د موضوعګانو سرپاڼه

نړيوال ښکيلاک او د لرو بر افغان دازادۍ غورځنګ

هسې نومیالئ اتل نیکه/داسې یې لمسئ!

میرویس
19.08.2016

لګرانو لوستونکو، السلام علیکم!
متل: پلار ګټلي پر زوی ارزانه دي.
سراج حقاني چې په قوم زدران دئ، دخپل نیابتي جنګ دبادار په مرسته يې نه یوازې دطالبانو پر مشرتابه خوې لګولې، بلکه دطالبانو مقدرات یې هم قبض کړیدي. دسراج حقاني په لارښونه داستقلال دجشن په مراسمو باندې په کنړ او کابل کې طالبانو مرګونې حملې وکړي، خلک یې پدې ګناه ووژل او زخمي کړل چې ګواکي ولې دګران افغانستان داسققلال جشن لمانځي. سراج حقاني زدران کوښښ کوي: "د خپلواکۍ د جګړې نامتو اتل غازي ببرک خان زدراڼ" په وینو ګټلئ استقلال د نیابتي جنګ دخپلو خارجي استخباراتي بادارانو پښې سورئ کړي.
ولې دسراج حقاني په قومانده طالبان دافغانستان د اتلو غازیانو دژوند په قربانیو دګټلي استقلال په مراسمو مرګوني ګذارونه وکړي؟ "د خپلواکۍ د جګړې نامتو اتل غازي ببرک خان زدراڼ" ترقومانده لاندې په کال ۱۹۱۹ کې ټل، وانه، متون اونورې سیمې د انګریزانو نه ونیولې شوې، او د خوست په علی شيرو کې، د میرانشاه په شميت کې، په ځاځی میدان، او د ټل د بازار په منځ کې بالاحصار ته نږدې د ببرک خان تاڼې او یاد ګارونه موجود دي. د استقلال د اتل په نامه د ببرک خان زدارن عکس د برتانیې په موزیم کې موجود دئ.
خو سراج الدین حقاني زدران چې دخپل نیکه غازي ببرک خان زدران داستقلال کارنامې دخپلو بادارنو پښې سورئ کوي، له هماغه میران شانه چې دببرک خان دکارنامو اثار پکې پراته دي، دافغانستان په استقلال، ولس او ارضي تمایت تعرض کوي او د خپل زدران نیکه داستقلال دقربانیو آثار د خپل خیانت پرآثارو ناولي او پلید کوي او پریمینځي یې.او دخپل نیکه فتحه کړې علاقې یې دتروریزم په مرکزونو بدلې کړېدي.
"پلار ګټلي پر زوی ارزانه دي".
هسې نیکه،هسې یې خدمتونه - داسې لمسئ، دا سې یې خیانتونه.
په درنښټ.


Re: هسې نومیالئ اتل نیکه/داسې یې لمسئ!

lawangin
19.08.2016

دشرم ځای دی ؟ کوم اسقلال ؟؟هو د صلیبیانو غلامي یي ونمانځله !!!

تف لانت
پتنګ

[quote:154d3398f5="میرویس"]لګرانو لوستونکو، السلام علیکم!
متل: پلار ګټلي پر زوی ارزانه دي.
سراج حقاني چې په قوم زدران دئ، دخپل نیابتي جنګ دبادار په مرسته يې نه یوازې دطالبانو پر مشرتابه خوې لګولې، بلکه دطالبانو مقدرات یې هم قبض کړیدي. دسراج حقاني په لارښونه داستقلال دجشن په مراسمو باندې په کنړ او کابل کې طالبانو مرګونې حملې وکړي، خلک یې پدې ګناه ووژل او زخمي کړل چې ګواکي ولې دګران افغانستان داسققلال جشن لمانځي. سراج حقاني زدران کوښښ کوي: "د خپلواکۍ د جګړې نامتو اتل غازي ببرک خان زدراڼ" په وینو ګټلئ استقلال د نیابتي جنګ دخپلو خارجي استخباراتي بادارانو پښې سورئ کړي.
ولې دسراج حقاني په قومانده طالبان دافغانستان د اتلو غازیانو دژوند په قربانیو دګټلي استقلال په مراسمو مرګوني ګذارونه وکړي؟ "د خپلواکۍ د جګړې نامتو اتل غازي ببرک خان زدراڼ" ترقومانده لاندې په کال ۱۹۱۹ کې ټل، وانه، متون اونورې سیمې د انګریزانو نه ونیولې شوې، او د خوست په علی شيرو کې، د میرانشاه په شميت کې، په ځاځی میدان، او د ټل د بازار په منځ کې بالاحصار ته نږدې د ببرک خان تاڼې او یاد ګارونه موجود دي. د استقلال د اتل په نامه د ببرک خان زدارن عکس د برتانیې په موزیم کې موجود دئ.
خو سراج الدین حقاني زدران چې دخپل نیکه غازي ببرک خان زدران داستقلال کارنامې دخپلو بادارنو پښې سورئ کوي، له هماغه میران شانه چې دببرک خان دکارنامو اثار پکې پراته دي، دافغانستان په استقلال، ولس او ارضي تمایت تعرض کوي او د خپل زدران نیکه داستقلال دقربانیو آثار د خپل خیانت پرآثارو ناولي او پلید کوي او پریمینځي یې.او دخپل نیکه فتحه کړې علاقې یې دتروریزم په مرکزونو بدلې کړېدي.
"پلار ګټلي پر زوی ارزانه دي".
هسې نیکه،هسې یې خدمتونه - داسې لمسئ، دا سې یې خیانتونه.
په درنښټ.[/quote:154d3398f5]


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more