د موضوعګانو سرپاڼه

سياست او روانې چارې

په ننګرهار کې داعش د افغان او امریکایی ځواکونو هدف

Hashmat Khan
30.06.2016

افغان امنیتی ځواکونو له خپلو وړتیاوو نه په استفادی د داعش د ترهګری ډلی وسله وال بریدونه په هر ګود د افغانستان کې په شاه تمبولي دي. داعش پلویان چې شتون یې په ننګرهار ولایت کې ډیر دي هڅه کوي چې په افغانستان کې یو قوي مرکز جوړ کړي، خو د افغان امنیتی ځواکونو له سخت مقاومت سره مخامخ او په خپلو هڅو کې ناکامه او پاتې راغلې دي. همدا شان په دې ورستیو کې د افغان او ایتلافي ځواکونو په مشرۍ په هوایی برید کې ګن شمیر داعش وسله وال وژل شوي دي. برسیره پردي د افغانستان ځمکنیو ځواکونو لخوا ګن شمیر وسله وال وژل شوي او ددوی د وسلو او مهماتو یوه زیرمه هم له منځه تللي. د ناتو په مشرۍ د غوڅ ملاتړ ماموریت په افغانستان کې د افغان امنیتی ځواکونو په روزنې، مشورې،او ملاتړ کې ژمن دي او د افغان امنیتی ځواکونو سره به د تروریزم پر ضد په جګړه کې مرسته کوي.

په درنښت
حشمت
دامریکا د متحده ایالاتودعمومي قوماندانی دبریښنایې خبرواترو تیم


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more