د موضوعګانو سرپاڼه

اسلام، اسلامي شرعه او د اسلام تاریخ

د آخرت د عالم فهم او ادراك


ع کريم حليمي
24.12.2017

د آخرت د عالم فهم او ادراك :

د آخرت په هغه عالم كښي چه به څه كيږ‎ي که څه هم هغه به زمونږ‎ د هغو شيانو څخه چه دې مادي عالم كښي زموږ‎ د تجربو لاندي دي بيخي جلا دي ، مگر سره ددې هم هغه د انساني فهم د مجبورۍ له كبله په هغه ژبه او محاورو كښي بيان شويدي چه هغه ژبه او محاورې يوازي په همدې مادي عالم پوري مخصوص دي ، له دې كبله دې الفاظو سره چه كوم مادي خصائص مستلزم دي او يا موږ‎ په دې نړ‎ۍ کښي د هغو شيانو د ليدلو او اورېدلو سره عادت نيولی دی ، د هغو الفاظو د اورېدلو سره سم موږ‎ كټ مټ د هغه الفاظو څخه په مطلب پوهېدل غواړ‎و كوم چه په دې دنيا كښي موږ‎ تل له دغو الفاظو اخيستلی دی ، همدا سبب دی چه ځيني كم فهم خلگ د أخروي عالم د احوالو او وقائعوهم د بيان د اورېدلو سره سم له هغو څخه ځينو ته محال او ناممكن وايي او ځيني خلگ د هغو الفاظو تأويل او تشريح به يو داسي ډول كوي چه د هغه الفاظو او معنیٰ په منځ كښي ډېر لږ‎ اشتراک هم باقي نه پاته كيږ‎ي او دا دواړ‎ه لاري ډېري خطرناكي لاري دي ، له دې کبله
محمدي وحي ددې نازكو او دقيقو اسرارو په بيانولو كښي د انساني فطرت د كمزوريو پوره لحاظ كړ‎ی دی ،

اسلام خو نه د يهوديانو غوندي دې ټولو واقعاتوته مادي ويلي او د آخرت عالم ئي هم ددې خاوريني نړ‎ۍ غوندي يو عالم گڼلی دی ، او نه ئي د عقل او خرد د ځینو ناپوهو مدعيانو دغه واقعات له مادې څخه دومره جگ او لوړ‎ گڼلي دي چه دهغو په اثر د
[color=cyan:6cc6783e27]هغو وجود يو موهوم او فرضي وجود گرځېدلی دی [/color:6cc6783e27]
۰

نور بیا ، له سيرة النبي نہ


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more