د موضوعګانو سرپاڼه

سياست او روانې چارې

د روژې د مبارکې میاشتې د حلول په ویاړ

Hashmat Khan
03.06.2016

دامریکا متحده ایالاتو دعمومي قوماندانی دبریښنایې خبرواترو تیم په سنتکام کې د مبارکې روژې د میاشتې د رارسیدو په ویاړ ټولو مسلمانانو، او په ځانگړي ډول د افغانستان غيور او مسلمان ولس ته مبارکي وايې. د روژې مبارکه میاشت د رحمت، مغفرت حکمت، هدایت او برکت میاشت ده اومسلمانان د یو بل او دخدای (ج) پر وړاندي مسولیتونه لري . په دغه میاشت کې ټولو افغانانو او د نړۍ مسلمانانو ته د سولې او تواضع میاشت غواړو.
روژه مو مبارک شه!
په درنښت
حشمت
دامریکا د متحده ایالاتودعمومي قوماندانی دبریښنایې خبرواترو تیم


tandar
04.06.2016

الله پاک خو دي تا شخصا د طالبانو په لاس ورکړي چه تاته دګونتانامو شکنجي په عملي ډول او په همدي دنيا در وښي
الله امين داشغالګرو ډالري نوکره


زړه او ژبه څومره مهم دي

Hashmat Khan
06.06.2016

پتنګه !
ته باید خپله ژبه د چټی بیان ، غیبت ، چغلیو ، اتهام ، پس ګویی ، پیغور ، درواغو او ښکنځلو څخه اقلا د روژې په مبارکه میاشت کې وساتې.

لاندي کیسه ولوله او پند ځنې واخله!

حضرت لقمان چی د بنی حسحاس مریی و ، هغه ورته وویل چی یوه بُزه حلاله کړه او د هغه تر ټولو ښه غوښی راته راوړه . هغه همداسی وکړه ، زړه او ژبه یې ورته راوړل .

څو ورځی وروسته د هغه څښتن بیا ورته وویل چی یوه بزه حلاله کړه خو د هغې تر ټولو بدی او خرابی غوښی راته راوړه . لقمان یو ځل بیا هماغه زړه او ژبه ورته راوړل . بادار یې ورڅخه وپوښتل چی څو ورځی مخکی دې د بهترینو غوښو په توګه همدا زړه او ژبه راوړي وو ، خو نن دې بیا د بد ترینو غوښو په توګه همدا زړه او ژبه راوړل ، دا ولی ؟

لقمان ورته وویل چی صاحبه ، که همدا دوه شیان ښه وی نو په ټول بدن کی تر دې دوو ښه شیان نسته ، خو که همدا دوه شیان بد سي نو بیا په ټول وجود کی تر دې دوو بد شیان نسته ( تفسیر ابن کثیر ) .

په درنښت
حشمت


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more