د موضوعګانو سرپاڼه

اسلام، اسلامي شرعه او د اسلام تاریخ

د فکروکړئ کفري صفحې بل سوال ته جواب

عبدالسلام حنف
01.11.2016

د فکروکړئ کفري صفحې بل سوال ته جواب
لیکنه عبدالسلام حنفي
[سُوۡرَةُ آل عِمرَان : 175]

إِنَّمَا ذٰلِكُمُ الشَّيْطٰنُ يُخَوِّفُ أَوْلِيَآءَهُۥ فَلَا تَخَافُوهُمْ وَخَافُونِ إِن كُنتُم مُّؤْمِنِينَ

اوس تاسي ته څرګنده شوه چي، هغه په اصل کښي شيطان ؤ چي خپل دوستان یې بې ځايه وېرول، له دې امله په راتلونكي کښي تاسي له كافرانو څخه مه وېرېږئ، زما څخه ووېرېږئ، كه تاسي په رښتيني توګه د ايمان خاوندان ياست.
په دې آیات مبارکه باندي د فکر وکړئ کفري فیج داسی اعتراض کړي وو چي د قرانکریم د دې آیت مطلب معلوم نه دي چې شیطان دلته څوک مراد دي
جواب. د ملحد سوال هر وخت داسی بی تحقیقه او په جهل بناء وی د دو آیت مطلب بلکل ډیر واضح دي د ايات په یوه خاصه واقعه کې نازل شوی دی چې همغه کس کوم چې په واقعه کې راغلی ترې مراد دی. خو حکم یي اوس عام دی یعنی هر څوک چي د دښمن له لښکر څخه مسلمانان ویروي نو د قرانکریم له نظره هغه شیطان دي .او هغه واقعه چې لنډ تفصیل یې دادي . په صحیح البخاری کي یې هم روایت موجود دي. چی رسول الله صلی الله علیه وسلم د احد له جنګ څخه چې کله مدیني ته راغي او قریشو د مکې په لور روان شول نو نبی کریم صلی الله علیه وسلم د دوی په تقعیب پسې یو څو کسان واستول تر څو د قریشو احوال راوړي. نو کله چې دا کسان مقام حمراء ته ورسیدل. د نعیم بن مسعود سره مخامخ شول او د ابوسفیان د لښکر په اړه يې پوښتنه ترې وکړه چې چیری وو او څه یې کول. نو نعیم بن مسعود خبر ورکړئ. چي ابوسفیان بیا ستاسو په مقابله کې لښکر جمع کړي دئ. او اراده لري چې پر مدینه باندی بیا حمله وکړي . نو د دو کیسې تفصیل وږد دی خو مراد په دغه مذکور آیت کې دغه نعیم بن مسعود شیطان دی. او همدا يی مطلب دي. اسباب النزول. ج.۱ صــ ۱۳۱ سورة آل عمران. ۱۷۳-۱۷۵. الدرالمنثور. ج ۲ صــ ۳۸۹ آیت ۱۷۳-۱۷۵. معارف القرآن. آیات یورة آل عمران ۱۷۵.
د تفسیر المظهري عبارت. ( انما ذلکم ) یعنی نعیماً او اباسفیان. ( الشیطان )خبر ومابعده بیان شیطنته او مابعده صفة علی طریقة الخ. تفسیر المظهري. ج۲ صــ ۱۸۲. آیات سورة آل عمران ۱۷۵ .
او د فکر وکړئ کفری صفحې د نورو جوابو لپاره دا لینک خلاص کړئ https:facebook.com/فکر-وکړئ-جواب-1740122702916048/


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more