د موضوعګانو سرپاڼه

نړيوال ښکيلاک او د لرو بر افغان دازادۍ غورځنګ

لبنان کې چاودنو ۴۵ تنه وژلي؛ مسووليت يې داعش پر غاړه اخيستی

اتل
13.11.2015

محترمو لوستونکو، سلامونه!
دا څنګه اسلامي خلافت دئ چې بې بیګناه مسلمانان ملخانو غوندې وژني، اوبیا په کامل افتخار یې مسؤلیت هم مني.
آیا تاسې د داعش قتلونه، په اور کې د بې ګناه مسلمانانو سیزل، دښځو مینځې کول، په مسجدونو کې بمونه الوزول او د مسلمانو قتل او د اسلام بدامه کول څنګه بولئ.
آیا داعش اسلامي خلافت دئ، که یوه بدعتي ترورسته له؟
====
لبنان کې چاودنو ۴۵ تنه وژلي؛ مسووليت يې داعش پر غاړه اخيستی
تير ماښام د لبنان به پلازمېنه بيروت کې دوه چاودنې وشوې، چې ۴۵ تنه په کې وژل شوي او ۲۳۹ يې ټپيان کړي.
دغه چاودنې ځانمرګو بريد کوونکو، د بيروت په سويل کې د ضاحيه په سيمه کې تر سره کړې او د چاودنو پړه اسلامي دولت يا د داعش ډلې پر غاړه اخيستې ده او وايي، چې درې تنو په دغو بريدونو کې ونډه درلوده.
http://www.rohi.af/fullstory.php?id=41727


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more