د موضوعګانو سرپاڼه

سياست او روانې چارې

امریکا ۱۰۷،۰۰۰ بزګرانو ته د کړنې تکنیکونه ورښولې

Hashmat Khan
24.06.2016

د امریکا د متحده ایالاتو نړیوالې پرمختیایي ادارې (USAID) په مرسته، د بیلا بیلو پروګرامونو له لارې د افغانستان د کرنې په سکتور کې د پام وړ پرمختګونه شوی دی. له دغو پروګرامونو څخه یو پروګرام د چمپ CHAMP یا سوداګریزه باغدارۍ او د زراعتی بازار موندنې په نامه یادیږي. دغه پروګرام د کرنې اړوندو سوداګریزو کارونو کې پیاوړتیا، د فارمو څخه بازار ته د افغانی کرنیزو توکو په رسولو کې د کیفیت ښه والي، کار رامنځ ته کول، د ښه معیشت او د اقتصاد پیاوړتیا په برخه کې مثبت رول لوبولي دي. همدي پروګرام د ۱۰۷،۰۰۰بزګرانو څخه ډیر چې ۳،۰۰۰ یې ښځینه دي د کرنې ښه تخنیکونه لکه کښت، دسري کارول،اوبه لګول او د ناروغیو او آفاتو د کنترول په برخه کې هم روزولي. برسیره پر دې، د چمپ پروګرام په مرستې نړیوالو بازارونو ته لکه پاکستان، بحرین، کانادا، هند، متحده عربی اماراتو، روسیې او د سعودي عربستان په شمول د ۳۲،۵۰۰ متریک ټنه تازه او وچه میوه د ۳۴،۵ میلونو امریکایی دالرو په ارزښت صادر شوی ده.

ستاسو په اند د افغانستان د اقتصاد لپاره د چمپ په شان پروګرامونه څومره مهم دي؟

په درنښت

حشمت


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more