د موضوعګانو سرپاڼه

د منتخب اسلامی جمهوريت بنسټونه او ارزښتونه

روسیه څه غواړی ؟

Naeem sadat
07.01.2017

درنو دوستانو السلام علیکم

پوښتنه داسی مطرح ده چی روسیه له افغانستانه څه غواړی ؟ او یا هم ولی طالبان له روسیی سره مناسبات جوړوی ؟

دا ډیره درنه پوښتنه ده او ځواب کول یی اوږده لیکنه او ډیر وخت غواړی چی له بده بخته زه اوس ډیر مصروف یم او د کومی اوږدی لیکنی د لیکلو وخت نلرم ځکه چی خبری او مسایل ډیر زیات دی خو زه به پدی مسله کی یو څو ټکو ته اشاره وکړم

۱- پوتین او د نن ورځی روسیه لکه څنګه چی نړیوال مطبوعات دی خبری ته انعکاس ورکوی په عموم کی د غرب او په ځانګړی ډول د امریکا د متحده ایالاتو سره په مخالفت کی ندی بلکی برعکس پوتین د امریکا مزدور دی چی د امریکا لپاره د امریکا پلان (B) یعنی دوهم پلان پر مخ وړی . او امریکا او غرب ته د چوپړ لپاره په سوریه کی مسلمانان وژنی

۲ - د غرب لخوا د نړی د کنترول د ویش له مخی افغانستان د غرب یا امریکا د نظر له مخی افغانستان د روسیی د نفوذ ساحه نه ده بلکی ددوی له نظره باید افغانستان د ایران په واسطه کنترول شی

۳ - د طالبانو او روسانو په منځکی د مناسباتو جوړول او یا هم یو پر بل اعتماد کول دا یوه ناممکنه خبره ده ځکه چی دا دوه قاطع متضاد اړخونه دی

نو پدی اساس موږ ویلی شو چی د روسیی لخوا د افغانستان په سیاست کی مداخله کول اصلا د ایران په فرمایش تر سره کیږی . یعنی روسیه نن زموږ په هیواد کی د ایران مستعار یا دوهم نوم دی . د ایران حکومت پدی خبره ډیر ښه پوهیږی چی د افغانستان خلګ د ایران له مداخلی سره زموږ په هیواد کی سخت حساسیت لری او ددی لپاره چی نوموړی حساسیت را ونه پاریږی نو ایران خپل سیاستونه د روسیی له لاری په افغانستان کی عملی کوی . پدی باندی له پوهیدو سره جوخت دا پوښتنه هم ځوابیږی چی څنګه روسان او طالبان ددی لپاره چی خپلمنځی اړیکی ټینګی کړی یو پر بل اعتماد کولی شی . داسی ښکاری چی د طالبانو په منځکی داسی کړی شتون لری چی د ایران سره ډیر نژدی اړیکی لری او په ایرانیانو پوره اعتماد لری . او داسی هم ښکاری چی د نوموړو معاملو په جوړولو کی کرزی او د نوموړی اړوند باڼډ هم رول لری

زما په نظر د طالبانو لخوا د داسی دریځونو نیول طالبان د تدریجی مرګ په پلو رهنمایی کوی . ځکه چی پدی ډول به ورو ورو پر طالبانو د ملت اعتماد له منځه لاړ شی او کله چی طالبان اولسی ملاتړ له لاسه ورکړی نو بیا په هغه صورت کی ددی تحریک له منځه تلل حتمی کیږی

مننه


lawangin
07.01.2017

انډیواله خوشې لګیایې ! ښه ده چې ډېر دې ندي لیکلي !!
طالبان يو قدرت دی چې مخه یې څوک نشي نیولی ! فاسدین داسې پکښې مزي (چاغ) شول
لکه د لاندې پسونه خو دحلالېدو او لاندي وخت یې را نږدې شوی دی !!

پتنګ


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more