د موضوعګانو سرپاڼه

د منتخب اسلامی جمهوريت بنسټونه او ارزښتونه

الشیشاني پيژنئ؟

اتل
18.03.2016

محترمو وطنوالو، السلام علیکم.
د الشیشاني نوم په غوږ عجیب غوندې لګیږي. سړي ته ددې نامه د ریښې د پیدا کولو وسوسه پیداشي. داسړې چې په اصل کې چچن دې، اصلي نوم یې "ترخان بتیراشول" او ځان يې په عمر سیستاني مشهور کړئ ؤ، په چچنیا کې دروسانو پرخلاف جنګیده، بیا سوریې ته لاړاو د داعش سر قوماندان یعنې ددفاع وزیر شو.
عمر الشیشاني په سوریه کې په ترورستي حملو کې ډیر بې ګناه انسانان وژلي دي. الشیشاني وړمه هفته په سوریه کې دخپأو لسو دوولسو ملګرو سره په بمباریو ګې زخمي شو، خو ټول ملګري یې ووزل شول. الشیشاني وړمه ورځ د خپلو زخمونو نه مړشو، او دسوریې ولس یې دشر نه نجات وموند.

الشیشاني او هغه ته ورته دداعش دګڼ شمیر مشرانو وزل کیدو، دا ترورسته ډله کمزورې کړیده. داعش دولس دساتنې په پلمو ولس وزني، او اقلیتونه له یوې مخې تباه کوي، خو داعش دومره ناکاره ډله ده چې دخپلو مشرانو دساتنې جوګه هم نده.
داعش د شدادي په شمول ډېر ځایونه دلاسه ورکړي، خلافت یې د سقوط په لور روان دې اددې ډلې جګړه ماران یې هم نشي بچ کولئ.
داعش دعراق د حکومتي، کردي او سوني قواوو په مقابل کې جنګ نشي ګټلئ.
دداعش د دماتې بل علت، غیر عربي داعشیانو ته په سپه سترګه کتل دي. خارجي جکړه ماران چې داعش ته ورغلي ترې ناراضه دي، او ترې تښتي.

نه یوازې دا چې داعش نور جګړه ماران نشي ورجلبولئ، او په عراق او سوریه کې نورې مځکې نشی لاندې کولئ، بلکه مشران یې د خپل سر د ساتنې الې ځلې کوي.
داعش چې د شیعه مسلمانانو، یزیدیانو او نورو اقلیتونو دسټې ایستلو په برخه کې کرغیړن اعمال سرته رسولي، او بې شانه جنایات یې کړيدي، اوس یې مزه څکې.

ګلان وکره چې سیمه دې ګلزار شي - اغزي مه کره په پښو کې به دې لاړشي.
په درناوي.


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more