د موضوعګانو سرپاڼه

د ساتنپال - ولسواکانو بحثونه

ناسورزخم!

اتل
14.06.2017

السلام علیکم، قدرمنو پښتنو!
لکه د دمرض چې علاج کیږي، همداسې هم مشکل حل کیږي. کله چې یو زخم یاټپ به بد واړي، ناسور شي. کله چې د یوه مشکل حل کول ناکام شي، دوام ورکول یې دغاړې غور شي.
=====
د طالبانود ملا هبت الله ډلې یو ویاند قاري یوسف احمدي وايي چې ددوی یوه موټربم ځانمرګي حمله کې دملا رسول د قوماندان وفادار په شمول، کم تر کمه ۲۶ تنه وسله وال وژلي او ۱۸ يې ټپي کړي.
دملا رسول ډله وايي چې په انتقامي ځانمرګي حمله کې یې د ملا هیبت الله د ډلې نه ۴ تنه وېلي ۲ يې ټپي کړیدي.
بل رپوټ وایي چې د ملا هیبت الله دطالبانو ددوو ډلو ترمنځ دپکتیکا په سرروضه کې خلکو نه دجبری پیسو د اخیستو دویش پر سر په جنګ کې ۳ طالبان وژل شوي او ۳ ټپي شوي.
====
دطالبانو چې فکر کاوه په ملک کې به د جهاد له لارې مشکلات حل کړي، آیاجهاد ناکام نشو؟ ایا دوام ورکول یې د طالبانو د غاړې غور نشول؟
ددغو سوالونو ځواب مثبت دئ، ځکه چې دطالبانو جهادپه سیمه ایز نیابتي جنګ بدل شو، اوس پخپله طالبان هم پکې مری. افسوس خو دادئ چې طالبان، افغان ولس او لمبر بدل افغان داعش ټول افغانان او بالخصوص پښتانه دي چې بې حسابه وزل کیږي.
که طالبان اسلامي حزب غوندې صلحه وکړي، دا مشکل به حل شي. دوی لدې پرته بله لار نلري، خو چې بیا ډیره ناوخته شوې نه وي.
په درناوي.


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more