د موضوعګانو سرپاڼه

نړيوال ښکيلاک او د لرو بر افغان دازادۍ غورځنګ

ازادي

هیښ
21.08.2015

ازادي 
ازادي داستبداد نه دنجات په ماناده ، خو افغانانو ( اولس ) هيڅكله ازادي نه لرله ، فقط خارجي استبداد په داخلي بدل شوى دئ .
انګريزان ولا ړل ، خو داخلي انګريزان حاكم شول  او دا سلسله تر اوسه روانه ده 
هو 
همداسى ده . 
ازادي د ظلم ، اختناق ، استبداد ، بى عدالتى  او دزور نه خالي ژوند كولو ته وايي . 
ازادي ترقي ده
، دانساني حقونو مراعاتول دي 
دانساني كرامت احترام دئ 
د تعقل او تفاهم په وسيله د شريك قانون جو ړول دي  چى بى له زوره او اسلحى د دتفاهمي او توافقي اساس له كبله اعتبار لري او د ټولنى ټول افراد ورته احترام لري او مراعاتوي يى . 
ازادي په سوله كى ژوند دئ 
ازادي د ټولنى په تصميمونو او پريكړو كى بى امتيازه برخه اخستل دي 
ازادي د ټولنى دافرادو په وسيله او نظر برابر دسياسي -اجتماعي -اقتصادي-فرهنګي -امنيتي نظام جو ړول دي . 
ازادي داقتصادي رشد او عامه رفاه منځته راو ستل دي . 
ازادي دقومي -ژبني -مذهبي - نژادي - دپوستكي رنګ  او  سمت  دتعصب په بنا د فتنو او شر وركول  دي . 
ازادي دتجاوزي او مداخله ګرانه كړنلارو نه انصراف دئ 
ازادي د افرادو د استعدادونو درشد ، خلاقيت او ابتكار دپاره زمينه برابرول دي  او كار اهل دكارته سپارل دي 
ازادي د استعمار او استثمار ردول دي 
ازادي  خپل عزت ، ګټه او ارامي دنورو په عزت ، ګټه او هوسايۍ  كى  ميسريدل دي 
او با لا خره ازادي مقدسه ده  او د ې  تقدس ته د ټولنى دهر فرد وفاداري او تعهد دئ 
نو 
اوس به څوك مستند او بى غرضه  شواهد ، ثبوتونه او لاسوندونه  دافغانستان په ټول تاريخ كى و ړاندى كړي  چى دهغى په اساس  اقرار  او فخر وكړو چى هو  مو ږ  ( افغان اولس ) ازادي لرله او يا يى لرو ؟ 
ځواب نه دئ 
دافغانستان  د ټولو روانو او تيرو مصيبتونو علت د ازاد ۍ  فقدان دئ 
او دا مصيبت به ترهغه روان وي تر څو چى دجامعى افراد جسماً او فكراً دازادۍ  دنعمت نه برخورداره او په ساتلو يى ځانونه مكلف ونه ګڼي . 
دازاد او خپلواك افغانستان په هيله



ع کريم حليمي
22.08.2015

محترم او مکرم هېښ صاحب ، السلام علیکم و رحمة الله و برکاته

ستاسي لیکنه مي ولوستل او تاسي د لیکني خاص انداز مي خوښ سو او او زه ئې هم هېښ آو پېښ کړم ، زما د هېښېدلو الامل دا دی چه : تاسو ازادي په ډېر مغلق او پېچلي انداز تعریف کړېده ،

هو ! ازادي یو ستر الهي نعمت دي ، او قران مجید مو هم و ازادۍ ته هڅوي ، او په مجموع کي رب العزت ،موږ (انسان )له پاره ازادي را تعین کړېده !!، یعني : رب العزت ، ټول انبیاء او محمد رسول الله د دې لپاره رالېږلي چه اې د ادم اولادې د شریعت ، ميثاق ملي او د ستور په چوکاټ کي خپل ټول معاملات او ژوند مخته وړي ، چه دا به مو د دارینو خير وي

په روانه ژبه د ازادۍ مفهوم : هر هغه فعل چه دستور او شریعت اجازه درکوي ، ازادي بلل کیږي

[quote:0f14846c2d] ازادي داستبداد نه دنجات په ماناده[/quote:0f14846c2d]

ستاسو د تصحیح په هیله !
درنښت


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more