د موضوعګانو سرپاڼه

سياست او روانې چارې

د اطلاعاتو او کلتور وزارت د پښتنو ستورو سپکاوی وکړ!

larghonay laraway
15.05.2016

د اطلاعاتو او کلتور وزارت غواړي چې د علومو اکاډمۍ د بي بي ګلې پر اوږه ټوپک کېږدي او پښتانه په دا خوله خوله پرې وولي!
پښتو څه نننۍ ژبه نه ده. که له نورو تېر شو يوازې پښتنو پنځو ستورو دومره وينې ورکړي چې تر ننه يې تروتازه ساتلې ده.
د پښتو دمعياري ژبې لپاره تر اتو زياتې پرېکړې شوي او ټولې علمي دي او د وخت ژبپوهانو لکه (ارواښاد علامه حبيبي، ارواښاد علامه رښتين، ارواښاد علامه الفت، ارواښاد علامه خادم، ارواښاد علامه بينوا، علامه روهي او ارواښاد علامه رشاد) په هغو پرېکړو کې تصميم نيوونکي وو او پښتو يې معياري کړې ده.
د اکيډمۍ بي بي ګله چې حتی پښتو ليکل خو څه کوې چې ويلی يې هم نه شي او پښتنه ده. هغه هم وايي چې پښتو معياري نه ده!؟
دا په اصل کې يو پرچمي پښتو ضد ائتلاف دی چې د پښتنو منځ کې قبيلوي تعصبونو ته لمن وهل غواړي.
کنه نو تاسو او خدای چې اوسمهال د دې وخت دی چې د پښتنو تر منځ دې قبيلوي او لهجوي تعصب ته لمن ووهل شي؟
ايا اوس د دې وخت دی چې وړې او کليوالې کوڅه ډبې غوښتنې دې مطرح شي؟
ايا اطلاعات او کلتور د مطبوعاتو او کلتور ټولې ستونزې حل کړې؟
ايا باري جهاني ته بايد تر معياري او ملي ژبې خپله لهجه غوره وي؟
د اطلاعاتو او کلتور د کار لايحه او دندې معلومې دي او د اکيډمۍ هم معلومې دي.
د هيواد مطبوعات سپکې سپورې ښکنځلې دي. باري جهاني دې د تعصب او عقدو پاللو پر ځای لږ تر لږه يکي يو داسې اخبار ولري چې ټول افغانستان پرېږده يوازې کابل کې يې هم خلک ولولي.
ټلويزيونونه دې کنټرول کړي چې ملي مشاهیرو، ملي پولو او ملي اصطلاحاتو ته په کې توهين کېږي.
هر څوک دې خپل حد وپېژني او علمي بنسټونه دې د تعصب په سنګرونو نه بدلوي.


larghonay laraway
15.05.2016

:( :(



ع کريم حليمي
18.05.2016

محترم او ښاغلی لرغوني لاروی صاحب ، دامت برکاتهم و حفظه الله تعالی ، السلام علیکم ورحمة الله وبرکات

مننه وروره ! په دغه ((پښتو څه نننۍ ژبه نه ده. که له نورو تېر شو يوازې پښتنو پنځو ستورو دومره وينې ورکړي چې تر ننه يې تروتازه ساتلې ده.))
عبارت او جملو په لیدلو می سترګي روښانه سوې او د لوستولو وروسته مي زړه ښاد سو ، په آخیره کي بیا د مننی اظهار کوم


larghonay laraway
18.05.2016

محترم او مکرم ورور حليمي صاحب کور ودان الله ج دې خوشحاله لره


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more