د موضوعګانو سرپاڼه

اسلام، اسلامي شرعه او د اسلام تاریخ

د پول صراط حقیقت

عبدالسلام حنف
06.11.2016

د پول صراط حقیقت څه دي ؟
لیکنه. عبدالسلام حنفي.
په دنیا کي صراط المستقیم لار هغه سیده لار ده چې یوې او بلي خوا ته یې تجاوز کول انسان هلاکته غورځوي
چي په آخرت کي به دا په حقیقي بڼه او شکل خلګو ته وښودل شي چې هغه پول صراط دی چې دا ډیره باریکه لاره ده چي د هغې څخه اخوا دیخوا کیدل او تجاوز کول په حقیقت کې په جهنم کې غوځیدل دي چي ټولو خلګو ته به په حقیقې ډول په نظر ورشی که په دنیا کي په مستقیمه لار تللی وی تر حد یې تجاوز نه وي کړي نو په پول صراط به هم نیغ تیر شي او که په دنیا کي په نیغه لار نه وي تللی او کوږ وږ شوی وی تر حد یې تجاوز کړی وی نو په پول صراط به هم تر حد تجاوز وکړی او په دې پول به نه شي تللي. ځکه دغه لاره په حقیقت کي د دنیا د روحاني لاري یوه نمونه ده.
د پول صراط په باره کې راغلي دي چي هغه به د ویښته څخه باریک او نری وی او د تورې څخه به تیره وی نو همداسي په دنیا کي د علم شریعت حال دي . پس په دنیا کي شریعت احکام د توري څخه تیره او د ویښته څخه باریکه دي.
مأخذ : د اسلام احکام د عقل په رڼا کې
تالیف حکیم الامت مولانا اشرف علي تهانوي رحمه الله.


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more