د موضوعګانو سرپاڼه

نړيوال ښکيلاک او د لرو بر افغان دازادۍ غورځنګ

عطاء محمد نور د ولسواكۍ د نظام او كوډونو سرہ اشنایي نه لري


ع کريم حليمي
24.12.2017

عطاء محمد نور د ولسواكۍ د نظام او كوډونو سرہ اشنایي نه لري :
په لوی لاس ئي ځان و بلا ته په پلاس وركړ‎ی ، او پخپله ئي ځان مجرم کړ‎ !

په ولسواكي نظامونو په دستور ملي عوام خلك د خبرو أزادي تر هغه حد پوري لري يعني د عمل تر سرحده أزادي لري په داسي انداز : چه د ازادۍ تر نامہ لاندي تشدد ته تشويق او بلنه او شعار ور نكړ‎ي

اما سياست وال او مأمورين بيا د چوكۍ پر سر چه ناست وي د بيان له ازادۍ محرم وي
د ازاد بيا حق نه لري تنها به په سياسي ژبه ږ‎غيږ‎ي او د سیاسي چوکۍ به مقدسه ساتي

ملي خلك كولی شي چه سرچوك و دريږ‎ي او نعرې او چغاري ووهي چه دا حكومت نړ‎وم او له منځه ئي وړ‎م ، اما د دولت ، او مرکزي حكومت سياست وال د حكومت د چپه كېدو تظاهر حق نه لري اما سياست وال او مامور كولي سي چه د اصلاحي ريفورم تر عنوان لاندي خبري او نظر څرګند کړ‎ي چه وظيفةً دا حق لري

عطامحمد نور اوس مجرم دی ?? . زما په نظر په دننه افغانستان كي داسي يو لايق او ښایسه وكيل مدافع وجود نه لري چه عطامحمد نور دي بي گناه ثابت كړ‎ي

درنښت



ع کريم حليمي
12.01.2018

درنو لوستونكو تاسو ته لمړ‎ئ سلام او احترام

د مځکي پر مخ په ولسواكي ټولنو کښي هيڅ فرد تر دستور او شریعت لوړ‎ نه بلل كيږ‎ي او نه به لوړ‎ سي تر قانون او شريعت

هر فرد چه له دستور نه سر لغړ‎وي جرم کوی ، داکه رئيس جمهور وي او كه سر كاتب وي

هر د دولت مأمور چه كوم امر يا فرمان صادر كړ‎ي ، فرمان بايد د قانون سره په ټکر کي نه وي يعني قانون به نه نقضوي مثلاً كه د ملك رئيس جمهور فرمان صادر كړ‎ي او فرمان ئي د قانون ياشرعت او يا له معروفو عنعناتو سرہ په ټکر کښي وي ،

د ټولني پر سړ‎یو او مأمورينو فرض اولازمه ده چه د رئيس جمهور له لاسه عرض وكي سترمحكمې ته ، او د ستري محكمې و فيصلې غاړ‎ہ کښيږ‎دي ، كه ستره محكمه مخالفه فيصله وكړ‎ہ پس نو د رئيس جمهور امر لغوه دئ او كه محكمه موافقه سوه له فرمان سره ، پس نو فرمان به عملي كيږ‎ي

محترم عطا نور صاحب ، تر دې لہ مخه چه بلوا گر كيږ‎ي لمړ‎ئ د د رئیس جمهور فرمان ستري محكمي ته واستوي او پر ارګ دي عرض وكړ‎ي کہ محكمه مخالفه سوه له ارگ سره
نو بيا به ارگ خپلي توف كړ‎ی ناړ‎ی اخلي و خولې تہ
او کہ سترہ محکمه موافقه سوه له ارگ سره پس نو فرمان به عملي كيږ‎ي

کہ لہ بلي هري لأري نه كار اخستل كيږ‎ي نو دا لار بہ توپک سالاري او بلوا بلل کیږ‎ی
او بلوا جرم دی او جرم جزا لري

درنښت



ع کريم حليمي
24.03.2018

درنو لوستونكو سلامونه او ښې ہيلي !
آغا عطاء محمد نور د بلخ پخواني والي پسله ډېر پورته او كښتہ کېدلو بيا هم خلع سو او چوكۍ ئې تحویل کړ‎ہ ! چه دا يو ښہ کار ګڼل کیږ‎ي

کلہ چہ ئې چوکۍ تحویل کولہ نو دا ئې ويل چہ د ارګ سرہ و توافق تہ ورسېدلو .

اوس نو محترم عطاءمحمد نور او شفیع عیار دواړ‎ه داسي وايي چه موږ‎ میدا وګټلی ،
دلته خبره د گټلو او بایللو نستہ ، بلکي اصطلاح داسي ده چه مقرر سو او يا وايو چه فلان برترفه سو ، نو محترم عطاء محمد نور اخير هم برترفه سو

اوس به راسو دې خبري ته چه : محترم عطاء محمد نور غوښتل څه ؟ يو څو رٸیسان او دوہ وزیران مقررولو كښي د عطاء محمد نور كومه نفع سته ؟
د افغانستان د حكومت نظام خو يو داسي نظام دی لکہ د امریکا سیاسی نظام ، وزيران يي هيڅ صلاحيت نه لري ، ټول قدرت او صلاحيت د رئيس جمهور سرہ دی
پس د يو يا دوو وزيرانو مقرري و عطاء محمد نور ته كومه گټہ لرلی شي ۔؟؟
او و ملت ته كومه گټہ ؟
يوې ټولني ته ، او یوه حكومت ته ، و يو فرد ته بهترينه او ستره گټہ ، پر دې جہان اقتصادي گټہ سترہ ګټہ دہ ،!!!! د مزار شریف ، او د افغانستان خلكو ته كومه كټه ورسيدل ؟؟؟؟

هر مدني حركت چه گټہ و نہ لري ، نو هر بې ګټي مدني حركت ته تاواني او خسارمند حركت ويل كيږ‎ي ، ولي چه د داسي مدني حركتونو بيعه ملت پرې کوي ، او حزب ته هيڅ اقتصادي تاوان نه رسيږ‎ي

درنښت


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more