د موضوعګانو سرپاڼه

اسلام، اسلامي شرعه او د اسلام تاریخ

د فکر وکړئ صفحې یو بله ډیره ناوړه خبر چي د محمدرسول الله صلی الله علیه وسلم په هکله وه او وايي چي د ریحانې سره ....

عبدالسلام حنف
05.12.2016

د فکر وکړئ صفحې یو بله ډیره ناوړه خبر چي د محمدرسول الله صلی الله علیه وسلم په هکله وه او وايي چي د ریحانې سره ............. خو حقیقت لاندي وګورئ.
لیکنه : عبدالسلام حنفی

دریحانی غلطه واقعه

ډیرو د سیرت پوهانو لیکلی دی چی حضرت محمد صلی الله علیه وسلم د بنو قریظه په قیدیانو کی دیوی ریحانه نومی یهودی ښځی په باره کی دا حکم وکړ چی دادی له نورو نه جلا کړی شی، بیایی څو ورځی وروسته خپل کورته بوتله کومو مورخینو چی لیکلی دی چی حضرت محمد صلی الله علیه وسلم به د مینځو څخه هم فایده اخیستله ، د دی لپاره ئی دوه مثاله راوړی دی چی یوه هم دا ریحانه او بله ماریه قبطیه وه، عیسائی مورخینو دا واقعه رښتیا کڼلی او په ډیر ناوړه شکل ئی ښوولی ده، یوه مورخ په ډیرو بدو الفاظو کی لیکلی دی چی هر کله د اسلام بانی د اووسوو کسانو د وژلو د ننداری نه وزګار شو نو کور ته راغی او د تفریح او د زړه د خوشحالی له پاره ئی داسی وکړل .................؟؟؟
خو حقیقت دادی چی داخبره بیخی غلطه ده کور ته د ریحانی د بوتللو هر څومره روایتونه چی دی، ټول د واقدی او یا د ابن اسحاق څخه اخیستل شوی دی ، واقدی په ښکاره ویلی دی چی حضرت محمد صلی الله علیه وسلم ورسره نکاح تړلی وه. ابن سعد چی دواقدی روایت راوړی دی په هغه کی یی پخپله د ریحانی له خولی دا الفاظ بیان کړی دی (فأعتقنی وتزوج بی) ژباړه : بیا رسول الله صلی الله علیه وسلم زه آزاده کړم او ما سره ئی نکاح وکړه حافظ ابن حجر چی پخپل کتاب اصابه کی دمحمد بن الحسن له تاریخ مدینه څخه کوم روایت نقل کړی دی دهغه الفاظ دادی: وکانت ریحانة القریظیة زوج النبی صلی الله علیه وسلم تسکنه :او ریحانه قریظیه چی د حضرت محمد صلی الله علیه وسلم زوجه وه په دی کور کی اوسیدله. د حافظ ابن منده (طبقات الصحابه) د ټولو وروستیو محدثینو ماخذ دی، په دی کتاب کی دا الفاظ لیکل شوی دی: وإستری ریحانة من بنی قریظة ثم أعتقها فلحقت بأهلها واحتجبت وهی عندأهلها . ژباړه : ریحانه ئی ونیوله ،بیایی آزاده کړه نو هغه خپلی کورنی ته ورغله او هلته په پرده کی اوسیدله حافظ ابن حجر د دی عبارت د نقلولونه وروسته داسی لیکی :وهذه فائدة جلیلة أغفلها ابن الأثیر .

د حافظ ابن منده د عبارت نه په څرگند ډول دا خبره ثابتیږی چی حضرت محمد صلی الله علیه وسلم دا آزاده کړی وه، بیا خپلی کورنی ته ورغلی وه او هلته یی دنورو میرمنو په شان په پرده کی ژوند کاوه، زموږ په عقیده ثابته او صحیحه واقعه هم داده او که دا خبره ومنلی شی چی دا نبوی حرم یعنی د حضرت محمد صلی الله علیه وسلم کورته راغلی وه، نو بیا په یقینی ډول په نکاح کړو کی شامله وه او وینځه نه وه :سیرت النبی جلد 1 صفحه 382 _ 383 لیکوال علامه شبلی نعمانی رحمه الله او علامه سید سلیمان ندوی رحمه الله
د حضرت ریحانه رضی الله تعالی عنها په اړه د سیرت په کتابونو کی دری ډوله روایتونه راغلی دی، یو دادی چی پیغمبر صلی الله علیه وسلم هغه آزاده کړه او خپل کور ته ولاړه او په پرده کی ئی خپل ژوند تیر کړ، دغه روایت د ابن منده دی خو د دی روایت په تائید کی بل روایت نه دی راغلی، دوهم روایت دادی چی پیغمبر صلی الله علیه وسلم غوښتل چی آزاده یی کړی او دنورو بیبیانو رضی الله عنهن په څیر یی له ځانه سره واوسوی، خو دغه دروند کار احساس کړ او دمینځی په توګه یی له پیغمبر صلی الله علیه وسلم سره ژوند تیرول خوښ کړل، دغه روایت د ابن اسحاق دی، دریم روایت دادی چی پیغمبر صلی الله علیه وسلم هغی ته اختیار ورکړ ، هغه مسلمانه شوه پیغمبر صلی الله علیه وسلم آزاده کړه او نکاح یی ورسره وتړله دغه روایت د واقدی دی او ابن سعد دغه روایت له واقدی په ډیرو لارو رانقل کړی او واقدی دغه روایت تر ټولو کره بللی دی، وگورئ :البدایة والنهایة جلد 5 صفحه 305


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more