د موضوعګانو سرپاڼه

نړيوال ښکيلاک او د لرو بر افغان دازادۍ غورځنګ

د طالبانو د دوو ډلو ترمنځ په نښتو کې د تلفاتو شمېر ۲۰۰ تنو ته ورسېد

میرویس
11.03.2016

ګرانو لوستونکو، السلام علیکم!
آیا دطالبانو مشران ملا محمد اختر منصور او ملا محمد رسول، فکر کوي چې پیرو طالبان یې اجیر عسکر دی، چې سره جنګوي او وژني یې؟ ملا رسول چې پداخل کې دې، او ملا منصور چې په باکستان کې مزې چړچې کوي، دقدرت پر سر، طالبان پخپلو کژ جنګوي اووژني. دا جهاد نه، بلکه فتنه ده. ملا منصور د پاکستان ګوډاګئ، سراج الدین حقاني ورسره ملګرئ کړي، دپښتو سټې باسي، او اسلام بدنام کوي. دطالبانو دښمنو ډلو ولې دخلکو کورونه لوټ کړي او سیزلي دي؟
ددواړو ډلو قوماندانو ته بکار دي، چې دخپلو مشرانو چې نیابتي جنګ پر مخ وړي، او عام طالبان پکې مري، دجنګ نه لاس واخلي، خپل مشران ترک کړي، د سولې د پروسې سره یو خای شي.
======
د طالبانو د دوو ډلو ترمنځ په نښتو کې د تلفاتو شمېر ۲۰۰ تنو ته ورسېد
تاند- د هرات ولایت په شینډنډ ولسوالي کې د طالبانو د دوو ډلو ترمنځ د تېرو ۴ ورځو په جګړو کې تراوسه پوري لږترلږه ۲۰۰ تنه وژل شوي دي.
په دې جګړه کې، چې د ملا اختر محمد منصور او ملا محمد رسول اخوند د پلوي قوماندانانو ترمنځ روانه ده او د دواړو لورو د نورو سیمو پلویان هم د جګړې لپاره سیمې ته راغلي، نامعلوم شمېر نور ژوبل شوي دي.
د ملا رسول ډله ادعا کوي چې د ملا منصور ګڼ شمېر پنجابیان هم سیمې ته د خپل ملاتړ لپاره راوستي دي.
د هرات د والي ویندوی جیلاني فرهاد وايي چې د دواړو خواوو ۲۰۰ تنه وژل شوي دي.
د دواړو لورو ویندویانو جګړه او مقابل لوري ته د تلفاتو اړول تایید کړي دي.
فرهاد تور ولګاوه چې د طالبانو دواړو ډلو د عامو خلکو کورونه لوټ کړي دي.
ده وویل چې د منصور ډلې د هغو سیمو کورونه لوټ کړي چې مخکې د رسول د پلویانو په کنټرول کې ول او د رسول پلویانو د هغو سیمو کورونه لوټ کړي چې مخکې د منصور د پلویانو تر ولکې لاندې ول.
دواړو ډلو په دې سیمه کې د روان میلادي کال په جنورۍ کې پر اوربند سلا کړې وه خو د دوشنبې په ورځ اوربند مات شو.
http://www.taand.com/archives/65600


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more