د موضوعګانو سرپاڼه

سياست او روانې چارې

دترهګرۍ پرضد جنګ له هیڅ مذهب او دین سره مقابله نه ده .

اتل
18.03.2016

محترمو لوستونکو، السلام علیکم.
د هندوستان لومړی وزیر ناریندرا مودی پرون په نوی ډیلی کښې د صوفی د نړیوال کانفرنس د پیلیدا په مراسمو کښې وویل په داسې حال کښې چې دسیمې په ډیرو هیوادونو کښې جنګونه او تاوتریخوالی روان دی دداډول کانفرنس جوړیدل ډیر مهم دی .
هغه په صلحې او دوستۍ د اسلام ټینګار په اړه وویل دصوفې په نوم دغونډې ترسره کیدل او د جنګ او سرزورۍ پرځاې په صلحې ټینګار په دنیا کښې د ارامښت دټینګیدو لپاره مهم ګام دی .
دهندوستان لومړی وزیر وویل له ترهګرو سره په پوځی مقابلې سربیره باید دهغوې له سرزورو ا فکارو سره هم مقابله وکړو .
هغه د ایران د ستر شاعر شیخ سعدی شعر ته په اشارې سره چې د ملګروملتونو په مهمې دروازې لیکل شوی دی ټینګار وکړ ټوله نړیواله ټولنه دیوې(۱) کورنۍ غړی ده .
دصوفی په نوم نړیوال کانفرنس پرون دایران په شمول ددنیا دڅه د پاسه څلویښتو(۴۰) هیوادونو دعلماو، شخصیتونو او استازیو په ګډون په نوی ډیلی کښې پیل شو.
خویندو وروڼو:
نن سبا یو غیر مسلمان شخص، له هغو خلکو نه، خان مسلمان بولي، په حقیقت کې ترورستانو دي، او هره ورځ مسلمان وزني، داسلام ډیر درناوئ کوي.
زموږ طالبان چې دجهاد په نامه یې د پردیو د نیابتي جنګ ټوپک پر اوږه اېشئ مسلمان افغانان عبث وزني، ایا دا اسلام دئ، جهاد دئ، که کوم بل څه؟
یو غیر مسلمان داسلام دصلحې د پيغام په اهمیت خبرې کوي، خو ملا منصور دسولې نه فرار کوي، د شیطان لاره یې نیولي او خپلو بړیڅو ته امر کوي، چې . تر بل هروخت نه ډیر مسلمان افغانان وژنئ.
دادئ دملا منصور انصاف
http://pashto.irib.ir/2010-05-18-10-42-32/item/103449


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more