د موضوعګانو سرپاڼه

سياست او روانې چارې

دټولو دښمن يې؟

اتل
02.09.2016

محترمو لوستونکو، السلام علیکم.
تو کارزمین را نیکو ساختیي - که بر آسمان ها نیز پرداختي!
طالبه وروره، اسلام او مسلمان ته خو دې ښه خدمت وکړ، چې پاتې عیسویت او عیسویان شول!
طالب جانه، هرڅوک چې ستا بدعت، دخوارجو اعمال، جهالت او غیر اسلامي کارونه، نه مني وژنې یې. تاته چا دټولو دقتل حجت درکړئ؟ کفار چې په دار د اسلام کې ژوند کوي، ټول حقوق یې خوندي دي، او ته حق نلرې چې قتل یې کړې. اسلامي ارشادات وايي، یو انسان چې ووژنې، لکه ټول بشریت دې چې وژلئ وي، که یوه انسان ته د مرګ نه نجات ورکړې، لکه ټول بشریت دې چې ژغورلې وئ.
====
په پېښور کې وسله والو د عيسويانو پر کالونۍ بريد کړى
د «اى ار واى » د خبر له مخې، د پېښور پر ورسک روډ د عيسويانو پر کالونۍ وسله والو بريد کړى، چې امنيتي ځواکونو ورسره جگړه پيل کړه او ٤ وسله وال وژل شوي او ٣ کسان ټپيان دي.
عيسايي کالونۍ د ارمې پبلک ښوونځي په ٧ کيلومټرۍ کې پرته ده، چې اوسمهال ټولې لارې بندې دي او هوايي چورلکې په سيمه کې الوتنې کوي.
د پاکستان د پوځ وياند عاصم باجوه پر خپل ټویټرتايد کړې، چې له امنيتي ځواکونوسره په نښته کې ټول ٤ وسله وال وژل شوي.
http://www.rohi.af/fullstory.php?id=48684
پدرناوي.


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more