د موضوعګانو سرپاڼه

د ساتنپال - ولسواکانو بحثونه

دزرو بندو ښونځيو عواقب؟

اتل
26.09.2017

محترمولوستونکو، السلام علیکم!
چا دپښتنو زر ۱۰۰۰ ښوخڼي تړلي دي؟ څوک پښتانه دتعلیم، اقتصاد، روغتیا، واکسین، اوسوکالۍ نه محروم کوي؟
متل: "ونې ویلي، که مې لاستئ د ځانه نه وای، طبر به ولې غوڅولم."
ډپښتانه دښمن، په پښتنو حقانیانو، طالبانو او داعشیانو خپل پښتانه تباه کوي.
ښه چې ورته ځیر شو، وینو چې په سلو کې ۹۹ پښتون مري، کور یې تباه کیږي، مهاجر کیږي، بې تعلیمه کیږي، مشران یې وژل کیږي، پر کلتور، ژبه، ټولنیز ژوند، پښتونوالۍ او نورو ارزښتونو یې قاتلاه یرغلونه رواندي. وايي یو قوم چې وژنې، نو کلتور یې ووژنه. دپښتون طالب، پښتون حقاني او پښتون داعش بقا دپښتانه په بقا کې نغښتې ده. ډپښتون تباهي، ددغو دریو واړو ډلو تباهي ده.
او لویې پرګنې، او لوی پښتونه، د غفلت د خوب نه راویښ شه، کنه بقا دې دورکې سره مخ ده، نه دې پرېږدي، نوغئ دې باسي.
===
نن سبا د امنیتې کواښ په وجه په ملک کې د ۱۰۰۰ يو زرنه زیات ښونځي تړلي دي. رپوټ وايي چې درۍ نیم میلیونه پښتانه ماشومان دسبق نه محروم دي. دغه ماشومان چې لوی شي، ټول عمر به دغربت سره لاس لو ګریوان وي. دا دپښتون قام پر اوږو يو دروند پيټئ دئ چې دپښتون راتلونکې ګواښي.
او زموږ پښتنوطالبانو، د سراج حقاني ډلې او داعشیانو، ویښ شئ خپل پښې په طبر مه وهئ، ځان او خپل ولس ته نجات ورکړئ.
حرکت وکړئ، چې الله ج برکت پکې واچوي.
آلله مو مل شه.


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more