د موضوعګانو سرپاڼه

نړيوال ښکيلاک او د لرو بر افغان دازادۍ غورځنګ

داعش، یعنې د دین او دنیا دښمن.

اتل
05.04.2018

محترمو وروڼو، السلام علیکم!
د ننګرهار هسکې مېنې کې تېره ورځ هوايي بريد کې د ابوعلي د ډلې څلورداعش وژل شوي. طالبانو او داعشیانو په وړاندې د ننګرهار په ځېنو نا امنو علاقو کې
چاڼیزپوځي عملیات روان دي.
داعش چندي مسلمان تکفیرکوي، سړي وژني، ځوانان په زورجنګ ته بیایی، ښځو نه مینځې جوړوي، زبرزنا ورسره کوی، بیا یې خرڅوي. داعش په ننګرهار کې دسراج حقاني دډلې له خوا حمایه کیږي، ځکه چې دواړې ډلې په پاکستان کې دیوې واحدې منبیع نه تمویلیږي.
په درنښټ.
https://www.ka.com/pashto/archives/11617


lawangin
07.04.2018

هلکه اوس به په دالرو موړ شوی یې خوشې درواغ مه وایه !


اتل
10.04.2018

محترم لونګینه، السلام علیکم!
ډېر خوشاله یم چې بیا درسره مخامخ کیږم!
ورور جانه، تاسې خو تمام عمر دطالبانو داعیه پرمخ وړې ده. حال داچې داعش او طالبان اور او پنبه دي، یو د بل دښمنان دي. ما خو دلته د داعش جنایاتو ته ګوته نیولي، چې کاڼه او ړانده تول پوهیږي چې دا ډله نه دالله جل جلاله دقانون پابندي کوي، نه هم انساني حقوق پيژني. دطالبانو پرخلاف یې هم جهاد اعلان کړيدئ. داعش فقظ دسوټي زورپيژني، او قدرت ته د رسیدو په لار کې دهیڅ ډول جنایت نه مخ نه اړوي. زه پوه نشوم چې تاسې طالب یاستئ، که داعش، او که دواړه؟
په درنښت.


lawangin
01.05.2018

اتل خانه امریکایان خپل کورته ولیږۍ زمونږ اولس دې نه بمباروي !! داعش مونږ باسو او په خپله ورکيږي اعش د ایکایانو پروژه ده چې فاسده امریکا ورکه شي دداعش رپاړې به در وباسو

ژوندی د وي سپين بیرغ


اتل
08.06.2018

قدرمنه لونګینه، السلام علیکم!
راځه چې ښه ورته ځیر شو. که دطالبانو جنګ څپلې حالت پر اآفغانستان نوئ را نازل شوئ، داعش په افغانستان کې نه پیدا کیده. داعش ته خو هغه طالبان وراوښټي چې دجهاد په پلمه یې پیسې ګټلې. دعراق د تیلو دګټوخبر یې چې واورېد بغدادي ته یې بیعت وکړ.
رابه شو دامریکایانو دوتلو مسئلې ته. طالبانو ویل چې امریکایان دې ووزې، او یا دې دوتلو وخت وټاکې، بیا دصلحې خبرې کوو. امریايي پوځیان چې ووتل د اته زره پاتې نوروخت یې هم وټاکه چې یوکال ورویته وزي
نه دا چې طالبان خبرو ته حاضر نشول، بلکه جنګ ته یې زور ورکړ.
لونګین صاحب!
راڅه چې ځانونه دوکه نکړو، دا ومنو چې طالبان دصلحې او جنګ ددوام یا درولو صلاحیت نلري، بلکه کل اختیار دپاکستان د استخباتو جاسوس سراج حقاني دئ. سراج حقاني د همدې دپاره دطالبانو پر مشرتابه وتپل شو چې طالبان کنترول کړي. زه پوره ایمان لرم چې اکثریت طالبان صلح غواړي، او دملک نجات غواړي.
دوی خپل افغانیت او صداقت کړیدي.
په درناوي.
په مولا دې سپارم.


lawangin
10.06.2018

[quote:9263f5b6de="اتل"]قدرمنه لونګینه، السلام علیکم!
راځه چې ښه ورته ځیر شو. که دطالبانو جنګ څپلې حالت پر اآفغانستان نوئ را نازل شوئ، داعش په افغانستان کې نه پیدا کیده. داعش ته خو هغه طالبان وراوښټي چې دجهاد په پلمه یې پیسې ګټلې. دعراق د تیلو دګټوخبر یې چې واورېد بغدادي ته یې بیعت وکړ.
رابه شو دامریکایانو دوتلو مسئلې ته. طالبانو ویل چې امریکایان دې ووزې، او یا دې دوتلو وخت وټاکې، بیا دصلحې خبرې کوو. امریايي پوځیان چې ووتل د اته زره پاتې نوروخت یې هم وټاکه چې یوکال ورویته وزي
نه دا چې طالبان خبرو ته حاضر نشول، بلکه جنګ ته یې زور ورکړ.

لونګین صاحب!
راڅه چې ځانونه دوکه نکړو، دا ومنو چې طالبان دصلحې او جنګ ددوام یا درولو صلاحیت نلري، بلکه کل اختیار دپاکستان د استخباتو جاسوس سراج حقاني دئ. سراج حقاني د همدې دپاره دطالبانو پر مشرتابه وتپل شو چې طالبان کنترول کړي. زه پوره ایمان لرم چې اکثریت طالبان صلح غواړي، او دملک نجات غواړي.
دوی خپل افغانیت او صداقت کړیدي.
په درناوي.
په مولا دې سپارم.[/quote:9263f5b6de]

حتمي ندی اتل جانه چې ډیره پوهه ولرې خو ډيره لازمه ده چې صادق وه اوسې!!
داعش د امریکې پټه پروژه ده چې امریکایان یې پالي ! هغه برید چې په داخله وزارت شوی دی
د کابل د قومندان له خولې دوه نفره یې له باغ بالا څخه په امریکایې ټانکونو کې د حملې ځای ته
وړل شوي وو ! د پټو کامرو د فلم له عکاسي څخه او بل دا چې امریکایې ټانکونه افغانان نشي
کتلی !!
د هغو نورو نفرو حمله کونکیو جامي او اصلحي هم امریکایې وې !
کله یې چې د حملې مسئولیت داعش په غاړه واخیست نو امریکایې جنرال وویل چې نه نه داکار
د طالبانو او دحقاني د ډلې ده !! دا ځکه ، امریکا نه غواړي چې خپل ځان رسوا کړي !!


اتل
14.06.2018

محترمه لونګینه!
دطالبانو بې واکه مشر ملا هیبت الله دکمکې اختر په پیغام کې ویلي "ان شاءالله د هیواد راتلونکی به روښانه او له سولې او رفاه سره مل وي." ملا صاحب په نیت کط شک نشته، خو مخه یې د آی آيس آي اجنټ سراج حقاني ډپ کړېده. ملا منصور دخپل مرګ نه ۴۵ دقیقې مخکې دخپلې کورنۍ سره په تلفن کې وويل: "بیګا ته زما دمړینې تابیه ونیسئ. ما دسراج حقاني دپنجابي بادارانو هغه امرونه ندي منلي چې وايي دافغانستان زیربناوې تخریب کړه. زما ملګرو ته ووایاست چې احتیاط وکړي او دملک دتخریب اوامر ونه مني".

سیاسي مبصر رحمت الله نبیل وايي. "کله چې سراج حقاني دطالبانو دامارت مرستیال وټاکل شو، آی ایس آي په اورکزیو ايجنسۍ کې دتحریک طالبان پاکستان
له یوې ډلې سره دیوې معاملې په پایله کې د [داعش] په نوم یوه ترهګره ډله په ننګرهار کې رامنځ ته کړه او د [داعش خراسان] په پیاوړي کولو او لوی ښودلو کې یې له حقانی شبکې ډېره ګټه واخیسته. پدې اړه استخباراتي ادارو سره کره اسناد شته چې آی اېس آي حقاني شبکې ته لار ښونه وکړه چې په لویو ښارونو کې پر ترهګریزو بریدونو تمرکز وکړی، خو په هیڅ ډول ددغو بریدونو مسؤلیت په غاړه وانخلي. حتا په ځینې مواردو کې په ختبځو ولایتونو کې دحقاني شبکې ځینې قوماندانان هڅول کیږي چې په ننګرهار کې له داعش سره یوځای شی. څو لدې لارې، له یوې خوا داعش خراسان آی ايس آي له کنترول بهر دیوې نړیوالې ترهګرې پدیدې په توګه وښیي، له بلې خوا طالبان دملې وحدت حکومت د کمزورې له امله د داعش ځپلو او ګاونډیو هیوادونو کې د داعش د نفوذ دمخنیوي لپاره یوازېنئ ځواک په ګوته کړي. او لدې لارې طالبانو ته دګاونډیو هیوادونو دمرستې زمینه مساعده کړي.
په درنښټ.


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more