د موضوعګانو سرپاڼه

سياست او روانې چارې

طالبان: ملا اختر منصور ایران ته تګ راتګ کاوه

میرویس
27.05.2016

ګرانو لوستونکو، السلام علیکم!
دطالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد وویل، ددوي وژل شوي مشر ملا اختر محمد منصور "د طالبانو د غړو احوال اخستلو او د امنیتي ملحوظاتو له امله" ایران ته سفرونه کول.ملا منصور"یوځای ته سفر درلود، په لاره کې د سفر په حالت" کې وژل شوی.
===
ګرانو لوستونکو:
داعش دطالبانو، القاعدې، او ایران د انډیوالانو پرخلاف برالا جنګ اعلان کړ. ملا منصور ایران ته سفر وکړ، دالقاعدي اوسني مشر آیمن الظواهري هم ملا منصور ته بیعت کړئ ؤ. چون دواړه دداعش دښمنان وو، حتماً به داعش دملا منصور دسفر دمسیراو نور مهال ویش دڅرګ لګولو قابلت درلود، او پدې برخه کې یې معلومات دياکستان استخباراتي ادارې "آی ایس اي" ته ررکړي. داعش ته اوس زښته ډېرې پیسې ورکړل شوې چې ددې ډلې جاسوسان یې د القاعدې دمشر آیمن الظواهرې دځای ځایګي په معلومولو کې ولګوي.
طالبان باید دخپلو اسلافو دکاراواییو او اشتباهاتو نه درس واخلي. دوی یوازې په خپل ملکې دبخولاینې له لارې په صلحه او امنیت کې ژوند کولئ شي.
په درنښت.
http://www.tolafghanistan.com


larghonay laraway
31.05.2016

له موزي ښادي حرامه ده!
ټاليب او ډاعش ټول د افغانستان او افغانانو دښمنان دي.
دا که کله ايران او کله پاکستان ته کار کوي په دې يې زمونږ څه؟
زمونږ وطن يې وران کړ!
ځوانان يې څه په انتحار، انفجار او جګړه کې ووژل،
څه يې د غر بت سره مخ کړل چې ايران ته لاړشي او پوډريان شي
او دا پاتې يې چې د مهاجرت پر مهال يوه نيمه کرښه لوستې وه هغه ډلې ډلې اروپا او امريکا ته د دوی د بدې ورځې له لاسه وتښتېدل.
ټاليب + ډاعش= د وطن دښمنان


میرویس
01.06.2016

ویاړلیه لارویه، لمړئ د سلامونو او نیکو هیلو پیرزوینه!
دوی چې د بیګانه ملکونو دپاره کار کوي، زموږ سټه باسي، کاشکي دپردیو مریتوب یې زموږ په تاوان نه وای. دوی زموږ وطن هم د خپلو پنجابي او وهابي بادارانو دنیابتي جنګ د مقاصدو د پوره کولو دپاره ړنګ بنګ کړ.
تاسې د طالبانو، القاعدې او داعش دلاسه دافغان، بالخصوص پښتون ځوان نسل ناورین ډیر ښه بیان کړیدئ. طالبانو او نورو بدعتي ترورستانو، په ملیونو زموږ ماشومان دتعلیم دخدای ورکړي حق نه محروم کړیدي، او دافغان راتلونکي نسل دبقا او نیکمرغۍ "پوده تنسته" یې د [کن فیکن] کونکو ګواښونو سره مخامخ کړېده.
دوی دومره نا عاقبت اندېښه دي، چې خپلې پښې په طبروهي.
طالب+داعش+پنجابي+وهابي=دافغان او افغانستان دغاړې غور.
په درنښټ.


lawangin
02.06.2016

تاسې يو ځله له خپلو صلیبي بادارانو څخه ځان خلاص کړۍ نور یې پر ما !!
تر څو چې اشغال وي د ازادي بیرغ به هيڅ وخت هم ټيټ شوی ندی !!
له ټولو ازادي مهمه ده !!

[quote:8932b08726="میرویس"]ویاړلیه لارویه، لمړئ د سلامونو او نیکو هیلو پیرزوینه!
دوی چې د بیګانه ملکونو دپاره کار کوي، زموږ سټه باسي، کاشکي دپردیو مریتوب یې زموږ په تاوان نه وای. دوی زموږ وطن هم د خپلو پنجابي او وهابي بادارانو دنیابتي جنګ د مقاصدو د پوره کولو دپاره ړنګ بنګ کړ.
تاسې د طالبانو، القاعدې او داعش دلاسه دافغان، بالخصوص پښتون ځوان نسل ناورین ډیر ښه بیان کړیدئ. طالبانو او نورو بدعتي ترورستانو، په ملیونو زموږ ماشومان دتعلیم دخدای ورکړي حق نه محروم کړیدي، او دافغان راتلونکي نسل دبقا او نیکمرغۍ "پوده تنسته" یې د [کن فیکن] کونکو ګواښونو سره مخامخ کړېده.
دوی دومره نا عاقبت اندېښه دي، چې خپلې پښې په طبروهي.
طالب+داعش+پنجابي+وهابي=دافغان او افغانستان دغاړې غور.
په درنښټ.[/quote:8932b08726]


میرویس
06.06.2016

ګرانه لونګینه، السلام علیکم!
هغه چې ته یې صلیبیان بولې، اکثریت یې ووتل، دپخوا په نسبت اوس دګوتو په شمار پاتې دي. دغه صلیبیان ستا دطالبانو دهغو بادارانو [القاعدې ترورستانو] د شړلو دپاره راغلي وو، چې طالبان یې دوکه کړل، زموږ د ملک نه یې په بهر کې ترورستي حملې وکړې، زموږ ملک یې دجنګ میدان وګرزاوه.
اوس همدغه طالبان دي چې مشر یې ایران ته ځي او بیا وژل کیږي. همدغه دطالبانو قوماندانان وو چې دداعش پوست یې برمخ کش کړ، بیا هم د طالب، هم د القاعدې او هم د افغان دښمنان شول، بیا یې دطالبانو دمشر دځای او وخت او دحرکت دلور يه باب آی آیس آی ته جاسوسي وکړه، او ملا منصور یې وواژه.

دا محدود خارجي عسکر چې پاتې دي خو هغه هم وزي، خو ستا طالبان او القاعده باداران چیرې هم نه غواړي چې دغه خارجي محدوده قوه ووزي، ځکه چې دوی په جنګ کې خپله بقا ویني، او د جنګ پای ته رسیدل نه غواړي.
په درنښت.


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more