د موضوعګانو سرپاڼه

اسلام، اسلامي شرعه او د اسلام تاریخ

علماؤته دآزار رسول بد عواقب


Mazharee
16.10.2017

علماؤ ته دآزار رسولو بدعواقب:
ـــــ
عن عكرمة: « من آذى فقيها فقد آذى رسول الله صلى الله عليه وسلم ، ومن آذى رسول الله صلى الله عليه وسلم فقد آذى الله عز وجل ».[الترغيب في فضائل الأعمال 284]
عكرمه رضي الله عنه فرمايي: څوك چي فقيه عالم آزار كړي نوګويا رسول الله صلي الله عليه وسلم يي آزار كړئ دئ اوڅوك چي رسول الله صلي الله عليه وسلم آزار كړي نو يقينا چي الله پاك يي آزار كړئ دئ.
وعلماؤ ته آزار رسول يوقسم بغاوت دئ چي إنسان يي دالله پاك دغوراوي په مقابل كي كوي او دالله پاك دسپيڅلي كلام مخالفت دئ چي دعلماؤ لپاره يي پكي ډير فضايل راوړيدي او درسول الله صلي الله عليه وسلم سره داسي نه بښوونكي دښمني ده چي كوونكئ يي بايد پر خپل إيمان باندي وويريږي او د توبي كولو برسیره باید تجديد د ايمان وكړي ،‌په حديث قدسي كي راځي: إِنَّ اللَّهَ قَالَ مَنْ عَادَى لِي وَلِيًّا فَقَدْ آذَنْتُهُ بِالْحَرْبِ.[صحيح البخاري 6502] يعني الله جل جلاله فرمايلي دي: څوك چي زما ددوست سره دښمني وكړي نو يقيناً زه دهغه سره دجنګ کولو اعلان کوم.
علماء دالله پاک هغه دوستان دی چی د انبیاؤ وروسته بل هیڅوک الله ته داسی ندئ ګران لکه علماء چی ورته ګران دی لکه إمام ابوحنیفه رحمه الله ته چی داخبره منسوب ده چی: « إن لم يكن أولياء الله في الدنيا والآخرة الفقهاء والعلماء ، فليس لله ولي »[الفقیه والمتفقه 137] یعنی که په دنیا او آخرت کی فقهاء اوعلماء دالله پاک دوستان نوی ، نوبیاخو دالله پاک لپاره هیڅ دوست نسته.
علماء دالله پاک هغه دوستان دی چی په احترام باندی پیژندل یی الله پاک دهرچا دنده ګرځولی ده، رسول الله صلی الله علیه وسلم دهرهغه چاڅخه خپله بیزاری اعلان کړیده کوم چی علماؤ ته دقدر اواحترام په سترګه نه ګوری اوفرمایلی یی دی: ويعرف لعالمنا حقه.[مسنداحمد 22807]یعنی هغه څوک زموږ څخه ندئ چی زموږ عالم ته دهغه حق نه ورکوی.
معلومه خبره ده چی پردوست باندی دهر چاخوا بدیږی ، نو دالله پاک هم پرخپلو دوستانو باندی چی علماء کرام دی خوا بدیږی، څوک چی ځانته مسلمان وایی باید په تمامه معنی دعلماء احترام اوقدر وکړی نه تنها خپله دعلماؤ سپکاوئ ونکړی بلکی هیچاته دعلماؤ دسپکاوی اجازه ورنکړی.
دهری ټولنی ښیرازی اوکامیابی دعلم اوعلماؤ سره په محبت کی ځای کړل سویده، په کومی ټولنی کی چی دعلماؤ قدر نوی هغه ټولنه به نه خوشالی ووینی اونه به یی هم هیڅ ډول امنیت په برخه سی.
په کومی ټولنی کی چی دعلماؤ اعزاز نکیږی هغه ټولنه به هیڅوخت دعبادت،‌إیمان، اوځان پیژندنی په خوند باندی پوه نسی.
په کومی ټولنی کی چی علماؤ ته د رهبرانو په سترګه نه کتل کیږی، هغه ټولنه به هیڅوخت خپل دوست اودښمن ونه پیژنی او نه به یی هم مسلمان او غمخور واکمن په برخه سی.
دا په تجربه باندی ثابته سویده چی هرواکمن دعلماؤ سره دښمنی پیل کړیوی مخکی تردی چی دئ خپل زړه په علماؤ باندی یخ کړی او یاهم علماء دټولنی څخه ورک کړی،‌ الله پاک دده دواکمنۍ ټغر ورټول کړئ وی داسی یی ټول کړئ وی چی لمسیان اوکړوسیان یی لاهم د واکمنۍ څخه محروم پاته سوی وی.
دعلماؤ آبرو اودهغوی غوښی دزهر قاتل مثال لری څوک چی یی وخوری ارو مرو به مړکیږی اوڅوک چی یی وڅکی(خوندیی وګوری) ارومرو به مسموم کیږی.



ع کريم حليمي
17.10.2017

درنو لوستونكو او محترم Mazharee صاحب ، تاسو ټولو ته د سلامونه او ښې هيلي وړ‎أندي كوم

د محترم مظهري صاحب نه مننه چه د اذيّت او آزار بحث يي د ټول افغان پہ ویب پاڼي کښي سریښ کړ‎ئ
څوک چہ پر قرآن مجید ایمان لری ، اللہ ج او رسول الله به نه آزاروي خدای او رسول ئې
پہ کفر او الحاد كولو آزار كيږ‎ي ، کہ چا کفر او الحاد تہ مخ کړ‎ ، پس نو د اللہ نفرین په پسې سو ، او د اللہ د رحمت نہ محرم او اخروي عذاب ورته تهبه سو ،

پورته آزار لمړ‎ئ او بدترین آزار دی
او دوهمه درجه آزار هغه دي چی مؤمن سړ‎ئ او مؤمنہ ښځہ آزار کړ‎ې یعنی کوم مؤمن او مؤمنہ ښځہ بې ګناہ وي او څوک ئې آزار کي ،

اوس بہ راسم د علماء و آزار ته : علماء دوه نوعه دي چه د يوه آزارول لازم او د بل تقلد لازم دي
اول : عالم سوء آزارول لازم دي په خاطر د دې چہ امت ورتہ ھوښیار او بيدار سي
دوهم : ښہ او مصلح علماء دي چه : دهغو آزار په ريشتيا هم چه ډير بد کار او ګناہ دہ غيبت كول ئي زهرجني غوښي خوړ‎ل دي او د ټولني نظام هم په خرابيږ‎ي ،

علماء سوء داسي يو ډول تعلیم او تبلیغ کوئ
ڇہ پہ تعلیم سرہ ٸې د اومو او خامو ځوانانو فطرت (دښہ او بد فرق کولو قوه) ورخرابوي

درنښت



Mazharee
19.11.2018

[quote:fc64308ec5="ع کريم حليمي"]درنو لوستونكو او محترم Mazharee صاحب ، تاسو ټولو ته د سلامونه او ښې هيلي وړ‎أندي كوم

د محترم مظهري صاحب نه مننه چه د اذيّت او آزار بحث يي د ټول افغان پہ ویب پاڼي کښي سریښ کړ‎ئ
څوک چہ پر قرآن مجید ایمان لری ، اللہ ج او رسول الله به نه آزاروي خدای او رسول ئې
پہ کفر او الحاد كولو آزار كيږ‎ي ، کہ چا کفر او الحاد تہ مخ کړ‎ ، پس نو د اللہ نفرین په پسې سو ، او د اللہ د رحمت نہ محرم او اخروي عذاب ورته تهبه سو ،

پورته آزار لمړ‎ئ او بدترین آزار دی
او دوهمه درجه آزار هغه دي چی مؤمن سړ‎ئ او مؤمنہ ښځہ آزار کړ‎ې یعنی کوم مؤمن او مؤمنہ ښځہ بې ګناہ وي او څوک ئې آزار کي ،

اوس بہ راسم د علماء و آزار ته : علماء دوه نوعه دي چه د يوه آزارول لازم او د بل تقلد لازم دي
اول : عالم سوء آزارول لازم دي په خاطر د دې چہ امت ورتہ ھوښیار او بيدار سي
دوهم : ښہ او مصلح علماء دي چه : دهغو آزار په ريشتيا هم چه ډير بد کار او ګناہ دہ غيبت كول ئي زهرجني غوښي خوړ‎ل دي او د ټولني نظام هم په خرابيږ‎ي ،

علماء سوء داسي يو ډول تعلیم او تبلیغ کوئ
ڇہ پہ تعلیم سرہ ٸې د اومو او خامو ځوانانو فطرت (دښہ او بد فرق کولو قوه) ورخرابوي

درنښت[/quote:fc64308ec5]

مننه حليمی صاحب!
الله پاک مو ودان اوخوشاله لره.


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more