د موضوعګانو سرپاڼه

اسلام، اسلامي شرعه او د اسلام تاریخ

دموسيقي په اړه:


Mazharee
10.10.2017

بسم الله الرحمن الرحيم
مسلمانانو وړونو!
1.موسیقی ویل.
2.موسیقی اوریدل.
3.دموسیقی محفل نیول.
4.دموسیقی ویونکی سره مرسته کول.
5.دموسیقی ویونکی احترام کول.
6.هغه ته هنرمند اوهغه یومعتبرشخصیت بلل.
ټوله ګناهونه دی ځان ورڅخه وساتئ! پدی هکله غوږ سئ درسول الله صلی الله علیه وسلم احادیثوته:
• .عن أنس بن مالك رضي الله عنه: أن النبي صلى الله عليه وسلم قال: صوتان ملعونان في الدنيا والآخرة: مزمار عند نعمة، ورنة عند مصيبة .[مسندالبزار]
ژباړه: رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایی: دوه ږغه دی چی الله پاک په دنیا او آخرت کی په لعنت کړیدی : سروز ویل او غوږ ایستل دنعمت په وخت کی ، او بل په چیغو باندی ژړل دمصیبت په وخت کی.
اوپه حدیث کی راځی:
• قال رسول الله صلى الله عليه وسلم: إني لم أنه عن البكاء، ولكني نهيت عن صوتين أحمقين فاجرين: صوت عند نغمة لهو ولعب ومزامير الشيطان، وصوت عند مصيبة، لطم وجوه وشق جيوب ورنة شيطان. [رواه الحاكم والبيهقي وابن أبي الدنيا].
ژباړه: رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایی: زه دژړا څخه نه یم منع سوئ بلکی ده دوو ګناهګارو ږغونو څخه منع سوئ یم ، دلهو ولعب دږغ او سروز څخه دشیطان دنعمت په وخت کی ، او دمصیبت په وخت کی چیغی وهل داسی چی مخ په څپیړه وهی، پرځان باندی کالی څیری او دشیطان چیغی وهی چی هغه په لوړ آواز باندی چیغی وهل دی.
• عن عمران بن حصين أن رسول الله صلى الله عليه وسلم قال: في هذه الأمة خسف ومسخ وقذف، قال رجل من المسلمين: يا رسول الله، ومتى ذلك؟ قال: إذا ظهرت القينات والمعازف وشربت الخمر. رواه الترمذي وصححه الألباني.
ژباړه: رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایی: پدی امت کی به ځینی خلګ په مځکی کی غرق سی او مسخ به سی او ډبری به ورباندی و ووری ، چاوویل : یارسول الله کله به داسی کیږی ؟ رسول الله صلی الله علیه وسلم وفرمایل: کله چی غزل ویونکی ښځی پیدا سی ، سروزونه پیدا سی او شراب څښل کیږی.
نودا اوس چی کوم خلګ دکنسرت په نامه دموسیقی محفلونه اوکنسرتونه جوړوی داخلګ خپله ګناهګار خلګ دی دهغوی سره مرسته کول ، دکنسرت محفل ته ورتلل ، چلول ، اوهغه ته غوږ نیول ټوله ګناه ده.
.
تعليم الاسلام راديو - فراه



ع کريم حليمي
12.10.2017

Mazharee صاحب پسله ډير وخت نه راښکارہ سوې ، پہ خير راسې قدم او قلم دي نيکمرغه ، پسله سلام او احترام نه عرض كوم !!!
د موسيقي مسئله يوه اختلافي موضوع ده ، او د مكې مکرمې پخواني (سابقه) امام (شيخ امام عادل الكلباني فتوی ورکړ‎ې وہ چه : الغناء نه ده حرامه !!
تاسو ته معلومه ده چه شيخ كلباني په كوم دليل موسيقي حرامه نه گڼي ؟؟؟؟

مننہ



ع کريم حليمي
13.10.2017

د ټول افغان درنو او محترمو لوستونكو سلامونه او ښې هيلي مي ومنئ
تر مقدمې راتېرېږ‎م

هره هغه شاعري او غزل چه غير عفيف او فاحشه وي ، نو حرامه دہ ، پس نو موسيقي ئې هم حرامه او ناروا ده

درنښت



Mazharee
16.10.2017

مننه حليمي صاحب!
مصروفيتونه هم ډيردي او ټولنيزو شبكوهم اوس ترډيره پوري دفورمونو څخه خلګ مصروف كړيدي ، هغه ورځ مي اتفاقي يوځلي فورم په ياد سو نو مي يوه لكنه پكښي كښيښودل.
دموسيقۍ په اړه دهرچا خپل نظر وي خو زما نظر هماغه دئ چي ليكلئ مي دئ.[/url]



ع کريم حليمي
16.10.2017

Mazharee ! صاحب ، اول السلام عليكم و رحمة الله و بركاته ، تاسو ته او درنو لوستونكو په عرض رسوم ، دوهم بيا ستاسو له جوابي ليكني نه مننه كوم او كورودانئ درته وأيم
رابسم أصلي مطلب ته !!
هر څوک چه سروز ته مشروعت وركوي : نو دا مفتي يا عالم په خپلي فتوی وركولو په سبب د كفر په درشل دريږ‎ي
او هر هغه مفتي او عالم دين چه : موسيقي اورېدل او ژغولو حراموالي او ناروا فتوی صادروي پس دغه مفتي او عالم دين هم د كفر په درشل كي ولاړ‎ دی !!

درناوئ ، او دوهم نو حب فالله


Naeem sadat
25.10.2017

محترم مژاری صاحب او مجترم حلیمی صاحب السلام عليكم و رحمة الله و بركاته

بښنه غواړم چی په بحث کښی مداخله کوم خو ستاسی د بحث په لوستلو یوه پوښتنه راته پیدا شوه او هغه داچی (سروز) څه شی دی او یا هم څه ته ویل کیږی ؟ او (موسیقی) څخه مطلب څه شی دی او څه ته ویل کیږی ؟ او که یاهم دا دواړه یو مطلب افاده کوی ؟ او که داسی نه وی بیا یی په منځکی څه فرق دی ؟
او که چیری بیا دا دوه بیل بیل مفاهیم وی نو بیا ولی یو روا او بل ناروا دی ؟

وار له مخه مو له ځوابولو مننه کوم



ع کريم حليمي
26.10.2017

مجتر۔ م سادات صاحب وعليك السلام ورحمةالله
كور مو ودان چه په بحث كي مو برخه واخسته ،

تاسو زما د لیکني پہ باب پوښتني مطرح كړ‎ي چہ: کورودانئ درتہ وایم ،
زہ دا غواړ‎م چہ مظهري صاحب راسي او زما ليكنه رد كړ‎ي او یا ئي تائيد كړ‎ي

زه به بيا ضرور د خپلي غير واضح ليكني په باب بله ليكنه كوم ، چه ستاسو و سوالونه ته به هم جواب ويل وي

درنښت



ع کريم حليمي
27.11.2017

درنو او محترمو لوستونكو او د بحث گډونوالو ، خصوصاً محترم سادات صاحب
السلام عليكم و رحمةالله و بركاته

موسيقي : د سعودي د درباري علماء په فتواگانو او تعبيرونو حرامه بلل
په ژوندۍ بڼہ فلم هم ناروا بلل كيدلی ، او ښځمني تہ ، خادم الحرمين شريفين د موټر د چلولو(ډرایورۍ) اجازه نه وركول

په دا راتلونكو څو مياشتو کی بہ دا فتواګاني له منځہ وړ‎ي چہ : ښځہ موټر نشي چلولی ، د سینما او موسیقۍ د ممنوعیت او ناروا فتواگاني هم ناچله كيږ‎ي

دا هم پياد لرو کلہ چہ د مکې مکرمې امام الشيخ عادل بن سالم بن سعيد الكلباني فتوی ورکړ‎ہ چہ موسیقي نه ده ناروا !!! د سعودي تقريباً ټول علماء كرام تاريخي جهالت ته لاس واچولی او شیخ عادل ئې دې تہ مجبورہ کړ‎ئ ڇہ فتوی بیرتہ واخلي

اوس بہ ګورو چہ د دین پہ غم غمجن د سعودي او د ټول افغان علماء "كرام " به څه كړ‎ي لہ دې نوی نظام ، سينما او موسیقۍ سرہ
داچہ خادم الحرمين الشريفين موسيقي او سينما ته مشروعيت وركړ‎ئ ، آيا ستہ داسي څوک چہ د خادم الحرمين الشريفين د دغہ اقدام په باب بحث ته تيارئ ولري

درناوئ



ع کريم حليمي
05.07.2018

[quote:bd82f5f840]بښنه غواړم چی په بحث کښی مداخله کوم خو ستاسی د بحث په لوستلو یوه پوښتنه راته پیدا شوه او هغه داچی (سروز) څه شی دی او یا هم څه ته ویل کیږی ؟ او (موسیقی) څخه مطلب څه شی دی او څه ته ویل کیږی ؟ او که یاهم دا دواړه یو مطلب افاده کوی ؟ او که داسی نه وی بیا یی په منځکی څه فرق دی ؟
او که چیری بیا دا دوه بیل بیل مفاهیم وی نو بیا ولی یو روا او بل ناروا دی ؟
[/quote:bd82f5f840]

گران محترم سادات صاحب او درنو لوستونكو سلامونه او ښې هيلي وړ‎اندی کوم ۰

محترم سادات صاحب ، نن ستاسو د پوښتنو جواب وايم ،
تقريباً په يقين سره ويلی سم او پسله ډېرانتظار وروسته چه : مظهري صاحب زما د نظر د رد له پاره امادگي او وقوف نه لري

محترم سادات صاحب ، موسيقي دوه ډوله ده ، يوه مذهبي او ديني موسيقي ده او بله فرهنگي او محلي موسيقي ده

مذهبي موسيقي (سروز): هغه موسيقي ده چه د عبادت او تهذیب نفس له پاره په كليسا او مندر او گوردواره كي ږ‎غول کیږ‎ي

ملي فرهنگي او محلي موسيقي (ساز) هغه موسيقي ده چه : هره ټولنه موسيقي ږ‎غوي البتہ دا موسیقي تنها عشقي او خوښیو او ښادیو له پاره ږ‎غوي

درنښت


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more