علیکم

له څه مودی راهسی زه پدی لټه کښی وم چی د (پدیدی) د کلیمی لپاره په پښتو ژبه کښی بدیل را پیدا کړم . نو همعغه وو چی نوموړی بدیل می نوموړی کلیمی لپاره پیدا کړ او تاسو دوستانو ته یی وړاندی کوم .

د (پدیدی) کلیمه ښاغلی زیار له فارسی ژبی پښتو ژبی ته را ژباړلی چی ښاغلی زیار (ښکارنده ) ورته وایی . ستونزه داده چی (ښکارنده) د (پدیدی) د کلیمی تحط اللفظی ژباړنه ده او په پښتو ژبه هغه مفهوم نه افاده کوی کوم چی د (پدیدی ) کلیمه یی په فارسی ژبه کښی افاده کوی او دوهم نوموړی ژباړه د پښتو ژبی له قواعدو او نړی لید سره هم اړخ نه لګوی .نو په همدی خاطر ما وغوښتل چی د نوموړی کلیمی مفهوم په پښتو ژبه کښی راپیدا کړم .

لکه چی ما د (پدیدی ) کلیمه پخپله یوه لیکنه کښی د ابو سره تشبیه کړی وه . هغه دا چی( اوبه هسی یوه ماده ده چی نه رنګ لری او نه خوند ) همدا ډول په فارسی ژبه کښی د (پدیدی) کلیمه هم یوه داسی مفهوم ته ویل کیږی چی نه یی خوند معلوم وی او نه یی رنګ. یعنی دا ډول یوه شکل ته ویل کیږی چی هیڅ ډول کیفیت یی معلوم نه وی .او ویونکی یا هم لیکونکی یی کوښښ کوی چی نوموړی شکل تشریح کړی .

په فارسی ژبه کښی د (پدید امد ) څخه مطلب دادی چی یو شکل را ظاهر شو او دا را ظاهر شوی شکل بیا د پدیدی په اصطلاح کښی نوموړی شکل یو نامعلوم کیفیت دی . چی دیته موږ په پښتو ژبه کښی ( را څرګند شو ) وایو خو موږ په پښتو ژبه کښی لکه په فارسی ژبه کښی نشو کولای د (څرګنده) اصطلاح استعمال کړو نو په همدی خاطر موږ باید په پښتو ژبه کښی هغه څه څخه دا اصطلاح جوړه کړو کومی ته چی نوموړی اصطلاح اشاره کوی . او لکه مخکی چی ما وویل د (پدیدی ) اصطلاح په فارسی ژبه کښی یوه را ظاهر شوی (شکل) ته اشاره کوی او په پښتو ژبه کښی (شکل) ته (ډول ) ویل کیږی او ددی لپاره چی له نوموړی کلیمی څخه یوه اصطلاح جوړه کړو نو موږ باید نوموړی کلیمه له مذکر حالت څخه مونث حالت ته چی هغه (ډولنه ) ده واړوو . یعنی موږ باید د (پدیدی ) د اصطلاح پرځای په پښتو ژبه کښی د (ډولنی) اصطلاح استعمال کړو .

لکه موږ چی ویلی شو .دا داسی یوه (ډولنه) ده یا ویلی شو ددی (ډولنی) داسی یو خصلت دی او یاهم غیره و غیره

(پدیده) =(ډولنه)

مننه



ع کريم حليمي
19.04.2018

دروند گران (أغلي ) ورور سادات صاحب ، سلام او احترام په عرض رسوم
[quote:4b98aa0bc3]له څه مودی راهسی زه پدی لټه کښی وم چی د (پدیدی) د کلیمی لپاره په پښتو ژبه کښی بدیل را پیدا کړم . نو همعغه وو چی نوموړی بدیل می نوموړی کلیمی لپاره پیدا کړ او تاسو دوستانو ته یی وړاندی کوم . [/quote:4b98aa0bc3]

محترم سادات صاحب ! تر كوم حده چه تاسو پيژنم په ډېر دیانت سره دا ويلي سم چه تاسو خو پر علمي درجې سربېرہ د لوړ‎ استعداد څښتن ياست ۰

او زیار صاحب يو عالم شخصيت دی ، درجه د ډاکترئ لري ، اما په خپله رشته كي د استعداد خاوند نه دي

نه پوهيږ‎م چہ څہ پېښہ (پديده) شوه چہ تاسو د زیار صاحب مقام ته ځان راټیټ کړ‎

دابہ بہتره نوي ؟؟ چه تاسو پر پديدها طبيعي (طبيعي پيښي )، پر يوه سياسي پيښہ قانوني پيښہ ، اخلاقي پيښہ ، حربي پېښہ او پېښوو (پديدها)باندي بحث مطرح كړ‎ی ؟؟؟.

درنښت

د جواب نہ مخكي مخكي ، مننه درنه كوم


Naeem sadat
20.04.2018

محترم حلیمی صاحب او درنو دوستانو السلام علیکم

محترم حلیمی صاحب مننه ستاسی له پیرزوینی . خو زه فکر کوم چی زما درجه مو ډیره جګه کړی .

حلیمی صاحب ، که ستاسی مطلب داوی چی موږ د (پدیده) د کلیمی پر ځای د (پیښی ) کلیمه استعمال کړو نو دا نه سره برابریږی . ځکه چی د (پیښی ) کلیمه کیدای شی د ویونکی او یا هم د لیکونکی سره تړاوو ولری . د مثال په ډول کله چی ویونکی وایی ( ماته یوه داسی پیښه را پیښه شوه ) دلته ستونزه داده چی د نوموړی کلیمی حداقل یو کیفیت معلوم دی او داچی نوموړی (څه) ویونکی ته ناببره ورپیښ شوی . مهمه نه ده که هغه ښه یا بده پیښه وی خو د (ناببری) کیفیت یی معلوم دی .
او داچی د (پدیده) کلیمه چی لکه اوبه نه خوند لری او نه هم رنګ ، یعنی د نوموړی اصطلاح هیڅ ډول کیفیت نه ده معلوم او د ویونکی او یا هم لیکونکی سره هیڅ ډول تړاوو هم نلری . نو په همدی خاطر موږ د (پدیدی) د کلیمی پرځای د (پیښی) کلیمه نشو استعمالولی

مننه


Naeem sadat
20.04.2018

له بل پلوه که ستاسی یاده کړل شوی کلیمه (پیښه ) دریم جنسیت ته واړوو چی نه نارینه جنسیت وی او نه ښځینه جنسیت وی بلکی دریم جنسیت شی نو د (پیښنده) کلیمه ترینه جوړیږی . چی پدی صورت کښی بیا نوموړی کلیمه لکه اوبه بی کیفیته کیږی . د مثال په ډول که موږ داسی ووایو چی ( دا یوه داسی پیښنده ده ) یا (دا پیښنده ډیر مضره ده) یا ( دا زموږ په ټولنه کښی یو نوی پیښنده ده )یا (دا یوه سیاسی او فلسفی پیښنده ده ) یا (ددی پیښندی عواقب به ډیر خراب وی ) او یا هم (دا پیښنده د تاریخ په فلان پړاوو کښی راپیدا شوه ) . فکر کوم ستاسی خبره سمه ده حلیمی صاحب

د


Naeem sadat
20.04.2018

محترم حلیمی صاحب ددی خبری سره یوه پوښتنه راته پیدا شوه

هغه دا چی ستاسی له نظره دریم جنسیت څه شی دی ؟ ایا دریم جنسیت د دوو جنسیتونو د ګډیډو نتیجه ده ؟ او که دریم جنسیت د دوو جنسیتونو څخه مجزا یو مستقل جنسیت دی ؟

له ځواب څخه د مخه مننه


Naeem sadat
20.04.2018

محترم حلیمی صاحب ستاسی د پوښتنی په ځواب (چی څه راپیښه شوه چی ما د نوموړی کلیمی لپاره د بدیل په پیدا کولو په لټه کښی شوم) کښی غواړم چی ووایم
چی په افغانستان او خصوصاً د پښتنو په منځکښی هرڅه په ټیکداری بدل شوی . هره پیښنده خپل خاص ټیکدار لری چی د نوموړی پیښندی ټیکداری پر مخ وړی . تاسی یی دلته همدا کوچنی مثال لیدلای شی چی ښاغلی مجاور احمد زیار د پښتو ژبی د جوړولو ، بدلولو او ښایسته کولو ټیکدار دی . او د نوموړی د علمی کار بیلګه مو دلته ولیده چی څومره په ساده خبرو کی یی غلطی کړی (او یا هم ممکن قصداً ) او پښتو ژبی ته یی د اصطلاحاتو په جوړولو کښی څومره ناغیړی کړی . ستونزه دا نده چی ولی ښاغلی زیار دومره ساده اصطلاح هم غلطه جوړه کړی ځکه چی د نړی د ډیرو وتلو پوهانو څخه هم تیروتنی کیږی خو ستونزه دلته داده چی زموږ په هیواد او خصوصا د پښتنو په منځکی ټیکداری د بعضو کړیو لخوا پر خلکو تپل کیږی .او دا کار بیا مذهبی جنبه لری او معاصر شرک دی . مثلاً پښتنو ته دا ډول تبلیغ کیږی چی خپلو مشرانو ته د ( بابا ) لقب وکاروی . او پدی ډول نوموړو مشرانو ته تقدس ورکړی . یعنی یو نوی ماډل ،معاصر بت ورته جوړ کړی ځکه چی د بابا کلیمه تحت الشعوری په خلکو کښی د تقدس نښه ده ځکه چی پلار ته ویل کیږی . نو په همدی خاطر د نوموړو کړیو لخوا کوښښ کیږی چی نوموړی شرک زموږ په خلکو کښی خپور کړی . او دا ددی سبب کیږی چی زموږ خلګ له خپلی فکری ازادی څخه محروم شی او په هره برخه کښی د یو ټیکدار څښتنان شی . د سیاسی برخی خپل ټیکداران ، د فرهنګی برخی خپل ټیکداران ، او حتی د ژبی جوړولو خپل ټیکداران او ځوانان د نوموړو کړیو لخوا هڅول کیږی چی د نوموړو ټیکدارانو ثناخوانی وکړی . او بیا وروسته کله چی معلومه شی چی نوموړی ټول ټیکداران د مختلفو استخباراتو لخوا په افغان ملت تپل شوی وو وخت له وخته تیر وی او بیا نوموړی په شرک معتاد قوم د ځان لپاره د نویو بادارانو یا ټیکدارانو په لټه کښی وی . نو زه غواړم چی دویته ووایم چی که غواړی چی له دی بدبختیو ځانونه خلاص کړی نو لومړی باید خپل زړونه شرک څخه خلاص کړی او د هيڅ ډول ټیکدار ته تقدس ورنکړی ، له ملا نیولی تر قومی مشره او د قومی مشره نیولی بیا تر د ژبی جوړونکی پوری دا ټول ستاسی په شان انسانان دی او له ګنا خالی ندی او که چیری تاسی نوموړو ټیکدارانو ته تقدس ورکړی نو دا بیا تاسی په یوه ډیر درانده خوب ویده کوی او په هغه صورت کښی بیا تاسی تولید د فکر نشی کولای او تاسی به د یوه ازاد فکر څښتنان هیڅکله نه اوسی .دا د شرک ايډیالوژی زموږ هیواد ته له دوو خواوو راروانه ده چی یو د صفویانو او ایران لخوا او بل یی د پاکستان او هند څخه د سیکانو د تیالوژی څخه راننوزی . نو په همدی خاطر له خپل پلار او نیکه څخه پرته هیڅ چاته هیڅکله افتخاری د بابا لقب مه استعمالوی. سیکان خپلو مذهبی مشرانو ته د بابا لقب استعمالوی لکه بابا نانک ، ساهی بابا او داسی نور . نو موږ ته لازمه نه ده چی له سیکانو یا صفویانو شرک تقلید کړو

,



ع کريم حليمي
25.04.2018

ډېر معزز او دانشمند سادات صاحب ، السلام عليكم ورحمة الله

تاسو ہمېش هره پيښندہ او پيښندې ډېر ژور څیړ‎لي ، او روښانہ کړ‎ي

مخكي ما دامنل چه: دانش ړ‎نا دہ ، د علم په راتگ به ټولنه روښانه سي
او د ټولني خلگ به تور او سپين په ډېر آسانۍ سرہ بیل كړ‎ي ، اما ماته زما تجربې او احصایه دا راښیی چه ، نہ !! علم په تنهايي نسي کولی چه ټولنه دي روښانہ او رہنمائی كړ‎ي ، ولي چه : ښہ او بد تاريخ جبر دي او تكراريږ‎ي ، د افغان د خاوري وتاريخ ته چه گورم ، خورا بد تاريخ لري ، پس دغه نن چه پر موږ‎ تیریږ‎ی هم داسي مو پر انسابو تير شوي او تاريخ ئي په جبر پر موږ‎ تیروي ، او هم دا زموږ‎ كړ‎ہ وړ‎ہ به بيا زموږ‎ پر راتلونكو تكرار كيږ‎ي

دا لونګوټې زموږ‎ انسابو هم ورتړ‎لي دي ، دا د پنجاب د راجاګانو مذهب ٧ زره كاله زوړ‎ دی .

پرون ئي د رباني زوئ ته لنگوټہ ور وتړ‎ل ۰ پير خرافات مړ‎ سو ، هغه دی
زوٸ ته ئي لنكوټہ ور وتړ‎ل ، د پلار پر ځای کښناست

دا عرفي جهالت او شرعي جهالت به د علم او دانش په زور له منځه ولاړ‎ سي .

پوښتنه مي دا ده چه ددغه بد تاريخ (جهالت تاريخ )له جبري تكرار څہ ، پہ موږ‎ پسې راتلونکی نسل څرنګه ځان وژغوري ؟؟؟

درنښت



ع کريم حليمي
29.04.2018

ګران او دانشمند سادات صاحب او درنو لوستونكو
السلام عليكم ورحمة الله
محترم سادات صاحب ، د بابا د لقب په باب كي زه د ستر استاد بينوا صاحب نظر خوښوم او منم ، بینوا داسي ویلي او لیکلي وہ چه :
(په پښتنو کښي د بابا لقب یا
هغو شاهنشو ته ورکړ‎ي شوي دی چه د توري او توپک په زور ئې پښتنو ته ملکونه نیولي دي او یا هغو فقيرانو ته ورکړ‎ی شوی دی چه نه ئې توره نه ئې توپک او نه ئې زور و، خو د خبرو په سحر ئې د پښتنو د زړونو عالم تسخير کړ‎ی او د هر !! پښتانه ! ! د زړه په تخت ناست پاچهی ئې کړ‎ې ده لکه چه رحمان بابا وایي:
د پالنگ او د پيړ‎يۍحاجت ئې نشته
د یارانو نشستن د زړه په تخت دي

هر هغه سياستوال ، دانشمند ، ليكوال چه ښه مفيد تاريخ درلودنكي او د اكثريت ملت د محبوبيت نه بر خرداره وي ، بيابه هم د بابا لقب و چاته په آساني او آرزانه بيعه ور نه كړ‎م ، نه غواړ‎م چہ د تاريخ په اوږ‎دو کي سل ملي بابا ګان و لرو او د بابا لقب خپل طبيعي تقدس بایلوي
درنښت


Naeem sadat
23.05.2018

محترم حلیمی او درنو لوستونکو صاحب السلام علیکم ، الله ج دوکړی چی د روژی نیول درته اسانه وی

محترم حلیمی صاحب ،اوس زه وخت نلرم چی پدی باره کښی مفصل بحث وکړم ځکه چی ډیر مصروف یم . خو دومره ویلی شم چی د بابا په باره کښی زه له سره چاته د تقدس له ورکولو سره مخالف یم ځکه بغیر له انباوو څخه له ګناه څخه پاک انسانان نشته .

پاتی شوه د عنعنویت خبره چی تاسی پوښتنه کړی وی وه . پدی باره کښی زه د یوی لیکنی په جوړولو بوخت یم چی انشالله( شق القمر) به نومیږی . تر اوسه می وخت ندی پیدا کړی چی مکمله یی کړم یو څه فکری او یو څه تخنیکی کار ته ضرورت لری .

او هغه پورته چی تاسی د راجاګانو مذهب یاد کړی . دا فکر چی اساس یی عنعنویت دی اوس یواځی تر پنجابه منحصر ندی . د نوموړی مذهب ته ژمنی کړی په روسیه ، منځنی اسیا ، ایران ، افغانستان ، پاکستان او هند کښی ډیر زیات قدرت لری . همدا ډول په برطانیه او امریکا کښی هم ددوی قدرت شته.

که غواړی چی ددوی پر فکر ورننوځی او پوه شی چی دوی څه ډول فکر کوی او ددوی د فکر اساس څه دی ، ځکه چی دا جهالت د ابوجهل له جهالت سره توپیر لری د ابوجهل د جهالت اساس ضد وو خو ددوی د فکر اساس بل څه ده . اګرچی ددی دواړو جهالتونو هغه اخری اساس یی بیا هم یو دی .

ددوی یوه قصه د اشوک پاچا په باره کښی ده . وایی چی یوه ورځ اشوک د جګړی ډګر ته راغی او هلته یی په جګړه کښی په زرهاوو پراته مړی ولیدل نو له جګړی یی زړه تور شو او پدی لټه کښی شو چی په څه ډول د جګړی مخه باید ونیول شی .

دوهمه قصه یی زموږ په افغانستان کښی ده ، وایی چی د افغانستان په شمال کښی یو پاچا وو د ابراهیم درهم په نامه . قصه نقل کوی چی یوه ورځ نوموړی پاچا ښکار کاوه او په اس سپور د یوه اهو پسی زغلیده . وایی چی ناکهانه اهو ودرید او په ژبه ګویا شو او ابراهیم درهم ته یی وویل چی ( ته خدای د همدی لپاره پیدا کړی یی چی ما ښکار کړی ) ویل کیږی چی له هغی ورځی نوموړی پاچا پاچاهی پریښوده او ملنګ شو .

په دغو دوو قصو کښی ددوی د فکر اساسی ټکی رانغښتل شوی . انشالله بیا به زه په هغه لیکنه کښی چی ما پورته یاده کړه دا فکر په تفصیل سره تشریح کړم


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more