د موضوعګانو سرپاڼه

د منتخب اسلامی جمهوريت بنسټونه او ارزښتونه

دفضیلت ژوند، که د ذلت مرګ؟

اتل
04.09.2015

محترمو لوستونکو، السلام علیکم
د اسلام د مقدس دین د ارشاداتو په مصؤن ماحول کې د فرائضو پرخای کول، اخوت پالل د بشري خقوقو نه برخوردارکیدل د فضل او کرم ژوند دئ، او دداعش تر ابلیسي او طاغوتي قمچینه لاندې ژوند کول، د ذلت، سپکاوي، غلامۍ او بې ایمانۍ، بې دینۍ او دوزخ ژوند دئ.
هغه طالبان چې داعشیان شوي، دخپلو پخوانیو همسنګره طالبانو سره، د القاعدې غوندې چې زموږ ملک یې په خارجي قواوو اشغال کړ، عربي ترورست داعش ته دخدمت په لاره کې طالبان او ولسي خلک سوځوي، سورونه یې قلم کوي او داسې نورجنایات کوي.
===
ننګرهار کې د طالبانو او داعش ٢٣ کسان وژل شوي
د ننګرهار په پچيراګام ولسوالۍ کې د وسله والو طالبانو او داعش تر منځ نښته کې ٢٣ کسان وژل شوي او يو شمېر کورونه سوځول شوي دي.
طالبانو او داعش ته منسوب ٢٣ تنه وژل شوي او اته نور ټپيان دي.
د پچيراګام ځينو قومي مشرانو رسنيو ته ويلي چې په داعش پورې اړوند وسله وال په دې ولسوالۍ کې څو کورونه سوځولي چې وروسته د سيمې خلکو ورسره نښته کړي چې په ترڅ کې يې ١٤ ملکي وګړي وژل شوي او د داعش وسله وال د سيمې ٢٢ تنه له ځان سره وړي دي.
http://www.pajhwok.com/ps/2015/09/04


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more