د موضوعګانو سرپاڼه

اسلام، اسلامي شرعه او د اسلام تاریخ

عيسويانو انجيل بدل کړي دي

عبدالسلام حنف
27.10.2016

عيسويانو انجيل بدل کړي دي،
ليکنه ، عبدالـســلام حنفي،
موږ يو څو دلايل درته خپله د بايبل څخه وړاندې کوو ، چې هغه په دې دلالت کوي چې عيسويانو انجيل او تورات کې تحريف کړى دئ، ځکه چې نن اکثره عيسويان دا دعوه کوي چې تاسو په تحريف د تورات يا انجيل باندى کوم دليل لرئ،
عربي بايبل ، په اشعياه فصل 24 ايت 5 کې وايي، لانهم تعدوا الشرائع غيروا الفريضة نکثوا العهد الابدى، يعني هغو شريعت بدل کړي، او عهد يي د هميشه لپاره مات کړى،
دشريعت څخه مراد تورات دي ،ځکه په تورات باندي د شريعت اطلاق شوى دي، استثناء 9_ 31 - 11 - 12
دوهم دليل ، يرميا فرمايي، اذ قد حرفتم کلام الاءله ، ترجمه :په تحقيق سره تا زموږ د رب کلام بدل کړى، (ارمياء , فصل 23 ايت 36)
د تحريف دريم دليل ، په عربي بايبل صفنياه 3 فصل 4 ايت کې راغلى دى، خالفوا الشريعة ، هغو تورات بدل کړئ،
دغه يو دري مثالونه ما تاسو ته وړاندى کړل او دغه ډول په ډير شمير مثالونه وجود لري،


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more