د موضوعګانو سرپاڼه

د منتخب اسلامی جمهوريت بنسټونه او ارزښتونه

تښتیدلئ شي، خو پټیدلئ نشې.

میرویس
24.07.2015

ګرانو وطنوالو، السلام علیکم.
لکه دنړئ نور جنایت کارانو، په تیره بیا د القاعدې یو شمیر مشرانو غوندې چې وژل شوي، د القاعدې بل مشر محسن الفضلي و تښتید، خو د تل دپاره یې ځان پت نکړئ شو. په فارسي کې یو متل دي چې وايی:
"ملخ هر قدر جستي، آخر بدستي".
"چې بد ګرزي، بد به پرزي".

دمحسن الفضلي مرګ ډیر بې کناه مسلمانان د هغه په لاس د مرګ نه بچ کړل. دمحسن الفضلي وژل کیدو د القاعدې ترورستي دله نوره هم کمزورې کړه. دا ډله اوس په ترور اوقتل عامونو کې د پخوا په شان قوي نده.
=====
د تروريستي ډلي «خراسان» مشر ووژل سو
د امريکا د دفاع وزارت د القاعده د يوه لوی مشر د وژلو خبر ورکړی دئ. ويل کيږي چي محسن الفضلي په سوريه کي د امريکا د هوايي ځواک د جنگي الوتکو په يوه يرغل کي وژل سوی دئ. هغه يو وخت په افغانستان کي هم وو.

د امريکا د دفاع وزارت اعلان کړی دئ، چي د «خراسان» تروريستي ډلي مشر محسن الفضلي د جولای مياشتي پر ۸ نېټه په سوريه کي د امريکا د هوايي ځواک په يوه يرغل کي په خپل موټر کي وژل سوی دئ.
د پنتاگون وياند جف ديويس د چهارشنبې په روځ له رسنيو سره په خبرو کي دا نه دي ويلي چي هغه د بې پيلوټه الوتکي په يرغل کي وژل سوی که څرنگه.
د امريکا د اطلاعاتي ادارو د معلوماتو له مخي الفضلي په ۹۰ مېلادي لسيزه کي د القاعدې د مخکني مشر اسامه بن لادن يوه له نژدې کسانو څخه وو.
ويل کيږي چي الفضلي يو له هغو ډيرو لږو کسانو څخه وو چي د ۲۰۰۱م کال د سپتمبر مياشتي پر ۱۱ نېټه د امريکا پر نړيوالو سوداگريزو برجونو د القاعدې د بريدونو په اړه مخکي له مخکي خبر وو.
الفضلي په کويت کي زېږېدلی وو او امريکا متحدو ايالاتو له ډېر وخت راهيسي د هغه د نيولو يا وژلو پر سر ۷ ميليونه ډالره انعام ايښی وو.
د سعودي عربستان، کويټ او امریکا متحدو ايالاتو قضايي ادارو د تروريستي فعاليتونو په تور د الفضلي د نيولو حکم کړی وو.
د معلوماتو له مخي الفضلي په پاکستان کي له طالبانو او القاعدې ډلي له غړو سره فعاليت کاوه. له تروريزم سره د مبارزې امريکايي ملي ادارې د معلوماتو له مخي محسن الفضلي په افغانستان کي د طالبانو د واکمني تر ړنگېدو وروسته ايران ته تللی وو او هلته ئې د القاعدې د مشر په توگه فعاليت کاوه.
د امريکايي چارواکو په خبره «خراسان» ډله په سوريه کي د «نصرت جبهې» يو ښاخ دی.
پر محسن الفضلي باندي د تير مېلادي کال په سپتمبر مياشت کي هم امريکايي ځواکونو يرغل کړی وو خو هغه مهال امريکايي چارواکو د هغه د مرگ په اړه خپاره سوي راپورنه تائيد نه کړل.
الفضلي دغه راز په عراق کي د القاعدې ډلي د مشر ابو مصعب الزرقاوي ملگری بلل سوی وو. د ملگرو ملتونو امنيت شورا په ۲۰۰۵م کال پر الفضلي باندي په تروريستي فعاليتونو کي د لاس لرلو په تور بنديزونه ولگول.
DW.COM

«په بنگله دیش کې د القاعدي ځایي مشر نیول شوی»
د راپورونو له مخې د بنگله دیش پولیسو د القاعدې ترهگرې شبکې ځایي مشر له دولسو شکمنو کسانو سره نیولی دی. ویل شوي دي چې دغو شکمنو جنگیالیو د روژې میاشتي په پای کې د ترهگرو یرغلونو پلان جوړاوه. (02.07.2015)

د القاعدې شبکې مرستيال وژل سوی
د القاعدې تروريستي شبکې د سه شنبې په ورځ په يوتيوب کي په يوه خپره کړې ويډيو کي تائيد کړې ده چي د دوی مرستيال مشر ناصر الوحيشي په يمن کي له دوو نورو جنگياليو سره وژل سوی دئ. (16.06.2015)


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more