د موضوعګانو سرپاڼه

اسلام، اسلامي شرعه او د اسلام تاریخ

د عقائدو حقيقت أو اهميت


ع کريم حليمي
29.11.2017

د إنسان د ټولو افعالو أو أعمالو أو حركاتو محور د إنسان خيالات دي ، همدغه شيان دي چه داشيان إنسان يا ښه كوي أو يا ئې خرابوي ، دا عام خيالونه په حقيقت كښي دده په يو څو پخوا او غير متزلزلو أو يقيني اصولي خيالونو مبني أو قائم دي چه همدې أصلي او اصولي خيالاتو ته په اصطلاح كښي عقائد وائي ، داهغه نقطه ده چه د همدې نقطې څخه د انساني عمل هر خط وزي أو جلا كيږ‎ي ، أو په همدې نقطه د إنسان د ژوندانه د دايرې هر خط ختم كيږ‎ي ، زموږ‎ ټول افعال أو حركات زموږ‎ د ارادې تابع دي ، زموږ‎ د ارادې محرك زموږ‎خيالونه أو جذبات دي ، أو زموږ‎په خيالاتو أو جذباتو زموږ‎ داخلي يعني په موږ‎كښي دننه عقائد حكومت كوي ، په عامو خبرو آترو كښي زموږ‎ په خپلو منځو كي له دغو شيانو څخه په (زړ‎ه) تعبير كوو

د اسلام معلم موږ‎ته داښوولي دي چه د إنسان په ټولو غړ‎و أو أعضاوو كښي دده زړ‎ه دنيكۍ أو بدۍ كور أو مركز دی ، ده ويلي دي : ((أَلا وَإِنَّ فِي الْجَسَدِ مُضْغَةً إِذَا صَلَحَتْ صَلَحَ الْجَسَدُ كُلُّهُ, وَإِذَا فَسَدَتْ فَسَدَ الْجَسَدُ كُلُّهُ, أَلا وَهِيَ الْقَلْبُ))
[أخرجه البخاري في الصحيح] كتاب الإيمان

ترجمه : د إنسان په بدن كښي د غوښي يوه ټوټه ده ، كه هغه سمه سوه نو ټول بدن سم دی ، او كه هغه فاسده سوه ، نو ټول بدن فاسد سو ، "هو" هغه ټوټه زړ‎ه دی ٠

له سِيرة النبي له كتاب نه
نور بيا



ع کريم حليمي
30.11.2017

قرآن پاك د زړ‎ه (قلب)درې كيفيتونه بيان كړ‎يدي او د ټولو لمړ‎ی د ( قَلْبُُ سَلِمُُ ، سلامت روغ زړ‎ه ) يعني هغه زړ‎ه چه ځان له گناه څخه پاك ساتي او د سلامتيا په لار روان وي٠
بل د دې زړ‎ه مقابل (قَلْبُُ اَثِيْمُُ ) ١ گنهگار زړ‎ه ، يعني هغه زړ‎ه چه د گناهونو لار خوښوي ، او دريم (قلب منيب) رجوع كوونكی زړ‎ه يعني هغه زړ‎ہ چه كه كله دسمي لياري څخه بې لیاري هم سي نوفي الحال د نيكی او حق لياري ته رجوع كوي ، لنډه داچه داټولي نیرنګۍ له دې بېرنګه موجود څخه چه په اصطلاح كښي د زړ‎ه په نوم ياديږ‎ي راپيدا كيږ‎ي ، زموږ‎ د اعمالو هر محرك زموږ‎ د همدې زړ‎ه اراده او نيت دی ،دهمدې قوت په اثر
زموږ‎ د اعمالو ماشين چليږ‎ي [color=blue:12c25d768b]لكه حضرت محمد ص چه ويلي[/color:12c25d768b]
إنَّما الأَعمالُ بالنِّيَّات : دټولو كارونو دار و مدار په نيت پوري دی

نور بیا



ع کريم حليمي
01.12.2017

[size=18:cb2f8cca29]همدا مطلب حضرت محمد ص په نورو الفاظو داسي ادا كړ‎ی او بيان كړ‎ی دی [/size:cb2f8cca29]

وَإِنَّمَا لِكُلِّ امْرِئٍ مَا نَوَى. فَمَن كاَنَتْ هِجْرَتُهُ إلَى دنيا يُصِيبُهَا أَوْ امْرَأَةٍ يَنْكِحُهَا; فَهِجْرَتُهُ إلَى مَا هَاجَرَ إليه

ترجمه : د هر چا د كار نتيجه هم هغه ده د كومي چه هغه نيت كړ‎ی وي ، نو د چا هجرت غرض چه د دنيا حصول يا د كومي ښځي په نكاح اخستل وي نو د هغه هجرت د هم هغه كار د پاره دی ، د کوم کار د پاره چه هغه هجرت وكړ‎ ([color=green:cb2f8cca29]يعني له دغه هجرت څخه به هغه ثواب په برخه نه سي )[/color:cb2f8cca29]

نن هم د نفسيات علم په ښکاره ډول دا حقيقت ثابت كړ‎ی دی چه د انسان د عملي إصلاح د پاره ، اول د هغه قلبي او دماغي إصلاح ضرور او لازمه ده ، او كوم شی چه د انسان په زړ‎ه او اراده حكومت كوي ، هغه شی د انسان خپله عقيده ده ، نو په دېصورت كښي د صحيح او صالح عمل د پاره دا خبره ضروري ده چه اول موږ‎ د يو څو صحيحو اصلو داسي تصور وكړ‎و چه هغه زموږ‎ په زړ‎ہ كښي ځای ونیسي او د هغو څخه يو غير مشكوك يقيني او يوه غيري متزلزله عقيده جوړ‎ه سي او موږ‎ د دغه صحيح يقين او ټینګي عقيدې په رڼا كښي خپل ټول کارونه تر سره كړ‎و

نور بيا



ع کريم حليمي
02.12.2017

لكه څنګه چه د اقليدس(١) كوم يو شكل بې د يو څو موضوعه او متعارفو اصولو د منلو څخه نه جوړ‎ېدلای او نه ثابتېدلای سي ، همدغه واز د انسان هيڅ كوم يو عمل تر هغې نه سي صحيح كېدلی تر څو چه د هغه د صحت د پاره هم موږ‎ اول يو څو موضوعه أصول ونه منو ٠

په ظاهر كښي موږ‎ته په خپلو ټولو چارو كښي خپل عقل لار ښوونكی ښكاري ؟! ليكن كه تاسو لږ‎ځیر سی نو دا حقيقت به درته څرګند سي چه زموږ عقل هم آزاد نه دی
بلكه زموږ‎ عقل زموږ‎ د زړ‎ه د يقين او ذهني رجحاناتو او اند دروني جذباتو په ځنځیرونو كښي گير او نښتی دی او همدا سبب دی چه موږ‎ د خپل دې گير او بندي او محبوس عقل په ذريعه د خپل زړ‎ه په خيالاتو او اند دروني جذباتو نه سو غالبېدلای
او نه د عقل په ذريعه موږ‎ دغه شيان په خپل قابو او قبضه كښي راوستلای سو ، او كه موږ‎خپل عقل قبضه او قابو كښي راوستلای سو نو يوازي د زړ‎ه دصحيحو يقيناتو او يو څو مضبوطو دماغي او ذهني تصوراتو په ذريعه ئې په قبضه او قابو كښي راوستلای سو همدا سبب دی چه قرآن مجيد تل په لازمي ډول د ايمان ذِكْر د عمل صالح د ذِكْر نه وړ‎اندي كړ‎ی او بې له ايمان څخه ئې هيڅ كوم يو عمل د قبول وړ‎ نه دی ګڼلی او دا ځکه چه د عدم او نشتوالي په صورت كښي د زړ‎ه ارآده او خصوصاً هغه مخلصانه ارآده چه د ښه عمل دار او مدار په هغي ارآدې پوري مربوط دی هم معدوميږ‎ي او له منځه ځي

(١) مشهور فيلسوف د هندسې دعلم متبحر

نور بيا



ع کريم حليمي
02.12.2017

عبدالله ابن جدعان يو قريش ؤ د جاهليت په زمانه كښي ئې ډئر ښه كارونه كړ‎ي وه مگر سره ددې ټولو ښوكارونو دی مشرك ؤ ، ددې شخص په نسبت يو وار حضرت عايشې (رض) د حضرت محمد (ص) څخه دا پوښتنه وكړ‎ه چه : یا رسول الله ! عبدالله ابن جدعان چه كوم نيك او ښه كارونه كړ‎ي وه ، دهغو ثواب به هغه ته وركړ‎ شي ؟
حضرت محمد (ص) ورته په جواب كښي ورته وويل " يه اې عایشه" او داځکه چه ده په دې دومره موده كښي يوه ورځ هم دا ونه ويل چه اې الله ته په قيامت كښي زما ګناہونه وبخښه (١)

(١) Ibn Abi Shaybah was an early Muslim scholar of hadith. He authored a musannaf work commonly known as Musannaf Ibn Abi Shaybah that is one of the earliest extant works in that genre. Wikipedia
Born:
775 AD, Kufa, Iraq
Died:
August 2, 849 AD, Kufa, Iraq
Parents:
Mohamed Ibn Al Qadhi Abi Shayba

نور بيا



ع کريم حليمي
02.12.2017

د بدر د جبګ په موقع كښي يو ډېدہ مشہور زړ‎ه ور مشرك و حضرت محمد (ص) ته راغی او حضرت محمد صلعهم ته ئې وویل چه اې محمد ! زه هم غواړ‎م چه له تاسو سره ولاړ‎سم او ستاسو له خوا ددې دپاره جنگ وكړ‎م چه څه د غنيمت مال او ولجه لاس ته راسي ،

حضرت محمد صلعهم ورته په جواب كي وويل آيا ته په لوی خدای ( الله اكبر ) او د هغه په رسول ايمان لرې ؟ هغه په جواب كښي ورته وويل "يه" حضرت محمد صلعهم ورته وويل چه بيرته ولاړ‎ سه ، "زه له مشركانو مرسته نه غواړ‎م " په دوهم وار دا سړ‎ی بیا راغي او خپل هغه لمړ‎ی عرض يي تكرار كړ‎ مسلمانان دده د زړ‎ه ورتيا د كبله دده په دغه غوښتنه ډير خوشحاله سول او ډيره هيله ئي درلودله چه دی د دوی په لښكَر كي شامل سي ، ليكن حضرت محمد صلعهم بيا هم هغه پوښانه وكړ‎ہ چه "آيا ته په خدای او دهغه په رسول ايمان لرې ؟ هغه بيا حضرت محمد صلعهم ته منفي ځواب وركړ‎ ، حضرت محمد صلعهم وهغه ته بيا وويل چه " زہ به له مشرك نه مرسته ونه غواړ‎م ، غالباً د مسلمانانو د شمشير لږ‎والي او د دې سړ‎ي د ډيري زړ‎ ورتیا سره
د حضرت محمد صلعهم د دغي بې پروائي كيفيت د دغه سړ‎ي په زړ‎ه كښي اثر وكړ‎
او هر كله چه دغه سړ‎ی په درېيم وار بيا حضرت محمد صلعهم ته دغه پېشنہاد وړ‎اندي كړ‎ ، نو حضرت محمد صلعهم روڅخه بيا پوښانه وكړ‎ه چه ته په خدای او دهغه په رسول ايمان لرې ،نو هغه ورته وويل چه "هو" او د مسلمانانو د لښكَر په صف كښي شامل سو (٢)

قرآن مجيد د هغو خلگو د كار مثال چه د ايمان څخه برخه نه لري ، د هغو ايرو غوندي ښوولي چه د بادونو څپې ئي د ځان سره وأخلي او فنا يي كړ‎ي او هيڅ نخښه او اثر ئي پاته نه سي هم دغه راز د هغه شخص كارونه هم چه ايمان څخه بې برخي وي بې اساسه دي او هيڅ أصل او بنسټ نه لري

بِسْم تعالی : مَّثَلُ الَّذِينَ كَفَرُوا بِرَبِّهِمْ ۖ أَعْمَالُهُمْ كَرَمَادٍ اشْتَدَّتْ بِهِ الرِّيحُ فِي يَوْمٍ عَاصِفٍ ۖ لَّا يَقْدِرُونَ مِمَّا كَسَبُوا عَلَىٰ شَيْءٍ ۚ ذَٰلِكَ هُوَ الضَّلَالُ الْبَعِيدُ (18) سورت ابراهيم

ترجمه : او چاچه د خدای څخه إنكار وكړ‎ د هغه د كارونو مثال د هغو ايرو غوندي دی چه باد او څېلۍ ورباندي راسي هغوی د خپلو كارونو څخه هيڅ گټه نسي اخيستلی همدا د ټولو څخه لويه گمراهي ده

په سورت نور كښي د ايمان څخه د بې برخي خلگو د عملونو مثال په سراب سره وركړ‎ سوی دی ، چه د سراب د وجود حقيقت بې د نظر د فرېب څخه بل كوم زيات شی نه دی

قوله تعالي : ‫وَالَّذِينَ كَفَرُوا أَعْمَالُهُمْ كَسَرَابٍ بِقِيعَةٍ يَحْسَبُهُ الظَّمْآنُ مَاءً حَتَّى إِذَا جَاءَهُ لَمْ يَجِدْهُ شَيْئً‬

‫ترجمه : او چاچه د خدای څخه إنكار وكړ‎ د هغه كارونه د هغه سراب غوندي دي چه تږ‎ی ورباندي د اوبو گمان كوي ، تر دې چه هر كله هغه ورته نژدې راسي نو په هغه ځای کښي ورته هيڅ شی ښکاره نه سي ‬

(٢) د مصر چاب صحيح مسلم باب غزوات

نور بيا


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more