د موضوعګانو سرپاڼه

اسلام، اسلامي شرعه او د اسلام تاریخ

په لوښي کې د مچ لویدل

عبدالسلام حنف
26.10.2016

بسم الله الرحمن الرحیم
لیکنه. عبدالسلام حنفي
په لوښی کی د مچ په پری وتلو هغه ته د غوټی ورکولو او بیا دویستلو وجه نبي کریمﷺ فرمایلې دی که چیرې په تاسې کې د چا په لوښي کې مچ پریوځي نو مچ په هغه کې ډوب کړئ یعني هغه ته غوپه ورکړئ بیا هغه ترې وباسئ او ویي غورځوی ځکه چې دهغه په یوه وزر کی شفا او په بل وزر کی ناروغي ده : د دی تفصیل دادی چی خدای ﷻ دهر حیوان دننه دهغه طبیعت د بدن دتدبیر لپاره پیدا کړي دئ دغه طبیعت په ډیرو وختونو کې ضرر رسونکي مواد کوم چی د بدن د یوی برخې او جز کیدو قابلیت او وړتیا نه لري خپلو خواؤ او اطرافو ته غورځوي او لیرې کوی بدن ته یې نه پریږدي همدغه وجه ده چی طبیبان دحیواناتو د لکۍ د خوړلو سخه خلک منعه کوي او مچ په ډیرو وختونو کی هغه خواړه چی دبدن دجز کیدو وړتیا نه لری خوري او دمچ طبیعت دغه فاسده ماده د خپل خسیس غړی یعنی دوزر په لور غورځوی او دخدایﷻ حکمت دی چی په کوم شی کی زهرجن ماده ایښی وي نو په هغه کې تریاقیه یعنی علاجیه ماده هم وی مقصد دا چی دهر ځناور او حیوان د زهرو تریاق الله ﷻ دهمدغه حیوان په بدن کی پیدا کړی دي لکه په مار کی د زهرو تریاق دهغه په سرکې دي همداسې نور ځناور هم دی او که چیری په ځناور کی زهر وي او تریاق پکی نه وی نو هیڅ یو حیوان به هم ژوندي پاتې نه وی لکه څنگه چی په اسلام کی د اوبو چښلو په وخت کی دساه دپوکولو منع ده نو دا منعه له دی وجې شوی ده چی که چیری په اوبو کی ساه واخستل شي او په کې پوکي وکړی شی نو د دغه گنده بخاراتو څخه به اوبه متاثرې شي کوم چی د دننه څخه بهر او د باندې راوزي او په همدی ډول په دې سره ټول هغه بخارات دننه ځی چی دکومو څخه دناروغیو دپیدا کیدو خطره ده دانسان په بدن کی دساه دتگ راتگ داسی یو الهی ماشین دی چی د هغی په ذریعه گنده او ضرری مادې دم په دم بهر ته راوزی او تازه هوا د نن ځی دهمدی په ذریعه د انسان صحت روغ وي


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more