د موضوعګانو سرپاڼه

سياست او روانې چارې

سراج الدین حقاني او دکوټې د شوری مشري.

اتل
03.06.2016

محترمو لوستونکو، السلام علیکم.
په لغمان کې دطالبانو دوه قوماندانان حکومت ته وراوښټي، ځکه چې د طالبانو مشران،نه دخپلو طالبانو په غم کې دي، اونه هم دافغانستان. دطالبانو مشرانو یو اوبل سره ووژل او یایې مرګونه پټ کړل چې خپل، او دخپلو خارجي استخباراتي بادارانو غرضونه پوره کړي.
په لغمان کې دوه طالب قوماندانان چمن مرستیال خان اوعالم شتاب د سولې له پروسې سره یو ځای شوي، او وایي چې اوس یې روح آرامه شوي، نه قتل کوي او نه هم ویریږي چې وبه وژل شي. دوی وایي چې اکثریت طالبان اوس پوه شوي چې مشران یې دپردیو استخباراتو غلامان شوي، دطالب او ملک سره خبانت کوي.

اوس چې ملا منصور وژل شوئ، لمړئ مرستیال یې سراج حقاني چې افغاني هویت یې دلاسه ورکړئ، دګاونډې ملک داستخباراتو [آی ایس آي] په مت ځان دطالبانو د کوټې دشوری مشر کول غواړي. ټول پوهیږي چې د حقاني شبکه نړیواله ترورستي ډله پیژندل شوي، دسراج حقاني پرسرلس میلیونه ډالره جاېزه اېښودل شوېده.

پداسې حال کې چې دافغانستان دصلحې خبرې اترې روانې دي، ځینې فکرکوي چې دطالبانو مشرتابه ته به دسراح حقاني په رسولو، او د یوه برحق مشر دپرتوګ په وراغوستلو به، عوام فریبي وکړي، او پدې ډول به دخلکو نه داحبره هیره کړي چې هغه ترتعقیب لاندې لوی نړیوال ترورست دئ. دسراج باداران چې یو ځل هغه دطالبانو مشر وتراشي، نو دحقاني دترورستي شبکې ملاتړ ته به دوام ورکړي، او داسې مسائل به هم حل شي لکه پر پاکستان باندې چې دجنګي جټ الوتکو داخیستلو پولي مدارک او تمویل قطع شو.
ملا منصور لکه جې ووژل شو، باید همداسې وژل شوئ وای، او دسراج حقاني بادارانو به خامخادمنصور په نښه کولو کې هم مرسته کړې وي، ترڅو سراج حقاني دطالبانو دمشر تابه دمقام په ګدۍ ورچوخ کړي. .
په درناوي.
http://www.rohi.af/fullstory.php?id=46088


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more