د موضوعګانو سرپاڼه

اسلام، اسلامي شرعه او د اسلام تاریخ

 آسمان د اسلام له نظره

عبدالسلام حنف
27.10.2016

 آسمان د اسلام له نظره .
د آسمان ډیرې معناګانې دی اسمان په دې معنا سره هم راځي کوم چې ستا څخه لوړ وي او په تا باندې ئې سایه یا سیره کړې وي او د کوټې چت ته هم اسمان ویل کیږي. او همدارنګه د آس شاه ته هم آسمان ویل کیږی له دې وجې چی لوړه ده. مطلب دا چی هغه شئ چی لوړ وی هغو ته په عربي لغت کی سماء یا آسمان ویل کیږي. والسماء : كل ما علاك فأظلك .جامع الاحکام القرآن . ج۱ ص ۲۱۶ سورة البقره. تاج العروس.ج ۱ صــ۸۴۳۷ فصل السین . لسان العرب .ج ۱۴ صــ ۳۹۷. سمو.
د آسمان وجود او تعداد.
الله تبارك وتعالي ارشاد دئ فرمایي . بسم الله الرحمن الرحیم . وبنینا فوقکم سبعا شداداً . (او موږ ستاسو په سر باندې اوه مضبوط آسمانونه جوړ کړي دي چې په هغو کی تر ننه پورې د دومره مودې په تیریدو سره هم کوم درز نه دی پیدا شوی.) وفتحت السمآء فکانت ابواباً ( یعنی د قیامت په ورځ آسمان به داسې مات شي چی ګوا که ټول به دروازې دروازئ وي) یوم تشقق السمآء بالغمام ( او هغه ورځ چی آسمان به په وریځو باندې وڅیرل شي ) اذا السمآء کشطت ( او چه کله د آسمان پوستکی واړول شي) یعنی لکه څرنکه چی د ځناور پوستکی له حلالولو وروسته اړول کیږي نو ټول اندامونه رګونه به او ريښې ئې ښکاریږي همدارنګه د آسمان د پوستکي له اړولو وروسته د هغه په منځ کې به ټول شیان په نظر راځي.
اذا السمآء انشقت . چی کله آسمان څیرې شي . اذا السمآء انفطرت ( چي کله آسمان څیرې شي مات شي) وغیر ذلک من الآیت مثل وجعلنا السمآء سقفاً محفوظا.
دا او په د ډول نور قرآني آیتونه چې کله د مفسرینو د تحقیقاتو او د حدیثي نصوصو د تشریحاتو په رڼا کی وکتل شي نو په څرګنده توګه ترې معلومیږي چې آسمان یو جامد او کلک جسامت لري او يواځې قدرتي پردې نه دي ځکه چې کوم صفات په نوموړي آیتونو کې د آسمان په اړه بیان شوي دي لکه انشقاق، انفطار، فتح ابواب ، شدت، سقف محفوظ. او داسې نور نو دا د یو کلک جسامت لرونکي شي کیدلای شي د دې حقیقت په بناء باندي د معراج په شپه کې چې د حدیث له مخې کومې دروازې نبي کریم صلي الله علیه وسلم ته خلاصې شوي دي هغه کلک او جامد شي څخه جوړې شوي دروازې دي نه نوراني دروازې. خو د موجوده زمانې د سائنسدانانو دا ګومان دي چې آسمان کوم وجود نه لرې هغوی وائې چې دا کوم نیلې رنګه شی چې تر سترګو کیږي دا د انسان د لیدنې آخري اندازه ده.خود شلمې پیړۍ څیړنو د آسمان دغه صفت موندلی . د ځمکې د ژوندانه د ساتنې لپاره اساسې دنده لري. ځمکه د ثاقب شهابونو نه ژغوري د لمر وړانګې فلتر کوي او هغه برخې ئې چي د ژوند لپاره زیان لرونکې دي دفع کوي په داسې حال کې چې د لمر وړانګې چې د ژوندانه لپاره لازمې او ګټورې دي. هغو ته اجازه نه ورکوي د ماوراي بنفش زیاتره وړانګې چی خطر لرونکې دي د اوزون په پوړکې جذبیږي او یواځې یو لږ څه چې نباتاتو د فوتوسنتیز عملیې او ټولو ژوو لپاره اړینې دی ځمکې ته رارسیږي او بله دنده ئې له بې ساری یخنۍ نه د ځمکې د سطحې ساتنه ده. چې په خلا کې منفي ۲۷۰ درجو ته رسیږي برسیره پردې هوا د ځمکې مقناطیسي ساحه چې دون آلن بلت په نامه یادیږي هم د یوه ساتونکی پوښ په توګه د زیان لرونکی وړانګو په وړاندې عمل کوي دغه زیان لرونکي وړانګې چې تل له لمر او ستورو څخه خپریږي د ژوو لپاره وژونکې دی .

دون آلن بت په هکله ډاکتر هوګ روسن وائې. په حقیقت کي ځمکه له ټولو هغو ستورونه چې په شمسي منظومه کې دي لوړ کثافت لري د ځمکې په هسته کې د اوسپنې اونکلو شته والی د ځمکې په شاوخوا د یوې ځواکمنې مقناطیسي سلحې د جوړیدو لامل ګرځیدلی. دغه مقناطیسي ساحه دون آلن په نامه یوه محفظه جوړوي چې ځمکې د زیان لرونکې وړانګو له بمباره ژغوري .
که چیری دغه محفظه نه وای د ځمکې پر سر به حیات موجود نه وو. دا په خپله دادي ساینس پوهانو د آسمان یو صفت موندلی دی او ان شاء الله چې د آسمان په وجود به هم اقرار وکړي. خو لیکن دا د دوی انکار دا بالکل غلطه خبره ده ځکه چې له قرآن او حدیثو څخه دا ثابت دي چې آسمان یو مضبوط رنګ لرونکی شی دي چی دروازې هم په کې لګیدلې دي . او دا هم ثابته ده چې آسمان له ځمکې د پنځه سوه کاله مسافې په اندازه لرې دي.او که چیرې په یو ساعت کې د درئ میله رفتار څخه مسافه معلومه شي نو تقریباً یو میلیون نهه ویشت لکه اوشپیته زره میله جوړیږی. او د آسمان رنګ په اړه ابن عباس رضی الله تعالی عنهما فرمایی چې آسمان نیل رنګه شین دي او ځینې فرمايي چی سور دی لیکن د لرې والي او ډیرې فاصلې له وجهې شین ښکاریږي لکه څرنګه چې وینه په رګ کې د پردې له وجهې او سور غر د لرې والي له وجهې څخه شین ښکاریږي . البته د قیامت په ورځ به یا د نظر له تیز والي له وجهې او یا له دې وجهې څخه چې په دې ورځ ټول حقائق منکشف کیږي د آسمان اصلي رنګ به خلګو ته څرګند کړی شي چې بیان ئې په دې آیت کئ .فکانت وردة کالدهان. راغلی دی. او د اوو آسمانو ثبوت هم په قرآنې نصوصو کی موجود دئ. چې د هر آسمان تر مابین د پنځوسو کالو په اندازه فاصله ده . کاینات پراختیا مومي لکه څرنګه چی الله تعالی په قرآن کې فرمائې. والسمآء بنیناها بایید وانا لموسعون. او آسمان مو په خپل قدرت سره ودراوۍ او هغه ته پراخوالی ورکوو. او دا نظر ساینس پوهان هم مني. د قرآن او حدیثو له حقو دلایل څخه د بې خبرۍ له وجهې آسمان د انسان لیدنې د آخري اندازې ټاکل ډیره لویه غلطي ده. یو داسې ړانده سړي ته چې هیڅ په نظر نه ورځې که چیرته یو څوک هغه د لرې پراته شي د وجود په باره کې د پوهې له مخې خبر ورکړي نو هغه فوراً یقین پرې کوي په داسې حال کې چې هغه هیڅ هم نه ویني . او له موږ سره د آسمان د وجود په باره کې د معتمد ذات محمد رسول الله صلي الله علیه وسلم. اطلاعات اخبارت او مشاهدات موجود دي . که چیرته د یوه ساینس پوه مشاهده یا اطلاع د تسلمیدلو قابل ده نو آیا د یوه صادق مخبر جناب محمد رسول الله صلي الله علیه وسلم داسې یوه اطلاع به ولې د تسلمیدلو قابله نه وي؟


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more