د موضوعګانو سرپاڼه

نړيوال ښکيلاک او د لرو بر افغان دازادۍ غورځنګ

دطالبانو ارغینجک-حرافه

میرویس
28.08.2015

ګرانو وطنوالو، السلام علیکم
طالبانو کلونه کلونه د ولسوالیو پر محدودو قواوو حملې کړې چې دګڼ شمیر طالبانو په شمول، پولیس او ولسي خلک پکې وزل شوي، او نوربشري او اقتصادي عواقب یې لرلي دي. طالبانو پدې وروستیو کې د هلمند د موسی قلا د ولسوالۍ په نیولو کې یو ځل بیا هماغه جنایات تکرار کړی چې پخوایې هم ددې ولسوالۍ په نیولې او بیرته د لاسه ورکولو کې سرته رسولي وو.
دطالبانو نه د موسی قلا په بیرته نیولو کې طالبانو ته سلګونه تلفات اوښتي دي. آیا دطالبانو مشران پخپلو جګړه مارانو او بې ګتاه ولس رحم نه کوي؟
طالبانو همدغسې جنایات د لسګونو ولایتونو په ګڼ شمیر ولسوالیو کې سرته رسولي او په پای کې یې هیڅ شئ لاس ته ندي ورغلي، او لا هم دوام ورکوي.
طالبان باید اوس پوه شوی وي چې په جنګ یې نشي شل کولئ، پکار دې چې دالله او ولس ارادې ته غاړه کیږدي،خپل هدفونه، او هغه هم که د الله او ولس دپاره د منلو وي، د سوله ایزو لارو چارو تعقیب کړي.
ومن الله توفیق.
http://www.taand.com/archives/54477


Re: دطالبانو ارغینجک-حرافه

lawangin
28.08.2015

[quote:fc5d3bff4d="میرویس"]ګرانو وطنوالو، السلام علیکم
طالبانو کلونه کلونه د ولسوالیو پر محدودو قواوو حملې کړې چې دګڼ شمیر طالبانو په شمول، پولیس او ولسي خلک پکې وزل شوي، او نوربشري او اقتصادي عواقب یې لرلي دي. طالبانو پدې وروستیو کې د هلمند د موسی قلا د ولسوالۍ په نیولو کې یو ځل بیا هماغه جنایات تکرار کړی چې پخوایې هم ددې ولسوالۍ په نیولې او بیرته د لاسه ورکولو کې سرته رسولي وو.
دطالبانو نه د موسی قلا په بیرته نیولو کې طالبانو ته سلګونه تلفات اوښتي دي. آیا دطالبانو مشران پخپلو جګړه مارانو او بې ګتاه ولس رحم نه کوي؟
طالبانو همدغسې جنایات د لسګونو ولایتونو په ګڼ شمیر ولسوالیو کې سرته رسولي او په پای کې یې هیڅ شئ لاس ته ندي ورغلي، او لا هم دوام ورکوي.
طالبان باید اوس پوه شوی وي چې په جنګ یې نشي شل کولئ، پکار دې چې دالله او ولس ارادې ته غاړه کیږدي،خپل هدفونه، او هغه هم که د الله او ولس دپاره د منلو وي، د سوله ایزو لارو چارو تعقیب کړي.
ومن الله توفیق.
http://www.taand.com/archives/54477[/quote:fc5d3bff4d]

دغه پوښتنه دې اول له خپلې روزي رسانې فاسدې cia او ملي يهودي اردو څخه وکړه چې
په صحرايې محکمه بې ګناه شپانه او لاروي په ۲۰۰ مرمويو وژني !
تف لانت پر فاسدینو
پتنګ


م . ق
29.08.2015

طالبانو او داعشیانو صرف او صرف دا ثابته کره چی د مسلمانانو سره یی دشمنی ده. د خارجیانو او اشغالگرو سره د دوی هیس کار نشته!
دا دواره دلی ددی زمانی خوارج دی بلکه له خوارجو سخه یی هم گناه زیاته ده زکه چی دوی د صلیبیانو په خدمت کی دی اگر چی دوی پردی نه پوهیژی چی مونژ سنگه د صلیب لپاره استعمالیگو. دا ژور سیاسی بصیرت او دقیقی تاریخی اسلامی مطالعی ته ضرورت لری. د خلافت او امارت غولوونکو شعارونو دا جذباتیان او سطحی خام فکره اسلامپال غولولی. که پر دی پوه شو چی د دوی عمل سومره د اسلام او مسلمانانو په ضرر د مسلمانانو په ختمولو او بیخ ویستلو تمامیگی نو بیا به توبو او ژراگانو ستری شی خو فایده به نه کوی. اسلامی امت به بیا نیست و نابود وی
د الله نه وویریگی د الله بندگانو! یو مسلمان او د مسلمان وینه د الله په نزد د زمکو او اسمانونو هم دیر قدر لری
یهودیانو او صلیبیانو د اسلام او مسلمانانو خلاف دیر ژور او پراخه دسیسی او پلانونه جور کری دی
خبیث یهودیان مسلمانان د مسلمانانو په لاس ختموی دیره د افسوس خبره ده
طالبه او داعشیه الله دی درته هدایت وکری سره د هغه بل گمراه او فاسد چی د امریکایانو د ساتنی لپاره په اردو او پولیسو او نظامی برخه کی کار کوی
والله د الله په ذات او تولو صفاتو می دی قسم وی چی تاسی تول د صلیبیانو او یهودانو د شازشونو او لومو شکار یاست. د اسلام بیخ مو وویستو خو خبر نه یاست
اخر ستاسی د غفلت او جهالت سرنگه علاج وکرو خو هدایت د الله په لاس کی دی (انک لا تهدی من احببت ولکن الله یهدی من یشا)
د پشاور په مدرسو کی ناست طالبان او ملایان پدی راضی دی چی گواگی دوی رشتیا هم جهاد کوی او د اسلام لپاره کار کوی
دا سپینی جامی درپوری اور شه دا سپینه لونگی دی په وینو سره شه چی ته غافل او جاهل ددی نه خبر نه یی او نه دا سوچ کوی چی ته پاکستان ولی دلته پریخودی یی؟ ظالمه ستا پر سر د یهودو او صلیبیانو سخه دالری اخلی ترسو مسلمانان درباندی ووژی ستا په واسطه اسلامی امت خوار کری
پاکستان خو هغه لوی طاغوت دی چی د اسلام او مسلمان په سر تجارت کوی یوازی د خپل وطن مفادات پیژنی او د وطن لپاره د هر کافر او طاغوت سره مرسته کوی<
دا فکر ونه کری چی گواگی ته په رشتیا هم په یو اسلامی ملک کی د اسلام لپاره پروت یی. دغلته زه هم درسره پروت یم او هرسه گورم ستا مدرسی او جوماتونه تول رامعلوم دی په شمول د دغه مظهری صیب چی دلته لیکل هم کوی
په خپل علم او سپینو جامو تیر وتلی یاست> نن لکه د پرون غوندی د صلیب او اسلام صفونه شکاره او بیل بیل نه دی بلکه ته هم سره د علم او سپینو جامو او لویی گیری د اسلام او مسلمان په ضد استعمالیگی خو خبر نه یی د کم فهمی له وجی د سادگی له وجی
گوری که رشتینی مبارزین او مجاهدین یاست نو د سید جمال الدین افغان د لاری لارویان شی. سیاسی مبارزه او زیرکتیا خپله کری< سیاسی بصیرت پیدا کری
گوری ستاسی په جنگ کی تر اوسه دری زره امریکایان هم نه دی مردار خو بل طرف ته وگوره چی سومره مسلمانان د خاورو لاندی شو؟؟؟ ظالمه زان سره حساب وکره زان سره! د مسلمان وینه دومره خواره نده!


م . ق
29.08.2015

که زما جواب مو ترلاسه نه کرو نو پوه شی چی زه لا حاضر شوی نه یم

د اخوانیانو لار نسبتا بهتره ده خو کاش چی د دیموکراسی چه چوکات کی یی کار نه کولی البته هغه رشتینی اخوانیان یادوم. نه دا د افغانستان فسادیان!
د سید جمال الدین او علامه اقبال د فکر لارویان به چیرته پیدا شی؟؟. نن هماغی فکر ته جدی ارتیا ده
خدایه مونژ دی په سرنگه فتنه کی راگیر کری یو چی هغه ملا او عالم چی پرون د اسلامی امت قاید او رهبر وو نن دومره ناپوه دی چی د مسلمان قیادت خو سه کوی چی د مسلمان په زان ستره بلا ده> بس مذهبی مذهبی او فرقه ییزو اختلافاتو ته یی پریژده< اتفق العلماء علی ان لا یتفقوا!
علماؤ ته خاص او عامو ته د الله رب العالمین جدی اخطار:
( واتقوا فتنة لا تصیبن الذین ظلموا منکم خاصة)
د هغه عذاب سخه وویريژی چی ظالمانو ته به خاص نه رسی بلکه تولو ته به رسی. لکه د بنی اسرایلو په رنگ!

اللهم فاشهد انی قد بلغت وانی برئ من عمل المفسدین


میرویس
11.09.2015

پتنګ او میم قاف صاحب، السلام علیکم.
الله ج د تاسې په دین او دنیا دواړو نه خواروي.
میم قاف صاحب، بریږده چې پتنګ، یا لونګین، د طالبانو سره د خپلو شریکو خارجي بادارانو بابولالې ښې په شرنګ و غږوي. پتنګ پخپل پلورلې وجدان کې ښه پوهیږي، چې څه اوتې بوتي ولي.
میم قاف صاحب، تاسې د نښې منځ ویشتلئ، طالبان، داعشیان او القاعده ټول بدعتي ترورستان دي، چې د اسلام د مقدس دین په جامه کې اسلام، مسلمان، افغان او په تیره بیا د پښتون قام د تباه کولو او خپلو بادارانو د خوشحاله کولو دپاره کار کوي، او د معیشت په بدل کې یې نیابتي جنګ روان کړيدئ.
پتنګ دې وګوري، چې ملا عمر څه شو، د ملا اختر منصور او منصور دادالله ارتباط څنګه دئ، ملا دادالله د منصور، خپل ځان او د طالبانو د بادارانو په باب څه وویل او بقا یې څه ده؟
په درنښټ.


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more