د موضوعګانو سرپاڼه

ناندرۍ او ناندریزه موضوعګانې

القاعدې او ایران بندیان تبادله کړي دي

میرویس
18.09.2015

ګرانو وطنوالو، السلام علیکم.
د القاعدې د پنځو عړو دجملې نه چې درئ یې ددې ترورستي ډلې د عالي شوری غړي دې، ډیره موده د قتل منګولې د مسلمانو ولسونو د ستونې نه ختلې وی او د ایران په زندانونو کې پراته وو. خو اوس دا قاتلان خوشي شويدي. خدازده چې دوی به څومره مسلمانان قتل کړي.
====
سکای نیوز خبري شبکه د استخباراتي سرچینو دمالوماتو په اساس لیکي: ایران دالقاعدې پنځه لوړ پوړي مشران دهغه ایراني ډیپلومات په بدل کې خوشی کړي دي، چې موده وړاندې القاعدې په یمن کې تښتولی و.
سکای نیوز وايي : دپنځو خوشی شوو له منځه درې یې دالقاعدې دعالي شورا غړي دي، استخباراتي سرچینه زیاتوي: موږ اندېښمن یو هسی نه، چې خوشي لوړپوړي مشران هغو هېوادو ته مخه نه کړي، چې امنیتي وضعیت یې ترینګلی دی.
سکای نیوز وايي : ایران او القاعدې خپلمنځي اختلافات یو اړخ ته کړي دي او خپل ټول پام یې مشترکو ګټو ته اړولی دی، خو دجهادي چارو کارپوهان دا ډول یو پرمختګ نه مني او زیاتوي دالقاعدې او ایران ترمنځ خبره غوڅه ده او هغه دښمني ده.
په پنځو خوشو کسانو کې یو ابو الخیر المصري دی، داسې ویل کېدل،چې دا به د القاعدې دپخواني مشر بن لادن ځایناستی وي، ابو الخیر د القاعدې دبهرنیو اړیکو دکمیسون مشر و.
بل کس سیف العدل ( محمد صلاح الدین زیدان ) دی دا دالقاعدې تیورسن دی او دمصر له پخوانیو پوځیانو څخه دی .
سیف العدل دبن لادن له نږدې ملګرو څخه دافغانستان او سوډان سربېره نوموړی له بن لادن سره هر ځای ته تللی دی، څو کاله پخوا اوازه خپره شوه، چې طالبانو له ایران سره د بندیانو دتبادلې په لړ کې سیف العدل تر لاسه کړی دی، خو دا اوازه بیا وروسته ناسمه ثابته شوه.
بل کس دالقاعدې مخکښ مشر ابو محمد المصري دی، څلورم او پنځم د اردن تبعه خالد العاروري ابو القسام د ابو مصعب الزرقاوي مرستیال او ساري شهاب دی، چې په اړه یې پوره مالومات نشته.
شنونکي وايي : دا پنځه مشران به هغه تشه ډکه کړي،چې دالقاعدې دمشرانو له وژنې وروسته رامنځته شوې ده، ځینې به یې د ایمن الظواهري دمرستیالانو په توګه وټاکل شي
http://www.rohi.af/fullstory.php?id=40643


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more