د موضوعګانو سرپاڼه

اسلام، اسلامي شرعه او د اسلام تاریخ

د یوه اعتراض حل

عبدالسلام حنف
26.10.2016

بسم الله الرحمن الرحیم
لیکنه. عبدالسلام حنفي
یوه کس دعوه کړي وه چی کله قیامت قائم شی او مخلوق ټول فاني شي نو الله تعالی نعوذ بالله د خالقیت صفت له لاسه ورکوي.
جواب. اول د یوه مسئلې یا د یوه شئ معلومول یا ثبوتول به له دو وجو څخه وي یا په عقل سره ثابتیږي یا په نقل سره نو دا سوال به هلته حل شی چی ته کله نقلي دلایل ومنې. ځکه کله چې څوک نقلي دلایل نه مني نو داسي سوال کول د عقل انسانې څخه ماوراء دي عقل د دو ادراک نشی کولي ځکه که دا ټولې خبرې د انسان په عقل او علم کې راشي نو د دې مطلب به دا شی چی انسان انسان پاتې نه شو بلکې عالم الغیب شوو. نو د انسان عقل محدود دی نو دا معلومول چي د الله تعالی صفات د مخلوق تر باقی والي پوری محدود دي. دا خو له پر خپل ځای پریږده پخپله د خپل وجود د هرې حصې حکمت څوک په عقل سره نشي ثابتولي. نو په د خبره ښه ځان پوه کول په کار دي چي الله تعالی د مخلوق د صفتونو څخه پاک دي د ده صفتونه همیشه دئ او هميشه به وي. د ده هیڅ صفت هیڅ کله هم نه ختمیږي. ځکه الله تعالی په قران کي فرمایي چي د اهل السنة والجماعة عقیده هم ده. [سُوۡرَةُ الشّوریٰ : 11]
ِ ۚ لَيْسَ كَمِثْلِهِۦ شَىْءٌ ۖ وَهُوَ السَّمِيعُ الْبَصِيرُ

د كائناتو هيڅ شى هغه ته ورته څيرمه نشته، هغه د هر څه اورېدونكى او ليدونكى دى.
وهو یتعالی عن جمیع معاني الخلق وصفاتهم. تاؤیلات السنة والجماعة للماتردي.
نو د قیامت په راتګ سره چي هر څه فاني کیږی نو دا قیامت هم له یوې وجې د الله تعالی یو مخلوق دی ځکه الله تعالی فرمايی. [سُوۡرَةُ الحَجّ : 1]

يٰٓأَيُّهَا النَّاسُ اتَّقُوا رَبَّكُمْ ۚ إِنَّ زَلْزَلَةَ السَّاعَةِ شَىْءٌ عَظِيمٌ

اې خلكو! د خپل رب له غضب څخه ځان وژغورئ، حقيقت دا دى چي د قيامت زلزله لوى (هولناك) شى دى.
نو قیامت ته هم یو شئ ویل شوی دی. او همدارنګه کله چی په هر شئ باندې مرګ راځي دا مرګ هم د الله تعالی مخلوق دي ځکه الله تعالی فرمايي. [سُوۡرَةُ المُلك : 2]

الَّذِى خَلَقَ الْمَوْتَ وَالْحَيٰوةَ لِيَبْلُوَكُمْ أَيُّكُمْ أَحْسَنُ عَمَلًا ۚ وَهُوَ الْعَزِيزُ الْغَفُورُ

هغه ذات چي مرګ او ژوند یې پېدا کړ، تر څو چي تاسي وازمايي، وګوري چي ستاسي څخه كوم يو ډېر ښه عمل كوونكى دى. او هغه زورور هم دى او بښونكى هم.
نو مرګ هم مخلوق شو او قیامت هم یو شي وبلل شو نو کله چې خلق فانې شول او دا مرګ او قیامت موجود شول کوم چي عدمي وو. نو مخلوق موجود دي الله تعالی ته د خالق صفت د عقل له وجه هم دادی ثابت شول. چي مرګ ته به هم د قیامت په ورځ د پسه شکل ورکړل شی او د دوزخ او جنت په مابین کي به ذبحه شي. او همدارنګه د انس او جن اعمال چي د قیامت په ورځ ورته صورت ورکول کیږی یو عدمي مخلوق دی چی وجودی به شي. نو الله تعالی د خالقیت صفت هیڅ کله د لاسه نه ورکوي.بلکي صفات یې ازلي او ابدی دي. او کوم چي د نقل له لحاظه د الله تعالی صفتونه دی هغه داسی عقیده ټول اهل السنة لری چی الله تعالی خالق وی مخکي له دئ څخه چي مخلوق یې پیدا کړي او همیشه به خالق وي. وموصوف بأنه خالق قبل أن یوجد مخلوق. شرح عقیدة الطحاوي. صـ ۵۲.


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more