د موضوعګانو سرپاڼه

اسلام، اسلامي شرعه او د اسلام تاریخ

د قرآن کريم نزول

عبدالسلام حنف
27.10.2016

i

د قرآن کريم نزول
لیکنه. عبدالسلام حنفي
حضرت ابن عباس رضى الله عنه فرمايي، چې قران کريم يو وار ټول په يوه ځاي د دنيا آسمان ته نازل شوى دئ د ليلة القدر په شپه باندې بيا پر نبي کريم صلى الله عليه وسلم باندى، په درويشت کالو کې وقفه ،وقفه نازليدئ، الحديث رواه الحاکم والبيهقي، اتقان ، ج 1 ص39 ،
نو د دې حديث مبارک څخه معلوم شول چې د قران کريم لپاره دوه وارې نزول راغلى دي،
اول نزول د ټول قران کريم د ليلة القدر په شپه بيت العزة ته،
دوهم وار نزول د قران کريم د بيت العزة څخه يا د دنيا د آسمان څخه ځمکې ته وقفه ، وقفه په درويشت کالو کې ،
اول راز او حکمت چې آسمان ته په يو وار سره ټول قران کريم نازل شوو ، څه وو ؟
جواب ، امام سخاوي په جمال القراء کې وايي ، آسمان ته د قران کريم په نزول کې په يوه وار سره د بني آدم عزت او اعظيم شان د خپلو بندګانو الله تعالى ملايکو ته ښکاره کړئ، ځکه چې د دغو تعظيم د وجه څخه الله تعالي اويا زره ملايکو ته امر وکړي چې د سورت الانعام سره راکوزې شوى او ګرد چاپيره ولاړې وې، اتقان، ج 1ص 40 -41 لپاره د عزت د قران کريم د نزول چې په بشر باندې نازليدئ،
او بل نزول د قران کريم ځمکې ته په تدريجي ډول سره دي ، نو که چيري څوک سوال کوي چي قران ولې په يوه وار سره مځکې ته نه نازليدئ ، لکه نور آسماني کتابونه، نو جواب دادى چې په تدريجي ډول سره د قرآن کريم په نزول کي ډير حکمتونه دي چې هغه د ټول قرآن په يو وار نزول کې نشته دي ،نو ځکه يي په يو وار سره ټول قرآن نازل نه کړو بلکي وقفه وقفه يي نازل کړلو نو ځکه الله تعالي فرمايي، په [ سُوۡرَةُ الإسرَاء : 106]

وَقُرْءَانًا فَرَقْنٰهُ لِتَقْرَأَهُۥ عَلَى النَّاسِ عَلٰى مُكْثٍ وَنَزَّلْنٰهُ تَنزِيلًا

او دغه قُرآن موږ بېلابېل کړی، لېږلی مو دى؛ تر څو چي ته یې په وقفه وقفه خلكو ته واوروې. او دا موږ (د وخت وخت په تناسب) په تدريج سره نازل کړيدى.
نو الله تعالي يي ښه جواب کړي دي، فرمايي، [سُوۡرَةُ الفُرقان : 32]

وَقَالَ الَّذِينَ كَفَرُوا لَوْلَا نُزِّلَ عَلَيْهِ الْقُرْءَانُ جُمْلَةً وٰحِدَةً ۚ كَذٰلِكَ لِنُثَبِّتَ بِهِۦ فُؤَادَكَ ۖ وَرَتَّلْنٰهُ تَرْتِيلًا

منكران وايي: "پدې سړي باندي ټول قُرآن په يو وخت کښي ولي نازل نه کړل شو؟" - هو، داسي ځكه شويدي چي دا په ښه شان موږ ستا په ذهن کښي کښېنوو او (د همدې غرض لپاره) موږ هغه په يوه ځانګړي ترتيب سره د بېلابېلو برخو په بڼه په كراره درته لوستى دى،
اول حکمت په پورتني آيات کې دا ښودل شوي دى چي د نبى کريم صلي الله عليه وسلم زړه مبارک په وقفه وقفه نزول کې قوي شئ ، هغه داسې چې کله وحې نوې کيږي او هر وخت ملکه راځي نو برکت هم ډيريږي او په هر حادثه کې چې يو حکم ورته راوړي نو په هغو سره خامخا زړه خوشحالي کوي او قوى شي، او د رسول الله سره ډير ښه کومک شئ، د حادثې په حل کولو کې،
او دوهم حکمت دا هم کيدى شي ، چې په لږ لږ نازليدلو کي خلګو ته آساني وي، چي په سمه توګه سره يي ياد کړي، او معناګانې يي سمې فهم کړي ، تر څو د لاس وهنې څخه په سالمه توګه وژغورل شي ، که چيري په يو وار نازل شوى وي نو خلګو به ياد کړي نه وو، نو چا به تحريف کې کړى وو، نو ځکه په تدريج سره نازل شو
او نور هم ډير حکمتونه لرى، چې د ټولو بيانول مشکل دي نو د زيات تفصيل لپاره وګورئ ، علوم القران ،


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more