د موضوعګانو سرپاڼه

اسلام، اسلامي شرعه او د اسلام تاریخ

عيد الفصح به زمونږ‎ نوروز پیکه نه كړ‎ي


ع کريم حليمي
18.02.2018

سږ‎ نوی شمسي کال نوی کيږ‎ي ،افغانان هم لكه نور ملتونه د د نوروز ورځ د فرہنګ تر چتر لاندي لمانځي ، خو داسي پيښه ده چه نوروز او د مسيحيانو عيدالفصح هم د نوروز په ایامو کي د عيسويانو له خوا د مذهبي عقيدې له نظره لمانځل كيږ‎ي

زما مطلب له همدغه ليكني نه دا دی چه : چه عيد الفصح لمانځل او نوروز په هيڅ شکل د اشکالو مشابهات نه لري ، نوروز يو فرهنگي لمانځنه ده او عيد الفصح د عيسويت او ترسايانو او يهودو اخترونو د ورځو لمانځنه ده

البته مسلمانان د عيد الفصح له لمانځلو نہ منع سويدي ، اما د نوروز د ورځو له فرہنګي لمانځني نه ، ندي منع سوي

د نوي کال د رارسېدو نه مخكي مخكي تاسو ټول افغان ته مباركي وأيم (نوی کال مو نیکمرغه )
درنښت



ع کريم حليمي
19.02.2018

درنو او محترمو لوستونكو ، السلام عليكم او ښې هيلي
د هري جغرافيې انساني ټولني ځان ته سیاسي ، عنعناوي او مذهبي د خوښۍ ورځي لري او لمانځل ئې يو حق مسلم دی
اما ! موږ‎ لپاره د عيد المشركين " (عيد فصح عيسوي ) لمانځل د عقیدې سر ټکر او خطر دی
موږ‎ ته ئي عرفاً او شرعاً د لمانځلو حق نشته . عیسویان د نوروز په ورځو کښي عید الفصح د هگيو په رنگولو لمانځي چه دغه ئي عرفي شكل دی ، او عقيده ئې دادہ چه : عيسیٰ صلب سو او ووژل شو او پسله درو ورځو مرګ او مړ‎ني بيرته راژوندی شو
دا داسي يو اختر دی چه شخصاًعيسیٰ هم نه دی لمانځلی يعني دا اختر دعيسوي ملاُ له خوا جوړ‎ شوی لکہ کریسمس چه جرمن او د ألمان خلگو جوړ‎ کړ‎ی

په داسي حال كي كه يو مسلمان دا عقيدتاً ومني چه عيسى وژل سوی دی او بیا دوهم ځل راژوندئ شو ، نو مسلمان د كفر و دایرې ته ور ولوېدلی

راځم دې خبري ته چه نوروز هيځ مذهبي ريښه نه لري نه د عيسى او نه د موسی .
د مذهب او شريعت له نظره خو هیڅ وجه مشترک نه لري ، یوه وجه لري هغه داده چه نوروز او عيد المشركين (عيد الفصح ) په يو هفته كښي واقع کیږ‎ي

داچه شيخ الاسلام له ايران سره سياسي دښمني پالي ، نو دا چه داسي پېښہ دہ چه نوروز او د مشركينو اختر دواړ‎ہ په شمسي نظام په حساب كي درج دي هميشه به سره تقريبي يو ځای وي
نو له دغه حالت نه شيخ الاسلام سوء استفاده كوي
په مقابل كي څوک یا د پنځم مذهب لاري خلګ د یو مړ‎ہ او شہید په نامه كومه جنډہ پورته كوي ، د نرم مهارت له لاري مبارزه مو يو حق مسلم دی او د تاوده شكل مبارزه ناروا كړ‎نه ده

نوټ : بېله سعودي او افغانستان نه ، نور په ټول إسلامي او عربي هيوادونو كښي عيد الفصح د نوروز په ورځو کښي لمانځل کيږ‎ي د عیسوي مذهبو له خوا ، او په ايران كي ايرانيان يو اختر لري چه تاريخ ئي ۱۸ ذوالحجه تقویم قمری درج کړی ، چه دغه عيد غدر د شريعت له نظر مردود او بدعت دی

درنښت


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more