د موضوعګانو سرپاڼه

سياست او روانې چارې

دروسانو او طالبانو ډېپلوماتيکې اړيکې او د پيښور پټه ناسته

اتل
05.01.2017

محترمو لوستونکو، السلام علیکم!
آلله جل جلاله مو تل نیکمرغه لره!
د روهي ورځپانې یو په زړه پور مضمون خپور کړی، چې د ورځپاڼې لیکوال اکرام الله اتل لیکنه ده.
رپوټ وایي، داچې روسانو یو نیم میلیون افغانان شهیدان کړل، ژوندي یې خښ کړل، نور یې معیوب کړل او په میلیونونو یې بې کوره کړل، څنګه کیدای شي چې سراج حقاني او طالبانو د هماغو روسانو سره معاملو ته ددیبلو تیکو اړیکو نوم ورکړي.
رپوټه وایي ملا هیبت الله او سراج حقاني چې دتخار د آی ځانم نه د تاجکستان کولاب ته، او له هغه خای نه روسیې ته لاړل پتې یې پاخه کړل، نو چې راستانه شول طالبانو او حقاني ډلو شدید اعتراضونه وکړل. دشمالي وزیرستان د داتا خيلو دیني عالک سکوت مات کړ او اعتراض یې وکړ چې په نتیجه کې یې دحقاني د قواماندانانو ترمنځ په جنګ کې مرګ ژوبله واوښته.
دکوټې طالبانو چې اعتراضونه وکړل، یو شمیر یې ونیول شول، ځینې هلمند ته وتښتیدل. ددې درز دوکشیر کولو دپاره د پاکستاني ملایانو مولانا سمیع الحق او مولانت فضل الرحمان نه کار واخیستل شو، او د اکوړې خټک په حقانیه مدرسه کې طالبي ډلو ته دروسیې د مرستو د اخیستلو دپاره فتواوې ورکړې شوي.
په تعقیب یې پنځه کسیز روسي هیئت داسلام آباد نه په اوکوړه خټک کې پاکستاني ملایانو ته وسپارل شو، او روسانو ژمنه وکړه چې د هرې میاشتې په پای کې به دسراج حقاني شبکې ته سپکې او درندې وسلې ورکوي، اوهغه به یې بیا د د طالبانو د کوټې دشورا پر ډلو ویشي چې په افغانستن کې داعش ووهي.
په اکوړه خټک کې د مولانا سمیع الحق حقانیه هماغه مدرسه ده چې په افغامسنان کې د شوروي پر خلاف د جهاد فتوی پکې ورکړې وه.
====
قدرمنو لوستونوکو، ولې سراج حقاني او طالبان په افغانستان کې دویم نیابتي جنګ ته لمن وهي. هرڅومره چې وسلې داخل ته ځې هماغه اندازه تشدد زیاتیږي او د ولس سر او مال پکې دل کیږي. حقاني او طالبانو ته پکار دي چې دخپل ملک غم وخوري، دپردیو دپاره نیابتي جنګونه پر مخ بو نه زي. طالبان او حقاني چې صلحه وکړي، نه به داعش دپښې ځای ولري، نه القاعده اونه به نیابتي جنګونه وي.
الله جل جلاله دې موږ ټولو ته ددې بصیرت را په برخه کړي چې خپل او پردئ وپیزڼو، آمین.
www.rohi.af/fullstory.pho?id=52306


lawangin
07.01.2017

زه هر چا ته حوصله کوم خو داحمقانو حماقت ته حوصله نلرم !
ایا رباني چې رئیس جمهور وو دروسانو سره یې روابط نلرل مسکو ته ورنغی ؟؟
- کرزی فاسد مسکو ته ورنغی ؟؟
-غني فاسد او اتمر خادست هر کال په مسکو کې خبرې نه کوي ؟؟
ـ هیلیکوفتر یې له مسکو او له رو سانو څخه وانخیستل ؟؟
- لس زره کلچنیکوپونه رو سانو مذدوري ملي اردو ته ورنکړل چې طالب پرې مړ کړي !!

خو احمقان او خرڅ شوي د ملت نماینده ګي نشي کولی هغوی خپلې چړچې کوي نو روسان
هم پر دې پوه شول چې له بزدله احمقانو ځان جدا کړي او له هغوخلقو څخه دفاع وکړي چې
هم دملت استازیتوب کولی شي او هم یې دامریکې یر غل ته ماتې ورکړې وي !
طالبان په ۴۱ اولسوالویو کې واک لري او حکومت کوي سره له دې چې فاسده اردو
داشغالګرې امریکې او دمتحدینو له خوا یې په هوایې او مخکنۍ توګه مرسته کیږي!!!

ژوندي دې وي طالبان نالت په مذدور رژیم !!

پتنګ


tandar
10.01.2017

په دا ګوډاګي رژيم ګي څومره پخواني د روسانو مزدوران کار کوي
احمد شاه مسعود په ښکاره دkgb اګينت نه و
غني او عبدالله دچا په زور ورځي او شپي تيروي
هغه څوک چه په واقيعت سترګي پټوي او دلته ببولالي ليکي يا خو بي کاره دي او يادنورو لپاره داګينټ وظيفه لري چه د وطنفروشانو مخالفين تشخيضوي او وظيفوي ليکني کوي


اتل
11.01.2017

محترم پتنګ او تندر صاحبانو، السلام علیکم!
پکار دي تاسې په سړه سینه زما دتبصرې او دمضمون دمتن تر منځ توپیر وکړئ. زما دتبصرې لنډېز دادئ چې په اور باندې د تیلو د اچولو پر خای دې طالبان صاحبان، صلحه وکړي، چې ټول مسائل له یوې مخې حل شي، او موږ ته پکار دي چې خپل دوست او دښمن وپیژنو.
دا متل به مو اورېدلئ وي چې "خدای یې ورکوي، خو خدای بیردې یې نه ورکوي".
ښاغلو، تاسې طالبان نه یاستئ، بلکه د طالبانو نه هغه څه غواړئ چې ستاسې خوښ دي. سید طیب آغا، ملا قیوم ‌ذاکر او راو ورسته دطالبانو د لوی قاضي مولوی عبدالحکیم لیکونه ولونئ چې دطالبانو مشرانو ته یې لیږلي.
دروسې مقاماتواو دآخندزاده صاحب هبت الله، او سراج حقاني دملاقاتونو سره دحقاني دشبکې او طالبانو دغړو مخالفتونو ته نطر وکړئ، او بیا دطالبانو په نیابت وغږیږئ.
دحقاني دډلې لوی دیني عالم دشمالي وزیرستان په داتا خیلو کې سکوت مات کړ او ویې ویل چې "مولوی جلال الدین او سراج حقاني به د ماسکو د KGB سره خپلو اړیکو ته جعلي فتوی ګانې راباسي، خو موږ دیو نیم میلون افغانانو قتل، او دومره نورو معیوب کیدل او د وطن نه دمیلیونونوشړل ندي هرکړي. که سراج حقاني دروس نه دخپل ولس غچ نشي اخیستئ، نو دیوه کافر د وهلو دپاره دې دبل کافر سره لاس نه یو کوي".

په کوټه کې چې دطالبانو دشوری غړو مخالف وکړ، د ملا ناني په شمول ۷ تنه یې ونیول شول، ملا امیرخان متقي ځان چیرې پټ کړ، او ځینې نور مشران یې هلمند او ارزګان ته وتښتیدل.
ښاغلو ستاسې خبرې د روسیې سره د نورو افغان چارواکو رفت او آمد په برخه کې حقیقت دئ، خو چې پخپله طالبان پدې اړیکو نه سره جو/یږي، تاسې مسئله مه جعل کوئ.
دا حقیقت هم باید ومنو، هرڅومره چې مسئله پراخه کیږي، نور ملکونه پکې راګډیږې، نورې وسلې زموږ ملکه ځي، هغومره زموږ او د ملک پکې تاوان دئ. هره ورځ افغا وژل کیږي. نور د خیر په غوندۍ ناست دي، کله یو موږ په تخرګ کې نیسي، کله بل، او وایې چې دهغه یا دغه د اشغال نه دې بچ کوم.
موږ ته هوښیاري او ځیرکي پکار ده، کنه تباه کیږو، او ملک مو د تورو زاغانو خوراک کیږي.
په درنښټ.


lawangin
12.01.2017

دالر پرېږدۍ راشئ بین الافغاني سولې ته ولې خنډونه جوړوۍ ؟؟
طالبان تیار دي اشغالګر دې ورک شي فاسدین د ې ورک شي سوله هر طالب
غواړي !! خو نه په غلامي کې سوله او نه دغلام په دود سوله !!
اتل جانه ته کوچنی یې !!

پتنګ


tandar
14.01.2017

لونګين صاحبه په وروستي جمله دي ما ډير وخندل ښي ډانګ پيرلي او عاميانه خبري له خولي باسي لکه کلي کي چه دچا سره خبري کوي
ښه ټينګ پښتون يي نظر دي هيڅ تغير ونه کړو
تقاعد شوي يي او که لا کار کوي ؟
خلک پوه شوي په افغانستان کي امنيت فقط لوي خداي او طالبان مينځ ته راوړي شي وطن فروشان او د cia او isi نوکران به يوه ورځ دخپلو بادارانو سره لکه ګيدړان تښتي انشاالله


tandar
15.01.2017

اتل صاحب سلامونه
ډير خوښ چه طالبان صابان دي دي ليکلي يعني يو احترام قاېل شوي يي
الله دي درته اجر درکړي
انشاالله چه افغاني طالبانو ته تول محتاج ګيړي او معذرت به تري غواړي چه وبښي مونږ ډالرو ړانده کړي و او کانه کږي و
ډيره مننه
ديوه لوي او ازاد افغنستان په هيله

محترم پتنګ او تندر صاحبانو، السلام علیکم!
پکار دي تاسې په سړه سینه زما دتبصرې او دمضمون دمتن تر منځ توپیر وکړئ. زما دتبصرې لنډېز دادئ چې په اور باندې د تیلو د اچولو پر خای دې طالبان صاحبان، صلحه وکړي، چې ټول مسائل له یوې مخې حل شي، او موږ ته پکار دي چې خپل دوست او دښمن وپیژنو.[color=red:567cf0cfe2][/color:567cf0cfe2]


آدم خان۱
17.01.2017

السلام علیکم
تندرصاحب تاسو لیکلي:
((ښه ټينګ پښتون يي نظر دي هيڅ تغير ونه کړو ))

اصیل ګوهر تل اصیل وي. پتنګ هم الماس دی . خدای پاک مو دواړه تګړه او سلامت لره،له خبرو مو وطنی بوی را ځی . تقاعد مقاعد پسې مه ګرځی، اصلی ژوند له تقاعده روسته شروع کیږي....


tandar
19.02.2017

مننه ګرانه
دوعا وکړه چه ديوه لوي افغانستان ازادي درسره په ژوندون تجليل کړو امين يا رباالعالمين
دا به زمونږ سمه دتعاعدي تحفه وي


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more